کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کې ډیموکراسې هسي یو خیال دئ

په افغانستان کې ډیموکراسې هسي یو خیال دئ

دافغانستان په وروستیو انتخاباتو کی که هرڅومره دخلکو دګډون کچه لوړه سی او نیمګړتیاوی یی کمی سی او که دګټونکی کاندید درایو شمیره هرڅومره زیاته سی خو دابه په هیڅ ډول ددغو ټاکنو په نتیجه کی راغلی حکومت ته مشروعیت ورپه برخه نکړی .

پورتنۍ څرګندونی دوو امریکایی څیړونکو دامریكی دملي امنیت په وزارت کی توماس جونسون ( Thomas Johnson ) اوپه واشنګټن کی د دفاعی څیړنو دمرکز کارپوه کریس میسون ( Kris Mason ) دافغانستان په ټاکنو دبحث په ترځ کی كريسټیان ساینس مونیټور ته وکړی، دوی دخپلو خبرو په پیل کی هغه څه هم په ګوته کړل چی ددوی په نظر حکومتونو ته مشروعیت ورکوی .

دوی دمعاصرو ټولنیزو علومو دمشهور کارپوه ماکس ویبر ( Max Weber ) دنظریې سره سم دحکومتونو دمشروعیت لپاره دری اساسی سرچینې : تقلیدی سرچینه، دینی سرچینه او قانونی سرچینه په ګوته کړل:

ددوی له رایی سره سم تقلیدی او دینی سرچینې کوم تفسیر اوتشریح ته اړتیا نه لری خو دماکس ویبر له انده قانونی سرچینه داوسنۍ غربی ډیموکراسۍ څخه عبارت دی چی په ولس له لوری په ټاکنه او وضعی قانون ولاړه ده .

له همدی ځایه ده چی دوی دامریکی دپخوانی جمهور رییس جورج بوش داداری له لوری په افغانستان کی د ډیموکراسۍ دپلی کولو اوبریالۍ کولو لپاره په ډیره بیړه سره اقدامات ترسره کول تر سختی نیوکی لاندی را وستل او زیاته یی کړه چی دامریکي د اداری له لوری دغه ټول اقدامات په داسی حال کی تر سره سول چی دوی ددی هیواد له عینی او واقعی حقایقو څخه نا خبره وو.

دوی وایی چی په داسی طریقه ډیموکراسی تپل ډیر خواشینوونکی عمل دی ځکه افغانی تاریخ ته په کتلو سره ډیره څرګنده ده چی په دی هیواد کی تل حکومتونه خپل مشروعیت یا له تقلیدی دودیزو لارو څخه تر لاسه کوی او یا هم له دینی لار ښوونو څخه سرچینه اخلی لکه چی دخلافت په دور او را وروسته پیرونو کی چی لیدل سوی دی .

لیکن دافغانستان دموجوده حکومت اساس دخپل مشروعیت په ترلاسه کولو کی دغربی نړۍ دډیموکراسۍ په قانونی سرچینه تکیه لری چی دا دافغانستان په تاریخ کی هیڅ اساس اوسابقه نه لری چی مشروع اوقانونی حکومت یی وبولی او واکمنی یی مشروع وګڼل سی.

که څه هم امریکایان هغه چاته په مشروعیت قایل نه دی څوک چی په افغانستان کې ځان د دینی لارښوونو اویا هم دافغانی تقلیدی دودونو په اساس مشر اوحاکم ونو موی ، لیکن دوی باید په دی هم ځانونه وپوهوی چی هغه څوک چی په افغانستان کی دانتخاباتو له لاری د مشر په توګه رامینځ ته سی، هغه په دی هیوادکی نامشروع او غیر قانونی بلل کیږی .

دوی زیاته کړه چې په افغانستان کې موجوده نظام او حکومت په افغانانو باندی دبهرنیو له خوا تپل سوی دی په داسی حال کې چې دوی دا هیڅکله هم نه دی منلی .

اوس چې موجوده دودیزه غربی ډیموکراسی په افغانستان کی دحکومتونو د مشرو عیت مصدر دی ،نو موږ ویلای سو چی همدا لامل دی چی د طالبانو تحریک چی دمشروعیت اساس یی دینی او مذهبی سرچینه ده نو ورځ تر بلی پیا وړی کیږی .

سرچینه : كريسټیان ساینس مونیټور