کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څه ډول مو هېواد هر اړخيز پرمختګ كولائ شي

څه ډول مو هېواد هر اړخيز پرمختګ كولائ شي

د هر اړخيز پرمختګ او ودې لپاره ځواكمنه زېربنا، ښه اداره، او امنيت آر لاملونه دي
يو هېواد هغه وخت پرمختګ او ترقي كولاى شي چې ښه اقتصاد ولري، ښه اقتصاد هغه وخت رامنځ ته كېداي شي چې هېواد د ښې ادارې او ښه امنيت لرونكى وي د يوې داسې ادارې چې په هغې كې رشوت، اداري فساد، غلا او لوټماري نه وي موجوده، پرته له ښې ادارې څخه هېڅكله هم يو ملك په خپلو پښو نه شي درېدلاى. ښه اداره كولاى شي چې د خلكو په اقتصادي او ټولنيز وضعيت كې بدلون رامنځ ته كړي. د پرمختګ بل مهم ټكى ښه امنيت دى كه په هېواد كې امنيت نه وي د ښې ادارې په ګډون د پرمختګ ټولې برخې زيانمنوي، اقتصاد ورسره كمزورى كېږي، د ټولنې ټولنيز او اداري جوړښت ورسره له ستونزو سره مخ كېږي. په هېواد کې د ناامنيو له زياتېدو سره د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا برخې راپرېوزي، زموږ د هېواد اقتصادي پرمختيا په دې وختو كې د (۱۳۸۳ او ۱۳۸۵) کلونو په پرتله زيات توپير موندلى.


په يادو شوو کلونو کې ملي او نړيوال پانګه وال خورا وهڅېدل، څو زموږ په هېواد كې ډېره پانګونه وكړي او په دې اند و، چې د دې هېواد اقتصاد به همدغه صعودي حالت ولري. په دغو کلونو کې چې له ډېر ځنډ وروسته په هېواد کې د دې هيله رامنځته شوې وه چې دولتي ټيکاو به رامنځ ته كېږي اودا چې پانګه والو خپلې پانګې په زړورتيا سره راوويستلې او په بېلابېلو سکټورونو کې يې هغه په کار واچولې چې له دې سره د اقتصادي او ټولنيزې بشري ودې او پرمختيا کچه د سيمې په کچه خورا پورته وه. دغه يو طبيعي حالت و، ځکه چې هېواد له تجريدي حالت څخه راوتلى و، او لا هم بېلابېلې ورانکارې ډلې نه وې فعالې چې اقتصادي وده شاته وغورځوي. او بنسټيز تاسيسات د خپلو بادارانو په امر ويجاړ او په كنډوالو بدل كړي.


په تېر کال كې د كرنې برخه چې د اقتصاد پرمختګ ورسره تړلى دى د وچکالۍ له امله زيانمنه شوه او محصولات يې لکه چې څنګه تمه کېدله نه و، چې له دې سره يې د هېوادوالو په ژوند خورا ناوړه اغېزه پرېوتله او که نړيوالې مرستې نه واى نو کېداى شواى چې پايلې يې خورا ناوړه واى. له بلې خوا د نړيوالو موسسو د ارقامو له مخې په تېر کال کې د ملي ناخالص عايد کچه ۳.۴سلنه وه، چې دا د ۱۳۸۳ لمريزکال په پرتله نږدې درې برابره ټيټه وه. د خوراکي توکو په برخه کې ۴۰ په سلو کې کمښت راغى او د غنمو بيه چې د هېواد والو لپاره د خواړو اصلي توکي دي، په سلو کې له ۴۳ څخه پورته وه. چې د نړيوال راپور په بنسټ د انفلاسيون اندازه ۲۸،۳ وه په داسې حال کې چې تر دې يو کال وړاندې دغه اندازه ۱۲،۹ وه. د نړيوال اقتصادي حالت ويجاړتيا او ناامنيو له امله په هېواد كې ټولنيز اقتصادي چاپېريال مخ په ځوړ شو. چې لامل يې پرلپسې وچكالۍ، جګړې، بې كاري، او په ځانګړي ډول د هېواد په ټولو ادارو كې اداري فساد ګڼل كېږي.


د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختيا لپاره د هېواد د بنسټيزو زيربناوو جوړول ډېر اړين دي، تر هغې پورې چې د هېواد اقتصادي زېربناوې لكه، د برېښنا فابريكې، بندونه، سركونه، ټرانسپورټ، ونه رغېږي ستونزې به په همدې ډول په خپل حال پاتې وي خو كه چېرې امنيت نه وي موجود نو بيا هم نه شو كولاى چې زېربنا ځواكمنه كړاى شو، او چې ښه او له فساد او چور څخه پاكه اداره ونه لرو بيا هم نه شو كولاى چې زېربنا ځواكمنه كړو او يا هم د اقتصاد د پرمختګ لپاره كار وكړاى شو. د امنيتي حالت سمول او د هېواد د بنسټيزو زېربناوو جوړول، له نشه يي توکو سره مبارزه، د قانون د حاکميت تامين، د ښې عامه ادارې ځواکمنتيا او په پوره چټکۍ سره د پايښت لرونکي خصوصي سکټور وده ده. په اوس وخت کې اداري فساد او امنيت د هېواد د پرمختګ په مخ كې د عمده ستونزې په توګه مطرح دي. له ښې ادارې سره امنيت، ټولنيزه او اقتصادي پرمختيا چټکتيا مومي او وګړي پر حاکميت باندې باوري کېږي. په ښه اداره کې هم هېواد وال او هم نړيوال علاقمندي لري ځکه له دې سره کورني او بهرني پانګه وال کولاى شي په پوره زړورتيا سره خپله پانګه په دوران کې واچوي او په هغو برخو کې کار وکړي چې خلکو ته د کار زيات امکانات برابر شي.


که په هېواد کې کورني او بهرني پانګه وال په ډاډه زړه خپله پانګه ونه کاروي نو په دې صورت کې دولت نه شي کولاى د اولس اړتياوو ته ځواب ووايي. كه دولت غواړي چې خوښ او له دولت څخه راضي ولس ولري نو بايد د پورته ستونزو د اواري لپاره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړي، زېربنا ځواكمنه كړي، د اداري فساد مخه ونيسي، د ښې ادارې د رامنځ ته كولو لپاره هلې ځلې وكړي، كه غواړي چې يوه ښه او وړ اداره ولري نو بايد چې كار د كار اهل ته وسپاري، د په كار ګمارنې لپاره وړتيا، تجربه، او زده كړه اساس وشمېري، د بې كاره كسانو لپاره د كار د پيداكولو هڅه وكړي. كه پورته ستونزې اوارې شي نو هېواد مو له هر پلوه پرمختګ كولاى شي.