کور / اسلامي / لوی اختر (عيدالأضحی) او ابوالفضل (۳،۲،۱ ) برخه

لوی اختر (عيدالأضحی) او ابوالفضل (۳،۲،۱ ) برخه

ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

الله أکبر الله أکبر الله أکبر کبيرًا وسبحانَ اللهِ والحمدلِلهِ حمدًا طيبًا مبارکًا عظيمًاومنیرا، والصلوة والسلام علی سيدنا محمـــــــدٍ هادِيًا و بــــشيرًا و نـــــذِيرًا ، وعلی آلــــه وأصحابه وبارَکَ وسَلّمَ تسليمًا کثيرًا .
امابعد : فاعوذ بالله منَ الشيطانِ الرجيم بسم اللهِ الرحمنِ الرحيم : {وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِي، رَبِّ هَبْ لِي مِنْ الصَّالِحِينَ، فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلامٍ حَلِيمٍ، فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يا أبتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنْ الصَّابِرِينَ، فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ، وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ، قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ، إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلاءُ الْمُبِينُ، وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ، وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الآخِرِينَ، سَلامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ، إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ، وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيّاً مِنْ الصَّالِحِين، وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ }. و ايضا قال الله تعالی : « فصلِّ لِرَبِّکَ وَانحَر اِن شانِئَکَ هُوَ الأبتَر »
ځما ګرانو او محترمو اسلامي وروڼو ! غواړم چي د لوۍ اختر د مبارکو ورځو د رارسيدو په مناسبت و تاسي محترمو ته د « عید الأضحی » او دارنګه په دغو مبارکو ورځو کښي د اضحيو او د قربانيو او د لوۍ اختر د لمانځه او دارنګه ددغو مبارکو ورځو د نورو مناسباتو پر حقايقو او اسرارو باندي څه تفصيلات او بيانونه وليکم .
او دارنګه د دغو بياناتو په سرليک کښي د مقدمې په ډول دا خبره درته روښانه کړم چي اختر د چا دپاره دئ ، د اختر مقدسي او له فيوضاتو څخه ډکي ورځي د چا دپاره دي ؟
قدرمنو وروڼو ! د لوۍ اختر مبارکي ورځي ددې دپاره دي چي مسلمانان په دغو مبارکو ورځو کښي لاندي وظيفې انجام کړي :
( ۱ ) : په دغو مبارکو ورځو کښي مسلمانان باید د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل ( عليهماالسلام) او دارنګه دده د مبارکي مور بي بي هـــاجـــرې (رضي الله عنها ) پر تاريخي حالاتو باندي نظر واچوي او پندونه ، درسونه او عبرتونه ورڅخه حاصل کړي ؛ ځکه د دغو درو مبارکو اشخاصو په واقعاتو او حالاتو کښي د نارينه ؤ او د ښځو دپاره او دارنګه د سپين ږيرو او ځوانانو دپاره داسي ستر تدريسات او تعليمات و عالم بشريت ته ورکړه سويدي چي که يو څوک له همدغو تعليماتو څخه ګټه واخلي او په تعمق د نظر ، او د عبرت په تفکر سره معلوماتونه ورڅخه تر لاسه کړي ، نو په دنيا او آخرت کښي به د فوز او فلاح خاوند سي ، او محمود او د ستايني وړ ، طيب او پاکيزه عيش او ژوند بې په دواړو دارينو کښي په نصيب سي .
( ۲ ) : په دغو مبارکو ورځو کښي مسلمانان بايد پر خپلو تيرو حالاتو باندي نظر واچوي او د خپلو تقصيراتو تشخيص او استحضار بايد وکړي ، او په نتيجه کښي ددې بايد و الله (جل جلاله ) ته د نصوح او د اخلاص توبې وکاږي ، او داسي بايد د الله (جل جلاله) د رضا د حاصلولو دپاره د الله پاک او د هغه د رسول (عليه السلام) د فرمانبردارۍ په لاره کښي و هر قسم قربانۍ او فداکارۍ ته تيار سي ، لکه څنګه چي له حضرت ابراهيم او اسماعيل (علیهماالسلام) څخه او دارنګه له حضرت بي بي هاجرې (رض) څخه و الله پاک ته د تسليم او د انقياد درس ودوۍ ته پاته سوئ دئ .
( ۳ ) : د لوۍ اختر په اوله مقدسه ورځ کښي مسلمانان بايد د لوۍ اختر لمونځ په ډيره عاجزي ، تواضع او تذلل سره او په کامل خشوع او خضوع سره او په رجآء او خوف او په لوۍ اخلاص سره په عيدګاه کښي تر څو چي ممکن وي په ډيره غټه اجـــــتمـــــــاع سره ادا کړي .
( ۴ ) : مسلمانان نه يواځي دا چي د لوۍ اختر په ړومبۍ ورځ د عيدګاه لمونځ بايد وکړي ، بلکي له دې سره سره بايد هغه حکمتونه ، رموزات او اسرار وفهموي او د هغوۍ په مقتضی عمل وکړي کوم چي د عيدګاه په لمانځه کښي او دارنګه د عيدګاه په خطبه کښي او داراز و عيدګاه ته د مسلمانانو په راغونډيدلو کښي ، او له دې سره سره دعيدګاه و لمانځه ته په تلو او راتلو کښي ، او د تکبيرو په ويلو کښي پراته دي .
( ۵ ) : په دغو مبارکو ورځو کښي غنيان مسلمانان بايد د قرباني کولو مقدس عمل ترسره کړي ، او کوم مسلمانان چي فقيران او مسکينان وي هغه بايد په خپلو زړو کښي په ډير لوۍ اخلاص سره دا خاطرې ا و ارادې راوګرځوي چي که موږ د قرباني کولو وَس او قدرت درلودائ نو اې الله پاکه ! موږ به هم ستا د رضا دپاره دغه مقدس عمل تر سره کړئ وائ .
( ۶ ) : مسلمانان بايد د اضحيې او د قربانۍ له حکمتو او اسرارو څخه خپل ځانونه باخبره کړي او د هغوۍ د تقاضاؤ امتثال وکړي .
( ۷ ) : غنيان مسلمانان بايد په دغو ورځو کښي پر خپلو همسايه ګانو باندي رحم او شفقت وکړي او د خپلو قربانيو له غوښو څخه پر دوۍباندي يوه برخه تقسيم کړي ، او له دې سره سره نور زيات تفضل او احسان بايد له همسايه ګانو سره او له خپلوانو او مسکينانو سره وکړي .
( ۸ ) : فقيران او مسکينان که د قربانۍ طاقت نلري نو هغوۍ بايد په دغو ورځو کښي پر نورو عباداتو باندي ( لکه تلاوت ، ذکر ، تسبيح ، تهليل ، تحميد او تکبير ، نفلي لمونځونه ) زور ولګوي .

بالآخره محترمو وروڼو دغه مقدسي ورځي د سرود، ډول وهلو ، سګ بازيو ، کوتر بازيو او دارنګه د داسي نورو فاسدو اعمالو د ترسره کولو ورځي نه دي ، او نه د اختر ورځي د داسي خلګو دپاره دي کوم چي دغه قسم ناروا عملونه تر سره کوي ؛ ځکه چي داورځي و انسان ته دادرس ورکوي چي له الله څخه بغاوت مکوه او والله ته تسليم سه ، او دغه کارونه د الله پاک له احکامو څخه غټ غټ بغاوتونه دي .
او د هغو خلګو پر حال باندي ډير افسوس دئ او د دوۍ و بې حيايي او بې شرمۍ ته ډير تعجب دئ چي په دغو مقدسو ورځو کښي هم دغه ډول د تمرد او د طغيان له کارو څخه لاسونه نه اخلي .
والسلام ومن الله التوفيق .
په دې اړه نوربيا. . .
ـــــــــ

عيدالأضحی او ابوالفضل (۲) برخه .
ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحیم
زمااسلامي وروڼوپه اوله برخه کښي ماوتاسوته ددې خبري ذکرکړيووچي داختردمبارکوورځوپه متعلق دمسلمانانولومړۍ وظيفه داده چي دالله جل جلاله دخليل حضرت ابراهيم علیه السلام حالات په خپلو ذهنوکښي مستحضرکړي په دې ډول چي کومي سختي ابتلاوي چي پرده مبارک باندي له الهي لوري څخه راغلي دي نوهغه هرمسلمان په ذهن کښي ورلحاظ کړي، اودارنګه دابراهيم عليه السلام په دغوالهي ابتلاګانوکښي په اعلی درجه سره ثابت قدمي او کاميابي اوبري په خپل ذهن کښي مستحضروګرځوي، اوله دې سره سره هرمسلمان بايدددې درک وکړي چي کله چي ابراهیم عليه السلام په دغوالهي ابتلاګانو کښي کاميابه سو اوپه لوړثبات اوعظيم شجاعت سره يې دغه الهي ابتلاګاني وګاللې نوبيا الله جل جلاله ددې په بدل کښي وده مبارک ته کوم اوچت اوعالي مقامات اودرجات ورکړل ،اوسربېره پردې باندي دده دمبارک اودده دمقدس ځوۍ ذبیح الله اسماعيل عليه السلام اودده دمبارکي بي بي حضرت هاجررضي الله تعالي عنها تابعداري اودخداۍ پاک وحکم ته تسليمېدل هم هرمسلمان بايد ملحوظ کړي ، او بياچه الله جل جلاله کوم احسانونه ددوۍ دبېد اغه تابعدارۍ په وجه له دوۍ دواړوسره وکړل په هغه کښي هم تدبراوتفکربايدوکړي اوله دغوټولوکارنامو څخه په لاندي ډول نتېجې ترلاسه کړي
اول
دا چي دنيا دابتلااودازمايښت ځاۍ دئ اوالله پاک همېشه پرخپلومخلصوبندګانوباندی قسم قسم سختي ابتلاوي اوازمايښتونه راولي لکه چي الله فرمايلي دي
(خَلَق الْمَوْتَ وَالحَيَاة َلِيبلوکم اَيُّکُم اَحسنُ عملاً)
يعني پیداکړۍ دئ الله جل جلاله ژوندستاسي اومرګ ستاسي ددې دپاره چي و ازمايي تاسي چي کوم يوله تاسي نيک دئ په حيث دعمل.
يوبزرګ فرمايلي دي:
خوش است ګرمحک تجربه آيدبميان ـــ تاسياه روي شودهرکه درو غش باشد
اومولانايې روم صاحب فرمايلي:
وربترساندتراآګاه شوي ــــ ورنه ترساندتراګمراه شوي
دوهم
مسلمانان د حضرت ابراهيم عليه السلام له حالاتوڅخه دوهمه دا نتېجه بايددرک کړي چي که هرڅونه مسلمانان بې وسه،بې کسه،بې بسه اوکمزوری وي بياهم دحق په لارکښي دباطل اودطاغوت له مقابلې څخه بایداعراض ونکړي بلکي په مېړانه بايدپه داسی حال کښي چي پرالله پاک باندی توکل کونکي وي دباطل په مقابله کښي په ډيرټينګ عزم سره ودرېږي اوپردې خبره باندي پوخ یقين ولري چي کاميابي اوبري به اخيراواخيرزموږپه برخه وي.
حضرت ابراهيم عليه السلام چي دنمروديانوپه مقابل کښي ودرېدئ په دغه وخت کښي له ده څخه ماسوا دزمکي پرمخ باندي بل څوک دحق والااودحق حمايت کونکی وجودنه درلودئ،هو يوه بي بي ساره رضي الله تعالي عنهااویولوط علیه السلام دده تابعداران وو وبس،حتی دده موراوپلار هم دده مقابل طرف نيولئ ؤ اوپلاريې وده ته په ډاګه وويل چي ،اې ابراهيمه که له دغوخبرولاس وانخلې نوخامخابه زه تاسنګسارکړم
لکه چي تفصيل به يې په دريمه برخه کښي انشاءالله درته راسي
دريم
دالله پاک ددغوستروبندګانوله واقعاتوڅخه مسلمانان بايددريمه دانتېجه ترلاسه کړي چي مسلمان ته په کارده چي دالله جل جلاله وامراو وحکم ته داسي تسليم وي چي دخداۍ تعالی په لارکښي نه دخپل ځان پروا کوي اونه دناموس اولاداونه دمال پروا کوی او مقصداومطلب دده داوي چي دالله پاک داحکاموتابعداره سي اوالله پاک ورڅخه راضي سي اوددنيااودآخرت سعادت یې په برخه سي اوباطل نيست اونابودسي ، نورنوکه دالله پاک دده سرپه کاروي ترسرتيږيږي اوکه يې دده مال اواولاداوخاندان په کاروي ترهغه تېرېږي
څلورم
مسلمانان بايد دحضرت اسماعيل اوابراهيم اودحضرت هاجرې رضي الله تعالی عنها له حالاتو څخه څلرمه دانتېجه ترلاسه کړي چي که موږ هم دغه ډول مخلصانه معامله له الله جل جلاله سره وکړونويقينًابه زمو ږ هم هغسي سعادت اوسرلوړي په برخه سي چي په دنيااوپه آخرت کښي به نېکنامه سرفرازه اپه مرادرسېدلې سو.
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .
ـــــ
عيدالأضحی او ابوالفضل (۳) برخه .
ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنومسلمانانووروڼوپه دې برخه کښي دالله پاک دسترخليل حضرت ابراهيم عليه السلام دوو هغوابتلاګانوخلاصه اوپخوړدرته ذکرکوم کومي چي له جملې څخه دهغو الهي ابتلاګانودی چی پرده باندي راغلي دي اوپه هره ابتلاا وازمايښت کښي يې والله پاک ته په ډيره مردانګي سره دتسليم اودعبديت اوداخلاص امتحان ورکړيدئ چي په نتېجه کښي الله جل جلاله دخلیلیت په مقام سره مشرف کړ او اکثرپيغمبران يې دده په اولادکښي پيداکړل چي اخيرددوۍ امام القبلتين،نبي الثقلين ،سيدالکونين،سرداردبنی آدم حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دئ ، کومی چي په دې شرحه دئ
اوله الهي ابتلااوازمايښت
حضرت ابراهيم خليل الرحمن په داسي زمانه کښي الله جل جلاله پيداکړ چي له يوه طرفه (مطابق دقول دابن کثيرپه قصص القرآن کښي) دزمکي پرمخ چي څه انسانان وه ټول کافران وو په کوم محل کښي چي دده مبارک تولدوسونودهغه محل ټولوانسانانوداوو ستوروعبادت کاوه اودعبادت په وخت کښي بې مخونه
دشمال وطرف ته ګرځول اوله بلي خوا حضرت ابراهيم عليه السلام ته دده په کوچنيوالي کښي لا الله جل جلاله وده ته داسي هوشیاری ،پوهي اوبصارت اوبصيرت وربخښلئ ؤ چي له هم هغه کوچنيوالي لاپه دې ښه پوهيدئ چي دزمکی پرمخ چی څه خلګ دی ټول ګمراهان دي،اووروسته بيا الله جل جلاله پيغمبرهم کړ،
لکه چی الله جل جلاله فرمايلي دي
ولقداتيناابراهيم ُ رُشْده من قبل وکُنَّابه عالمين (سورة انبياء،آية ۵۱)
نوتاسي فکروکړئ چي په ټوله زمکه کښي يوسړي دحق والاوي اونوروټولوخلګودباطل طرف نيولئ وي نوددغه يوه سړي به څنګه حالت اوکيفيت وي ،موږاوتاسي وينوچي په کلي کښي يوسړي بې لاري وي نورټول خلګ سم وي ليکن ددغه يوه سړي چاره نسي کولاۍ اوټول له دغه يوه سړي څخه ازرده وي
دوهمه الهي ابتلااوازمايښت
دحضرت ابراهيم عليه السلام خپل پلا ر آزَر دده په مقابل کښي ودريدئ اوابراهیم علیه السلام ترټولوله مخه وده ته دعوت ورکړاوورته وې ويل چي اي بابکه ولي دداسي شي عباد ت اوبندګي کوي چي هغه نه هيڅ اورېدل کولاۍسي اونه هيڅ ليدل کولاۍ سي اونه هغه هيڅ ضرراوتکلیف له تاڅخه دفعه کولۍ سي،هغه دونه قدرت هم نلري چي فقط وفقط ستاسوال اوحاجت واوري اویاتاوويني داخوپرېږده چي هغوۍ ستاحاجتونه درپوره کړي اوته په دې طمع دهغوۍ عبادت کوی چي هغه به له تاڅخه ضررونه اوتکلیفونه دفع کړي، اوحال دادۍ چي له دوۍ سره هيڅ قدرت ددې کارنسته،اي بابکه، بېشکه وماته داسي دحقي لاري علم راغلۍ دئ کوم چي وتاته نه دئ راغلئ نوزماتابعداري وکړه زه به وتاته برابره اوسمه لار دروښيم، اې بابکه دشيطان عبادت مه کوه ځکه چي شيطان دهغه ذات چي ډيرمهربانه دئ چي الله جل جلاله دۍ نافرمانی کړېده اوکوي يې، اې بابکه بېشکه زه وېرېږم له دې څخه چي وبه رسیږي تاته همېشنۍ عذاب دهغه ذات له طرفه کوم چي ډېرمهربانه دئ نو بيابه سې ته دهمېش دپاره شيطان ملعون لره ولی اودوست.
کله چي حضرت ابراهيم عليه السلام وخپل پلارته دغه دحق اوحقيقت اوله ادب اواحترام اوله رحمت څخه ډک نصيحت وکړنودده پلارپرځاۍ باندی ددې چي دخپل دغه عظيم الشانه ځوۍ نصيحت ومني له تشددڅخه ډک مخالف عکس العمل ښکاره کړ اوو حضرت ابراهيم عليه السلام ته يې وويل چي اياراغب اومخ ګرځونکئ يې ته له معبودانو اوخديانو ځماڅخه ، اي ابراهيمه (عليه السلام) ،قسم دئ چي خامخا به ،کچيري ته له دغه کارڅخه منعه نه سوې، سنګسارکړم تا،اوپرېږده ما اولیری سه له ماڅخه ډېره زمانه، حضرت ابر اهيم عليه السلام دخپل پلارله دغوخبروڅخه وروسته وخپل پلارته وويل چي سلام دي وي پرتاباندي يعني زماله طرفه به هیڅ ضرردرونه رسیږي اوزه له تاڅخه رخصت يم چي ته زماخبرنه منې نوزه به ستادپاره والله پاک ته زارۍ وکړم، ژرده چي مغفرت به وغواړم تالره له رب خپل څخه بېشکه چي رب زماپرماباندی ډیرمهربانه دئ.
محترمووروڼوکوم څه چي مادرته ذکر کړل داتقريباددغواياتومضمون دئ کوم چي الله جل جلاله په سورة مريم کښي فرمايلي دی اياتونه دادي
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (41) إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا (42) يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا (43) يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا (44) يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا (45) قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا (46) قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا (47)
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .