کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولسمشر لكه كنسرت چې وركوي

ولسمشر لكه كنسرت چې وركوي

په دې ورځو كې د ټلويزيونونو ښيښې  د هندي سندرغاړو او فلم لوبغاړو پرځاى د ولسمشرۍ كانديدانو نيولې دي. هر يو  كوښښ كوي چې خپل ځان تر نورو غټ، وړ، خواخوږى، ملي او تكړه وښيي.


په دغو كړنو كې تر دې مهاله د ټولو كانديدانو په منځ كې  واكمن ولسمشر كرزى د كندهاريانو په خبره عجب چمونه كوي. شمشاد ټلويزيون خو لكه د ده خپل چې وي. دولتي هغه خو بې له هغې هم د ده خپل ده او د طلوع په څېر نور ډېر يې د  پيسو په زور د ځان كړي دي. ناڅاپه او تر نورو ډېر پر ټلويزيون راښكاره شي، لكه فرهاد دريا يا ارين خان چې كنسرت وركوي. يوه او بله خوا لاسونه غورځاروي، يوه او بل لورته كاته يې هم  نارمل نه وي او د خبرو پرمهال هم لكه دبله شوي هندي  ډرامې د خولې حركات او غږ  يې چندان اړخ نه لګوي، لكه همدغو هندي او ايراني ډرامو چې اغېز پرې كړى وي او ولسمشر يې هم په لبسنګ روږدى كړى وي.


كه تر دې ټولو راتېر شو او په هغه څه  فكر وكړو چې ولسمشر يې د لاسونو په غورځولو، يوې او بلې خوا ته د سر په اړولو، لوړ غږ او اوږد لحن وايي، نو هك پك به پاتې شې او وبه وايې چې خدايه پاكه تر قدرتونو دې ځار شم دا څه حال دى؟


ولسمشر وايي: نړۍ والو ويل چې افغانان به انتخابات ونه كړي، خو هغه دى چې ومو كړل، لويې جرګې مو جوړې كړې، اساسي قانون مو جوړ كړ، د نړۍ تر ټولو ښه قانون او داسې نور…..


كه اوس د ولسمشر همدغه خبرې په ناپېيلي او دې انداز وڅېړو چې دا خبرې، نو څه مانا؟


لومړى به يې تېر انتخابات وڅېړو. ټاكنې وشوې او له بده مرغه يا له نېكه مرغه تاسو واك ته ورسېدئ، خو واك ته له رسېدو سره سم مو د هغو هېوادوالو پر باور چې تاسو ته يې تر ټولو ډېرې رايې دركړې وې د بطلان كرښه راكش كړه. خوست ولايت به يې د بېلګې په توګه ياد كړو. د خوست ولايت نږدې په سلو كې اوه نوي  رايې تاسو په ګټه استعمال شوې، خو واك  ته  تر  رسېدو وروسته تاسو څه ورسره وكړل؟


ايا د هغوى د ملاتړ بدل او بديل همدا وو چې:


·        ماشومان يې په بمباريو ووژنئ


·        تور سرې يې په سپيو وداړئ


·        كورونه يې د شپې له خوا وپلټئ


·        د پوهنتون حيثيت يې يوه ښوونځي ته راټيټ كړئ


·        او داسې نورې په لسګونو نادودې ورسره وكړئ.


كه له خوست راتېر شو او په ټول هېواد كې د تېرو ټاكنو او ستاسو د واكمنۍ اغېز ولټوونو د هېواد په كچه مو څه وكړل؟


ستاسو د همدې انتخابي واكمني پرمهال:


·        د يوې بوجۍ اوړو بيه له شپږ سوه افغانيو څخه ۳۲۰۰ افغانيو ته پورته شوه.


·        د يو كيلو غاز بيه له دېرش افغانيو څخه ۷۰ ته پورته شوه.


·        د كليو، ولسواليو، ولايتونو او ښارونو خبره به نه كوو، د ارګ تر څنګ وزارتونه هم د وسله والو مخالفينو له لاسه كلابند او تر وسله وال بريد لاندې راغلل.


·        په پښتني سيمو كې ګڼ ښوونځي، وسوځول او وتړل شول.


·        په كابل ښار كې پښتانه دې ته اړ شول چې د پرديو، سوالګرو، ګداي ګرو په څېر په عذر او زاريو خپلو معصومو اولادونو ته  په مورنۍ ژبه زده كړه وغواړي ، خو ستا نازولو استازو او د پوهنې چارواكو د افغان ملتيانو، شورشيانو، ملي يووالي له منځه وړونكو، قومپالو او نورو نومونو بدنام كړل.


·        كوچيان بېچاره ګان له خپلو پلرنيو څړځايونو او مېنو څخه وشړل شول.


·        دريمه درجه ولسوالۍ چې حيثيت يې له يوه كلي څخه لو ړ نه وو په ولايتونو بدلې شوې.


·        ان په څلور كلنو ماشومانو جنسي تېري وشول.


·        له چاودېدونكو توكو، ماينونو اونشه يي توكو سره لاس  په لاس نيول شوي مجرمان خوشې شول.


·        د هېواد ټوله شتمني ، واك او ځواك د هېواد د يوه قوم په خدمت كې ولوېد.


·        څه سر به مو خوږوم دېته ورته سلګونه نورې هغه نادودې راپېښې شوې چې تر دې وړاندې يې موږ اټكل هم نه شو كولى.


بله په زړه پورې دا چې تاسو په دې خپلوخبرو كې د اساسي قانون خبره هم په ډېر وياړ كوئ، نه پوهېږم چې موخه مو كوم قانون دى؟


·        هغه قانون چې تر ټولو لومړى تاسو مات كړى دى او پښې مو پرې ايښې دي يو څو بېلګې به يې درته ووايم:


·        په همدغه اساسي قانون كې د هېواد د اداري تشكيلاتو جوړښت يا زياتول ايا ستاسو واك دى كه نه؟


·        د همدغه قانون ماده حكم كوي چې دولت به د هېواد د رسمي ژبو پښتو او دري د پرمختګ لپاره پروګرامونه پلي كوي او ودې ته به يې كار كوي، مهرباني وكړئ داسې يوه بېلګه كه وړاندې كړئ چې په هغه كې د پښتو د پرمختګ هيله او څرك څرګند شي؟


·        دغه قانون ستاسو پنځه كلنه واكمني د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې ټاكلې او كه ؟


·        د دغه قانون له مخې د هېواد متوازن پرمختګ ته به كار كېږي، خو تاسو داسې كومه بېلګه لرئ.


·        د همدغه قانون له مخې هر ماشوم په مورنۍ ژبه د زده كړې حق لري، خو كله؟


كه له تېرو ټولو ګيلو سره راتېر شوو، نو:


 ولې خپله پړه نه منئ او د دغو شعاري او غولوونكو خبرو پرځاى پر خپلو تېرو كړنو پښېماني نه ښيئ


 ولې نه وايئ چې تېر په هېر خو په راتلونكي كې به درته دا او هغه ګلان وكرم.


ولې د راتلونكي لپاره خپل هغه پنځه كلن پلان نه وړاندې كوئ چې له مخې به يې دې هېواد او بېچاره ولس ته نېكمرغي راولـئ؟


ايا دا وړتيا په ځا ن كې وينئ چې هېواد او ولس له دغه ناوړه او نازك پړاوو څخه راوباسئ؟


څه تضمين موجود دى چې بيا به د تېر په څېر كړنې نه تكراروئ؟


څنګه باور وكړو چې په راتلونكو كلونو كې به د اساسي قانون له مخې په نياو او انصاف ولاړ چلند كوې؟


ولې زموږ د ډار، وېرې او اندېښنې د ليرې كولو لپاره د زړه خبره نه كوې؟


ولې مو په لوى لاس دې ته اړ كوې چې ستاسو پر ځاى پاتې څلوېښتو كسانو ته مخ ور واړو او هغه څوك په كې ولټوو چې زموږ اوسني دردونه دوا كولى شي؟


ښاغلى ولسمشر هيله ده چې زما خبرې په تاسو او ستاسو په ملاتړو بدې ونه لګېږي. دا د يوه ځورېدلي ولس د زړه غږ او د خپلوي ګيله وګڼئ.


وروستۍ سپارښتنه مې داده چې تر دغو اوسنيو خيالي او شعاري خبرو تېر شه. يوه منظمه او عملي طرحه كه  كولى شې وړاندې كړه، ځكه چې ولس په ډېر بد حالت كې دى، له دغه حالت څخه د راوتلو لپاره لاس وركړئ او كه نه شئ يا يې نه كوئ، نو بيا د نورو مخه مه ډب كوئ،  نو بیا هغه چاته وخت او چانس ورکړي چې د حکومت کولو او مشرتابه وړتیا لري، له ټوپکسالارانو نه وېرېږي،‌ په ولس معامله نه کوي، یو منظم پلان، پوخ نړۍ وال باور، ملی احساس ، پوهه،‌ سیاسي او ټولنیز شعار او شایستګي لری.


دا باور پرې کېدلۍ شی چې تا مست کړي او خپل سري جنګسالاران څنګه مهار او د ولس له اوږو ښکته کړي؟ لاس نیولی یې د قضا مېز او د قاضی مخې ته ودروی. د ګاونډیو لاسونه زموږ له ګریوان څخه وباسی ، دا وران، ویجاړ او جنګ ځلۍ هېواد بېرته سره راټول کړئ.