کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ختيځو ولايتونو له وکيلانو يوه غوښتنه

د ختيځو ولايتونو له وکيلانو يوه غوښتنه

ننګرهار او نور ختيځ ولايتونه له کابل وروسته په هيواد کې دويمه فرهنګي حوزه ده او نن سبا د ټولو پښتنو سترګې همدغې حوزې ته اوړي.
د ختيځو ولايتونو د ځوانانو هڅه دا ده چې دغې فرهنګي حوزې ته يو ځل بيا د ګندهارا د تېر تمدن برم په وربرخه کړي چې په دې برخه کې د ټولو پښتنو او په تېره د ختيځو ولايتونو د وکيلانو هڅې ارزښتمنې دي.
موږ د ختيځو ولايتونو ځوانان په دې وياړو چې اسلاف مو سپيڅلي خلک وو او تل د ولس، دين، فرهنګ او د هيواد خدمت يې کړى او هيڅکله يې د خپلو هيوادوالو په وينو لاسونه نه دي سره کړي او نه د خپلو هيوادوالو د وينو تويولو او نه د خپل هيواد د کوم ښار د ورانولو پړه پر غاړه لري او موږ ځوانان هم هوډ لرو چې د خپلو اسلافو لار تعقيبه کړو، له واخانه تر تورغونډۍ او له چمتاله تر ګومله د خپلو وروڼو ولسونو چوپړ ته ودانګو او هيڅکله خپل بېوزلى ولس د ژبې، جغرافيې، څېرې، سيمې، توکم او تذکرې په نومونو سره و نه وېشو او د ناروا ګوزارونو نښه يې ونه ګرځو.
خو دا ټول په دې مانا هم نه دي چې د ختيځ سوله خوښونکى ولس دې د هر ظالم د تېريو ننداره وکړي، د دوى سپېڅلتيا دې د دوى کمزوري جوړه شي او د نورو لخوا دې په استهزا ونيول شي او دوى دې هم ورته لاس تر زنې کېني چې ودرېږه خداى څه کوي؟
زه د يو افغان او بيا د يو مشرقيوال په توګه وياړم چې په پارلمان کې د مشرقي وکيلان او يا هم په کابينه کې د مشرقي وزيران لټ، بېسواده، ناکاره او مړۍ ماره خلک نه دي چې خپل وخت په خوبونو، چوپ کېناستلو او يا نورو لټيو او مړۍ ماريو سره تېر کړي، بلکې دوى د کار او پرېکړو پر مهال له نورو فعال، ژبور، نظر سنج او نظر وړاندې کوونکي دي، خو په خواشينۍ سره يو څه چې د دوى د کمزورۍ لامل شوي هغه په دوى کې بيرون محوري او صوفي منشي ده چې هر څه د نورو له پاره غواړي او ځان له پاره هيڅ هم نه غواړي.
کله چې په پارلمان کې واکمن رسم توکميزې او سيمه ييزې محورۍ وي او هر وکيل د خپلو موکلانو له ګټو څخه دفاع او ساتنه کوي، نو بيا دا د مشرقي وکيلانو ته هم کومه ناجايزه او د شرم خبره نه ده چې د خپلو موکلانو له حقونو څخه دفاع او ساتنه وکړي او په پارلمان کې په ځواکمنې همغږۍ سره د خپلې سيمې له پاره د کار، تخصيص او پروژو غوښتنه وکړي.
زما هيله دا ده چې د مشرقي روڼ اندي او وکيلان په ګډه سره له مشرقي ولس سره دولت د چمونو او دوکو مخه ونيسي.
دولت تر اوسه د مشرقي ولس ته څه نه دي کړي او که کوم کار په مشرقي کې شوى، هغه هم خلکو کړى نه دولت.
دولت په مشرقي کې يوازې د کابل-تورخم لاره پخه کړې او که کوم بل سړک يې هم رغولى وي، خو دا ټول د مشرقي ولس پر ژوند کومه نېغه اغېزه نه لري او کوم توليدي شاخص نه رامنځته کوي او نه دا سړکونه دولت د مشرقيوالو له پاره پاخه کړي، بلکې دا سړکونه يې د خپلو ګمرکونو د جېبونو ډکولو له پاره پاخه کړي چې ګټه يې يوازې د کابل په جېبونو کې لوېږي، نه د مشرقيوالو.
د مشرقي له پاره هغه پروژې ګټورې دي، چې توليدي وي او دلته پرې د خلکو ژوند بسيا شي.
د مشرقي له پاره په لومړي قدم کې کونړ پر سيند د بندونو او برېښنا د توليد پروژې مهمې دي چې د کامې، نورګل، کيراړې او نور بندونه دي.
د دغه بندونو جوړېدل د خلکو پر اقتصاد نېغ اغېز لري او د دغې سيمې مخ پر زياتېدونکى نفوس ته چې اوس هم د ټول هيواد څلورمه برخه جوړوي، کولى شي د مالدارۍ، کرنې او ماهي ګيرۍ په برخه کې د کار زمينې برابرې کړي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولس يو نامتو قاتل، جنګي جنايتکار او لوى خاين يانې د برق پخوانى وزير جنګسالار اسماعيل خان چې يو متعصب تاجک او د ايران لوى نوکر دى د خپل عادت او تعصب له مخې له مشرقي ولس سره يې هم له دښمنۍ څخه ډډه ونه کړه او د خپل تېر ماموريت پر مهال يې د کامې بند د پروژې تخصيص يې د جبل السراج او د هرات سلما بند پروژې ته ورکړ.
دغه مطلب په هماغه وخت کې د ننګرهار برېښنا چارواکو لخوا رسوا او د رسنيو په واک کې ورکړ شو چې هغه وخت د بېنوا په وېب پاڼه کې چې په رښتينې توګه د بېنوايانو(پښتنو) د ستونزو غبرګونکې ده، خپور شوى و او ځينې نور غبرګونونه يې هم له ځانه سره درلودل.
اسماعيل هغه وخت د کامې بند د سروې په نوم 40 مليونه ډالر په جېب کې واچول په داسې حال کې چې هيچا يې يو سروې ګر په سيمه کې ونه ليد.
اسماعيل هغه مهال د دغه بند د داوود خان د واکمنۍ د سروې اسناد سره ترتيب او 40 مليونه ډالر يې شوړه کړل.
هغه مهال د انرژۍ وزارت له خوا د کامې پر بند، کار د نه پيلېدو لامل د يوه شرکت نه پيدا کېدل وو چې دغه پروژه تطبيق کړي. د ننګرهار برېښنا چارواکو په خپل همت په دوبۍ کې يو افغان انجنير او سوداګر دې ته وهڅول چې نوموړې پروژه پلې کړي، خو په دغه کار سره د اسماعيل خان د متعصبې ادارې له حيلې او نيرنګ څخه پرده پورته شوه او په ډاګه شول چې دا ټولې بوختونکې بهانې وې او اسماعيل خان کامې بند د پروژې پيسې په جبل السراج کې خپلو د نظار شورا يارانو ته ورکړې دي او د جبل السراج بند يې پرې جوړ کړى.
اوس زموږ د ځوانانو هيله له ټولو پښتنو وکيلانو او په تېره د مشرقي له وکيلانو دا ده چې ولس مشر کرزي خو له پخوا راهيسې له پښتنو سره خپله جفا د نظار شورا د جنګي جنايتکارانو په دوستۍ او د بي دوه پنځوس په بمباريو سره اثبات کړې ده، خو تاسې د الله ج روى وکړئ او د ټولو پښتنو ځوانانو په استازيتوب ننواتې درته کوو چې په نوې کابينه کې اسماعيل ته د باور راى په ورکولو سره له خپل ولس سره جفا او تېرى مه کوئ.
له لودين، رنجبر، ملالۍ شينواري، مېرمن يون، مېرمن اتمر، مېړنى، قادر کوچى، فريدون، شينوارى، شهزاده شاهد، پولاد، انجنير قرار، شکريه بارکزۍ او نورو ټولو څخه زموږ هيله دا ده چې په دا ننګ کې چې ملي، ديني او شرعي مسووليت مو هم دى د مشرقي له خلکو سره يو ځاى شي.