کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د شانګهای د همکارۍ سازمان او د څو قطبي نړۍ لپاره (2)

د شانګهای د همکارۍ سازمان او د څو قطبي نړۍ لپاره (2)

 د زبرځواکونو هلې ځلې 


 
دوهمه برخه
د لومړۍ برخي په ادامه


چين: که څه هم امريکا تراوسه د نړۍ د انرژۍ تر ټولو لويه استهلاک کوونکې ده ، خو چين د خپلې چټکې ودې له امله تر جاپان پښه اخوا ورواړوله او د انرژۍ د لګښت له مخې يې دويم ځای ونيوه او داسې ښکاري ، چې په دې برخه کې اوس له امريکې سره په سيالۍ بوخت وي . د وړاندوينو له مخې به په راتلونکو 25 کلو کې د نړۍ د انرژي اړتيا 50 ٪ زياته شي او په 2045 کې به د چين 45٪ انرژي په وارداتي تېلو پورې تړلې وي ، له همدې امله دانرژۍ دنويو او مناسبو زېرمو  لټون او  د انرژۍ د يوې ثابتې منبع تأمينول د چين د بهرنۍ تګلارې مهم ټکی ګرځېدلی . 


د انرژۍ په لټه د چين پښه تر منځنۍ آسيا او منځني ختيځ وراوښتې او تر افريقا او جنوبي امريکې پورې رسيدلې . افريقا همدااوس د چين د تېلو 25٪   اړتيا پوره کوي . چين د نايجېريا د تېلو په صنعت کې 4 مېليارده ډالره پانګونه کړې ، له کېنيا څخه يې د انرژۍ د لټون بشپړ حق اخېستی ، د سوډان د پترولو په صنعت کې تر ټولو لوی ونډه وال دی او د انګولا د هايدروکاربن په صنعت کې هم يې درنه پانګونه کړې ده . چين د سوډان د پترولوپه صنعت کې 15 مېليارده ډالره پانګونه کړې او په 2005 کې يې د سوډان نيمايي صادراتي تېل په يوازې ځان وپېرودل ، حال داچې همدلته امريکا د دارفور په مسأله کې په پوځي توګه ښکېله ده . د چين د انرژي ملي شرکت ( Sinopec ) د سوډان د ( Greater Nile Petrolium CO ) 40٪  برخه اخېستې ده . څېړونکي عقيده لري ، چې سوډان د افريقې د تېلوتر ټولو لويې ناايستل شوې زېرمې لري . چين همدارنګه دزمبابوې د سکروپه کانونو کې 1.3 مېليارده ډالره پانګونه کړې ده .


که  دامريکې پښه په پوځي لحاظ د چين تر ګاونډيانو رسېدلې ، چين هم  دانرژۍ په لټه تر لاتينې امريکې پښې غځولې دي . همدااوس چين په ارژانټاين او اېکوادور کې دتېلو لوی ميدانونه ( Fields) اخيستي او له ونزويلا څخه يې د تېلو واردات دوه برابره کړي . چين د دغو هېوادوپه کورنيو چارو يا د بشري حقونو پر مسايلو کار نه لري او په دې توګه په ډېرو ځايونو کې د امريکې د فشار سياستونو ته زيان رسوي . چين معمولاً د هغو هېوادوپه برخه کې ، چې د انرژۍ غني زېرمې او يا نورې اقتصادي اړيکې ورسره لري پر دوی باندې د بنديزونو پر ضد د امنيت په شورا کې له خپل وېټو حق څخه کار اخلي ، لکه د ايران ، سوډان ، برما ،زېمبابوې ، کيوبا او ونزويلا په اړه . له دغو هېوادونو څخه د اتومي وسلو د نه جوړولو ، سياسي سمونونو او يا د بشري حقونو د رعايت غوښتنه کيږی . په  داسې وخت کې ، چې پر ايران باندې د اتومي انرژۍ په برخه کې نړيوال فشار ورځ په ورځ زياتېده ، د 2004 په نوامبر کې د چين د انرژۍ ملي شرکت  (Sinopec) د ايران د ( يادآوران ) د تېلو ساحو د انکشاف لپاره له 70 څخه تر 100 مېليارد ډالرو پورې يو تړون لاسليک کړ .


د چين دغه ډول چلند يو شمېر هېوادونه هڅولي ، چې له امريکې سره خپلې دښمنۍ ته نوره هم زورورکړ ي او پر ځای يې د شانګهای له غړو هېوادو او په ځانګړې توګه چين ته خپل د تېلو او ګازو صادرات زيات کړي .


د ونزويلا جمهور رييس ( هوګو چاوېز ) له امريکې سره د دښمنۍ بيرغ برآلا اوچت کړی او هڅه کوي ، چې د کارايېب په سيمه او لاتين امريکا کې د خپلو تېلو د نفوذ په مرسته يو ضد امريکايی بلاک رامنځته کړي . چاوېز ( بولويا) او (اېکوادور ) هم هڅوي ، چې د تېلو او ګازو صنايع ملي وګرځوي او امريکايي پانګه وال ترې بې برخې کړي . د بولويا جمهوررييس ( مورالېس ) خو دا کار پيل کړی او اېکوادور هم همدې خواته روان ښکاري . چاوېز په همدې لړ کې د امريکې له يو بل دښمن يعنې ايران سره هم ډېرې نږدې اړيکي ټينګ کړي . په 2006 کې چاوېز ګواښ وکړ ، چې خپلې (F-16) الوتکې به پر ايران وپلوري او د همدې کال په جولای کې په خپله روسيې ته ولاړ او د يو مېليارد ډالرو په بيه يې د وسلو تړون ورسره لاسليک کړ . چاوېز په يو ه تلويزيوني وينا کې وويل ، چې موږ به د امريکې هغه محاصره ، چې غواړي ونزويلا بې وسلې کړي ماته کړو 


 د برتانيې د پارلمان په يوه راپور کې راغلي ، چې « له يو شمېر متخطي هېوادونو سره د چين د اقتصادي اړيکو وده هم د لوېديځ ګټو ته او هم په اوږده موده کې په خپله د چين ګټو ته زيان رسوي ، ځکه ډېکتاتور ، ظالم او فاسد رژيمونه د چين لپاره هم نامطمنه شريکان دي .» همداراز د ( CIA ) يو پخوانی مشر (R. James Wedsey ) د اسراېيلو ( Jeurisalam Post ) ته ويلي ، چې : « تېل په دارفور کې د دې مخه نيسي ، چې جينو سايډ ته خاتمه ورکړو ځکه سوډان له چين سره د تېلومعامله لري ، همدارنګه ګرانه ده چې له ايران سره ( د اتومي انرژۍ پر سر) نتيجې ته ورسيږو ، ځکه چې چين له ايران سره د تېلو معامله لري . » (۷)


په دې توګه چين په هغو سيمو کې د انرژۍ په لټه دی ، چېرته چې امريکا ستونزې ورسره لري او غواړي فشار پرې راوړي او منزوي يې کړي . د امريکې د ملي امنيت په شورا کې د چين په اړه د پاليسۍ ډايرکټر ( Michael J. Green) وايي : « دوی ( چين ) د اوږدې مودې تدارکات هر چېرته چې موندلای شي اخلي ، حتی په داسې ناامنه سيمو کې لکه سوډان ، ايران او برما کې ، چېرته چې موږ يې نه شو اخېستی . دوی ( چينيان ) وايي ، چې داګټوره او مناسبه معامله ده ، ځکه چې دوی د نورو ولسونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او موږ وايو دا له سالمې يا وړ معاملې پرته نور هر څه کېدای شي  ، ځکه هغوی د دغو رژيمونو ناوړه چلند تمويلوي . » (۸)


ځيني شنونکي په دې عقيده دي ، چې د انرژۍ لپاره حرص ښايي چين په ځينو سيمو کې د زور استعمال ته هم وهڅوي . د وسله والو ځواکونو ژورنال اډېټر ( ټام ډانلي ) نننی چين له پروني جاپان سره پرتله کوي : « چين د انرژۍ په زېرمو پسې لېونی دی او همدا خبره تر دويمې نړيوالې جګړې د مخه د جاپان په اړه هم صدق کوي . يو مهم لامل ، چې جاپان پر ( Pearl Harbor) بريد وکړ ، پردوی باندې زموږ د تېلو بنديز و . » (۹)د انرژۍ په برخه کې د چين دغه متعرضه پاليسي کېدای شي د سمندر لاندې زېرمو د استخراج پر سر ، چې د لانجې وړ يوه موضوع  ده ، له يو شمېر هېوادونو سره د ټکر سبب وګرځي . دغه ډول ستونزې له جاپان ، ماليزيا ،فلپين ، ويتنام او تايوان سره موجودې دي. څرنګه چې چين د خپل پوځ په عصري کولو او پياوړي کولو هم لګيا دی نو دا ډول اندېښنې نوره هم زياتيږي . ويل کيږي ، چې چين له خپلو 24 ګاونډيانو څخه له 11 سره يې ځمکنۍ لانجې لري .


له روسيې څخه ځيني راپورونه وايی ، چې چين له روسيې څخه د سمندري بېړيو ، اوبتلونو او همداراز يو شمېر ترانسپورتي او رادار  لرونکو چورلکو د اخېستو پروګرام لري . تر هغې وروسته ، چې( تيانامېن ) په ميدان کې د مظاهره چيانو د وژنو له امله امريکې پر چين بنديزونه ولګول ، روسيه د چين لويه متحده او د وسلو او انرژۍ پر مهمې چمتو کوونکې واوښته . په 2003 کې چين له روسيې څخه د 2 مېليارد ډالرو په بيه وسلې وپېرلې او نن ورځ د روسيې 50 – 30 ٪ صادراتي وسلې يوازې چين ته ځي . پخوا به د چين او روسيې پر پوله په سلګونو زره سرتېري مخامخ سره پراته وو، خو اوس د هغوی ځای سوداګريزو او اقتصادي اړيکو نيولی . د چين د پوځ په مډرن کولو کې روسيې لويه برخه اخيستې او له دې امله د تېرې لسيزې په پرتله د چين او روسيې اړيکې ډېر ټينګ شوې دي . د عصري کولو په پروسه کې د روسيې ( Su-30Mkk) جنګي الوتکې د چينايي پوځ د ملا تير جوړوي .  په 2004 کې چين 24 دغه ډول الوتکې تر لاسه کړي .


د ډونالډ رمسفلډ لپاره يو امريکايي رپوټ وايي ، چې چين په خپل پوځي سياست کې د ( مرغلرو امېل ) ستراتيژي تعقيبوي . په دې مانا ، چې له مرکزي آسيا سره د ښو اړيکو له لارې په سيمه کې ځای پر ځای پوځي اډې جوړوي ، چې يوه بېلګه يې د پاکستان د ګوادر په بندر کې د اوبتل د يوه سټېشن جوړول دي .


سره له دغو ټولو خبرو چين هڅه کوي له امريکې سره له ټکر نه ځان وساتي . له يوې خوا چين هم د امريکې په څېر له ترهګرۍ ، اسلامي بنسټپالنې او بېلتون پالنې څخه وېريږي . له بلې خوا په نړيوالوسوداګريزو چارو کې د امريکې همکارۍ او په خپله امريکې ته د خپلو توليداتو لپاره د يوه مهم بازار په توګه اړتيا لري . همداراز که امريکا د شمالي کوريا او ايران په برخه کې د چين مرستې ته سترګې په لار ده ، نو چين هم د تايوان ، تبت او سينکيانګ په برخو کې د امريکې مرسته او نه لاسوهنه غواړي . د چين له ډاډ سربېره  امريکا د چين پوځي ودې ته د جدي ګواښ په سترګه ګوري . د روان کال د اګسټ په 21 مه نېټه په لرې ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قوماندان ( اډمېرال ټيموټي کېټنګ ) د کمبوديا له دفاع وزير سره تر خبرو وروسته وويل ، چې : « د دوی ( چين ) ځيني سېسټمونه او پوځي وړتياوې کېدای شي هغسې ، چې دوی يې وايي دسيمې د امنيت لپاره ګټور نه وي » (۱۰)په وروستيو وختو کې کمبوديا د چين او امريکې تر منځ د سيالۍ پر يوه مهم منځي ( مرکز )  اوښتې . که څه هم چين ټينګار کوي ، چې د دوی پوځي شتون په سيمه کې دسولې په ګټه دی ، خو امريکايان اندېښنه لري ، چې کېدای شي پر تايوان جګړه وتپل شي . امريکې له يوې خوا په 1979 زکې د واحد چين مفکوره منلې خو له بلې خوا له تايوان سره هم مرسته کوي ، چې د ځان دفاع وکړي .


څرنګه چې چين هڅه کوي په چټکۍ سره خپل پوځ پياوړی او عصري کړي ، له همدې امله د امريکې يو لوړپوړي جنرال له چين څخه وغوښتل ، چې د خپلې پوځي بوديجې په اړه له شفافيت څخه کار واخلي .د هغه په وينا دوی بايد پوه شي ، چې چين څه اراده لري . د دې په مقابل کې د چين د دفاع وزارت مرستيال وويل ، چې ددوی په پوځي بوديجه کې 17.8٪ زياتوالی راغلی او اوس د دوی پوځي بوديجه 44 مېليارد ډالرو ته رسيږي ، چې نيمايي يې د پوځيانو پر معاشونو لګيږي . » (۱۱)


سره له ټولو دغو هڅو امريکا په نړيوالو لوبو کې خپل امنيتي اهداف زياتره په يو اړخيزه او له پوځي لارو تعقيبوي . چين بيا په ډېر احتياط سره هڅه کوي خپلې دېپلوماتيکې ، سياسي او اقتصادي قطعې په څو اړخيزه يا دوه اړخيزه توګه استعمال کړي . په بله وينا د چين نرم ځواک په يوروېشيا کې د امريکې د سخت ځواک (زور)  په وړاندې سيالي کوي .


چين په ځينو نورو برخو کې هم له امريکې سره سيالي کوي . د بېلګې په توګه امريکايان وايي ، چې د چين جاسوسي چنګکونه ( هېکرز ) د دوی د دفاع وزارت کمپيوټري سېسټم ته ورننوتي، يو شمېر معلومات يې غلا کړي او هغه کمپيوټري سېسټم ، چې د دفاع وزير رابرټ ګېټس په خدمت کې و ، هغه يې تړلی دی . تر دې څه موده دمخه د جرمني چانسلرې ( آنګېلا مېرکل ) هم ورته ادعا درلوده ، خو چين دا تورونه ردوي ، هغه بې اساسه ګني او وايي ، چې دا ډول تورونه د سړې جګړې د ذهنيت استازېتوب کوي او زياتوي ، چې دوی په خپله هم څو ځلې د همداسې انټرنېټي هېکرونو ښکار شوي . (۱۲)


امريکا له چين څخه د تخنيکی وسايلو د توليد په برخه کې د غير قانوني کاپي کولو له امله هم سخت شکايت لري ، خو داسې ښکاري چې چين له ماجرا او  لانجې پرته خپل کار کوي ، د چا په کورنيو چارو کار نه لري او په هره بيه ، چې وي غواړي په اقتصادي ډګر کې د ځان لپاره د پرمختګ لاره اواره کړي . همدااوس دنړۍ اکثر با زارونه چينايي مالونو نيولي او ترجرمني وروسته د نړۍ دويم لوی صادروونکی هېواد دی.


همدااوس چين د زبر ځواکۍ کابو اکثره شرايط بشپړ کړي ، د بېلګې په توګه تېرکال يې د لومړي ځل لپاره فضا ته سپوږمکۍ واستوله ، ورپسې يې په فضا کې له کاره لوېدلې سپوږمکۍ له مځکې څخه له منځه يوړه ، چې د لوېديځوالو اندېښنې يې راوپارولې . همدارنګه يې تېره اونۍ د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ مدار ته سپوږمکۍ وتوغوله ، چې د نوامبر په پيل کې به هلته ورسيږي او په پام کې لري په راتلونکې کې له روسيې سره په ګډه مريخ ته هم ستورمزلي واستوي . د دې تر څنګ ټاکل شوې ، چې د 2008 کال د المپيا لوبې به په چين کې تر سره کيږي او په همدې کال کې به له جرمني څخه د صادراتو اتلولي هم تر لاسه کوي ، چې دا ټول د نړيوالې زبر ځواکۍ څرګندې نښې دي .



روسيه : په روسيه کې د ولادېمير پوتين په راتګ سره روسيې بېرته د پوځي ، اقتصادي او سياسي ثبات پر لوري ګامونه واخېستل . لومړی يې له لاسه وتلی چېچن تر ولکې لاندې راوست ، په ټول قفقاز کې يې د بېلتون پالنې خوځښتونه پر ځای کښېنول ، بيايې د امريکايانو د ځواکونو لويه برخه له منځنۍ آسيا څخه وشړله او اوس هڅه کوي خپل بايللې سياسي او پوځي زبر ځواکي بېرته ترلاسه کړي . روسيه هڅه کوي د سيمه ييزو سازمانونو په جوړولو او په هغو کې د ګډون له لارې بېرته خپل پخواني جمهوريتونه او احتمالاً ځينې نوي هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راولي ، د بېلګې په توګه روسيه په عين وخت کې دShanhai Cooperation Organization( SCO)، Collective Security Treaty Organazition (CSTO)، Caspian-5، Euroasian Economic Community( EAEC)، Commonwealth of Independent States( CIS). سيمه ييزو سازمانونو غړيتوب او تقريباً مشري لري.


روسيې اوس تقريباً په ټولو مهمو نړيوالو مسايلو کې ، لکه د ايران ا وشمالي کوريا د اتومي وسلو بحران ، د کوزوواو فلسطين خپلواکي او داسې نورومسألو کې ځان د پرېکړې مېز ته رسولی . روسيه په دې بريالۍ شوه ، چې د کور دننه سياسي او اقتصادي انارشي تر ډېره بريده کنټرول کړي ، د پوځ بيا رغاونه پیل کړي او آزاد بازار ته د انرژۍ له عرضه کولو سره نغد اسعار زېرمه کړي . همدااوس روسيه اروپا ته  دطبيعي ګازو د اصلي تهيه کوونکې په توګه د فشار يوه مهمه وسيله په لاس کې لري . روسيه په دې بريالۍ شوه ، چې خپل پورونه تر وخت دمخه بېرته ورکړي او په خپلو امکاناتو د پرمختګ پلانونه طرح کړي .


په پوځي برخه کې روسيه نور هغه پخوانی کمزوری دريځ  نه لري او د پوځي تحرکاتو په وړاندې جدي دريځ غوره کوي . له هغې وروسته ، چې امريکې په چېک او پولنډ کې د دفاعي چتر خبره راپورته کړې ، روسيې ګواښ کړی چې دوی به هم له پخواني Conventional Force in Europe( يا په اروپا کې قراردادي ځواکونه)  تړون څخه ووځي ، د پولنډ پر پوله به خپل توغندي ځای پر ځای کړي او په نږدې راتلونکي کې به ډېره پرمختللې اتومي وسله وازمايي . امريکا غواړي په چېک کې يو رادار بېس او په پولنډ کې ښکاري راکټونه ځای پر ځای کړي او وايي، چې دوی غواړي له دغه دفاعي سېسټم سره د شريرو هېوادونو لکه ايران او شمالي کوريا  داحتمالي بريدونو مخه ونيسي . خو روسيه دا سېسټم خپل امنيت ته ګواښ ګڼي او امريکې ته يې وړانديز کړی ، چې که په رښتيا غواړي د ايران له لوري د احتمالي بريد مخه ونيسي نو روسيه چمتو ده په آذربايجان کې له امريکې سره په ګډه دفاعي پروژه کې برخه واخلي .روسيه داهڅه د برلين له نوي دېوال سره تشبيه کوي او چېک ته يې خبرداری ورکړی ، چې دا به د دوی ډېره لويه تېروتنه وي که د امريکې د راکټي دفاع کوربنه شي او سپارښتنه يې ورته کړې ، چې د امريکې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو د طرحې پلي کول وځنډوي . (۱۳)   پاتي په دريمه برخه کي