کور / اسلامي / جهاد څه ته وایي (ځواب)

جهاد څه ته وایي (ځواب)

دلورونکي او بښونکي څښتنج په نامه!

څو ورځې وړاندې مې دښاغلی شملزي صیب لیکنه په ټول افغان ویب سایټ کښې په پورتني عنوان ترسترګوشوه نو دیو مسلمان په حیث مې دالازمه وګڼله چې ددې مسلې دروښانتیا په اړه له علماوو سره په مشوره دعام اولس په ذهنونوکښې داموضوع واضحه کړم. زمونږدسیمې یو عالم دین ددې موضوع په هکله راته داسې ولیکل چې زه یې کټ مټ هم هغسې راخلم:

شملزي صیب ته له ځواب ورکولو وړاندې له هغه څخه یوه غوښتنه اوڅوپوښتنې لرم هیله ده چې غوښتنه مې پوره او پوښتنه مې ځواب کړي.

غوښتنه :
شملزي صیب په خپله سریزه کښې دخلکودورلیږل شویوتبصروڅخه دنه خوښون لرلو په بناء څوداسې جملې کارولې دي چې دلیکوال یا دمطبوعاتو په اصولوندي ولاړې او دمزدوراوقاتل بد نومونو یې یوهَ سپیڅلي ټولي ته منسوب کړي دي چې داکاملاً دبل چا په حقوقو تیری دی نو دیولیکوال په صفت باید شملزی صیب ددغوجملو بښنه وغواړي.
پوښتنې :
لومړۍ پوښتنه داده چې جهادپه نړۍ کښې بیا په ځانګړې توګه په افغانستان کښې له دریو لسیزوراهیسې شروع ده نو شملزي صیب ولې په تیرجریان کښې چې دروسانو یا دکمونستانو سره جهادروان وو، په دغه موضوع خوله پټه نیولې وه او اوس کوم داسې لامل دی چې شملزی صیب دااوس مهال دغې موضوع ته خوښ کړی دی. آیا دروسانواودامریکایانوترمنځ څه داسې توپیرشته چې له یوه سره یې جهادروااوله بل سره یې نارواوي؟

دوهمه پوښتنه داده چې شملزي صیب چیرته اودکوم دیني عالم اودیني مدرسې څخه زده کړه کړې ده چې داسلام دیواهم حکم په هکله دګوت وهنې په صورت کښې خلکوته دمناظرې کولو بلنه ورکوي
دریم یوه سپارښتنه کووم: هغه داچې که رښتیاشملزی صیب دشرعي احکامو په هکله دبحث او مباحثې له لارې دموضوعاتوروښانتیا اوروڼتیا غواړي نوخپله علمي سرمایه دې پوره اوغښتلې کړي بیا دې دغوموضوعاتوته داخلیږي ځکه چې کوم آیاتونه یا احادیث یا نوردلایل ده دجهادپه هکله ذکرکړي اوبیایې دهغوتفسیرکړی یایې خپله رایه پرې وړاندې کړې داډیرې نیمګړتیاوې لري چې هغه به مونږدپوره ځواب ورکولو څخه وروسته دښه نیت لرلو په بنا په ګوته کړو.

دشملزي صیب دپوښتنې یا درانیولې موضوع ځواب ته راځوـ!
لومړی داچې شملزي صیب دجهاد داوسنۍ رانیولې موضوع په هکله څوآیاتونه ذکرکړي دي او دهغوترجمه اوتفسیریې کړی اوبیایې دجهاددوجوب یارواوالی لپاره [فتنه] محورګرځولې ده یعنې دشملزی صیب په آند جهاددفتنې په مقابل کښې راغلی اوبیا یې فتنه په ظلم اوزیاتي سره ترجمه کړې ده اودمکې مکرمې واقعې ته یې ګوته نیولې اودمشرکانوهغه ظلم یې په ګوته کړی چې په مسلمانانویې کولو، آن تردې پورې چې جهادیې دظلم په مقابل کښې بللی نه دکفراونفاق په مقابل کښې ـ خو مونږ دشملزي صیب سره په دغه کښې اتفاق نلروځکه چې جهادلکه څرنګه دظلم په مقابل کښې راغلی دغه رنګ جهاددکفر، شرک او نوروفتنوپه مقابل کښې واجب دی. بلکه شرک یاکفرپه خپله یوعظیم ظلم دی لکه چې الله تعالیج فرمایي: (ان شرك لظلم عظيم)
ژباړه: په تحقیق سره خامخا، شرک لوی ظلم دی.

نودشملزي صیب دلامل په بناء چې دجهادلپاره یې په ګوته کړی وو، شرک هم کټ مټ هغه لامل وګرځیدو نو ترڅوچې شرک او کفروي نو جهادواجب دی او روان به وي.
خو مونږدلته د(فتنې) ترجمه دشملزي صیب دترجمې په خلاف کوو اوپه هغه به دمفسرینو اقوال رانقل کړو. ابن عباسرض، ابوالعالیه ، مجاهد، حسن،قتاده، ربیع او نوروعلماوو دلته دآیت ترجمه (حتی لاتکون فتنة) یې (شرک) سره کړې ده او دا ابن کثیر په خپل تفسیرکښې ذکر کړی ـ نوپه آیت کریمه کښې ترهغه پورې دجهادیا قتال حکم شوی دی ترڅوچې فتنه له منځه نوې تللې او دین یواځې دالله تعالیج لپاره نوي ګرځیدلی. بناءً مسلمانان به ترهغه پورې جهادکوي ترڅوچې شرک اوکفرشتون ولري او دغه حکم نبي کریمصلی الله علیه وسلم په خپل یو مبارک حدیث کښې فرمایلی دی: (الجهاد ماض‌ٍ الی یوم القیامة) او بل حدیث فرمایي (لاتزال طاءیفة من امتي یقاتلون علی الحق ظاهرین الی یوم القیامة)

ژباړه: (جهادبه دقیامت ترورځې جاري وي) (اوهمیشه به زماله امت څخه یوټولی داسې وي چې دحق لپاره په جنګیږي او ترقیامته پورې به برلاسي وي)

شملزي صیب یوه نقطه دجهاد په هکله بیان کړې ده هغه داچې جهادله خپل اهمیت سره سره بیا هم داسلام له بناګانوڅخه ندی شمیرل شوی. هوکې دامونږمنوخولکه څرنګه چې دجهادله آیاتونوڅرګندیږي اوخپله د شملزي صیب له تبصرې څخه معلومیږي هغه داچې جهادیا دجهادحکم عارضي دی یعنې دیوه لامل په بنا منځ ته راغلی دی چې هغه، نه منل یا تجاوزاوسرکشي وغیره ده. یعنې ترڅوچې دخدایÌ احکام منل کیږي نو دجهادمشروعیت نشي راتلی کله چې دخدایج له احکامو څخه انکاراوسرغړونه راشي نودجهادحکم متوجه شي نو بیا ترڅوچې دغه سبب چې جهاد یې په مقابل کښې پیل شوی له منځه نوي تللی نو جهادبه جریان لري او هغه لامل- شرک + کفر + ظلم + بغاوت او سرکشي دی. اودغه څوذکرشوي اسباب یا لاملونه په فتنې سره تعبیریږي او الله تعالیج فتنه یعنې شرک ، کفروغیره له قتل څخه ډیربدګڼلي دي او په مقابل کښې یې دجهادکولوحکم ورکړی دی. او که بالفرض مونږداومنوچې جهاددهغه ظلم اوزیاتي په مقابل کښې راغلی دی چې دمکې مکرمې مشرکینو په مسلمانانوکولو نو شملزی صیب دغه لامل خو دمکې مکرمې له فتحې وروسته ختم شو اومسلمانان غښتلي شونوله هغه وروسته چې کومې غزاګانې شوې دي چې خپل حضوراقدس صلی الله علیه په هغوکښې ګډون درلود اویا له هغه وروسته صحابه کرامورض کړي دي هغو لپاره کوم سبب اولامل وو؟؟ آیادغه غزاګانې دشریعت دحکم په بنا نوې؟ او که وې نو څه لامل دی هغه مونږته په ګوته کړه.
مونږخودشریعت له مخې پنځه داسې لاملونه یا اسباب پیژنو چې دجهاداوقتال فرضیت یا حکم کوي هغه دا چې:
لومړی: داسلامي دعوت مخنیوی یعنې عملآ له اسلامي اصولوسرغړونه کول دشرعي احکامو دپیادوکولوپه مقابل کښې دریدل او له مسلمانانوسره دښمني کول او هغوۍ ته مشکلات پیداکول.
دوهم: دمسلمانانو دعبادت مخنیوی اودهغوۍ دمقدساتو ورانول.
دریم: دفتنې یعنې دشرک له منځه وړل او دین یواځې دالله تعالیÌ لپاره ګرځول چې کوم حق دین وي لکه داوس مهال حق دین چې اسلام دی.
څلورم: له مظلوم سره دملاتړ په صورت کښې لکه چې الله تعالیÌ فرماي (وما لکم لاتقاتلون….. الآیه)
پنځم: دتیري کونکي په وړاندې لکه چې الله تعالیÌ فرماي (فمن اعتدی علیکم فاعتدوعلیکم … الآیه)
خلاصه دا چې دشرعي احکاموانحصارپه یوسبب پورې نوي بلکه ډیراسباب دیوه حکم لپاره راتلی شي نو شملزي صیب چې کوم انحصارکړی هغه دشملزي صیب دنه پوهې پورې تړاو لري.
شملزي صیب دجهادلپاره څه شرایط ذکرکړي چې دامیر شتون، ددعوت ورکول په ښه او خوږه ژبه یې حق ته راغوښتل دي او په دغه طریقه یې د فتنې دختمولو اوددین یواځې دالله تعالی لپاره ګرځول ذکردي. نو مونږ هم له دغه نه انکارنه کوو خو داهلته چې مسلمانان دیرغل او هجوم په صورت کښې وي او کله چې په مسلمانانو تجاوز وشي نو مسلمانان دځان ددفاع لپاره لومړی جنګ کولی شي او دغه یو شرط هم ضروري ندی ځکه چې دښمن دې ته نه دی تیار چې څه واوري بلکه ځان غښتلی بولي نو یو ځل به دهغه دزور بُت ماتیږي بیا به دغه شرایط او احکام متوجه کیږي نو شملزی صیب باید دیرغل او دفاع توپیر وکړي.
بل داچې شملزي صیب په ملایانو اعتراض کړی چې په منبرونو یواځې دجهادهغه آیاتونه او احکام بیانوي چې دجنګ له میدان سره تړاولري خو زه شملزي صیب ته داوایم چې دغه اعتراض په هغه چا وکړه چې ملایان یې دې ته اړایستلي دي چې دجنګ مربوط احکام بیان کړي او هغه لامل په ګوته کړه چې دغه رنګه بیانونه پرې مرتب دي .
ملایان ځکه دااحکام بیانوي چې کفارویرغل اوتجاوزکړی دی ، دمسلمان په عزت دین وطن او خپلواکي یې تیری کړی دی نو ترڅو چې کفاردجنګ په میدان کښې ولاړوي نو مسلمان ته دغه احکام بیانول ضروري دي ترڅوخپل دین او عزت په میړانه وساتي او دځان او مال پروا دحق په ساتلو کښې ونکړي . او کله چې دغه کفري یرغلونه منځ ته نه وو راغلي نو ملایانو ټول احکام ددعوت او ارشاد له لارې ترسره کول چاته یې هم دجنګ کولو بلنه نده ورکړې.
دشملزي صیب نیمګړتیاوې او په خپل سري ترجمواوتفسیرونو کښې نوموړی د فتنې په معنی کښې هغه خلک او حالات مصداق بللي چې بحث او مباحثې ته زمینه نه پریږدي اودغه یې په خپله رایه تفسیرکړی. هغه په بل ځای کښې د (ویکون دین لله ) تفسیر په خپله راه کړی دی تاسو هغه وګورۍ حالانکه ددغه آیت کریمه تفسیر داسې دی چې قتال، جهاد وکړۍ له هغوۍ سره آن تردې چې فتنه (شرک او کفر) له منځه ولاړشي او دغه تفسیر دنبی کریم له هغه حدیث څخه لاس ته راځي چې امام بخاري او امام مسلم دسند په ملتیا له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی هغه مبارک فرمایي ( ژباړه) ماته امرکړی شوی دی چې له خلکو سره وجنګیږم آن تردې پورې چې ټول لااله الاالله وواي (الحدیث)
بل ځای شملزي صیب دجهاددحکمت او مصلحت په جریان کښې دالله تعالیج هغه آیت کریمه ذکرکړی دی چې په سورة الحج کښې په ۳۹ او ۴۰ آیتونو کښې راځي او هلته الله تعالیج فرمایلي دي چه که الله تعالیج انسانان (یعنې دانسانانوشر) یوپه بل نه دفع کولی نو صوامع، بیع، صلواة او مساجدبه وران شوي وی یعنې دهردین مقدس ځایونه او عبادت ځایونه به له منځه تللي وی. او دلته شملزي صیب تعجب کړی دی چې لوی خدای دمساجدودساتنې سره سره دنورومذاهبو دعبادت ځایونو دساتنې لحاظ هم کړی دی خو مونږ شملزي صیب ته وایوچې الله تعالیج دمطلق جهاد حکمت بیانوي نه یواځې داسلامي جهاد نو لکه څرنګه چې داسلام په دین کښې دجهاد حکم شوی دی نو په نورو ادیانو کښې هم دغه حکم شتون لرلو نو ددې آیت مطلب دادی چې الله تعالیج په هره زمانه کښې دحق دین دعبادت ځایونو دساتنې لپاره دجهاد حکم کړی دی او انسانان یې یو په بل دفع کړي دي ترڅو دوخت ریښتوني خلک دخدای عبادت وکړي نه داچې الله تعالیج دمسلمانانوپه جهادسره دنوروادیانو دعبادت ځایونه ساتي لکه شملزي صیب چې فهم کړی دی.
نو داهغ نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې وې چې شملزي صیب لرلې ــــــ خو زه دخیرخواهي په بنا شملزي صیب ته داوایم چه که له حالاتو او مفاداتو متاثر نوي نو دیوه ریښتوني مومن په صفت له خدایج څخه بښنه وغواړه او دخپل سري ترجمو او تفسیر څخه تیرشه او که له پوهې سره سره دې دغه کار کړی وي نو دکفرخطره دې ده.

والسلام علی من اتبع الهدی