کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ويبپاڼو چلوونکو ته احتياط په کار دئ !

د ويبپاڼو چلوونکو ته احتياط په کار دئ !

د انټرنيټ له دودېدو سره سم له ژورناليزم او ادبياتو سره پر اړوندو بېلابېلو برخو مشتملې ويبپاڼې هم په ټوله نړۍ کې د چاپي مطبوعاتو په سرعت خپرې شوې. دغو ويبپاڼو تر يو څه وخته خپل فيض يوازې تر هغو کسانو رسولاى شواى چې له يادې شوي آسانتيا(انټرنيټه) برخمن وو، مګر د وخت په تېرېدو سره په تېره په پښتو کې يې د ځينو هغو چاپي رسنيو تر لوستونکو هم مطالب ورسېدل چې د مستقلو او نويو مقالو له قلت سره مخ وې.
 
وخت پر وخت په مختلفو ويبپاڼو کې خپرېدونکې مقالې، تبصرې او ژباړې د ځينو چاپې خپرونو پر مخونو هم راښکاره کېږي چې زما له نظره په هغه صورت کې مشروع کار دى چې يوازې د تش ځاى ډکولو په موخه د پاکستانيانو پر چم کټ پيسټ شوي نه وي، بلکې د موضوع، کيفيت او منځپانګې معيار هم په ډېر احتياط په کې په پام کې نيول شوى وي.
 
د ليکنو د خپراوې پر مهال له پورتني قيده ويبپاڼې هم آزادېدى نه شي، بلکې د هغوى چلوونکي هم مجبور دي تل د ورلېږل شويو مضامينو محتوا او هم يې د بيان انداز په بشپړ ډول په نظر کې ونيسي چې فکر نه کوم زما دا خبره د هغوى لپاره نوې وي. ځکه تر دې مهاله له ځينو استثناوو پرته، ټولو پښتو ويبپاڼو همدغه اصل ته کلکه پاملرنه کړې، چې زما په شان د بې شمېرو پښتنو رضايت او خوښي د همدې دعوې لپاره يو زبات کېدى شي.
 
تر کومه ځايه چې ما درک کړې-يعنې خداى خبر چې کوم علمي اساس به ولري که نه- د ويبپاڼو او چاپي رسنيو تر منځ د ډېرو نورو توپيرونو تر منځ يو ضمني هغه دا هم دى چې په لومړۍ کټګوري کې پر يوه وخت د يوه ليکوال څو ليکنې خپرېدل نيمګړتيا څه چې حتى برتري هم ده، مګر په دويمه دا کې که بيا ذکر شوې کړنه تر سترګو شي د قلمي مرستې د نېستۍ او همدارنګه فردي انحصار ټاپه پر لګېږي.
 
خپلې تر بحث لاندې مطبوعاتي کټګورۍ يا ويبپاڼو ته به راوګرځم. دا چې د ويبپاڼو متصدين انسانان دي نو کله ناکله په کې پېښېدونکې تېروتنې او ناپامۍ يې-د انساني طبيعت او خصلت- له په پام کې نيولو سره د معافۍ وړ څه چې يو ډول خوندورې هم وي. خو که هغه يوازې تر انسانيت او بشر پورې محدودې وي.
 
له پورتني قيد څخه مې هدف په ټول افغان.کام ويبپاڼه کې هغو کرښو ته اشاره ده چې د محمود مرهون-بارک(؟!) نامي کس له خوا (ښايي) د ادبي ټوټې ليکلو په آرمان (زما پرښتې ته!) په عنوان تورې شوي دي. د يادې شوي ادبي طرحې د محتوا، هنريت او ښکلا د بې حده کمزوري او خوارځواکي اړخ له څېړنې او سپړنې تېرېږم او په يوه پاراګراف کې يې يوازې هغې جملې ته په يو څو ټکو کې ګوته نيسم چې نه پوهېږم د ښاغلي مرهون بېځايه جرئت، پوچ بغاوت او ديني ناخبري يې وګڼم او که ليکنۍ تصنع؟ هر څه چې وي، وي به، خو زه له دې امله متاسف يم چې د يادې شوي ويبپاڼې چلوونکو ولې له پاملرنې پرته په خپل ليکني فهرست کې ځاى کړې ده. محترم مرهون بارک(؟!) له الفاظو او خپلې پرښتې(؟) سره د خيالي لوبو په ميدان کې دومره له عقله پردى شوى چې اخير يې داسې ليکلي:
 
(…ستا کتل ماته د اسمانو او خداى(ج) د پيدايښت له رازونو څخه پرده پورته کوي….) ښايي تاسې درانه لوستونکي د پورتنۍ جملې تر لوستو وروسته، زما پر حيرانۍ او خواشينۍ حيران شوي ياست، مګر دا يوه کوچنۍ او تېرېدو وړ مسئله نه ده، بلکې د ټولو اسلامي پوهانو له نظره د خداى جل جلاله په اړه د دغه ډول صفتونو پر کارونه آن په سوچ او فکر کې هم بنديز لګېدلى دى. امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايي:
 
 (هېچا ته روا نه ده د الهى ذات په اړه څه ووايي، بلکې خداى تعالى بايد هغسې توصيف کړل شي لکه خپله چې يې ځان ياد کړى دى، د عقل له مخې يې په باب څه ونه ويل شي، هغه جل جلاله پاک، منزه او د نړيوالو خالق دى.) عقيدۀ امامان چهارګانه، د محمد بن عبدالرحمن الخميس ليکنه.
 
د پورتني کتاب په يو بل ځاى کې راغلي:
 
(خداى تعالى په هېڅ شي کې له خپلو مخلوقاتو سره ورتوالى نه لري، همدارنګه يې نه مخلوقات په کوم شي کې ورسره مشابه دي….)
 
دا چې (پيدايښت او پنځېدنه) صفت يوازې د مخلوقاتو په شان کې کارنده دى، نو دروند مرهون بارک(؟!) په خپله پورتنۍ جمله کې په بشپړ ډول تېروتلى او تر احساساتو لاندې شوى دى.
 
د اسلام ستر مبليغ ښاغلى ډاکټر ذاکر نايک په خپله يوه وينا کې وايي:
 
(… د الله پاک هېڅ سارى او مثل نه شته، تر هر څه لوړ او پر هر شي واکمن دى، هر څوک که د هغه د پيدايښت او نورو هغه ډول صفاتو په اړه پوښتنه کوي چې د انسان او بشر پر تخليقي تصور ولاړې وي، اصلاً يې د خداى په اړه نه بلکې د مخلوق په باب کوي، ځکه د هغه جل جلاله شان تر سوچ لوړ دى.)
 
د ټولې هستۍ له خالق څخه لومړى ځان بيا مرهون صاحب ته د هدايت په هيله!