کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د يوه ملت د دوو استازو ترمنځ د دريځ دومره لوی بدلون څه مانا؟

د يوه ملت د دوو استازو ترمنځ د دريځ دومره لوی بدلون څه مانا؟

له پروني خراسان څخه را نيولې ترننني افغانستان پورې د عظمتونو په دې زانګو کې داسې ځلانده څيرې هم زنګيدلي چې مدبرانه مشرۍ ته يې نړيوال ګوته په غاښ شوي دي او د افغانستان د تاريخ په هر پړاو کې داخبره په بشپړه توګه جوته شويده چې له هېواد سره مينه د هر اصيل افغان وګړي په خټه کې نغښتې ده مګر په دې خبره هم سترګې پټول نه دي په کار چې په دې بهير کې ځيني ښويدنې او تيروتنې هم شويدي ، د بيلګي په توګه که چيرې د افغانستان اوسنې نظام ته ځير شو ، ستونزې په پام کې ونيسو او په ځانګړې توګه دمرغومې په دولسمه نيټه د افغانستان د ولسي جرګې د پريکړې لامل چې د نوي کابينې (17) تنه نوماند وزيرانو ته يې د باور رايه ورنکړه وڅيړو نو دا تريخ حقيقت هم بايد ومنو چې لا تراوسه پورې ددې هېواد کورني او بهرني دښمنانو له خپلو توطئو څخه لاس نه دی اخيستی او د افغانانو د ملي يووالي د لمنځه وړلو په خاطر د تش په نامه د ملت استازو له شتون څخه ناوړه ګټه اخلي.

که څه هم د هېواد جوړونه ، د يوملت پرمختګ او قانون او ټولنيز عدالت پلي کول پريکنده ګامونه او کلک هوډ غواړي مګر په خواشينۍ سره د ولسي جرګې ددغه چلند له امله دهغو شخصيتونو په اړه لويه جفا وشوه چې په رښتيني توګه له کاري وړتياو څخه برخمن ؤ خو د ولسې جرګې دځينو غړو لخوا په پټو سترګو د نه باور رايه ورکړ شوه او د وچو له امله يې لامده هم وسوځول .

ښائي چې په دغه 24 کسيزه نوم لړ کې به ټول نوماندان له پوره کاري وړتياو څخه برخمن نه ؤ خو ايا ولسې جرګې ته د ورپيژندل شويو نوماندانو سره دا ډول چلند د هېواد د نازکو او اساسو شرايطو په پام کې نيولو سره د ملي ګټو خوندي توب او که د افغانانو پر ملي هويت او د هېواد پر سياسي ژوندانه د نه جبران وړ يو کلک ګوذار ؤ چې بهرني لاسونو شتون په کې د ولسي جرګې د پريکړې خپلواک توب او سپيڅلتيا تر پوښتنې لاندې راولي ځکه دا کومه تصادفي پيښه او په پټو سترګو پريکړه نه وه بلکې د پرديو هېوادونو شوم پلانونه په کې نغښتي وو چې په شعوري او ياغير شعوري توګه دهېواد دکادرونو کاري وړتياوي ترپښو لاندې شوې چې که د شخصيت وژلو نوم ورکړ شي بيځايه به نه وي .

که دولسې جرګې غړي په رښتيني توګه ځانونه د افغانانو استازې بولي او له بلې خوا اولس مشرهم د خلکو په رايه او خوښه ټاکل شوی نو بيا د يوه ملت د دوو استازو ترمنځ د دريځ دومره لوی بدلون څه مانا؟

له يوې خوا د ولسې جرګې ژمنۍ رخصتي پيل کيږي ، له بلې خوا د افغانستان دولت يوازې اووه تنه وزيران لري او بنسټيزه خبره دا چې د سلواغې په اتمه نيټه د افغانستان له پاره د لندن کنفرانس جوړيږي نو ايا دا به شونی وي چې يو هېواد دې د (7) وزيرانو په درلودلو سره په يوه نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي او د نړيوالو د پام وړ وګرځي ؟ نو بيا زيان به يې د افغان ځوريدلي ملت څخه پرته چاته ورسيږي؟

د ولسې جرګې دغه بيړنۍ پريکړه د افغان ولس پربرخليک نيغ په نيغه ناوړه اغيزه درلودلی شي نو د ملت له استازو څخه هيله لرو چې نوماند وزيرانو ته د کاري وړتيا ، ملي ګټو او د وزارتونو د خلا ډکولو په نظر کې نيولو سره په سړه سينه پريکړه وکړي ځکه ددوی پريکړه د ديرش ميليونه افغانانو له برخليک او په نړيواله کچه د افغانستان د ددولت د اعتبار سره نيغه په نيغه تړاو لري.

په درنښت