کور / کتاب / دغازي افغان پښتون وييپانگه خپره شوه.

دغازي افغان پښتون وييپانگه خپره شوه.

ټولو منلې ، چې دا مهال انگليسي ژبه نړيواله بڼه لري ، پښتانه ، دري ژبي ، اردوژبي ، او فارسي ژبي اړ دي، چې دغه ژبه زده کړې او کنه د نړۍ له ځغل څخه به پاتې شي او دنړۍ نور قومونه به پرمختگ وکړي او دوى به وروسته پاتې وي.
دا، چې انگليسي د يوې نړيوالې ژبې په توگه ځانگړى گرامر (پښويه ) او ځانگړې وييپانگه لري ؛ نو ښاغلي غازي افغان پښتون بابکرخېل هڅه کړى، چې ديوې سيمه ييزې اړتيا له مخې انگليسي وييپانگه پر پښتو ، دري ، اردو اوفارسي ژبو سره پرتله کړي او پرتليزې معناوې يې ورته په وسمهالې نړيوالې وييپانگه (GAB’S Contemporary International Vocabulary) کې راټولې کړي او د يو جونگ په بڼه يې دسيمې پوهياليو ته وړاندې کړي دي .
نوموړى کتاب ٦٠٠ مخه او له يو لکو زيات ويي (لغات ) لري .پر دغه کتاب ښاغلي محمدعارف همدرد دليکوال پيژندليک ليکلى، ښاغلي قدرت الله حدادفرهاد، ښاغلي خليل الله قتيل زوى، ښاغلي پوهنيار عبد الجليل صمدي ،ښاغلي اباسين يوسفزي ، ډاکټر سيد عطاالله شاه، ښاغلي ډاکټر عبد الروف رفيقي، ښاغلي فضل قادر انډيوال ، ښاغلي استاذتورگل تورزن او ښاغلي رابرټ براگډن سريزې ليکلي .
ډالۍ يې د پښتو ژبې او هڅوب د لمر، ستوريواوسپوږمکيو د غوښتنو او پوښتنو د راپورتکوونکيواو پلي کوونکيو مشرانو او کشرانو د هڅې درناوي ته، شوې ده .
دغه راز ښاغلي غازي افغان پښتون پرې خپلې خبرې هم کړي دي . ددغې وييپانگې مالي لگښت دننگرهار دجهادي او فرهنگي کورنۍ ځوان ملي سوداگراو فرهنگي شخصيت الحاج نصرت الله دالحاج دين محمدزوى ورکړى دى، چې چاپ چارې يې ((دساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز )) تر سره کړي دي .
دغه راز دکتاب پر پښتۍ دنوموړي ليکوال د تېرو نهو چاپ شويوگرامري او ژبنيوکتابونو انځورونه راغلي دي .ديادونې وړ ده ، چې د کتاب پښتۍ دوه رنگه چاپ شوې