کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزی که د ډيک چيني انتخاب وي نو انتخاباتو ته حاجت نشته !

کرزی که د ډيک چيني انتخاب وي نو انتخاباتو ته حاجت نشته !

زه ولي کرزي ته رايه ور کړم ؟



زموږ په واحد  وطن ګران افغانستان کي  چي د انتخاباتو دغه اوسنۍ بهير را روان دی نو په هغه کي بايد  نور دغه  نامردانه او د ملي ضد سازشو او مصلحتو د قدرت د دوام او زدوبندو دوران ته خاتمه ورکړل  سي  . داسلام، جهاد او مجاهد په نامه  چي د وتلو جنايت کارانو، قاتلانو، د پردو دغلامانو او غلو سره د وطن د ملي ګټو پرضد چي کوم سازشونه کيږي هغه بايد و درول سي  .  د ګډ وطن د ملي وحدت او ملي ګټو دساتلو دپاره چي په فريب کارانه توګه  د بدنامه خائينانو  او جنايتکاره بدنامه عناصرو او ډلو سره   معاملې تر سره کيږي ، وعدې ورکول کيږي  او يا د بهرنيو ځواکو د موجوديت د اوږدېدو د پاره  د جګړې د دوام  واور ته لمن وهل کيږي  ، هغه ته بايد دپای ټکی ورکول سي .



 ددې ټولو مکارانه او شيطاني بازيو په سر کي د پښتانه په نامه حامد کرزی دغه دبدنامه بوش د جنايت کاره ډلي استازی  ولاړ دی . هغه د خپلي توري اته کلني د ذلت او ناروا سازشو  په دوره کي  بس همدونه وکړه چي   زموږ د خپلواکۍ تاريخي  دښمنان انګرېزان يې  چي  زموږ د باتورو پلرو اونيکه ګانوپه ايمان او افغاني همت د تورو په زور زموږ د خاوري شړل سوي وو، بیرته يې په وطن کي راته مېشته کړل، ځان  يې په افغانانو نه بلکه  تر دا اوسه په انګرېزانو، سي آی اې او ناټويي ځواکوو ساتئ . کرزي خو په همدوی ځان وساته خو وطن يې هم  تباه کړ، نا امنيو ته يې  خطر ناک رنګ ورکړ او د ډيموکراسۍ په نامه يې په ټول هيواد کي د جنګ سالارانو پخپل سري دوران حاکم کړ ،خپل دمور و پلار د زېږېدو جونګړه کندهار يې په خپلو بدنامه وړونو او د هغوی د مافيايي بانډ په غړو چور او تالان  کړ،  دغه دروند ولايت يې د نورو ولايتو تر څنګ  د ناټو د بمباريو په  آزمایشګاه  بدل کړ . په وطن کي يې بې ثباته کړکېچنه وضعه  د امريکا او ناټو د پوځيانو په ګټه بې ثباته وساتله، پښتانه يې هم په پښتني سيمو کي په امريکايی او انګريزي ځواکو شهيدان او بې عزته کړل  او هم يې د قاتلو جنايت کارانو، ډاکو ګانو په ولکه کي  په شمالي ولاياتو کي  د پښتنو د وينوپه بهېدو  رنګينه کړه .  کرزي ددې کار  د عاملينو و بدنامه جنايت کارانو  ته عوض ددې چي نړۍ والي محکمې ته يې را کش کړي سزا ورکړي، هغوی ته يې د قهرمانۍ مډالونه ورکړل، په ملي چور او غبن کي يې شريک کړل ، دلوی لوی وزارتونو او سفارتونو وعدې يې ورکړلې، دولايتونو د جوړېدو لوزنامې يې  ور سره وکړې، جنايت کاره واليان يې په داسي ولایتو کي و ګمارل چي نن د مرکزي دولت امرونه نه مني او پخپله ځان دولت ګڼي ، دا ټول  د ثبات د ټينګېدو د پاره نه بلکه  په دې  چي  پښتانه ورباندي    وځپل سي تر سره شوه، دا ځکه چي ددې نه پرته هغوی په بل څه نه راضي کيږي . په دولت کي اداري فساد تاريخي ريکارډ قايم کړی او د افغانستان په تاريخ کي دغه شاني فاسده او په رشوت او درغلی ککړه اداره تر اوسه نه وه موجوده.  په ميليارډو ډالره چي د افغانستان سره د مرستي په نامه راغلې د خلکو ژوند تر پخوا ابتره سوی دی د مصرف پته يې نه لګيږي .  بېکاري، د مخدره موادو اعتياد ، فحشا، ناجوړي، بې دوايی فقر، لوږه، جنايتونه، غلاوي ، چور او په سلهاوه نوور اجتماعی ستونزي خلک په خپل ژوند پوري حيران کړي دي .



خلک اوس   دځانه  پوښتنه کوي  چي زه   ولي بيا کرزي ته رايه ور کړم ؟


زموږ ولس د بې کفايته حامد کرزي افغان او پښتون دښمنه د جمهوري رياست په  توره بدنامه  دوره کي د اتو کالو د تورو کارنامو اوږد طومار  پروت او د دې کارنامو نه زموږ مظلوم ولس غملړلي اوږدې خاطرې لري . کرزي  د دې ټولو کړو او جفاګانو  په خاطر  چي د ملت په هکله يې کړي دي د مسؤليت زيندۍ يې په غاړه کي لوېدلې ده،  دهغه نه يې  عبرت وا نه خيست، اوس بيا دادی د ملت دښمنان او لوی جنايت کاران يې د سبا د انتخاباتو او د قدرت د دوام دپاره  پر خپلو اوږو سپاره کړه او يو ځل بيا غواړي دا مظلوم ولس په دغه بدنامه  غلو، جنايت کارانو ، ډاکو ګانو  او مافيايي ډلو پسې روان  او خپل د چل او فريب پاليسي ور باندي پرمخ بوزي  !



کرزي په خپله  ناسالمه او بې کفايته اداره کي  پر چور آباد سترګي پټي کړې، د وطن د عزت  او ناموس په خاطر چي دامريکايانو او ناټويي ځواکو په تلاښيو  او په  بمباريو کي تباه کيږي  هم يې و  خندل او هم يې و ژړل، خو د اجرأتو او تحقيقاتو د نتائيجو  در ک يې معلوم نشو .  د فرمانو په وسیله يې په ناقانونه توګه دولتي ملکيتونه و خپلو دوستانو ته ور کړل، خو چي بيا د ولس د اعتراض سره مخامخ شو نو په ځړېدلي سره يې  بيرته واخيستل، ناخوانده قوانين يې امضاکړه خو کله چي دولس او نړۍ والي ټولني دغربګون  سره مواجه شو نو په بې شرمۍ  هغه لغوه کړه . خپله هستي او په ډالرو ډک بانکونه يې د وړونو سره شريک ،خو خلکو ته وایی  لس زره ډالره لرم، بله ورځ بیا وایی چي یا په دې کې غلط فهمي سوې هغه لس زره يورو وه !! د ډالرو حساب زما سره نشته ! ولی وړونه يې چي مليارډران شوه د هغه خبري نه کوي ، د پښتنو پر نسل کشي باندي که په شمال کي دی که په باميانو کي ،  په جنوبي کي دي که په مشرقي او  غرب کي ،  که د ډېورنډ ها خوا  په سوات، وزیر ستان ، باجوړ او پیښاور کي دي ، که په کراچي کي  پښتانه يې  د يوه سره  د تروريست، القاعدې او بې کلتوره  بنياد ګرو په نامه  د امريکايانو تر بمباريو لاندي را وستل ، هغوی وژل کيږي، تباه کيږي بې پته کيږي . کرزي هيڅکله هم  په صداقت سره  د يوه پښتون په سر پردي جناياتو نه دي ژړلي او که يې څه هم ويلي دي نو هغه يې هم په  ريا او تزوير  او د خلکو د اغفال د پاره کړي دي . دې ژړاو او خالي خبرو   هيڅ پاېله  نده درلودلې ، د جګړې په ماهيت کي بدلون نه دی راغلی ، د خپل ولس دتباهۍ او بې عزتۍ جاج يې  ندی اخيستی او په خپل شیطنت سره  يې  په  مکر او بې ايماني سره سپکاوی ورته کړی دی  .



اوس چي افغان ملت تر داسي خوږ ګوته نيول کيږي  چي په داسي تنګ او ناڅرګند جنګي حالت کي به هرو مرو د امريکا په خوښه و انتخاباتو ته ځانونه آماده کوي څو هغوی راتلونکي نخشې پلي کړي، نوخلکو خو پتېيلې ده چي که د رايو خبره وي نو هغوی به په دې په اصطلاح انتخاباتو کی خپله رايه و هغه چاته ورکوي چي شفافيت او پښتني صداقت ولري، د ملي ګټو پر ضد د کرزي غوندي معامله ګر نه وي . روښانه ګزشته ولري .



 ددې  مظالمو سره مظلوم افغان ولس او پښتنو اوس  د عبرت درس اخيستی دی او  خپله رايه يو ځل بيا و  ازمويل سوي کرزي ته نه ورکوي   . افغانان اوس پوهيږي چي   د خپلي رايي په زور   خپله کرکه د کرزي د افغان دښمنۍ او فريب کارۍ په بيا  غوره کولو سره   هغه ته د  نې په ويلو سره کاروي او    رایه نه ورکوي  دا ځکه چي اوس هغوی د ځانه  پوښتنه کوي چي زه ولي کرزي ته رايه ور کړم ؟ کرزي ما او زما کورنۍ ته ځه کړي دي ؟ کرزی خو د بوش لاسپوڅی وو نو اوبا ما خو د تغیر چیغی وهي دا تغير کله په  دغه بدنامه او بې کفايته کرزي او دهغه په بدنامه ډلو  را تلای شي؟ او که دا تغیر صرف فریب او چل وي نو افغانان خو د خپلو وينو په بيه و اوباما ته وايي چي دغه د پښتنو په نامه  تحفه مو بيرته درواخلی، موږ يې نه غواړو  .



په دغه ټولو کانديدانو کي زموږ ولس په حقه  خپل راتلونکی انتخاب   اشرف غني احمدزی په ګوته کوي .  زموږ خلک اشرف غني  يو آزاد خياله افغان، ناموره عالم، سياستپوه او د وطن و عالی ګټو ته يو متهعده  او د ټولو درغليواو درغل بازيو نه يو پاک او خوشنامه افغان ګڼي . هغه دچپه او راسته سياسي ګوندو په دننه شرلاټانيو، فريب کاريو او ملي ضد مورداريو کي هيڅ دخل او چټله  ګذشته نلري . لاس يې د ولس په وينو ندی ککړ، جيبونه او باکونه يې د چور او دغلا په روپو ندي ډک، د کرزي غوندي فريب کاره او چلبازه  ندی د راتلونکي دپاره يوه شفافه او د ملي ګټو پر مبنا يوه معقوله او عملي تګلاره لري .



زموږ خلک په وطن کي  ددې بحراني وضعي نه د نجات لاره  د اشرف غني احمدزي  په کړنلاره کي  لټوي او خپل وطن ددغه ډاکو ګانو او جنايت کارانو او بدنامه آزمويل شوي چپيانو د منګلو نه   خلاصول غواړ ي چي د خپلو آزمويل شوي کړو په وسيله لا نور هم وطن تباه کوي .



 خو که قرار دا وي چي حامد کرزی په واشنګټن کي د ډک چيني، جان مک کين ، بل ګيټس، رامزفلډ کنډوله رايس او د نوي محافظه کارانو تر فشار لاندي يوځل بيا پر قدرت راوستل کيږي او نوم  ته يي  انتخابات وايي، نو بيا بهتره داده چي دغه انتخابات اصلاٌ و نه شي او د افغانانو او نړۍ والي ټولني په سترګو کي خاوري وا نه چول شي . په هغه صورت کي پرې ږدی   افغانان  خپله لار وهي !