کور / کتاب / علامه رشاد خپرندويه ټولني ۵ کتابونه چاپ کړي دي

علامه رشاد خپرندويه ټولني ۵ کتابونه چاپ کړي دي

‍په کندهار کي علامه رشاد خپرندويه ټولني پر يوه ځاى لاندي پنځه کتابونه چاپ کړي دي:



کندهاري وروڼه :


د نوميالي ليکوال او محقق استاد محمد معصوم هوتک تاريخي او تحقيقي اثر دئ، چي د افغانستان د معاصر تاريخ د يوې خاصي برخي په اړه ډېر په زړه پوري معلومات لوستونکو ته وړاندي کوي. دغه کتاب د کندهاري وروڼو او د دوى له کورنۍ سره د تړلو پوهانو، مشاهيرو او سياسيونو په اړه هغه تاريخي موضوعات او مسايل په ډېر څېړنيز شکل سره بيانوي، چي زموږ د معاصر تاريخ د يوې خاصي دورې په روڼولو کي له مورخينو او محققينو سره پوره مرسته کولاى سي.

دغه کتاب په (۲۸۰) مخونو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په رنګه وقايه او ښکلې قطع او صحافت سره چاپ سوى دئ.
پردېس بېنوا:

د ښاغلي عبدالقديم پتيال څېړنيز اثر دئ، چي د پښتو ژبي د نوميالي ليکوال او شاعر ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا په باب ليکل سوى دئ. دغه کتاب پر څلورو فصلونو مشتمل دئ، چي لومړى فصل يې د استاد کورنۍ، سيمي، دندو، آثارو او شخصيت په اړه دئ، دوهم څپرکى يې د استاد د تحقيقي نثر، چي په هغه کي متن څېړنه، تاريخليکنه، تذکره ليکنه، ژبپوهنه او نوري ادبي او ژبنۍ ليکني شاملي دي، دريم فصل يې د استاد د تخليقي نثر په اړه دئ، چي په هغه کي د استاد د ډارمه ليکني، ادبي نثر ليکني، هنري ژباړو او ادبي ټوټو په اړه څېړنه پکښي سوې ده او څلورم څپرکى د استاد د شاعرۍ په اړه يو اوږد بحث لري. دغه کتاب د پښتو ژبي پياوړي اديب ارواښاد استاد الفت ته اهدا سوى دئ.

دغه کتاب په (١٥٢) مخونو کي په ښه قطع او صحافت په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا چاپ سوى دئ.

د بېنوا پرېشانه افکار (منثوري ټوټې):

په دغه اثر کي د فاضل استاد عبدالروف بېنوا هغه ادبي او نثري ټوټې ځاى پر ځاى سوي دي، چي د هېواد په مختلفو جرايدو او خپرونو کي وخت پر وخت چاپ سوي دي، خو په کتابي بڼه تر اوسه د لوستونکو تر لاسونو ور رسېدلي نه وې. د استاد بېنوا د ادبي نثرونو د راټولولو او ترتيبولو کار ښاغلي مطيع الله روهيال تر سره کړى دئ، چي دا دئ اوس په کتابي او يوځايي شکل سره د لوستونکو تر لاسونو ور رسېږي. دغه کتاب په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت سره په (١٠٤) مخونو کي خپور سوى دئ. 
 

د کندهار دودونه :

د ارواښاد مولانا عبدالخالق واسعي هغه په زړه پوري رساله ده، چي د کندهار د ډېرو دودونو د معرفۍ په برخه کي له مينه والو سره مرسته کولاى سي. په دغه اثر کي د مختلف دودونه او عنعنات په ښه روانه ژبه څېړل سوي دي. دغه اثر په (٦٤) مخونو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په رنګه او ښکلې قطع خپور سوى دئ.
 

د کندهار مشاهير :

د ښاغلي محمدولي ځلمي تاليف دئ، چي په نوې بڼه او طرز سره په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په (٣٤٤) مخونو کي په ښکلې قطع او صحافت سره چاپ سوى دئ.

دغه کتاب د کندهار د عالمانو، عارفانو، پوهانو، ليکوالانو، شاعرانو، سياسيونو او د نامه د خاوندانو د پېژندني او معرفۍ په اړه ليکل سوى دئ. دغه اثر د کندهار د هنر، فرهنګ، ادب او علم د معرفۍ په برخه کي د محققينو د استفادې او مراجعې يوه ښه منبع ګڼل کېږي. 
د زياتو معلوماتو لپاره په لاندي پتو اړيکي ټينګي کړئ:

m_rohyal2006@hotmail.com 

۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱