کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ۱۳۵۸کال د جدي د ۶نیټې تیري نه را پاتې کنډوالو کې

د ۱۳۵۸کال د جدي د ۶نیټې تیري نه را پاتې کنډوالو کې

د امریکا او ناټو د ځواکونو مانورې

سره ددې چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د تیري نه دیرش کاله تیریږي خو د دغه تیري او د تیري د عاملینو په مقابل کې د افغانانو کرکه هیڅ وخت نه ده کمزورې شوې. او دا ځکه چې د افغان ملت وروستنۍ ټولې بدمرغۍ له دغه تیري سره په یو ډول نه یو ډول اړیکي لري . سره ددې چې د افغانانو د بې شانه میړانې او سرښندنو له امله تیري کوونکي له ماتې سره مخامخ او له افغانستان نه وتلو ته اړویستل شوي دي خوددوئ هغو اعمالو چې د اشغال په وخت کې یې سرته رسولي دي او د دوئ پورې تړلو کسانو او ډلګیو اعمالو اغیز دومره زیات دی چې د افغانانو غمیزه یې د راتلونکي وخت لپاره د یوې ورځې نه بلې ورځې ته ژوره او پراخه کړیده .
د افغانانو د ملي یووالي پر ضد توطېې د شوروي اشغال په وخت کې د دوئ د لاسپوڅو له خوا په پوره قوت سره پیل شوې او تر اوسه پورې دوام لري. شورویانو غوښتل لومړی په زور او بیا په توطیو، رشوتونو او خپل منځ کې په جنګ اچولو سره ځان او لاسپوڅي په افغانانو ومني. نو کله چې داسې ونه شول، دوئ د افغانستان د ویشلو او په دوامداره جګړو کې د افغانانو د ښکیلولو لپاره پلانونه جوړ کړل ، چې تر ټولو لومړی یې د خپلو ګوډاګیانو په واسطه د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام په مقابل کې کودتا وکړه او په دې ‌‌ډول یې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو مخه ونیوله .
دا چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد تیري افغانانو ته څومره غمونه ، کړاوونه او ستونزې راوړي دي کیدای شي په لنډ ډول یې داسې یادونه وکړو:
لومړی تر هر څه د یوهیواد په بل هیواد تیری، هغه هم پریوبیوزله هیواد، بې له کومې لمسونې او داسې پلمې نه چې د تیري سبب شي د ټولو نړیوالو نورمونو او انساني ارزښتونوضد جنایتکارانه او استعماري نظامي عمل دی چې د تیري لاندې هیوادونو ته یې تل ستر غمونه ،بربادۍ او ستونزې په میراث پریښې دي. پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد دتیري په لومړي سر کې یو ملي د خلکو د ملاتړ وړترقي غوښتونکی دولت د حفیظ الله آمین په مشرۍ له منځه یوړل شواو پر ځای یې د روسانو یو لاسپوڅی حکومت د ببرک کارمل په مشرۍ په افغانانو وتپل شو. د شوروي پوځونو له خوا د افغانستان اشغال او د ګوډاګي حکومت د تپلو په مقابل کې د خلکو له پاڅون نه د نړۍ د هیوادونو د ملاتړ له امله زموږ هیواد د تیري کوونکو په واسطه د هغه وخت د ساړه جنګ د تضادونو د ټکرپه ډګر واړول شو او د سترو ځاني، مالي او معنوي تاوانونو سره مخامخ کړل شو.
پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد تیري نورو پراختیا غوښتونکو او حریصو ګاونډیو هیوادونو تیریو او لاسوهنو ته لار پرانسته او بهانه یې په لاس کې ورکړه چې د خپلو ناولوموخو لپاره افغانستان په پرله پسې ډول په جګړو او له جګړو نه را زیږیدلوناخوالو او فسادونو کې ښکیل کړي، د ترقۍ او اقتصادي تخنیکي پرمختګ په وړاندې یې خنډونه پیدا کړي او دخپل سیاسي نفوذ لاندې یې وساتي او د تجارتي توکو په بازار یې بدل کړي.
پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد په تیري سره د افغانانو ملي یووالي په مقابل کې توطیې پیل شوې . په خاص ډول د پښتنو په مقابل کې د شوروي اتحاد د لاسپوڅو پروپیګنډې چې نور قومونه مخالفت او دښمنیو ته ولمسوي بربنډې او قوي شوې. د قومي او تنظیمي ملیشو جوړول ، تمویلول او تجهیزول د روسانو ، ایرانیانو او پاکستانیانو نفوذ او لاسوهنه تر دې پولې پورې زیاته کړه چې د افغانستان خپلواکي، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا یې حتی د روسانو له ماتې او وتلو نه وروسته نه یواځې د پوښتنې سره مخامخ کړل، بلکې د هیواد د تجزیې ویره یې منځ ته راوړه .
د هیواد د تجزیې ویره هغه وخت ډیره شوه چې د پردیو په غوښتنه او مرسته سیمه ایزو قومي ملیشو، تنظیمونو او ډلو، چې د نورو له خوا تمویلیدل د افغانستان ملي اردو له منځه یوړه ، د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام یې ناکام کړ او د یو مرکزي حکومت پر ځای د محلي جګړه مارانو واکدارۍ منځ ته راغلې او هر تنظیم، ډلې او جګړه مار هڅه کوله چۍ د خپلې بقا او پیاوړتیا لپاره د نورو هیوادونو د استخباراتي شبکو د ځپلو او بربادۍ پلانونه په خپلو هیوادوالو عملي کړي .
په دې تنظیمي جګړو کې چې د نورو له خوا ورته لمن وهل کیده نه یواځې د حاظر وخت ، بلکې د تیر او راتلونکې ټولې شتمنۍ، چې هغه دیو ملت د بقا او پرمختګ لپاره ضرور دي له منځه ولاړې . نه یواځې د هیواد د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا نه د دفاع په خاطرملي اردو له منځه ولاړه ، بلکې د یو متمدن ملت د بقا، پرمختګ، نظم او انسجام لپاره اداري سیستم له منځه ولاړ او پر ځای یې مطلقه انارشي پاټک سالاري او زور واکي رامنځ ته شول. د ښوونې او روزنې سیستم له منځه ولاړ او د ښوونځیو دروازې وتړل شوې . د اوبولوشبکې نژدې ټولې له منځه ولاړې او د مالدارۍ او وترنرۍ خذمتونود نشتوالي اود میلیونونو افغانانو د کډوالۍ له کبله د کرنې او مالدارۍ سیستم د رښتینې بربادۍ سره مخامخ شو. د پیړیوعلمي، تخنیکي، فرهنګي او هنري لاسته راوړنې د خاورو سره خاورې شول. د هیواد د خلکو د ژوند سطحه د ټولې نړۍ د هیوادونو د خلکو د ژوند د سطحې په پرتله تر ټولو ټیټه سطحه باندې بدله شوه .
پدې ډول افغانستان د کورنیو نه پای ته رسیدونکو جګړو، د بهرنیوهیوادونو د زور ازمویلو، د مخدره موادو د کرکیلې، بنسټپالنې، تروریستي شبکواو د بشري هر ډول حقونو ترپښو لاندې کیدوپه مرکز بدل شو. ملګري ملتونه او د نړۍ هغه هیوادونه چې د بشر د حقونو اصولو ته د ژمنتوب او درناوي لاپې یې کولې او ځانونه یې متمدن ، دموکرات او بشردوست بلل د خیر په غونډۍ کیناستل تر څو د علامه اقبال دغه بیت چې:
آسیا یک پیکر آب و ګل است ملت افغان در آن پیکر دل است
از فساد او فســـــــاد آسیــــــا از کشاد او کشــــــــــــــاد آسيا
خپله رښتیاینه په اثبات ورسوله .
د شورویانو تیری ټول افغان ملت ته، چې پښتون قوم یې مطلق اکثریت جوړوي، سپکاوی او توطیه وه . تیري کوونکو ګڼل چې د پښتنو په مقابل کې د نورو قومونو اختلاف او ضدیت ته په لمن وهلو به افغانستان کې پښې ټينګې کړي، ځان او لاسپوڅي به په افغانانو ومني چې حکومت پرې وکړي. خو دوئ غلطه کړې وه، ځکه چې د افغان ملت سره په دښمنۍ کې ښیګڼه او برياليتوب لاس ته نه شي راتلای او کله چې افغان ملت ژوبل وي هيڅکله په ژوبل وجود افغانستان او سيمې کې سوله، ثبات او سوکالي منځ ته نه شي راتلای. او په افغانستان کې بې ثباتي او ناآرامي د سيمې او نړۍ سوله او ثبات ګډوډولی شي.

د افغانستان غوره جيوستراتیژيک موقعيت او د افغانانو مکلفيت:
په دې کې شک نشته چې د افغانستان جيوستراتیژيک موقعيت د نړۍ ډير زبرځواکونه او حريص ګاونډيان تر اوسه لمسولي دي او لمسوي يې، چې د افغانستان د جيوستراتیژيک موقعیت نه د خپلو ځانونو لپاره ګټه واخلي چې له همدې کبله ډير ځله د تيريو او لاسوهنوپه واسطه يې دا هڅې جاري ساتلې دي. خو افغان ملت باید د خپل دې غوره جيوستراتيژيک موقعيت نه دفاع وکړي، پرې نه ږدي چې افغانانو ته د خدای پاک (ج) دغه غوره ډالۍ او پيرزوينه د نورو پراختيا غوښتونکو حريصو استعماري ځواکونو د يرغلونو او تيريو سره مخامخ شي. افغان ملت بايد د خپلې خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او خپل ملي تاريخي هويت نه دفاع وکړي.
خو دا دفاع په تش لاس او ټپي وجود او له ځان او جهان نه د ناخبرۍ په صورت کې ناشونی کار دی. لومړی تر هر څه افغانان باید پوه وي چې دوئ څوک دي او دا ډير قوميز واحد افغان ملت بايد څه وکړي چې وکړای شي له خپلو شخصي، قومي، سيمه ايزو او ملي ګټو نه د پرديو د تيريو، لاسوهنو او توطيو په وړاندې دفاع وکړي. په افغانستان کې د ميشتو قومونو تر منځ بې اتفاقۍ کې نه شخصي، نه قومي، نه سيمه ايزې او نه ملي ګټې، يوه هم، نه شي لاس ته راتلای. د يو آزاد، خپلواک او سرلوړي انسان او افغان په حيث ژوند کول او د خپلو حقوقونه د دفاع ځواک يواځې د ټولو افغانانو په ټينګ ملي يووالي کې نغښتی دی. په دې يووالي سره افغانان کولای شي د خپلو ملي نواميسو نه دفاع وکړي او د استعماري ځواکونو په واسطه د دوئ غصب شوي حقوق بيرته خپل کړي.

د ديورند کرښه د افغانانو د دې وړتيا په وړاندې چې له ځان نه دفاع وکړي بنسټيزه نيمګړتيا ده:
تر څو افغانان خپل رښتیانۍ خپلواکي او ملي واکمني لاس ته رانه وړي او د افغانانو د کمزورتيا او خپل نفوذ لاندې ساتلو لپاره د انګریزي استعمارچیانو ستره توطیه ، د دیورند کرښه ، له منځه یو نه سي او بیرته د تاریخي او طبیعي افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا لاس ته رانه وړي ، افغانان به دا وړتیا ونه لري چې د بهرنیو هیوادونو د تیریو او لاسوهنو مخه ونیسي او د اوسنۍ غمیزې او ستونزو نه ځان وژغوري .
د کمزوري او د پردیو د اشغال او نفوذ لاندې افغانستان کې د هیڅ افغان خیراو ګټه نه شته. د ټولو افغانانو پت ، عزت او ګټه په یو ځواکمن افغانستان کې خوندي کیدای شي، په داسې افغانستان کې چې د خپلې خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا نه دفاع وکړي او د خپلو خلکو د ملي ګټو پر ضد ټولې توطیې په بریالیتوب سره شنډې کړي. افغانان باید خپل دوست او دښمن وپیژني او دا ومني هر هغه څوک چې کمزوری افغانستان غواړي، بهرني وي که کورني ، د افغانستان د خلکو دښمنان دي. خو پوښتنه پیداکیږي چې آیا داسې کسان به وي چې د افغانستان وي او ځواکمن او لوی افغانستان چې د ټولو افغانانوازادي ، خپلواکي، سرلوړي ،پت ، عزت،پرمختګ، ترقي او نیکمرغي پکې نغښتې وي او د بهرنیو هیوادونو د تیري، سپکاوي،ظلم او لاسوهنو مخه نیسي ونه غواړي؟ په رښتیا هیڅ داسې اصیل افغان به چې افغانستان د خپلو پلرونو او نیکونو ټاټوبی، کور او ګورګڼي، پیدا نه شي چې د ځواکمن او خپلواک افغانستان پر ځای دې د نورو تر واک لاندې کمزوری افغانستان وغواړي . خو کیدای شي ځینې کسان چې د پردیو ترسیاسي او نظریاتي اغیز لاندې خپلې ګټې د پردیو تر واک لاندې په کمزوري افغانستان کې ویني د خپلې ناپوهۍ له کبله د استعماري هیوادونو په واسطه د ویشلي‌، ټوټې ټوټې او کمزوري افغانستان پلویان وي، خوهیله ده چې داسې کسان ډیرلږ اودټولو افغانانو سپیڅلو هیلو ته د رسیدو په لار کې خنډ نه شي .
په دې کې شک نه شته چۍ زموږ بهرني دښمنان ، په خاص ډول هغه هیوادونه ، چې د افغانانوحقونه یې غصب کړي دي او پراخه افغاني سیمې یې نیولې دي او غواړي افغانان تل تر تله د خپلو ناولو هیلو نه قربان او د انساني خپلواک ژوند نه بې برخې کړي، ملي هویت ، ژبه او فرهنګ یې له منځه یوسي او خپله ژبه او فرهنګ پرې وتپي،هرڅه ترې لوټ کړي ، طبیعي ده چې د کمزوري ، ویشل شو ي او د دوئ د سیاسي، اقتصادي،نظامي او فرهنګي نفوذ لاندې افغانستان غوښتونکي دي . دا هیوادونه به هیڅکله ونه غواړي چې یو غښتلی، خپلواک ، پرمختللی او پردیو ته له احتیاج نه خلاص افغانستان منځته راشي. ځکه چې په داسې افغانستان کې دوئ خپله ګټه نه ویني. انګریزي استعمارچیانوچې تل یې د افغانانو په مقابل کې د هیڅ ډول توطیو نه ډډه نه ده کړې ، د بشري حقونو او نړیوالو ټولو نورمونو سره په مغایرت کې د دیورند دکرښې پواسطه افغانستان په ۱۸۹۳ کال کې دوه ټوټې کړاو بیا پاکستان غواړي چې زموږ د هیواد بیله کړای شوې ټوټه د خپل استعماري واک لاندې وساتي، نو ځکه دا دواړه هیوادونه به هیځکله د یوغښتلي ، خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان پلویتوب ونه کړي او نه به په خپله خوښه دې ته غاړه کیږدي چې له آمو نه تر اباسینه پورې طبیعي او تاریخي افغانستان منځ ته راشي. دا کار باید پخپله افغان ولس چې ددې توطیې قرباني او دا توره کرښه پرې تپل شویده سرته ورسوي ، نه هغه څوک چې دا کرښه یې پر افغانانو تپلې او تر اوسه ساتلې ده .

ځواکمن، غښتلی اوخپلواک افغانستان به پخپله افغانان جوړوي نه بل څوک !
که چیرته افغان روښان فکران ، په خاص ډول پوه وطنپال شخصیتونه او ډلې دې لوړ ملي ارمان ته د رسیدو لپاره خپلې مټې راونغاړي کیدای شي په نه ډیرې اوږدې مودې کې د کرښې دواړو خواوو خلک ددې لپاره چې د استعماري سیاستونونه راځیږیدلو ډول ډول ستونزو، تنګسو، سپکاویو، محرومیتونو او وروسته پاتې والي نه خلاص شي د یووالي په اړتیا او هرومروتوب پوه شي او د استعماري سیاستونو دا توره کرښه تر پښو لاندې کړي او د افغانانو بشپړ یووالی منځ ته راوړي . خلک چې راپاڅیږي او په یو اواز ووایي: نور دې نه منوویشاکه ! د دیورند کرغیړن مزیه! تور نښان له تور ښکیلاکه ! نوبیابه کوم داسې ځواک وي چې د افغانانو ددې هوډ، غوښتنې او ملي ازادي غوښتونکي بهیرپه وړاندې ودریږي او تم یې کړي . د دیورند د کرغیړنې کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه او ټول افغانان باید پوه شي چې دا کرښه د انګریزي استعمارچیانو پواسطه په زور او توطعه یوه تپل شوې کرښه ده او هیڅ ډول حقوقي ارزښت نه لري . هیڅوک حق نه لري چې افغانان یوبل نه بیل کړي او هیواد یې وویشي. افغانان حق لري د خپل یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا نه دفاع وکړي . هر څوک چې ځان افغان بولي او ددې یووالي په وړاندې بې توپیره وي او یا داسې ذهنیت خپروي چې ګنې اوس ددې وخت نه دی چې دا ستونزه اواره شي ځکه چې نورې ستونزې زیاتې دي او دولت کمزوری دی، ځان او نور غولوي . ځکه چې ددې ملي داعیې ترشا ولاړ ځواک د افغانستان خلک دي نه دولت. د افغانانو د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا نه دفاع په واقعیت کې د ملي ناموس نه دفاع ده . دا یوه ستره ملي ستونزه ده چې باید لاډیره مخکې اواره شوې وای. د افغانانو په کورنیو چارو کې د بهرنیو هیوادونو لاسوهنو او نورو ستونزو بنسټیز عامل د دیورند د کرغیړنې کرښې ستونزه ده . ددې ملي ستونزې د اواري په اړوند بې تفاوتي او خنډونه منځته راوړل د افغان ملت په وړاندې جفا او د ملي ګټو سره خیانت دی . بله د پام وړ خبره دا ده چې دا ستونزه د سیاسي سوله ایزې لارې پواسطه اواریدای شي او ترشا یې د افغانانو پوهه، یووالی، غوښتنه اوملي ازادي بښونکی غورځنګ بنسټیز عامل او ځواک جوړوي .
د دیورند کرښه هیڅکله د افغانستان او پاکستان ترمنځ طبیعي او د نړیوالو معیارونو سره سم برید نه و . دا کرښه د دوو هیوادونو تر منځ نه ده تیره شوې، بلکې د یو قوم (پښتنو) پر سینه تیره شوې ده ، چې نه یواځې دغه قوم په زور او مصنوعي توطیه ایز ډول بیلوي، بلکې د کورنیو غړي یو بل نه بیلوي چې د بشري حقونو د ټولو نورمونو سره ضدیت لري او هیڅکله د یو نړیوال برید په حیٍث د هیوادونو تر منځ د نړیوالو قوانینو او اصولو پر بنسټ د پیژندلو وړ نه ده . دا د انګریزي استعمارچیانو پواسطه تپل شوې منحوسه کرښه نه یواځې د افغانانو له خوا نه ده پیژندل شوې او نه به وپیژندل شي، بلکې د نړۍ د ټولو هغو هیوادونو چې بشري حقونو ته متعهد دي له خوا نه ده پیژندل شوې. د همدې کبله د دیورند کرښه نه په لښکرو کنترولیدای شي، نه د ماینونو په ښخولو او نه د اغزي لرونکو سیمونو په غزولو. د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله وتړل شي او کنترول شي، ترڅو د پاکستان په مدرسوکې تربیه شوي کسان افغانستان ته راوا نه اوړي باید داسې پوله د نړیوالو نورمونو سر ه سمه طبیعي او تاریخي پیژندل شوې پوله وي. دا پوله یواځې او یواځې اباسین دی او بس.

پرافغانستان باندې د تروریزم سره د مبارزې ترپلمې لاندې د امریکې او ناټو یرغل :
کله چې ناټو د امریکې په مشرۍ اته کاله مخکې افغانستان د تروریزم د مرکز په توګه وپیژاند او په ډیر کبر او غرور یې د یرغل لاندې ونیواو په څو ورځو کې یې هر ډول مقاومت له منځه یووړ او ټول افغانستان یې د خپل واک لاندې راوست، امریکې او ناټو وکړای شول د دوئ په وینا د القاعدې تروریستي شبکه او د دې شبکې د ملاتړ کوونکو طالبانو بنسټپال حکومت له منځه یوسي او پر ځای یې د دوئ سره په تړاو اود افغانستان په اشغال کې شریکه شمالي ټلواله او یوشمیرپه غرب کې روزل شوي تکنوکراتان سیاسي قدرت ته راولي . خو دا بریالیتوب یو لنډ مهاله بریالیتوب واو ډیر ژر د کورنیو قدرت ته راوستل شوو کسانو دځان غوښتنې، تعصب، تنګ نظریو او ناپاکو هیلو له کبله او د افغانانو په هکله د بهرنیو ځواکونو د ناپوهۍ او عقیدو او عنعنوته یې نه درناوی اوپر بیګناه خلکو د وحشیانه بمباریوله کبله مرګ ژوبله تپل اوله خپلو کورونو او سیمو نه کډې کولوته مجبورول، خلک د بهرنیو ځواکونو او د دوئ په اوږو بار بې صلاحیته او بې کفایته رژیم نه زړه توري شول او د هغه چا سره یې خواخوږي زیاته شوه چې غرب د افغاني انډیوالانو په مرسته د ترهګر، بنسټپال او مخدره موادو د تولید او تجارت پروپیګنډې ورپسې کولې .
د امریکې او ناټو ستره اشتباه په دې کې وه چې د افغانستان یوستر قوم ، پښتانه ، یې د ترهګریزو بنسټپالو اعمالو د عاملینو په توګه په ګوته کړل او ددغه ستر قوم د ځپلو هلې ځلې یې پیل کړې . د دیورند د کرښې دواړو خواوو ته پرتې د پښتنو سیمې دترهګریزو فعالیتونو مرکز ونومول شو او په ټول توان یې ددې سیمو په ځپلو لاس پورې کړ. د ختمونو، جنازو، جرګو، ودونو او اخترونو د مراسمو په ګډون کوونکو یې بمونه وغورځول او د خلکو ښادۍ یې په غمونو واړولې. دا خو لاپریږده چې پوره کلي او سیمې یې د طالبانو د ځپلو په نوم د خاورو سره خاورې کړل او په زرګونو بیګناه ښځې ماشومان ، بوډاګان او ناروغان یې له منځه یوړل، کورونه، کروندې او باغونه یې په کنډوالو او شاړو بدل کړل او په سلګونو زره یې د خپلو کورونو نه تیښتې ته اړویستل. د دیورند د کرښې دیخوا پښتنو باندې چې د امریکې او ناټود زور زیاتي څه وسه رسیده ډډه یې ترې ونه کړه .
څرنګه چې د امریکې او ناټو د دې وحشیانه بمباریو او جګړه ایزو فعالیتونو په وړاندې د افغانانو کرکه او مخالفت لا زیات شو نو داځل پروپیګنډې پیل شوې چې د ترهګرۍ او بنسټپالنې اصلي مرکز د دیورند د کرښې نه اخوا دی، نو د القاعدې د ځالو د لمنځه وړلو په نوم نه یواځې د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو او کروز توغندیوپه واسطه د زرګونوبیګناه پښتنودمرګ ژوبلې سبب شول او لا دوام لري، بلکې پاکستاني نظامیګرلاسپوڅو ته یې د میلیاردونو دالرو د ورکولو په بدل کې امر وکړچې د اشغال لاندې پښتنو سیمو باندې نظامي عملیات او یرغلونه سرته ورسوي او په زرګونو بیګناه پښتانه د مرګ کومي ته وغورځوي او په میلیونونو نورو ته، چې ډیر یې ښځې ، ماشومان ، بوډاګان او ناروغان جوړوي د خپلو کورونو، کروندو او سیمو نه د شړلو جزا ورکړي.
آیا د سوات ، وزیرستان، کرمې ، خیبر، باجوړ او نورو سیمو باندې د پاکستاني اردو هوایي، ځمکنۍ درندې بمبارۍ او په لسګونو زره د منظمې پاکستاني اردو عملیات د ترهګرو پر ضد عملیات و او که د دغو سیمو د خلکو پرضد عملیات ؟ دا عملیات بل څه نه و بې د دغو د پاکستان د اشغال لاندې سیمو دپښتنو د ځپلو عملیات . داچې ددې عملیاتو بهیر په بشپړ ډول د نړیوالو نه پټ ساتل شوی دی بله مانا نه ورکوي بې له دې نه چې پاکستاني اردو د دغو سیمو د بیګناه په ازادۍ مینوپښتنو د ځپلو لپاره خلاص لاس ولري، د هیڅ ډول بشري حقونو پابند نه اوسي او هر ډول وحشت او د بشر ضد اعمال چې سرته رسوي نړیوال ترې خبر نه شي. او که خبرشي د ملګرو ملتونو د سازمان په شمول ټپه خوله ونیسي او ووایې چې نه یې څه لیدلي او نه اوریدلي دي .

زور زیاتی او د نظامي پوځونو زیاتوالی نشي کولای په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات سره مرسته وکړي :
د امریکې او ناټو ستراتیژي د دوئ د خپلو تبلیغاتو او اعمالو پر بنسټ د سولې او ثبات د ټینګولوستراتیژي نه ده ، بلکې په نظامیګرۍ او زور زیاتي ولاړه ستراتیژي ده. د امریکې جمهور رئیس بارک اوباما ته د نوبل د سولې نړیواله جایزه کیدای شي د نړۍ د نورو هیوادونو سره د اړیکو د ښو کولو سره یو څه اړخ ولګوي، خو په افغانستان کې د نظامي فعالیتونود سختولو په ترڅ کې د ډیرو بیګناه خلکو د لمنځه وړو او د پښتونخواه د ځپلو په خاطر د پاکستاني جنرالانود هڅولو لپاره په میلیاردونو دالر ورکول د سوله ایز سیاست سره سمون نه لري . په افغانستان کې د امریکایي او ناټو دځواکونو ډیرول د تجربو له مخې د سولې او ثبات د راوستلو سره مرسته نه کوي، بلکې د سولې د ټینګولو لپاره د نورو لارو چارو د لټولو په مخکې خنډونه زیاتولی شي .
تر هر څه لومړی امریکا او د ناټو نور غړي هیوادونه باید د افغانستان او افغانانو په هکله خپله پوهه بشپړه کړي ، د مخالفینوسره بې له قید او شرط نه خبرو ته کښیني او ځان پوه کړي چې دوئ څه غواړي. دوئ باید پوه شي چې افغانان (پښتانه ) ترهګر نه دي. دوئ باید پوه شي چې د پښتنو سیمې چا او په څه ډول د نورو هیوادونو د بنسټپالو ترهګرو عناصرو د پټیدو په ځایونو اړولي دي ؟ ولې د پښتنو دغه سیمې د تاوتریخوالي په سیمو بدلې شویدي او چا بدلې کړیدي ؟ امریکا اوناټو باید پوه وي او دا وه مني چې د افغانستان طبیعي پولې په شمال کې د آمو سیند دی او په جنوب کې اباسین دی . دا طبیعي پولې کیدای شي په اسانۍ سره کنترول او افغانستان ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونیول شي. د شرق او غرب له خوا هم پولې د کنترول وړ دي . یواځې د دیورند کرښه چې طبیعي پوله نه ده او د یوقوم او حتی د کورنیو د غړو تر منځ تیره شوې ده هیڅکله د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې طبیعي پولې ، چې د نړیوال اعتبار وړوي ځای نه شي نیولی .
دامریکا دولت او نور غربي دولتونه د دې واقعیت په منلو سره چې د دیورند کرښه یوه تپل شوې، غیرطبیعي او د منلو وړ کرښه نه ده، کولای شي ډ ټولو افغانانو او په خاص ډول د دیورند د کرښې دواړو خواوو ته پرتو خلکوخواخوږي وګټي . په دې سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره د جګړو ، مرګ ژوبلې، زور زیاتي او ځپلو پر ځای د سولې، مرستې او بیاجوړونې لار غوره کړي. متل دی چې وایي: په زور کلي نه کیږي. د افغانانو حقوق ومنل شي، حق ورکړل شي چې د دیورند د کرښې په واسطه د بیلو شوو خلکویووالې بیرته ټینګ شي او په خپله خوښه د ټولو افغانانو استازی حکومت منځته راوړي . افغانان باید په زور د استعمار تر جیغ لاندې را نه شي او په پاکستان پورې ونه تړل شي. همدا د زور استعماري توطیې دي چې افغانان یو له بل نه د دیورند د کرښې په واسطه ، چې د کرښې هیڅ یوې غاړې ته د منلو وړ نه ده، بیلوي او یوه غټه برخه یې پاکستان پورې تړي . د دیورند د کرښې په واسطه بیلو شوو افغانانو ته هیڅکله د پاکستان واکداري د منلو وړ نه وه او نه ده .
د پښتونخوا د ازادو قبایلو سیمه د انګریزي او پاکستانی استعماري سیاست د دسیسو په نتیجه کې د نړۍ د نورو هیوادونو د بنسټپالانو او ترهګرو د پټیدو په یوې تجرید شوې سیمې بدله شوې ده . که امریکا او ناټو غواړي چې دا ځای نور د نړۍ د بنسټپالانو او ترهګرو د پټیدو ځای نه وي، نود دې خلکو د ځپلو او بربادولو پر ځای دې د مرستې او اقتصادي ټولنیزې ودې او جوړیدو لاس ور اوږد کړل شي، د پاکستان استعماري تور لاس دې ترې لنډ کړل شي او حق ورکړل شي چې د افغانستان د نورو سیمو د خلکو سره په ګډه له آمو نه تر اباسینه پورې د نړیوالو نورمونوسره سم د یو خپلواک ، سوله ایز، متمدن او پر خپلو پښو ولاړ افغان دولت په جوړیدو کې برخه واخلي .

د دیورند د کرښې په لمنځه تلو سره د بهرنیو ترهګرو پټنځایونه هم له منځه ځي:
د افغانستان هر دولت چې د خپلو خلکو ملي ګټوته وفادار او د افغانستان خپلواکۍ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا ساتلو ته ژمن دولت وي باید په پرله پسې ډول د دیورند د کرښې موضوع، چې تپل یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ټولو نړیوالو نورمونو سره بشپړ ضدیت لري، د افغانانو غوږونو ته، د دوئ ملي ناموس ته د یو ګواښ په توګه اود نړیوالې ټولنې، په خاص ډول د ملګرو ملتونو غوږونو ته ، دهیوادونو تر منځ حقوقو او په ټولیزډول بشري حقونو ته د سپکاوي په توګه وروپیژندل شي. که چیرته امریکا او ناټو په رښتیا سره په دې سیمه کې سوله اوثبات غواړي او د ازادو قبایلو له سیمې نه نورو سیمو او هیوادونو ته د بې ثباتۍ او نارامیو لیږدیدلو سره مخالفت لري ، نو د دې کار بنسټیزه چاره دا ده چې د دیورند کرښه له منځه ولاړه شي ، د کرښې دواړو خواوو خلکو دا حق وپیژندل شي چې له آمو نه تر اباسینه پورې خپلمنځي یووالی ټینګ کړي او په شریکه ټول هغه نابللي میلمانه چې د افغانستان ، سیمې او نړۍ سوله او ثبات په خطر کې اچوي له خپل هیواد نه وکاږي . همدا د دیورند غیر عادلانه تپل شوې کرښه ده چې په سیمه کې د کړکیچ سبب شویده . عادلانه نه ده چې په زور پښتانه له پښتنو نه بیلیږي او د ټولو بشري نړیوالوحقونو او نورمونو پر خلاف د پنجابیانو سره تړل کیږي . پښتانه چې پر خپلواکۍ مین دي د پنجابیانو تر واک لاندې ژوند نه مني. او دا چې په زور زیاتي او توطیې سره لومړی د انګریزانو او بیا د پنجابیانو تر واک لاندې راوستل کیږي د دې سیمې د کړکیچن کیدو او نا ارامۍ اصلي علت جوړوي او دې ته زمینه مساعدوي چې له بهر نه د سیمې د سولې او ثبات ضد کسان پکې نفوذ وکړي . که افغان اداره او نړیوال هغه ځواکونه چې په افغانستان کې اوس شته غواړي چې دا سیمه د امن په سیمه واوړي نو باید مرسته ورسره وکړي چې د پاکستاني توطیو او فشارونو نه ځان وژغوري او هغه ورانکاري چې د پاکستاني استخباراتو په واسطه د ورانکاریو لپاره ځای پر ځای شویدي له خپلې سیمې نه وکاږي، ترڅو له آمو نه تر اباسینه پورې ټوله دا سیمه د سولې، دموکراسۍ ، ټینګ ملي یووالي په ټآټوبي او د فساد ، مخدره موادو او ترهګرۍ ځنې په پاکې سیمې بدله کړي .
په پایله کې د امریکې او ناټو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې همدا اوس په کونړ ، هلمند، لغمان ، کندز او د افغانستان په نورو ځایونو کې د بیګناه ملکي کسانو د وژلوخبرهره ورځ تر غوږو رسیږي او په مقابل کې د امریکې او ناټو د ځواکونو په وړاندې د خلکو د کرکې نه ډک غبرګون دا واقعیت په ګوته کوي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ترخې تجربې تکراریږي . مخکې له دې چې ډیر ناوخته او وار له وار نه تیر شي امریکا او د ناټو نورو غړو ته پکار دي چې د وسله والو ځواکونو په ډیرولو سره په افغانستان کې د جګړه ایزې ستراتیژۍ پر ځای د سوله ایزې ستراتیژۍ د پلي کولو په فکر کې شي، نور ځانونه ونه غولوي او عملي ګامونه واخلي . په دې ډول چې :
ټول نظامي عملیات ودرول شي. د سولې د ټینګیدو په موخه دې د ټولو مخالفینو سره بې له دې چې ؛ منځلاري او توند لاري ؛ وبلل شي خبرې اترې پیل شي او د ملي روغې جوړې د یوې مؤقتې ادارې د جوړیدو لپاره دې یوه شریکه افغاني عنعنوي لویه جرګه جوړه شي ، تر څود یوې ټاکلې مودې په ترڅ کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د برخلیک په هکله پریکړه وکړي او د یو د ټولو خلکو د ملاتړ وړ انتخابي دولت د منځته راتګ لپاره د دموکراسۍ د اصولو او د اسلام د مقدس دین د ارزښتونو سره سم د ټاکنو مهال ویش معلوم کړي او په دې ډول په افغانستان او سیمې کې یوه تلپاتې سوله ټینګه شي . که چیرته په صداقت سره د یو د خلکو له خوا منځته راغلي د فساد نه پاک د خلکو د استازي ټاکل شوي دولت سره د افغانستان په بیا جوړیدو او د ملي اردو او ملي پولیسو په پیاوړتیا کې د نړیوالې ټولنې له خوا مرسته وشي، کیدای شي په کم وخت کې زموږ هیواد د هرډول بهرنیو ترهګرو او مافیایی شبکوله شتون نه خلاص شي او افغان زیارکښ ملت په سوله ایز ډول د خپل هیواد د پرمختګ په خاطرخپله وړتیا ټولې نړۍ ته جوته کړي .

ومن الله التوفیق