د مين (غزل-غزل خيالونه) شعري ټولګه تازه خپره سول
دادځوان کندهاري شاعرصديق الله(مين)دوهمه شعري ټولګه ده چي په دې وروستيوکي په کوټه کي دپښتوادبي غورځنګ له پلوه دپنځه سوه ټوکوپه تيراژخپره سوې ده .
دغزل،غزل خيالونوټولي پاڼي ١٩٨مخونه لري چي ٨٩يې غزلونه اوپرپاتومخونويې نظمونه خپاره سوي دي .
پرکتاب باندي له خپرونکي ټولني څخه وروسته دپيرمحمد(کاروان )عبدالهادي (هادي)اوعبدلاحمد(محمديار)ليکني پوپه بل پسې راغلي دي .
دپښتۍپرڅلورم مخ دشاعرله عکس سره دده يوغزل هم خپورسوى دى چي دوه بېتونه يي له تاسوسره هم شريکوو:
ماله زړه نه وباسه چي زړه دي اشنا!زړه سي
زه چي پکي اوسم ،ستابه وي خوستابه نه سي
عشق هم عجبه دى ،سړى څنګه سړى کړي
کله وي داورپه څېراوکله بيااوبه سى