کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لوېديځ په افغانستان کي ددموکراسۍ اصول تر پښتو لاندي کوي

لوېديځ په افغانستان کي ددموکراسۍ اصول تر پښتو لاندي کوي

لوديځ په افغانستان كى د ديموكراسۍ اصول تر پښو لاندي كوي !!

لوديځ د تاريخ په اوږدو كى خپله استعماري څيره د ديموكراسۍ تر نقاب لاندي پټه كړي ده ,او افغانستان ته هم د هغى مشهورى ناري سره ( ديموكراسي ) چى عادتاً يى د خپل استعماري تګلارى دقانوني او اخلاقي پوښښ لپاره پورته كوي راغي ترڅو د افغانستان د جنګ ځپلي ټولنى وګړو ته د ديموكراسۍ په چاپيريال كى هغه خپلواكي وروبښي چى دوي ورڅخه محروم دي , او د ماديت په ارزښتونو يى بيوزله دنيا رنګينه كړي , د ماديت دتمدن او تهذيب هغه دروازى د دوي پر مخ پرانيزي چى د لوديځ دوګړوپه مخ په لوديځ كي پرانيستل شوي دي , په ظاهري ډول د هر استعماري خوزښت سره لوديځ د ديموكراسۍ شعار او ناره پورته كړي ده خو د واقعت په نړۍ كى او د ځمكه په سر پيښي او شواهد هر وخت د دى شعار خلاف وي , او دا حقيقت هم له هر بل وخت څخه اوس روښانه شوي دي چى لوديځ په نړۍ او مخصوصاً اسلامي نړۍ كى كړكيچونه او ستونزى پيدا كوي تر څو هغه اهداف تر لاسه كړي چى دوي پلان كړي دي او د كړكيچ د شتون په صورت كى تر لاسه كيدي شي , د مثال په توګه د بي امنيتۍ په حالت كى د هيواد خلك وتلو ته اړمن كيږي او هغه مفكره او عالمه طبقه چى د يو هيواد د پرمختګ او تمدن ضامنه وي په لومړي قدم كى د بي امنۍ له كبله د هيواد څخه وتلو ته اړمن وي نن نه يوازي د افغانستان بلكه د اكثره هغو هيوادونو چى د بي امنۍ ښكار دي عالمه او مفكره طبقه په لوديځ كى اوسيږي او د لوديځ په تمدن اوپرمختګ كى تر لوديځوالو ديره ونډه لري , د استعماري نړۍ لاسوهنه په نورو هيوادونو هيڅكله هم د خير او اصلاح لپاره نده بلكه د دى لپاره ده چى هغه مادي او معنوي ثروتونه تر لاسه كړي چى الله تعالى دغو هيوادونو ته وركړي دي , او دا هيوادونه دمره بيوزله وي چى هيڅكله دلوديځ په وړاندي د سر پورته كولو جرأت ونلري , داسي نوري ديري پټي پلان شوي موخي شته چى لوديځ يى د لاسته راوړنه لپاره په نړۍ كى د كړكيچ د پيدا كيدو هڅه كوي , په هرډول د ا اوږد بحث دي , كومه خبره چى زه غواړم ورته اشاره وكړم هغه په افغانستان كى د لوديځ له خوا د ديموكراسۍ د اصولو ترپښو لاندي كول دي ,هغه بنسټونو چي په اساس يى په افغانستان كى لوديځ يو سياسي حكومت جوړكړ د لوديځ له لوري تهديديږي , د ديموكراسي د حكومت اساسي بنسټونه اساسي قانون , پارلمان , ولسي جرګه ( كانګرس ) ………. او داسي نور بنسټونه دي, خو كه چيري موږ په افغانستان كى د ديموكراسي دا بنسټونه وڅيړو نو په روښانه به دا پايله تر لاسه كو چى لوديځ افغانستان ته د ديموكراسي د پلي كولو لپاره ندي راغلي بلكه افغانستان ته د كړكيچن وضعيت د ساتلو لپاره راغلي ترڅو په منطقه كى هغه موخي تر لاسه كړي چى د كړكيچ په صورت كى تر لاسه كيدي شي .
لومړي اساسي قانون , هغه اساسي قانون چى د لوديځ له خوا افغانستان ته برابر شو ترڅو يى په رڼا كى د افغانستان په ټولنه كى حكومت داري تر سره شي همغه قانون د لوديځ له خوا تر پښو لاندي كيږي , قانون وايى رياست حمهوري ته انتخابات بايد په معين وقت كى تر سره شي , او دټاكنو پروسه بايد دديموكراسۍ له اصول سره سم تر سره شي , خلك بايد صندقونو ته د رايى اچولو لپاره حاضر شي تر څو د ملت اراده تمثيل شي , خو د رياست جمهوري په ټاكنو كى موږ وليدل چى د افغانستان د موجوده سياسي ادارى او د امريكا د سياسي ادارى تر منځ څو څو ځله د ټاكنو په سر عدم تفاهم را منځ ته شو , تر كوم مهاله چى د امريكا او دخيلو هيوادونو او د افغانستان د سياسي ادارى تر منځ د افغانستان د سياسي سرنوشت په هكله جوړ جاړي ونشو تر هغه مهاله د افغانستان هغه اساسي قانون چى د ديموكراسۍ په اساس د لوديځ له خوا افغانستان ته جوړ شوي و د لوديځ له لوري تر پښو لاندي شو, اوهيڅ ډول قانوني اعتبار يى ندرلود , څو ځله د ټاكنو تر سره كيدل وځنډول شول , د تزوير او رشوت ستانۍ او ساخت بافت افساني خو دومره عامي وي چى د ټولى نړۍ ترغوږونو ورسيدى , د ملت اراده د لوديځ د لاسوهنه لامله د سپكاوي ګوډال ته وسپارل شوه , نو دا د ديموكراسۍ يو اساسي بنسټ خو په افغانستان كى د هيڅ ډول قانوني اعتبار څخه برخمن ندي او په رمزي شكل كله نا كله ياديږي .
دويم پارلمان , هغه پارلمان چى د لوديځ او ديموكراسۍ له غوښتنه سره سم د حكومت د چارو د څارنه لپاره منځ ته راغي او دملت غوښتنه حكومت ته د رسولودنده په غاړه لري, همدارنګه حكومت ته قناعت وركول چى د ملت په غوښتنو غور وكړي او پرځاي يى كړي , خو نن د لوديځ د سرپرست ( امريكا ) هغه اداره چى د ديموكراسي په كور مشهوره ده غوښتنه كوي ترڅو په افغانستان كى پارلماني ټاكني د يوه كال لپاره وځنډول شي دقيقاً څرنګه چى لدي وړاندي د پارلمان بعضو وكيلانو غوښتنه كړي وه , كه چيري لوديځ غواړي چى په افغانستان كى هغه كابينه د اعتماد رايه تر لاسه كړي چى دوي يى غوښتونكي دي نو بيا د پارلمان له وكيلانو سره د جوړ جاړي لپاره د ديموكراسي اصول په ټوله سادګي تر پښو لاندي كيدي شي , دير كتونكى پدي عقيده دي چى د پارلمان د ټاكنو ځنډول د جوړ جاړي يوه برخه ده , كه نه نو همدا پارلمان و چى له مخدوم رهين نه يى د اعتماد رايه اخيستي وه , نن همغه پارلمان مخدوم رهين ته د اعتماد رايه وركوي , او دا به هم متصوره نه وي چى د رهين په شخصيت كى كوم د پام وړ بدلون راغلي وي , كه بدلون راغلي نو ضرور دي پارلمان په شخصيت كى راغلي , كه نو له اخلاقي لحاظه هم هغه څوك چى پارلمان رټلي و بايد بيا يى د اعتماد رايه ترلاسه كړي نوي , په هرتوګه په افغانستان كى دديموكراسۍ اصول په خپله لوديځ ترپښو لاندي كوي , اوپه افغانستان كى هغه څه كيږي چى د لوديځ استعمار يى غواړي نه هم ديموكراسي , او د پام وړ خبره خو دا ده چى د افغانستان ولسي جرګه چى د اساسي قانون پلي كولو دنده لري هم د امريكا دي كانګرس سره د پارلمان د ټاكنو د ځنډولو په هكله هم نظره ده , كه چيري د امريكا او لوديځ پلان په افغانستان كى ديموكراسي پلي كول وي نو دا راز د ديموكراسۍ له سرحدونو تجاوز به شونى نه و , نن هر څه په افغانستان كى د استعماري سياست او مصلحتونو په اساس تر سره كيږي .