کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داحمدی نژاد برى او پر افغانستان يې اغيز

داحمدی نژاد برى او پر افغانستان يې اغيز

په ايران کې د ډېرو افغانانو اونړيوالو د هيلو خلاف يو ځل بيا سخت دريځى احمدي نژاد واک ته ورسيد او
 دا هغه څه وو چې ډېر افغانان اونړيوال يې ناهيلي کړل، افغانستان چې دتاريخ له يو حساس پړاو نه دتېريدو په حال کې دى، دسولې او ټيکاو د راوستلو لپاره د ايران مرستې ته سخته اړتيا لري.
ايران له لوديځ په تېره بيا دامريکا سره له ډېر پخوا څخه کړکېچنې اړيکې لري چې دا په افغانستان کې په سوله او ټيکاو نيغ په نيغه اغيز لري. دغه اړيکې چې په ايران کې د احمدي نژاد او په امريکا کې دبوش دواکمۍ په وخت کې لا ډېرې خرابې شوې، په امريکا کې واک ته داوباما له رسيدو وروسته ددغه هېواد او ايران ترمنځ د اړيکو دښه کيدو هيلې پيدا شوې وې او دا هيلي هغه وخت لازياتېدلې چې له خلکو سره به دايران په ټاکنو کې داحمدي نژاد پرځاى ديوه بل سمون پال ولسمشر دراتلو هيلې پيدا شوې خو اوس چې احمدي نژاد يو ځل بيا واک ته ورسيد نو دا هيلې هم په ناهيلۍ بدلې شوې .
په ايران کې داحمدي نژاد واک ته په لومړي ځل له رسيدو وروسته په دغه هېواد د ګڼو لوديځوالو او افغان کارپوهانو له خوا په افغانستان کې د لاسوهنې تور دى خو ددې خلاف افغان چارواکو تل له ايران سره د ښـو اړيکو خبرې کړي دي. د احمدي نژاد د واکمنۍ په وخت کې په افغانستان کې په څو څو ځله له مخالفو وسله والو ايرانۍ وسلې ونيول شوي، چې د افغان دولت له مخلفينو سره دايران د اړيکو يو کره ثبوت کيدلاى شي خو ايراني چارواکو تل د افغان حکومت له مخالفو وسله والو سره د اړيکو خبره رد کړې ده، داحمدي نژاد د واکمنۍ په وخت کې په دغه هېواد کې له افغان ګډوالو سره بد چلند تر بل هر وخت زيات شوى دى، له افغان ګدوالو سره دايران دهمدې بد چلند له امله دافغانستان ولسي جرګې دبهرنيو چارو له وزيرڅخه د باور رايه واخيسته چې وروسته د افغان ولسمشر له خو ونه منل شوه او سترې محکمې ښاغلي سپنتا ته په واک کې د پاتې کيدو جواز ورکړ او دامسئله لا تر اوسه افغان حکومت او پارلمان تر منځ د يوې لانجمنې مسئلې په توګه پاتې ده. دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان د بهرنيو چارو وزير دوې ورځې وړاندې په يوه خبري غوڼده کې وويل چې موږ له ايران سره تل ښې اړيکې لرلې او له دې وروسته به هم له ايران سره ښې اړيکې ولرو.
بل خوا ګڼ افغانان په افغانستان د ايران دفرهنګې يرغل او دايران له لورې په دغه هېواد کې مذهبي او ژبنيو اختلافونو ته د لمن وهلو خبره کوي او دا هغه څۀ دي چې په کور دننه يې د بيلابيلې ډلو او ګروپونو تر منځ سخت ګړکيچونه راولاړ کړي، چې کارپوهان يې په افغانستان کې دنفاق زړى بولي، خو افغان دولت دايران ددې ټولو کړنو په اړه پټه خوله پاتې دى او په دې اړه يو پڅ دريځ لري. دافغان دولت ددريځ پڅوالى بيلابيل لاملونه لري لومړى داچې په ايران کې ګڼ افغان کډوال ميشت دي که افغان دولت دايران په لاسوهنو کوم جدي غبرګون وښيي نو ايران به دغه کډوال له خپل هېواد نه وباسي چې افغان دولت ددغو ګډوالو د خوندي کولو توان نه لري. دوهم داچې افغانستان چې ګڼ دښمنان لري نو له دې امله افغان دولت نه غواړي چې دخپلو سختو دښمنانو په لست کې خپل يو نسبتا کم دښمن هم ور زيات کړي. او درېيم داچې ايران په افغان دولت کې ګڼ داسې لاس پوڅي لري چې د افغان دولت په بنسټيزو پريکړو کې خپله ونډه لري چې هغوى هيڅ کله هم افغان دولت له ايران سره غوڅ چلند ته نه پريږدي.
دايران، افغانستان او پاکستان ترمنځ دګډې همکارۍ او په سيمه کې دسولې او ټيکاو د راوستلو په موخه ددغو دريو هيوادونو ترمنځ څو ځله لويې ګډې غونډې شوې، خو داسې ښکاري چې ايران له افغان دولت سره دوه مخې پاليسي پر مخ وړي. يوخوا له افغان دولت سره دمرستو او په دغه هېواد کې دنه لاس وهنې خبره کوي، خو بل خوا په افغانستان کې له دولت ضد وسله والو سره مرستې کوي، همدا دوه اوونۍ وړاندې چې کله چې د ايران پلازمينه تهران کې دافغانستان، ايران او پاکستان دهمکاريو ګډه غونډه روانه وه په هلمند ولايت کې امنيتي چارواکو هغه ډول ډول ايرانۍ وسلې چې له وسله والو مخالفينو نيول شوې خبريالانون ته وښودې، چې دغه پيښې په تهران کې ددغو دريو هيوادونو دولسمشرانو دروانې ګډې غونډې په اړه ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې او ددغې غونډې پايلې يې له ننګونې سره مخ کړې.
خو اوس چې احمدي نژاد د رايو په کثريت يو ځل بيا واک ته ورسيد، له لوديځ او افغانستان سره به په خپله تګلاره کې کوم ګټور بدلون رانه ولي بلکې لا به خپلې پخوانې تګلارې ته زور ورکړي، ځکه اوس به نړيوالي ټولنې ته دا هم ښکاره کوي چې زه د ولس په رايو په واک کې يم، زما تګلاره هغه څه ده چې دايران ولس يې غواړي، ځګه يې زه ددوهم ځل لپاره غوره کړم. نو له دې امله به د ايران او لوديځ تر منځ اړيکې هماغسې کړکيچنې پاتې شي او ايران به همداسې په افغانستان کې خپلو هرډول لاس وهنو ته دوام ورکوي او افغانستان به ددغه دوو ځواکونو دخرابو اړيکو په اور کې سوځي.

په درنښت