کور / ترخې خبري / د دولت له مخالفينو سره خبرې كول يوه دروغينه ډرامه ده

د دولت له مخالفينو سره خبرې كول يوه دروغينه ډرامه ده

پښتانه د يو څو غلامو او بې وجدانو مافيايي مشرانو له خوا په سيمه كې د ګاونډيو او پرديو هيوادونو د ستراتيژيكي جګړې د پر مخ بيولو او پر مخالفينو د غلبې ترلاسه كولو په موخه د پرديو په واك كې وركړ شوي او د جګړې د سون توكو په توګه سودا پرې روانه ده.
دغه مافيايي مشران له يوې سرچينې څخه خړوبېږي، له پيسو پرته نه كومه عقيده لري او نه د كوم هيواد او ولس پر وړاندې ژمنه.
 په خپلو منځو كې يې د پښتنو په سر خپله سوداګري ښه ګرمه روانه كړې او چل يې هغه پښې يبلي او خواركي پښتون ته ايښى چې د هيواد دوستي او يا اسلامي سپيڅلې عقيده يې د دوى د سړي پلورلو په سياسي قاچاقبرۍ كې د كمزورۍ ټكى دى او د همدې دانې له امله د قاچاقانونكو په دام كې پرېوځي او د لويديځو هيوادونو، ايران، پاكستان، روسيې، هند او چين د ستراتيژيك ټكر او برترۍ غوښتنې د جګړې سون توكى ګرځي، وژل كيږي، كورنۍ يې د غم په ټغر كېني او خپله د بوسو په تول كې ځي.
تېرو د اتو كلونو تجربو دا وښوده چې امريكه او ملګري يې دلته د منځنۍ اسيا د تېلو غلا ته راغلي او د دغو تېلو د وړلو له پاره ورته اړينه ده چې د سيمې د غټو ښامارانو لكه روسيه، چين، پاكستان او ايران مښوكې په خاورو او وينو ولړي او د دغه كار له پاره يې د جګړې او زورازمايلو ډګر د پښتنو سيمې ټاكلي، له يوې خوا د ځينو پنجابي جاسوسانو له خوا ملاعمر، ملاحكمتيار او نور اكمالوي او له بلې خوا د ځينو افغاني جاسوسانو پر مټ بيت الله مسعود، بلوچ اورپكي او نور اكمالوي.
له اباسينه نيولې تر امو او له چتراله او سواته بيا نيولې تر فراه او هلمنده پورې د پښتنو سيمه يې د زور ازمايلو ډګر ټاكلى او په دې كار سره خپلو حريفانو ته جګړې ته د رادانګلو چلنج وركوي.
اوس دغه ډګر ته پاكستان، ايران، روسيې، چين، هندوستان او نورو ټولو رادانګلي او د پښتون ولس پر كور يې شرغوبل جوړ كړى دى.
تر هغې چې په سيمه كې د قواو او ځواك نوى انډول او ستراتيژيك وېش نه وي رامنځته شوى، نو د پښتنو په كور به همداسې شرغوبل روان وي.
اوس چې دغه لوبه په خپلو لومړيو پړاونو كې ده او پاى ته نه ده رسېدلې، نو څنګه كېداى شي چې د سولې او جګړې درولو خبره دې وشي.
هر څه چې په دې اړه په كورنيو او بهرنيو رسنيو كې راځي غبرګونيزه بڼه لري او په حقيقت كې د عام ولس د نظر او پام اړولو او د دوى د غولولو له پاره ترسره كيږي، چې زړه له كومي د جګړې د درولو او سولې هيله لري.
كه چېرې امريكې او افغان دولت دغه جګړه درولى نو په تېرو اتو كلونو كې به يې درولې واى او دې ته به يې نه پرېښوده چې ورځ تر بلې پراخه شي.
دلته د جګړې د درلو له پاره نه بلكې هره ورځ د جګړې د پراخولو هڅې پر مخ ځي او په همدې موخه د عامو وګړو كورونه په نښه كيږي تر څو هغوى متقابل عمل ته وهڅوي او هغوى مجبوره كړي چې د غچ او انتقام اخيستو په پلمه د دولت د مخالفينو په ليكه كې ودريږي او د دوى د لوبو په عسكرو بدل شي، كوم چې مشران يې له دغه لوبې څخه ښې پيسې ګټي.
بلې غاړې ته خو بې له هغې هم خبره جوړه ده په امريكايي او امپرياليستي پيسود بېكارو او بې روزګارو ځوانانو لښكرې هره ورځ د ملي اردو او ملي پوليسو په نامه د جګړې ليكو ته وردانګي او د خپل توكم او قوم وژنې اور پرې تازه ساتي.
كه تاسې اورېدلي وي چې د ټاكنو د كمپاين له پيل مخكې له امريكې سره د اسلامي حزب د خبرو ډنډوره خپره شوې وه او د عابدي په نوم د اسلامي حزب يو استازي د خبرو پخلى هم كړى و او ويلي يې و چې په همدې موخه په واشنګټن كې دى.
همدغه نفر په خبرو كې د پرمختګ خبر هم وركړى و او ويلي يې وو چې جوړجاړي ته سره نژدې شوي، خو بيا وروسته يې خبر وركړ چې امريكايي چارواكي يې په واشنګټن كې يوه ورځ خونې ته ورغلل او ورته ويې ويل چې د دوى خبرې ورسره نور بس دي او دوى كولى شي بېرته وګرځي.
دا اعتراف په خپله د دې ښكارندوى دى چې افغانان سوله غواړي خو امريكه او د ده په مشرۍ نړيوال ايتلاف يې مخنيوى كوي.
اوس يو ځل بيا له طالبانو سره د سولې ډنډوره ګرمه شوې او زموږ يو شمېر خوش باوره ليكوالانو ورته تمه ښودلې.
دا ډنډوره وروسته له هغې په لاره واچول شوه چې تېره اونۍ د افغانستان له پاره په ملګرو ملتونو كې د افغانستان له پاره د امريكې او انګليس ځانګړى جاسوس كاى ايډه ننګرهار ته په لومړي ځل سفر تللى و او هلته ترې وپوښتل شول چې ښاغليه څه شو هغه ستا د سولې ماموريت او د سولې هغه باټې چې د دندې ولجه كولو په لومړيو ورځو كې مو وهلې.
او بيا وروسته د دغه باوجدانه پښتون ژورناليست له خوا ورته د مشرقي د پښتون ولس پيغام واورول شو چې په مشرقي كې خو خلك په دې باور دي چې د جګړې په دوام كې ټولټاكنې او دموكراسي هيڅ مانا نه لري او په ټولټاكنو سره پرته له دې چې ستاسو امپرياليستي اعمال او موخې توجيه شي نور هيڅ ګټه افغانانو ته نه لري او تاسې په وازو غوږونو واورئ چې تر څو په هيواد كې جګړه بنده نه كړئ او سوله رانه شي، نه څوك چاته راى وركوي او نه څوك د امپرياليزم كوم نوكر د ځان په بادارۍ ټاكي.
البته دا هغه فكر دى چې كاى ايډه او د ده امپرياليستي انډيوالان يې سخت متاثره كړل او له ويرې يې اوس لينګي نه ټينګيږي چې دا خوار او بې سواده ولس زموږ د تمې پر خلاف اوس خداى څومره بېداره او ويښ كړ چې زموږ چمونه او نيرنګونه چلنج كوي.
ښكېلاكګر د مشرقي ويښ ولس له دغه چلنج څخه اوس سخت په اندېښنه كې دي چې نه شي د دوى فكر نورو پښتنو ته هم لار ومومي او پښتانه په ټوله كې او په يووالي سره دغه ټاكنې سبوتاژ كړي او له موږ سره د شطرنج چال لاړ شي او ووايي چې تر هغه چې هيواد ته سوله نه وي ګرځېدلي او د دولت له مخالفينو سره د جګړې ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې نه وي هواره شوي، نه چاته رايې وركوو او نه د چا تحميل شوې ټاكنې او دموكراسي منو.
په دغه ټاكنو كې په ګډون سره نه غواړو چې د تېر ځل غوندې كوم د امپرياليزم غلام په واك وروسوو او پر ځانونو د پرديو ناروا بمبارۍ، وژنې، لوټونې، ښوونځيو سوځونې، ځانمرګي بريدونه او شرمونې روا وګرځوو او ورته مشروعيت وبښو.
جوخت همدا وو چې له دې څخه دوه ورځې وروسته ستر امپرياليستي اخبار واشنګټن پوست چې لسګونه كلونه يې د نړۍ د ولسونو د ښكېلولو له پاره د امپرياليزم چوپړ كړى، له نامعلومو سرچينو خو د ده په وينا موثقو چې د نوم په اخيستو يې خوله ماتېده او نوم يې ورته نه دى په ډاګه كړى چې د ژورناليزم په فرهنګ كې د تبليغ او ښكرورو دروغو مانا لري، يو ځل بيا د دولت له مخالفينو سره د خبرو او مذاكراتو ډنډوره خپره شوه.
افغان ولس بايد خپله ځيركتيا له لاسه ور نه كړي او په غوڅه له نړيوالې ټولنې وغواړي، چې موږ كومه بيړه نه لرو، پروا نه كوي حكومت شته او خپلې دندې ته دې تر هغې دوام وركړي چې له طالبانو سره ستاسې د خبرو پايله په ډاګه او كم تر كمه ټاكنې دې تر هغې وځنډول شي چې په هيواد كې جګړه پاى ته ورسېږي او سوله يقيني شي.
له طالبانو سره د امريكې د خبرو دروغ له ورايه لكه د لمر غوندې څرګند دي، ځكه يو څوك چې د شر په كار، يرغل او جګړې ونه شرمېږي او هغه پټه نه كړي، نو سوله او خير خو دې له سره نه پټوي.
له كومې سرچينې چې واشنګټن پوست دغه خبر خپور كړى بايد په وياړ سره په ډاګه شوې واى، ځكه د دغو خبرو رسوا كېدل او سوله نه يوازې دا چې كومه ستونزه نه ده بلكې كه د امريكې په زړه كې كوم غش نه وي او سولې ته په رښتيا هوډمنه وي نو د امريكې د دښمنانو په شمول سيمې د ټولو ولسونو غوښتنه هم ده چې كولى شي د ولسونو تر منځ د امريكې باور پياوړى كړي او هم دغه ولسونه لېواتيا لري تر څو خبرې سپينې، په څرګنده او ښكاره د ښكېلو اړخونو تر منځ مخته لاړې شي، چې دوى ته سوله غوښتونكي او سوله ردونكي په ډاګه شي او دوى وكولى شي خپله پلوي او دريځ په اسانه سره څرګند كړي.
په ننګرهار كې د كاى ايډه ځواب دا و چې دوى غوره ګڼي لومړى ټاكنې ترسره كړي او بيا دولت له مخالفانو سره خبرې وشي.
دا په ډاګه ښيي چې د نړيوالې ټولنې او د امريكې په اجنډا كې له ټاكنو مخكې د دولت له مخالفانو سره د خبرو كولو كوم پلان نشته.
بلخوا د ايډه خبره له دې حقيقت څخه هم پرده پورته كوي چې نړيواله ټولنه له طالبانو سره د جوړجاړي او واك وېشلو له پاره نه بلكې د هغوى تسلميدو له پاره خبرې غواړي او خبرې به يې په دې راټولې وي چې كه طالبان تسليم شي او د دوى غوښتنې ومني نو نه به بنديان كيږي، خو دا د افغانستان د ستونزو د حل لار نه ده او د افغانستان ستونزې له دې پېچلې دي چې له سيمه ييز تفاهم پرته دې د كوم مخالف قوماندان په تسليميدو سره هوارې شي.
نړيواله ټولنه او ښكېلاكګر دې په وازو غوږونو واوري چې دوى نور نشي كولى افغان ولس په تياره كې وساتي، دا سمه ده چې دوى به وكولى شي لكه د تېرو ټاكنو په څېر څلور برابره د رايو وركولو پاڼې چاپ او د افغان ولس له رايو وركولو پرته د رايو صندوقونه له زېرمه پاڼو ډك او د راى شمېرلو مركزونو ته ننباسي او هغه كمپيوتر ته چې د دوى د مداري ګرۍ له پاره ايښودل كيږي خپل په خوښه دروغينې شمېرې وركړ او د همدې شمېرو پر بنسټ پايله په ډاګه شي او د دوى په مرسته او خوښه يوځل بيا ښاغلى كرزى او يا عبدالله عبدالله د واك له ګرېوانه سر را بهر كړي، خو دا به هيڅكله برى د دوى په برخه نه كړي، بلكې د وينو هغه سيند بهيدو ته به لاره هواره كړي، چې په هغه كې به يوازې د پښتنو وينه نه بلكې ورسره به د ښكېلاكګرو وينې هم بهيږي او دا اور به يوازې همدلته د پښتون په كور كې راتم نه بلكې پنجاب، ايران، روسيې، چين، اروپا او امريكا ته به هم لمن غځوي او هرو مرو به له ښكېلاكګرو نه خپل مخكني موقف ته د بيا ګرځېدو چانس اخلي.
افغان ولس باور لري چې دا هيواد يوازې په سولې سره جوړېږي، كه سوله نه وي او جګړه روانه وي، نو نه ډموكراسي راتلى شي او نه د كوم چا پوهه او تجربه كوم ګل اوبه او هيواد ګل و ګلزار كولى شي.
كه شرايط همداسې وي لكه اوس چې دي، نو بويه چې نه په كرزي پوره ده، نه په اشرف غني احمدزي او نه په بل، دلته په سوله ده او دا هغه څه دي چې يوازې د امريكې او نړيوال ايتلاف له وس څخه پوره كار دى، افغان چارواك خو يوازې نوكر دى او هغه څه به كوي كوم څه چې بادار يې ورته وايي.
لنډه دا چې افغان ولس د كانديدانو د عكسونو په شكولو سره نړيوالې ټولنې او امريكې ته خپل پيام استولى چې له سولې مخكې ورته ټاكنې د منلو وړ نه دي، كه دوى يې ترسره كوي، نو خپله دې رايې ورته وركوي او كرزى او يا بل كوم چارواكى دې په خپله ټاكي او د هغه په جرمونو كې دې خپله ورسره شريكيږي او لا اقل ولس ته خو به دومره ګټه وكړي چې الله ج ته يې غاړه خلاصه وي او د نورو د اعمالو حساب او كتاب خو به ورسره نه كيږي.
ولس ته د ښكېلاكګرو مكاري او كمزوري ښه په ډاګه ده او په خپل ځواك بشپړ باور لري او دوى پوهيږي چې يوازې په كابل كې د كانديدانو د عكسونو شكېدلو دومره غبرګون رامنځته كړ چې سپينه ماڼۍ ترې ولړزيده او اوباما يې د ټاكنو په اړه د ناپلوۍ دروغينو څرګندونو ته اړېسته او په كابل كې يې د هغه سفير اړ كړ چې د ناپلوۍ تمثيل وكړي او ولسمشرۍ له ټولو كانديدانو سره وګوري.
دوى پيل له اشرف غني احمدزي څخه وكړ، دا هم په دې موخه چې امريكه پوهيږي ځينې پښتانه په دې باور دي چې ګوندې د لستوڼي د مار كرزي پر وړاندې د احمدزي ملاتړ وكړي.
له غني سره د امريكې دا ليدنه په ټولټاكنو كې د ده د سبا ورځې د ماتې د غمرازۍ په مانا ده چې وكولى شي له كرزي نه خپل پټ ملاتړ پرې پټ كړي.
همداراز ولس له هيواد سره د طالب مشرانو له دښمنۍ او له پرديو سره د دوى له پټو تړاونو به څنګه بې خبره پاتې وي چې د دوى د سترګو پر وړاندې د امريكا الوتكې ورته مهمات اوپيسې ښكته كوي او كله چې له زرداري واوري چې په 2001 كال د دوى استخباراتو امريكايي چارواكو ته بن لادن لاس تړلى پښې تړلى وسپاره خو دوى هغه په توره بوړه كې بېرته خوشې كړ او تر هغه به ورك وي او پته به يې نه لګېږي چې د امريكې ګټې يې تضمينې كړې نه وي.
بل پلو طالبانو ته خو يې د بادارانو له خوا دا وظيفه سپارل شوې چې د هر چا وي او په هر چا چې دې وس رسېږي، مقصد وينې تويوه او سيمه په جګړه كې ساته، ښوونځي سوځوه او ګډوډي رامنځته كوه په خپلو اعمالو سره د پښتنو او اسلام دين سپكوه، خو په تولټاكنو او د بادار په پلانونو كار مه لره.
دا څنګه كېداى شي چې يو څوك دې د دوى په سيمه كې له خپلو كمكيو زامنو سره ټوپك په لاس ژوندي په اور كې سوزېږي او بيا د ټاكنو تش لاسي مامورين دې لكه د مېږيانو په څېر د دوى په سيمو كې تګ راتګ كوي.
ايا طالبان د ټاكنو له لارې پر هيواد د ښكېلاكګرو د ښكېلاك او واكمنۍ تپلو په حقيقت نه پوهېږي؟
حقيقت دا دى لكه د تېرو ټاكنو په څېر طالبان د امريكايي كانديد د كمپاين برخه ګرځول شوي او لوى ملا صيب ورته امر كړى چې د پښتون وژنې د جهاد(؟) تر څنګه دې د يهودو او نصاراو د خوشالولو او رضا له پاره د هغه …. له پاره كمپاين ته څه نه وايي او كه كولى شي نو په دغه جهاد(؟) او ثواب كې دې هم چنګ ووهي.
كه چېرې د دولت د مخالفينو په اوړو كې امريكايي او پنجابي شګه نه واى نو ورته په كار وه چې كه چېرې د دوى او امريكايانو تر منځ خبرې روانې واى هم يې په ډاګه كړې واى او كه داسې كوم څه په منځ كې نه واى، نو هم يې په ډاګه كړي واى.
بل پلو د دوى د هغه شعارونو په اساس چې له بهرنيو يرغلګرو او افغان دولت سره پرې د خپلې دښمنۍ څرګندويي كوي، نو څنګه كولى شي د خپلو دښمنانو د اهميتونو او لومړيتوبونو يانې ټولټاكنو پر وړاندې لاس تر زنې كېني او سترګې پرې پټې كړي.
لنډه دا چې پښتنو الله مو مل شه، سيمه درته اغزنه او سره اور ده، خوش باوري پاى ته ورسوئ، سترګې پرانيزئ او دنيا ته هغسې وګورئ، څنګه چې په سترګو كې درته راځي، سياست وكړئ او له هرچا سره شمېرلى چلن او حساب-كتاب خپل كړئ.
باور ولرئ كه حساب او كتاب په منځ كې و، نو دښمنان به يوه ورځ درته په ګونډو كيږي.

تبصره نسته

  1. له ځیرک صاحب نه ډیره مننه چي په خپله لیکنه کي هرڅه ځاي پرځاي کړي ول اوډیرڅه یه لیدونکوته روښانه کړخوپه لیکنه کي ځیني داسي څه هم سته چي واقعت نه بلکي دداټکل ده لکه دی چي وایی طالبان دکمپاین مخ نه نسي اویاداچي دیهودواونصاوارولپاره چي څوک کمپاین کوي دهغه مخ دي نه نسي داهغه څه دي چي ځیرک یاخوځیرک نده اویالمرپه ګتوپټوي دملامحمدعمرلشکرخونړیوال صلیبي ایتلاف په ناروکړی اودهغوپه مقابل کي خپل سرونه نذرانه کوي اودغلامي سریه تراوسه نده ورته ټیټ کړی اونه بي ټیټ کړي انشاءالله اودنذراني لړي روانه ده اودانتخاباتوترکیدولاډیروخت پاته ده چي طالبان بي مخ ونسي که څنګه اودانتخاباتوله لاري خوطالبانودحماس کامیابي لیدلي ده چي امریکي څه ورسره وکړل ایاهغه دملت په رایوواک ته ورسیدلي چي ټول غرب يی مخالفت وکړ

  2. za
    nor hess na waeeam
    hamdomra waeem
    sta da stargo bala wakhlamZERAKjana zama

  3. za
    nor hess na waeeam
    hamdomra waeem
    sta da stargo bala wakhlamZERAKjana zama

  4. manana zeraka sata zeraktia ta slam
    la Talibano sara sata khwakhozy da da che hagha nan da kufar pa muqabil kee walar dee aw zamooz nammos aw path saty,warsara khapal saroona nazrana kawee aw ta yaw zore Khadee pa sartero dasee guzaroona kawee laka ta chee da tash pa nama ulas mashry intikhabato ta walar yee,la lekany dee deer manhoos boe razi,da ALLAH pa khater laz pa grewan kee wagoora,yerghal gharo nna yawazee hamda Taliban walar dee har sa yee pre ashidee da watan aw deen sar lawary ghawre,noor da ghaflat la khoba ra porta sha haqahiqo ta wagora,chhe kafirano zamoz pa hiwad kee sa wa nakar hata da 4 warazo mashooman ye pa zango kee na karal shaheedan,speen zaree ye ra hifata na karal,zananaye kho dee da hagho zalimano

  5. ځيرك صاب فكرنه كوم چي پدې ضد ونقيض څرګندنودي چاته قناعت وركړې ,ځكه چي له يوې خوامنې چي افغانستان دامپرياليزم يوه مستعمره ده اوله بلې خوابيادهمدې امپرياليستي قواووپه نظامي حضور,سياسي اوهراړخيزنفوذكي وټاكنوته مشروعيت وركوې اويوه ځانګړي كانديدته دكمپاين چاري ترسره كوې اودخپل مطلوب كانديددنه بري په صورت كي بيادنوموړي سيالان دامپرياليزم په ګوډاګيتوب تورنوي اوټاكني هسي يوه تيرايستونكې ډرامه بولې .لنډه داچي حتمابه تاهم اورېدلي وي چي په زورراغلي په زاريونه وزي ,بلكي تاريخ ثابته كړې چي دښكېلاك څخه دخلاصون اوترقي لاره دهغوى پرضدپه ځان ,مال اوژبه سره جهاددى دنيكه مرغه چي دهيوادرښتنوبچيانودښائسته مودې راهيسي داابتكارتر لاسه كړى اونژدې ده چي دڅښتن تعالى په نصرت ,دملت دغوڅ اكثريت په ملاتړاودخپلووينواوسرونوپه قيمت صليبي امپرياليزم اودهغوى افغان چوپرماران هم دوارساپه څېردتل لپاره دزوال وكندي ته ورټېل وهي