کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خنجریزه جګړه که نه تېری؛ ګټه یې په څه کښي ده؟

خنجریزه جګړه که نه تېری؛ ګټه یې په څه کښي ده؟

 

دې وروستیو کښي رسنیو دایتلافي ځواکونو له خوا دهلمند په ولایت کې دخنجر په نامه دعملیاتو دپیل خبری وکړی او هغه یی په خپل ډول کې ډیر ستر پوځی تحرک افغانستان ته وروسته دبهرنیو له راتګ نه وګاڼه، دعملیاتو موخه یی دهلمند دځینو ولسوالیو آزادی اوهلته دانتخاباتو ترسره کیدل وګڼل چې په وړاندې یی طالبانو هم دفولادی جال په نامه عملیات پیل کړل.

دخنجر په نامه عملیاتو کې ۴۰۰۰ امریکایی پوځیان ۶۵۰ تنه کورنی ، ۳۰۰۰ تنه انګریزی او ۱۰۰۰ تنه دنمارکی پوځیان چې د۵۰۰ جګړیزو او اکمالاتی الوتکو اوګڼو شوبلو ، ترانسپورتی وسایلو او نورو جګړیز وسایلو له له خوایی ملاتړ کېږی برخه لری، دخبرونو له مخې بهرنی پوځیان پرمختګ کوی او له کلکې مخامخ جګړې سره دجګړې ترپنځمې ورځی پورې نه دی مخامخ شوی خو ماینونو او ګرمی کلک زیانونه وراړولی دی ، دغه راز له دې عملیاتو سره جوخت دهیواد په نورو ولایتونوکې هم جګړې زور موندلی اوداسې ښکاری چی ددولت مخالفین غواړی دهلمند دعملیاتو له کبله په بهرنیانو په نورو ځایو کې زور واچوی . چې څو بېلګې یی دپکتیکا په زیړوک ولسوالی کې دامریکایانو په مرکز ستر یرغل ، په کندهار کې سترې چاودنې ، په کاپیسا کې ستر عملیات ، په کندوز کې دماین ایښودنه ، په چپرهار کې جګړه او دالوتکې ویشتل ، په غزنی کې ګڼ عملیات دغه راز دهلمند ولایت په نورو ولسوالیو کې چې دخنجر ترسیوری لاندی نه دی لکه ګرشک ، موسی کلا ، سنګین ، اولښکرګاه کې ګڼ عملیات پیل شوی ، خبرونه وایی چی په دې څو نږدی ورځوکې دبهرنیو پوځونو ۷ څرخې اویو جاسوسی الوتکه راغورځېدلی چی په کې ګن شمېر بهرنی پوځیان وژل شوی اوټپیان شوی دی دغه راز دماین په چاودونو کې هم ګڼ شمېر بهرنی پوځیان دجګړې له لیکو ایستل شوی دی . په هلمند کې دګرمی له کبله ګن شمېر امریکایی پوځیان ان بیسده شوی اوکله چی روغیتایی مرکزونو ته ددوی د وړولو هڅه شوې بیا هغه څرخی الوتکې هم ویشتل شوی چی یوه یی غورځېدلې، چی له کبله یی بهرنیو ځواکونو اعتراض هم کړی وو چی ګواکې مخالفین یی دناروغاونو دلیږد او امبولانسی الوتکو باندی په یرغل سره نړیوال قوانین ترپښو لاندې کړی؟!

خبرونه وایی چی تراوسه پوری نږدی ۵۰۰۰ کورنۍ له هلمند نه مهاجرې شوې ، بهرنی ځواکونه دخلکو په کښتونو اوځمکو کې پلی او له شوبلو سره ګرځی ، دپاکستان سرحد ته هم پوځیان راغلی چی دمخالفینو دتلو مخه ونیسی . بهرنیانو په خپل ډول کې دا ډیر ستر عملیات بللی دی ، چې په یوه لید سره ستر هم دی ځکه چې د یوشمېر هیوادونو ډیر پوځونه چی د۴۶ نورو هیوادونو ملاتړ هم ورسره دی په یوه ولایت کې عملیات اویرغل پیل کړی! اوهغه یی وروسته دویتنام له جګړې نه دامریکاییانو لپاره ستر عملیات ګڼلی، او انګریزانو بیا دفاکلند له جګړو وروسته دخپل جګپوړی پوځی دووژنې خبرې کې کوی ، خو پوښتنه رامنځته کېږی چې آیا داعملیات به بریالی وی اوکه به د تیرپه څېر بیاهم ناکام ثابت شی؟

په تیر وختونو کې هم بهرنیو ځواکونو ګڼ شمېر عملیات په بېلابېلو نومونو لکه دصحرا توپان، باز… اونور ترسره کړل چې پایلې یی نه درلودې اویواځې دسیمو خلکو ته یی بدمرغی ورپه برخه کړی دی او بهرنیانو ته یی هم ستر تلفات وراړولی دی.

عجیبه خبره ده چې له یوې خوا همدا بهرنیان وایی چی په افغانستان کې ددوی بری په جګړې سره ناممکن دی اوباید نورې لارې ورته ولټول شی اوله بلې خو بیا داسې کړنې سرته رسوی چی ددوی موخی په کې بل ډول جوتوی .


دعملیاتو پیل ته په کتو سره ایتلافی ځواکونو ته په کښي سترمالی اوځانی زیانونه وراوښتی داسې ښکاری چی دا عملیات به هم ناکام وی او کومې ځانګړې پایلې ته به ونه رسېږی . نو بیاهم همغه خبره سمه ده چی جګړه دستونزی دحل لارنه ده . اوباید داسې لارې چارې ولټول شی چی هم بهرنی پوځیان بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شی اوهم په کې دافغانستان خپلواکی، ملی حاکمیت اوسوله تامین شی.


په هلمند کښي د خنجر عملياتو د پېل وېډيو :