کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ټولټاکنو ته یوازي د شپو انتظار پاته دئ

ټولټاکنو ته یوازي د شپو انتظار پاته دئ

افغانستان چي د دوم ځل ټولټاکنوته ئې یوازي دشپوانتظارپاته دئ دلیکنوډیرښت ورسره د رسنيو سره لېوالتیا ئې ډېره کړې ده، چي په دې سره دلوستونکو لیوالتیا نوره هم زیاتیږي، اوددې سره بیا سم په خلګو کي یونوي شعورراژوندئ کېږي اودغه شعورکېداي سي افغانان له یونوي جهان سره اشنا کړي، چي په هغه کي به دتوپک خوله نه چلیږي.


ټولټاکني په هرهیواد کي نوې امیدونه رامنځ ته کوي اوکله داسي پیښیږي چي هیوادئې له سختوحالاتوسره مخامخ کیږي، که دافغانستان ټاکنوته وخت پاته دئ خو په ګاونډئ ایران کي ټولټاکني ترسره سوي دي دواشنګټن پوسټ په حواله


داسي لیدل کیږي په ایران کي ناندری اوس هم رواني دي، دایران ولسمشراحمدي نژاد اودهغه پلویان تلاښ کوي ترڅو دتردید سوي سوبي سره سره، غواړي په نړیواله سطح د ملت وضعیت اودهیواد دکورنی تاوتریخوالي حالت ته ثبات ورکړي.



په دې وروستیو کي، احمدی نژاد اوپلویانوئی اوباما دایران په کورنیو چارو کي لاسوهونکي بللئ، هغوي داهم ویلي دي چي حاضردي دمخالف کاندید میرحسین موسوي مشاورین ترازمایښت لاندي راولي اودوي دموسوي پلویان په دې تهدید کړل، چي دټولټاکنودنتیجي پروړاندي ئې خپل پلویان ومظاهرو اوکوڅوراایستلو ته اړکړي دي.



 دیک شنبې په ورځ، خبري اژانسوخبرورکړ، چي پولیسویوه دمخالفینوټولۍ ئې سره پاشلې اوعیني شاهدانوئې څه باندي ۲۰۰۰ کسانوتعداد ښوولئ دئ اواته کسه دبرتانېا سفارت کارمنان هم ګرفتارسوي، اوعلت ئې په مظاهره جوړولوکي ددوی اغېزښوول سوئ دئ.



سیاسي شنونکی امیرمحیبیان ویلي: چي هرڅه اوس په موسوي اړه لري، که دی غواړي تشنج کم کړي، نوسیاستوال کولای سي هغه کنترول کړي. که دی غواړي فشارزیات کړي، نونظامي نفو‌ذ اوامنیتي ځواک به نورهم زیات سي۱.



دادایران له ټولټاکنوڅخه وروستئ کړکیچن حالت و، په افغانستان کي ښوونیز اوسیاسي شعور ډېرکم دئ، اوکه په ځانګړي توګه دپښتنوپه هکله دټولټاکنوخبره کوو، نودپښتنوپه مخ کي هم ټولنیزي اودودیزي ستونزي پرتي دي، اودبلي خوا دولسمشرئ ټولټاکنو کاندیدانو ترمنځ دپښتنو رايی باید نیمي نسی. ددې ستونزو سره سره خوشبیني په دې کي ده چي په راتلونکي کي افغانان دولسواکۍ له سییستم سره عادي اواشنا ګرزي اوپړاوپرپړاوبه داټولي ستونزي له منځه ځي اودواک دترلاسه کولولپاره به له همدې سیستم څخه کاراخلي.


اخستیځ:


Thomas Erdbrink – http://projects.washingtonpost.com/staff/articles/thomas+erdbrink/
Washington Post Foreign Service
Monday, June 29, 2009