کور / اسلامي / اسلامي نظام

اسلامي نظام

 


كله چي د بشريت ستر لارښود حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په كال 621 ميلادي كي په مدينه منوره كي د اسلامي دولت بنسټ كيښود لهمغي مودي څخه مسلمانانو د اسلامي نظام اصول زده كړي چي سوونه كاله يي دوام وموند.
كله  د خلافت په نوم او كله د امارت په نوم خو مهمه داوه چي څنګه نظام یی راوستی و، رعیت یی څنگه ژوند درلود، حاکم د ژوند په کوم حالت کی و او داسی نور امتیازات چی د نننی نړی په نظامو شتون نلری٠



په اسلامی نظام کی حاکم د خلکو خدمتگار وی حتی تردی چی دحاکم ژوند له ټولو خلکو څخه په ټیټه درجه کی وی، موږ دداسی نظام ډیری نمونی لرو چی یو یی د عمر ابن عبدالعزیز حاکمیت دی، د عمر ابن عبدالعزیز داسی حکومت و چی انسانان خو لاپریږده چی لیوه هم په رمی حمله نه کوله، دده په حاکمیت کی کی په ټولو محکومو ځایونو کی ترده ډیر ناداره کس نه موندل کیده حتی تردی اندازی غربت لمنځه تللی و چی له کاشغره تر اندولس پوری یو کس هم د زکات مستحق نه و، د امیر المومنین د ځوی به د اختر په ورځی زاړه او شلیدلی کالی پرتن ول او داسی نوری د حیرانتیا وړ صفات پکی و٠


د اسلامی نظام ښه والی پدی کی دی چی نه یواځی داچی عامه وگړی ته پکی خدمت کیږی او د هغوی په وړاندی مسول دی مگر وگړوته هم پکی مسولیتونه سپارل شوی که د ځان په اړه وی او که د نورو په اړه، لکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کی فرمایی چی: (الایمان بضع وسبعون شعبۀ افضلها کلۀ لا اله الا الله و ادناها اماتۀ الاذی عن الطریق و الحیا شعبۀ من الایمان)
ژباړه: ایمان څو اویا څانگی لری چی ترټولو غوره یی د لا اله الا الله کلمه ده او ټیټه یی له لاری څخه د ناوړه څیرزونو لیری کول دی او حیا هم د ایمان یوه برخه ده٠


  په پورتنی حدیث کی موږته لوی درس پروت دی، د لاری سره خو اصلا د ښاروالی کار وی خو اسلام موږ ته وایی چی لاره خو مه خرابوی  که چا څه ورانی کړی وی نو عامه وگړی هم مسول دی چی لاره پاکه کړی٠


  دا هاغه څیرزونه دی چی له اسلامی حکومت سره مرسته کوی، ځواکمنوی یی او ښه یی پرمخ بیایی پداسی حال کی چی په نوره نړی کی کی چی اسلامی قانون نلری لوی مشکل دادی چی عامه وگړی د جهازونو په واسطه کونترولیږی که هغه پولیس وی او که کامره مگر که چا کوم ناوړه کار ترسره کړ او تعقیب نشو نو هغه مجرم ندی پداسی حال کی چی موږ د اسلام په راس کی داسی ډیر مثالونه لرو چی مجرم خپله په خپل جرم اعتراف کړی بی لدی چی کومه کامره یا کوم بل جهاز یی کونترول کړی خپله یی پرځان د حد د جاری کیدو غوښتنه کړی، دا دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سالمه او موثره تربیه وه٠



د اسلامی نظام ارکان:
1- خلیفه
2-معاونین
3-والیان
4-قاضیان
5-پوځ
6-اداری جهاز
7-شوری


1-خلیفه:


خلیفه، امیر المومنین، حاکم او امیر هغه مترادف نومونه دی چی په اسلامی نظام کی د حکومت مشر ته ورکول کیږی٠ خلیفه په اسلامی نظام کی د حکومت د راس حیثیت لری، ټوله حکومتی اداره یی د لاس لاندی وی او د امیر اطاعت په ټولو واجب دی٠ چی عادل حاکم ته د خدای سیوری ویل کیږی٠



 خلیفه عموما د اهل حل او پوهانو له لوری ټاکل کیږی چی د اسلامی نظام لوی توپیر له ډیموکراسی سره پدی ټکی کی دی چی په ډیمو کراسی کی ټول خلک د رایی حق لری یانی د خلکو له لوری به حاکم ټاکل کیږی او اسلامی نظام کی د پوهانو، مفکرینو او مجتهدینو له لوری ټاکل کیږی٠


په اسلامی نظام کی خلیفه د ټاکلو ډیر شرطونه وی چی له هغو څخه پوهه، حکمت او تقوی له لویو څخه شمیرل کیږی٠


د خلیفه د خلافت یا حاکمیت موده ټاکلی نه وی یانی خلیفه به تر مرګه د خلافت پر گدی ناست وی او د خلیفه تر وفاته وروسته به یوځل بیا اهل حل سره کینی اود بل وړ کس په اړوند به غور کوی ترڅو یو مناسب کس کینوی چی د متوفی ځای ډک کړی٠


2- معاونین:


د خلیفه معاونین اکثره وختونه د خلیفه په عدم موجودیت کی کی د یوی ټاکلی مودی لپاره د هغه ځای ډکوی چی دوی د خلیفه له لوری ټاکل کیږی او دوی باید د خلیفه په څیر له هغو شرطونو ووځی کوم چی د خلیغه لپاره وضع شوی٠


معاونین د خلیفه په شتون کی هم له هغه سره ډیره مرسته کوی که هغه د خلکو د مشکلاتو په حلولو کی وی او که په نورو، خو معاونین هم د اسلامی نظام مهم غړی بلل کیږی او په خلافت کی مهم رول لوبوی٠


3-والیان:


والیان د خلافت پر مځکه د خلیفه استازی دی او دا ددی لپاره چی د خلکو ستونزی په اسانی سره حل شی او خلیفه ورته لاس رسی ولری او ددی په مقابل کی خلکو ته څه گټه ورسوی او د ورانکارانو له ورانی څخه یی وژغوری، والی یانی محلی خلیفه، والی هم د خلیفه حیثیت لری د خلیفه په څیر صفات لری او شرطونه باید ولری خو ددی ترمنځ توپیر دادی چی والی د خلیفه له لوری کونترولیږی او یواځی د داخلی مسایلو د حلولو لپاره وی او استقلال یی تر داخله محدود وی٠ او د خلیفه لیری کول او گمارل د علماو پوری تړلی وی او له خلیفه نه پورته ځواک په خلافت کی نشته٠



4-قاضیان:


په اسلامی نظام کی د قاضیانو واک ترخلیفه هم په ځنو وختو کی پورته وی ځکه قاضی پوره خپلواکی لری او کولای شی د خلیفه په حق کی هم وکوی یانه٠


قاضی هم د خلیفه له لوری ټاکل کیږی ترڅو د خلکو مشلات حل کړی٠


د قاضی په ټاکلو کی هم ډیر شرطونه شته چی له هغو څخه اجتهاد او په اسلامی فقهی پوره برلاسی ٠ او همدارنگه په قران او حدیثو پوهه او په عامه مسایلو کی د ښه او معقول مظر څښتن وی، د خپل نفس پر هوا او هوس تسلط ولری د رشوط او پیسو په مقابل کی ځان خرڅ نکړی او له خدایه باید وویریږی٠


په ټول نظام کی یو قاضی وی چی قاضی القضاۀ ورته ویل کیږی بیا وروسته په خپل نوبت په نورو لویو او وړو قاضیانو ته سلسله رسی حتی تردی چی هره محله ځان ته یو قاضی لری چی هر قاضی محدود صلاحیت لری څومره چی لوی مشکل وی هومره لوی قاضی به یی حلوی٠


په لنډه توگه د قاضی شتون په اسلامی نظام کی ډیر مهم دی٠



5-پوځ:


لکه څرنگه چی په انسان کی لاس او پښی ډیر مهم او ضروری دی همدارنگه پوځ د اسلامی نظام  دفاعی ځواک دی٠


د اسلامی نظام د دفاع لپاره او د باندنیو اغیارو څخه د اسلامی نظام د ژغورلو لپاره او ددی ټولو سره د اسلامی فتوحاتو لپاره له پوځ څخه کار اخستل کیږی٠


 داچی په دومره نړی کی اسلامی بیرق رپیږی دا د اسلامی پوځ د سرښندنو او د شهداو د وینو نتیجه ده، یواځی دوه اسلامی هیوادونه د اسلامی اخلاقو په خوښولو او د مسلمانو تجارانو هڅه ده چی هغه هیوادونه مالیزیا او اندونیزیا دی او پاتی ټوله نړی اسلامی پوځ فتحه کړی او اسلام یی پکی خپور کړی٠


مسلمان پوځیان باید د تقوی او اخلاقو نمونی، نور اسلامی شعایر باید ولری چی دداسی پوځ ښه مثال د صلاح الدین ایوبی پوځ دی دده پوځ به د شپی تهجد کاوه او د ورځی به یی جهاد کاوه او یواځی دوه پوځیان و چی هغوی د شپی تهجد نکاوه چی له پوځه یی وویستل هغه ویل ښایی د دی دوو پوځیانو له امله خدای خپل رحم پر موږ بند کړی٠


عموما اسلامی پوځ دوه ډوله دی یو د رضاکارانو پوځ او بل ډول یی هغه پوځ دی چی د معاش په بدل کی په پوځ کی کار کوی:


1- د رضاکارانو پوځ:


دا د اسلامی پوځ هغه برخه ده چی یواځی او یواځی د اسلام د لوړوالی لپاره په اسلامی پوځ کی سرښندنه کوی٠ دوی په اسلامی پوځ کی معاش نلری کله چی د جهاد وخت راورسی یواځی په جنگ کی برخه اخلی او د خدای د رضا لپاره جنگیږی او بس٠


2- هغه پوځ چی د معاش په بدل کی په پوځ کی وی:


دا پوځ  ټاکلی معاش لری او دا د هغو پوځیانو ډله ده چی د جهاد پروخت په سنگرو کی جگړی کوی او که جهاد نه وی نو د اسلامی نظام پولی ساتی او په منظم ډول په پوستو کی اوسی ترڅو اسلامی نظام له ناڅاپه یرغلو څخه وژغوری٠ 


  6- اداری جهاز:



اداری لړی د خلیفه، معاونینو، والیانو، قاضیانو او پوځ په منځ اداره هم شته چی د ټول نظام کونترول، تنظیم، برابرول او پرمخ بوول د اداری لړی اصلی وظیفه ده٠ اداره په ټول نظام کی شته که  هغه پوځ وی او که استخبارات اوکه محکمه وی خلاصه ټول نظام د اداری لړی لخوا تنظیمیږی٠


اداری لړی ځانته لوړ او ټیټ پوستونه لری لکه وزارت، ریاست، مدیریت اوماموریت اوداسی نور خو عموما اداره په دوو برخو ویشل شوی:


1- هغه اداری لړی چی اسلامی خلافت دننه نظم برابروی٠ چی داهم په ډیرو برخو ویشل شوی چی دهری وزارت، ریاست او مدیریت ځانته ځانگړی دنده وی لکه پوځی اداره، استخباراتی اداره، تعلیمی اداره، محکمه، ددینی ارزښتونو اداره اوداسی نوری ډیری اداری هم شته چی د اسلامی نظام داخلی چاری پرمخ بیایی٠


2- له نورو هیوادو نو سره د اړیکو د پرمخ بیولو لپاره هم په اسلامی نظام کی یوه خاصه اداره شته چی په نوی او عصری بڼه کی د خارجی د وزارت په نامه یادیږی٠


د خارجی وزارت اصلی دنده له نور هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو ټیتگول دی هغه که اقتصادی وی اوکه سیاسی او که هر ډول وی، او دا اړیکی د د اسلامی نظام د دیپلوماتانو په واسطه کیږی٠


7- شوری:
د دیموکراتیک نظام اکثره قانونونهد اسلامی قانون څخه اخستل شوی او لږ یی بڼی تغیر کړی چی یو له هغو څخه یو شوری ده چی د پارلیمان په بڼه راښکاره شوی او د پارلیمان او شوری ترمنځ توپیر دادی چی په شوری کی اهل حل کینی او په پارلیمان کی بیاهم هماغه د رایو مسله ده پوهه او هوښیاری شرط نده مگر درایو خبره ده حتی هغه څوک چی په لیک او لوست هم نه پوهیږی کولای شی پارلیمان په پارلیمان کی کینی او رایه ورکړی، دلته یوه پوښتنه رامنځ ته کیږی چی څوک چی پوهه ونلری د یوملت دلویو قضایاو په اړه به څنگه موقف نیسی او رایه به ور کوی٠
اسلامی نظام شوری ته په ډیر ارزښت قایل دی لکه چی الله وایی:(وشاور هم فی الامر)٠
اسلامی نظام د شوری د غړو په ټاکلو کی له ډیر دقت څخه کار اخلی ځکه همدا شوری ده چی خلیفه ټاکی یانی شوری اسلامی نظام بنسټ گڼل کیږی٠


 


اخځلیکونه:
– د اسلام حکومتی نظام
– الاسلام بین الحکام والعلما
– اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ د شهید عبدالقادرعوده لیکنه
– الشریعۀ الحياۀ
– العجائب من اخلاق الاسلامی