کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يو څو خبري نوبل جايزې په اړه

يو څو خبري نوبل جايزې په اړه

نوبل هغه انعام دﺉ ،چي په نړۍ کي تر ټولو لوړه او ځانګړې جايزۀ بلل کيږي او هر کال د ډسمبر پرلسمه دنوبل فاونډېشن (بنسټ)له خوا په کېميا،فيزيک،طبابت،ادب او د سولي (امنيت)په ميدانو کي ځلېدلي افرادو ته ورکول کيږي٠
دنوبل د انعام بنسټ په ١٩٠٠ ع کي ايښودل سوی دﺉ٠ الفرايډ نوبل یو سوېډنی د کېميا انجنېر و. نوموړي په کال ١٨٦٦ع،کي نائټروګليسرين(دباروتو په جوړولوکي کارترې اخستل کيږي)او ډائنامائټ(چاودېدونکې ماده ، چي دتېزاب اوګلېسرين څخه جوړيږي) داستعمال وړ وګرزول،او پخپله دډائنامايټ مخترع هم و٠
الفرايډ نوبل پر ١٠ مه دسمبر ١٨٩٦ع کي ومړ.

دده دوصيت سره سم و پورته ذکر سويو رشتو کي څېړونکو ته چي دقدر وړ اوپه زړه پوري کارونه په عملي توګه ښه اجرا کړي او پای يې مثبتي نتيجې ته رسولی وي ،وهغو ته به دنوبل انعام دورکولو فيصله کيږي٠
ياده دي وي؛چي په ١٩٦٧ ع کال کي اقتصادي برخه هم د دغه انعام دپاره منتخب سوه ٠ دالفرايډدوصيت سره ذکر سوی شخص ، که “سکېنډانوی”وي که نه وي دجايزې مستحق ګڼل کيږي٠(سوېډن،ناروې،ډنمارک ته سکېنډانياوي ملکونه ويل کيږي)،دسکېنډانويانو دشرط د ليري کولو پر سر الفرايډ دخپلوهيوادوالو له خوا دسخت انتقاد او فشار لاندي راغلی و،هغو دا حق يوازي دسکېندانويانو باله٠

نوبل فاونډېشن پرائز ايوارډنګ باډي: داهغه اکاډيمي ده چي هر کال دنړۍ دهراړخ څخه ددې جائزې دخلګو دټاکونو وظيفه اجراکوي، په فزيک او کېميا کي دقدر وړ خدمتکونکودپاره يې رائيل سوېډيش اکاډيمي ( د سويډن شاهي اکاډمي ) ټاکلې ده٠
د طب دپاره (نوبل اسمبلي اف لېرولنسکا انسټيټيوټ) ټاکل سوی دﺉ. په امنيت کي چی يې ډېري ډوبلي او هلي ځلي کړي وي ،دهغو دپاره يې سوېډيش اکاډېمي ټاکلې ده٠او”بينک اف سوېډن”يې داقتصادي مخکښو ماهرينو دپاره نومول سوی دی٠
د نړيوال شهرت سره سره د نوبل انعام نغدي جائزه ١،٤ مېليونه ډالره ده چه په مالي توګه هم يوه ځانګړتيا لري٠
په مجموعی توګه امريکائي ښاريانو تر ټولو ډېر دنوبل جايزه خپله کړې ده ٠ نړیوال سره سليب د سولي درې انعامه ګټلي دي٠
مادام کيوري،اولينه ښځه ده چي په ١٩٠٣ع کي يې دفزيک نوبل انعام تر لاسه کړی دی٠
١٩١٣ع کال کي په جنوبي اسيا کي دادب اولين انعام ،بنګالي ژبي ډېر مشهوره انقلابي شاعر رابندرنات ټاګور ته پر”ګيتا نجلي”ورکړل سوی دی٠
١٩٤٥کال ،ددوهم نړيوال جنګ تر ختمېدو وروسته امريکا دسوړ جنګ په دوران کي په نړيواله سطح دساينسپوهانو،اديبانواو رهبرانو تشويق او حوصله افزائي کوله په دې عنوان سره به يې وکمونسټ نظام ته درد سر ور اچوی،او پدې اړوند ئې په ١٩٥٨ کال کي “Boris Pastranek”ته د”ډاکټر ژواګو”اثر پر ليکولو دادب نوبل انعام ورکړی،نوموړي کتاب کي پر کمونيسټ نظام باندي طنزيه اوتنقيدي مطالب راوړي وو٠په همدې علت دغه کتاب پخپله په روس کي هم نسو خپور(دلېنن تر مرګ وروسته دشوروي واک دسټالين په امريت بديل سواو دډاکټر ژواګواثر پر ستالينيزم باندي پوره طنز و) یادسوي ليکوال د نوبل انعام ځکه ونه مانه چي دزمان دواکدارانود زور او فشار څخه په بېره واو ديوې معذرت نامې په وړاندي کولو سره يې ځان دوطن دجلاتوب څخه وژغور٠
١٩٧٥ کال کي دهغه وخت شوروی اتحادماهره سائنس پوه (اندرې سخاروف)په ماسکو کي د بشر د حقوقو دتنظيم جوړولو په ترڅ کي دنوبل انعام حقدار وګڼل سو٠
١٩٨٣ دپولنډ دکارګرانو د تنظيم(solidarity)مشر”لېنخ ويلسيا”ددې انعام څه برخمن سو،ځکه چي دی دپولنډد کمونسټ حکومت مخالف و،اودده په مشرۍ پولنډي خلګود شوروی اتحاد پر مداخله اواز پورته کړی ٠
د تبت شړل سوي مشر دلائي لامه د کمونيسټی چين پر ضد دمبارزې پر سر په ١٩٨٩کي پدغه عالی انعام وغټول سوی ٠
دغه رنګه په ١٩٩٠ع کي ميخايل ګورباچوف په شوروی اتحاد کي د پېريسترويکا (بيارغونه)په راوستلو سره نوبل انعام په قطار کي راغلی٠دسرمايدارانو په دنظر دې بيارغوني دشوروی اتحادپه ټوټه ټوټه کېدلو ،ماتي اوزوال کی ډېر مهم رول لوبولی دﺉ او ددغي باز سازۍ خلق کونکی هم ګورباچوف دی٠
پدې لړ کي دشرق ميانه مشران د”امر يکائې حل”امنيت راوستو دپاره ددغه انعام حقداره وبلل سول،ځکه نو په ١٩٧٨ کی دډېويډ کمپ د معاهدې په امضا سره داسرائيلو په رسميت پېژندل د مصر اولسمشر انور السادات ته انعام ورکړل سو. ده دغه جائزه د اسرائيلو ميناهم بېګن سره په په ګډه تر لاسه کړله، پر نوموړي معاهدې باندي عربي نړۍ په تېره بیا مسلمانان ډير وخښمېدل،او مصر ئې دعربو داتحاد دعضوئيت څخه بې برخي کړ٠دډېويډ کمپ دمعاهدې په کولو سره ١٩٨٠کي انور السادات په يوه پوځي شاخيز کي په ګولۍوويشتل سو٠
١٩٩٤ کال کي ياسر عرفات،اسحاق رابن او شمون پير ېز دغه انعام حقداران سول،دهغوی کارنامه داوه چي په ١٩٩٣ کي يې دواشنګټن پر سوي معاهدې باندي دفلسطين دشخړي دحل لپاره امريکائې وړانديزونه ومنل٠
په ٢٠٠٣ کال کي دبشر دحقوقو دپاره سر ګرمي ايرانۍ شېرين عبادي ته دنوبل جائزه ورکول سوه٠

په عمومي توګه که وکتل سي ، د نوبل انعام ډېر د سياسي مقصدو دپار ه استعمال سوی دی،نه دلياقت،صلاحېت يا علمي کارنامو دپاره٠

دادی اوس د ٢٠٠٩ کال دنوبل لوړ انعام حقداره دامريکا اولسمشر اوباما سو چي ټوله نړۍ ئې حېرانه کړه٠دنوموړی داولسمشرۍ ډېر لږ وخت تېر سوی دﺉ او تر دم ګړي لا دنړيوالو کشالو دحل دپاره د کوم په زړه پوری او مثبت اقدام څخه قاصره دی٠
په نړۍ کي چه سوله غواړي او امنيت خوښوي او دامن دپاره خپل ټول توان او طاقت مصرفوي وهغو ته بايد په درنه سترګه وکتل سي او ددې ستر انعام څخه برخمن سي ٠
په لنډه توګه،پر علم ،ټينګ امنيت ،دبشر حقوقو ته سالمه پاملرنه،لوړ او مظبوط اقتصاداو داسي نور ګټور اړخونه چي دعالم ښه په وسي ددغو کارنامو نابغه ګانو ته بايد دنوبل انعام ورکول سي،نو دا کار به دالفرايدنوبل د وصيت سره سم مخ ته روان وي ٠