کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزی صیب ! غندل او د کمسیون جوړول څه معنا لري ؟

کرزی صیب ! غندل او د کمسیون جوړول څه معنا لري ؟

دروژی ۱۶مه
Ibrahimi.jornalist@gmail.com

دروژی مبارکی میاشتی ۱۴ مه ورځ وه دکورمخی ته ناست وم او روژه ماتی ته ډیر کم وخت پاتی و، راډیوچی دایم یی اورم څنګ ته می راسره ایښې وه او دازادی راډیو یوخبر می واورید چی ویل یی دکندز ولایت په چهار دره ولسوالی کی دناټو ځواکونو لخوا بمباری شوی اوپه لسګونوبیګناه افغانا ن په کی وژل شوی وو .

روژه ماتي ته څو دقيقې پاتې وې، سخت تږى وم، خو ددغه خبراوریدل دومره پریشانه کړم چی که ډیر په ترخو ټکو یی یادکړم نو خلک به وایی روژې پسې اخیستی دی.
بمباری خو دهغه دوو ټانکرو له امله رامنځ ته شوی چی طالبانو دکندز څخه دچهاردری ولسوالی ته بیولی وودغه ټانکروکی تیل بار وو چی امریکایی اډوته یی تیل لیږدول .
دغه بمباری اودهیواد په شمال کی پرملکی وګړيو بمباریو که له یوی په کوردننه نیوکی اوسخت غبرګونونه راپورته کړی له بلی خوا یی په نړیواله کچه اندیښنی رواپارولی .

دکندز ولایت چی دهیواد په کچه نسبتا دناټوځواکونوته ارام اودډاډ وړښکاریده خوداچی په دی وروستیو کی به یوه له جګړی ډګ ولایت بدل شوی او د ناټو ځواکونوته به کی په دی وروستیو کی درانه تلفات هم اوښتی دی

د بیګناه افغانانو وژل اود امریکایانو دتیلو ډکو ټانکرونو لمنځه وړل ما ته ډېر دتعجب وړ ځکه نه دى، چې بیګناه افغانان خوهره ورخ یو اوبل لور ته وژل کیږی کله پری دترهګر ټاپه لګول کیږی کله دتروریست کله د شورشی اوکله هم دشکمن خو ډیره کمه به وی چی دملکی وګړی دوژل کیدو خبر خپور شی هغه هم که کله کوم ژورنالستان جرات وکړی چی دملکی وګړيو وژلو په اړه کوم خبر خپور کړی .

افغانان له دې پرته چې صبر وکړي، نو هېڅ نه شي کولى .
یواځې دکندز دچهاردری ولسوالی اوسیدونکی نه دی چی دترهګرو په نوم وژل کیږی له دې وړاند ددغوبهرنیانوپه واسطه په سلګونوهیوادوال مو وژل شوی او وروسته له وژل کیدو بیا ورته کمسیون جوړشوی اوکمسیون کی دبشری حقونو استازی دجمهوری ریاست استازی دملګرو ملتونوځانګړی استازی او دګڼو نورو ادارو په استازیتوب جوړیږی خو نتجه یی بیا ورکیږی .
د عامو افغانانو دوژنې پېښې په داسی ټکو سره غندل کیږی چې ته به وایی په رښتیا دغه پیښه په دقيقه توګه څېړل کېږي اودپېښې قاتلین به هم محاکمه کړی ، خو څو ورځې وروسته پېښه زړه شي او بيا د چارواکيو لخوا داسې پټه کړى شي چې له خلکو هم هېره شي .
نه پوهیژم چی حکومتی چارواکی او دناټو غړی به په دی پوهیژی که نه چی دملکی وګړو وژنی دبهرنیانو په وړاندې دافغانانو کرکه څوچنده زیاته وی
خبره می همدغه دچهادری ولسوالی دبیګناه انسانانو دوژنی په اړه کوله، چې دی پيښی ته بیا دکابل څخه یوبل پلاوی وټاکل شو اوهمدی پلاوی دټاکل کیدو سره سم می چورت ځکه خراب شو چې ددی پیښی دڅیړلو خبره به هم داسی پټه شی لکه دفراه ولایت دبا لا بلوک ولسوالی دعزیز اباد دکلی او یا د شینډنډ ولسوالی یا دننګرهار ولایت دهسکی مینی پیښه چی په نکریزو سرو لاسونو زوم اوناوی چی دواده به جامو کی دنوی ژوندانه په موخه په ورا روان وو بمبار شول اوترخاورو لاندی شول اودکمسیون په جوړیدو هیر شول .
ددی ترڅنګ دنورستان اودکونړ دکړنګل او یاهم دوردګو یاخو د لوګر دمرکزی سیمو اویاهم دخروار ولسوالی اویاهم دخوست پکتیا پکتیکا او یاهم دغزنی زابل هلمند کندهار اوزابل او یاهم دارزګان ولایت د دهراوود د ولسوالی کی د ملکی وګړو پر ودونو ،جنازو د دولتی چارواکیو دمحفلونوپرسره چی کوم بمونه راوریدل داسې به هیری شی .

ولسمشر او یایی هم مطبوعاتی ملګری که چیری نه وی پری خبر ځانونه دی پری خبر کړی دافغانانو وژونکی په غندلو او د کمسیونونو په جوړیدو سره نه خلاصیږی خیر دی اوس که دقدرت په نشو اخته دي اود افغانانو وژنه که درته عادی ښکاری خو والله داسی ورځ راتلوونکی ده چی د یوه یوه افغان دوژنی پوښتنه به له تاسو څخه کیږی ، داسی مه کوی چی افغانان مو په یوه اوبل نوم بیځایه وژل کیږی اوتاسو ددی په خاطر چی یوه کوچنی چوکی موټینګه کړی وی اوتردی نه تیریږی داسی مه کوی .
جالبه داده چی دجګړه ساتو ځواکونوعمومی قوماندان جنرال سټینلی میک کرسټال منی چی په کندز ولایت کی ملکی وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې او ددی لپاره کندز ته لاړ ترځو پلټنه وکړی چې څومره پیګناه انسانان په بمباریو کی وژل شوی خو دکندز ولایت والی او امنیه قوماندان بار بار وایی چی په چهادری ولسوالی کی وژل شوی ټول طالبان دی ،
دوی ددی په خا‌طر چی خارجی باداران یی خوشحله ساتلی وی اوهم په خپل دولتی موقف باندی ترډیره وخته پاتی شوی وی دروغ هم وایی او ماشومان ښځی او سپین ږیری هم په ترهګرو بدلوی په پای کی ګیله له ولسمشره پکارده یاره که خفه کیږی نه دامریکایانولخوا دملکی وګړو پروژنه خواشینی ښکاره کول ، د پلاویو ټاکل د خونړیو پیښو غندل اویا له امریکایی چارواکیو سره پردی خبره کول ترڅو تکرار نه شی اویازیاتي نه شی داخو والله که نه کومه میړانه وی اونه هم افغانی کا روی .

په پای کې دیوې داسې ورځې په هیله چې نه مو جګړه ساتی ځواکونه په هیواد کی ولیدل شی اونه مو هم هیواد وال څوک راووژني .