کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغان خبريالانو څارنه د څه لپاره؟

د افغان خبريالانو څارنه د څه لپاره؟

د افغان خبريالانو فعاليتونه ورځ په ورځ له ستونزو سره مخ كېږي، داسې ستونزې چې وهنې، سپكې سپورې خبرې او آن تښتونې او وژنې ورسره دي. آيا دا د بيان آزادي هسې تش په نامه ده، هسې تش په نامه چيغې وهل كېږي چې په هر څوك كولاى شي چې خپل نظر په خپلواكه توكه څرګند كړي. كه چېرې د بيان آزادي په رښتيا وي، نو ولې زموږ خبريالان وژل كېږي ولې د دوى فعاليتونه له ستونزو سره مخ كېږي. نو دلته ټولو ته څرګندېږي چې دا د بيان آزادي هسې تش په نامه ده. په دې وروستيو كې بيا دا ستونزې هم را ولاړې شوې دي چې بهرني ځواكونه افغان خبريالان څاري هغه دا چې دوى څه كوي او څه نه كوي او دوى د كومو پېښو په اړه ګزارشونه ليكي. آيا خبريالان د بهرنيو ځواكونو په اړه د مثبتو پېښو خبر وركوي او كه د منفي؟

د ژورناليستانو نړيوالې ټولنې په دې اړه شکايت کړى دوى اندېښنه څرګنده كړې، هغه خبريالان چې د افغانستان د جګړې راپورونه ورکوي، د امريکا د پوځ له لوري څارل کېږي چې ايا له دوى سره خواخوږي لري او که نه؟

د امريکايي خبري اژانس، اسوشېتېد پرېس د راپور له مخې د ژورنالېستانو نړيوالې ټولنې ويلي: ((هغه خبريالان چې غواړي په افغانستان کې د سفر په وخت د امريکايي ځواکونو له لوري يې امنيت وساتل شي، لومړى د امريکا د عامه اړيکو د کمپنۍ له لوري څارل کېږي او دې ته کتل کېږي، چې ايا د هغوى راپورونه د امريکا د پوځ لپاره مثبت دي او که نه دي.))

په افغانستان کې خبريالان هم د حکومت، هم د بهرنيو ځواکونو او هم د وسله والو طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ دي.

په دې څو ورځو كې د خبريالانو په وړاندې څو پېښې رامنځ ته شوې، د پژواك آژانس او شمشاد ټلوېزيون خبريال د تورخم په لاره شهيد كړل شو، په كندهار كې د خونړۍ پېښې د رامنځ ته كېدو له امله د آزادۍ راډيو خبريال چې غوښتل يې خپلو هېوادوالو ته كره مالومات وړاندې كړي ووهل شو او بندي كړل شو. چې له همدې امله خبريالانو په کندهار کې له خبريال سره د ناوړه چلند په اعتراض کې د دولتي چارواکو خبري غونډه تحريم کړه.

د ژورناليستانو د نړيوالې ټولنې، چې مرکز يې په بروکسل کې دى، عمومي منشي ايدن وايټ په يوه اعلاميه کې وويل: د امريکايي ځواکونو له لوري د ژورناليستانو څارنه د رسنيو خپلواکۍ ته زيان اړوي او د دې لامل کېږي، چې هغوى په ازاد او بې پلوه توګه د حقيقتونو حال خپور نه کړاى شي. او تل هغه څه ووايي چې د چارواكو له لوري ورته ويل كېږي. پوښتنه دلته پيداكېږي، چې ولې بهرني ځواكونه خبريالان څاري؟ آيا بهرني ځواكونه په خپلو كړنو كې ستونزې ويني؟ دلته ده چې بهرني ځواكونه خپله په خپل ځان شاهدي وركوي، چې دوى افغانانو ته ګټور نه بلكې مضر دي. دوى د افغانانو په ګټه كار نه كوي. كه چېرې يې د افغانانو په ګټه كار كولاى نو اوس خو به په دې اتو كلونو لږ تر لږ د څلوېښتو هېوادو د سرتېرو په شتون كې د هېواد امنتي حالت سمون پيداكړى واى. لږ تر لږه خو به د هېوادوالو اقتصادي حالت لږ ورسره ښه شوى واى، خو موږ او ټوله نړۍ نن ورځ وينو چې د بهرنيو ځواكونو د شتون په صورت كې حالت له بد څخه بدتر شوى دى. هغه پښتو متل دى وايي چې غل نه وې له پاچا مه وېرېږه، چې خپلې كړنې دې ناسمې نه وي نو له خبريال څخه مه وېرېږه. خبريال ستا د كړنو په اړه د دروغو راپور نه وركوي.

اوس دلته مالومېږي چې دوى په خپل شتون كې د افغانانو لپاره ستونزې ويني او پوهېږي چې افغانانو هم دا ستونزې درك كړې دي. نو له دې امله دوى نه پرېږدي چې افغان خبريالان په خپلواك ډول د دوى له كړنو او له روانو جګړو او پېښو هېوادوال خبر كړي.