په معارف کښي د بډو او رشوت بازار ښه تود دئ !
څو ورځې د مخه موږ په پيښور کې د ١٣٨٧ل کال ددولسمو ټولګيو فارغانو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د معارف د وزير په نامه يو سر خلاصی ليک د انټرنيټ په مټ وليږه . له نيکه مرغه ښه نتيجه يې ورکړه او د يو کال انتظار نه وروسته موږ د خپلو شهادت نامو په لاس راوړلو بريالي شو . خو دا برياليتوب مو هم د( اريانا په تجربوي عالي ليسه ) کې هغه وخت تر لاسه کړ چې د يو تن پر سر مو ( ٢١٠٠ ) کلدارې ٥٠٠ کلدارې تيرکال او ١٦٠٠ کلدارې اوس ، ددې ليسې د مديرې محترمې رحيمې ته ورکړې . محترمې مديرې صيب استدلال کاوه چې په دې پيسو کې ٣٠٠ افغانۍ چې ٤٥٠ کلدارې کيږي ما حکومت ته تحويل کړې .پاتې ١٤٥٠ کلدارې زما د لارې د تګ راتګ مصارف شوي دي
نو اوس تاسو قضاوت وکړی موږ د همدې ليسې ددولسم ټولګي ټول فارغان ٢٠ تنه وو
( 20*1450=29000) نهه ويشت زره کلدارې مديرې صيب د کابل په تګ راتګ مصرف کړي دي
بله ډير ه د اانديښنې خبره داده .هر افغان ماشوم چې وطن ته ځي نو د يوې سه پارچې په بدل کې بايد ٥٠٠ کلدارې دهغه مکتب مدير ته ورکړي . د پيښور په قونصلګری کې يو تن چې اعصاب يې ډير خراب واو د خپل نوم ښودلو څخه يې ډډه کوله ، وويل
زه د سوريا د ليسې د مدير نه چې د هرې سه پارچې په بدل کې رشوت غوښتلو د شکايت له پاره په پيښور کې افغان قونصلګری د معارف مشر ته راغلی وم خو د هغه چلند د مدير نه هم بتر و . داسې معلوميدل چې ټول يو بل سره شريک دي . ځکه د معارف مشر ته د شکايت سره سره د سوريا ليسې مدير بيا هم ددوه تنو د سه پارچې په بدل کې ١٠٠٠ کلدارې واخيستې او بيا يې سه پاچې اجرا کړې .
دريمه ستونز ه داده چې په زياتو مکتبونو کې د يو او بل نومونه په حاضرۍ کې ليکلي وي خو هيڅ وخت مکتب ته نه راځي ، د هغوي نه د هرې مياشتې فيس اخيستل کيږي او ددرسي کال په پای کې د پيسو په بدل کې هغوي ته د برياليتوب اطلاع نامه ورکول کيږي . يوه شاګرد کيسه کوله چې يوه ورځ د پيښور قونصل ګرۍ نه هيۀت راغلی و صنفونه يې کتل . کله چې يې لسم ټولګی وکتلو نو د همدې صنف شاګردان يې بوتلل په دولسم ټولګي کې کينول ، کله چې هۀت دولسم ټولګي ته لاړو نو يو تن يې وويل : دا کسان خو موږ په لسم ټولګي کې کتلي وو. مدير يوازې سترګې ځمکې ته ونيولې او نور يې غږ ونه کړه . دغه ډول ډيرې نادودې شته . د معارف محترم وزارت بايد دغه ټولې ستونزې تحقيق کړی او د کډوالو ګلالي ماشومان ددغو لوټمارانو څخه وژغوري . په درناوې
په پيښور کې ددولسمو ټولګيو فارغان