کور / اسلامي / هغه اسلامي کليمې چي په انګليسي کي په غلط ډول کارېږي

هغه اسلامي کليمې چي په انګليسي کي په غلط ډول کارېږي

ژباړه او ترتيب: حضرت علي آغا/ ميسور، هندوستان
Email address: aliagha_143@yahoo.com

هغه اسلامي كليمې چې ژباړل شوى شكل يې په انګليسي كي په غلط ډول كارېږي

١- دالله كليمه :
داهغه سپېڅلې كليمه ده، چې د عربي ژبي لخوا ټولي اسلامي نړۍ ته ښودل شوې ده. دالله كليمه په عربي ژبه كي داسي بې ساري كليمه ده چې ورسره مترادفه كليمه يې د نړۍ په هيڅ يوه ژبه كي نه پيدا كيږي. نو ځكه بايد د الله كليمه د الله په ډول په هره ژبه كي وكارول شي. د مثال په ډول د الله لپاره په انګليسي کي د ګاډ (God) كليمه كاورل كېږي او حتى د انګليسي ژبي مسلمان ليكوالان، زده كوونكي، ښوونكي او نور د الله د كليمې پر ځاي په خپلو ليكنو كي د ګاډ (God) كليمه كاروي. راسئ د ګاډ (God) د كليمې حقيقت و څېړو، چې په هره بله ژبه كي نوموړې كليمه مختلف او ډول – ډول شكلونه لري.
 كه چيري د (God) كليمې ته (S) اضافه كړو نو (Gods) د جمعي شكل لاسته راځي. چې د الله كليمه هيڅ د جمعي شكل نه لري. قراني دليل (قل هو والله احد) ووايه چې الله جل جلاله يو دئ. سورت اخلاص(۱۱۲-۱).
 كه چيري د (God) كليمې ته (ess) اضافه كړو نو (Godess) د ښځينه الله ذات په لاس راځي. چي الله جل جلاله نارينه او يا ښځينه ذات نه لري. قراني دليل (ليس كمثله شى) د هغه په ډول هيڅ شى نشته.
 كه چيري د (God) كليمې ته (Tin) اضافه كړو نو (Tin god) د جعلي يا فرعي الله شكل په لاس راځي. چي الله جل جلاله يو حقيقي، واقعي او قديم ذات دئ.
 كه چيري د (God) كليمې ته (Father/Mother) اضافه كړو نو (Godfather/ Godmother) د پالونكي مختلف شكلونه په لاس راځي. چې په اسلام کي زموږ اصلي پالونكى او روزي راكوونكى يوازي الله جل جلاله دئ.
پورته څېړنو ته په كتلو سره بايد الله كليمه په انګليسي كي هم د الله (Allah) د كليمې غوندي و كارول شي.

يادونه: كه چيري د مثال په ډول او يا د لمړى ځل لپاره د (God)كليمه كوم وخت چې په ناستو كسانو كي د مسلمانانو تر څنګ غيرمسلمانان هم وي و كارول شي پروا نه لري. خو وروسته بايد د تل لپاره د الله (Allah) كليمه وكارول شي. او كه داسي نه وي نو بايد په وينا يا ليكنه كي لمړى د الله كليمه او ورپسې د (God) كليمه په پرله پسې ډول وكارول شي.

٢- د حضرت محمد (ص) نوم:
د حضرت محمد (ص) نوم هم په انګليسي ژبه کي د لنډيز په توګه(Moh`d) په څېر عموميت پيدا کړئ چي دا ډېره بده معنى لري، ځكه (Moh`d) يو ډول سپى دئ چي غټه خوله يې ده، نو بايد (Muhammad) يې وليکو.

٣ – د قران كليمه:
دا كليمه هم ځيني كسان د مالوماتو د نه لرولو له كبله په انګليسي كي د (Holy Book) د كليمې سره په ورته يا مترادف ډول كاروي ، دا ځكه چې زموږ ځيني ليكوالان فكر كوي چې عيسويان د انجيل (Bible) پر ځاى چې د دوى مذهبي كتاب دى د (Holy Book) كليمه كاروي، نو ځكه يې موږ په خپلو ليكنو او ويناوو كي په همغه ډول د قران پر ځاى د (Holy Book) كليمه كاروو . د قران كليمه چې په عربي ژبه كي په کومه مانا راغلې او كارول شوې ده، د نړۍ په هيڅ ژبه كي د هغه مترادفه كليمه نشته. نو بايد موږ په همغه شكل چي په عربي ژبه كي ده دغه سپېڅلې کليمه وكاروو. د بېلګي په ډول: Holy Quran يا Glorious Quran
يادونه: تورات (د يهودو مذهبي كتاب) چې پر موسى عليه سلام نازل شوى دئ، د احكامو مجموعه ده. او انجيل (د عيسويانو مذهبي كتاب) چې پر عيسى عليه سلام نازل شوى دئ، د حكمت او پوهي مجموعه ده. او له نيكه مرغه قران كريم چې پر حضرت محمد صل الله عليه وسلم نازل شوئ دئ، د احكامو او حكمت ګډه مجموعه ده.

٤ – د سورت كليمه:
دا كليمه هم په انګليسي كي د (Chapter) د كليمي سره په ورته يا متراديف ډول كارول كېږي، چې دا ډول كارونه يې د اسلامي علماء كرامو په وينا صحيح نه ده. ځكه د (Chapter) كليمه د شاعري سره سر او كار لري، او د هر مضمون او موضوع لپاره راځي. سورت د مانا او مفهوم يوه بې ساري خزانه ده. ځكه بايد سورت په انګليسي كي هم د (Surah) په ډول پاته شي.

٥ – د آيت كليمه:
دا كليمه هم په انګليسي كي د (Verse) د كليمې سره په ورته يا مترادف ډول كارول كېږي، چې دا ډول كارونه يې د اسلامي علماء كرامو په وينا صحيح نه ده. ځكه د (Verse) كليمه د شاعرۍ سره سر او كار لري، او په شعر كي د يوه بيت په مانا كارول كېږي، خو آيت د لغوي مانا له مخي د نښانې مانا وركوي. پا په بل عبارت ايات د الله جل جلاله د قدرت نښاني ده. نو ځكه بايد آيت په انګليسي كي هم د (Ayah) په ډول پاته شي.

٦- د جهاد كليمه:
دا كليمه هم د بې غورۍ په وجه موږ په انګليسي ژبه كي د (Holy War) د كليمې سره په ورته يا مترادف ډول كارو چې بېخي غلطه ده. د انګليسي ژبي (Holy War) كليمه چې په عربي ژبه كي يې ژباړه (حرب المقدسه) او پښتو كي د سپېڅلي جګړې سره په مترادف ډول راځي په ټول قران كريم كي نسته. په قران كريم كي د جهاد او قتال كليمې راغلي دي چي د هغوى ژباړه بېخي بل ډول ده او د (Holy War) د كليمې سره هيڅ سرنه خوري. خو له بده مرغه د جهاد كليمه زموږ ډېر ليكوالان او علماء د (Holy War) د كليمې سره په ورته او مترادف ډول كاروي.
د (Holy War) او جهاد د كليمو ترمنځ توپير:
د (Holy War) كليمه د لمړۍ ځل لپاره په منځنيو پېړيو کي د صليبي جګړو پر مهال د عيسوي جګړه مارو لخوا وكارول شوه. هغوى يو تحريك پيل كړى وو چې موخه يې د غير عيسوي ټولنو لكه يهوديانو، مسلمانانو او نورو په زوره عيسويت ته رابلل وه. چې په دې جګړه كي يې ډېر ولسونه در په دره كړل، ډيرې ويني يې توى او خورا زيات مرګونه يې وكړل. او د جهاد (Jihad) كليمه په لغوي ډول د كوښښ، هڅې او هاند په مانا او په اصطلاح كې يوازي د الله جل جلاله د كليمې او دين د لوړولو په خاطر د ځان او مال قرابانول دي.
درنو لوستونكو د جهاد كليمه د (Holy War) د كليمې سره خوار لوى فرق لري. بايد په خپل اصلي شكل (Jihad) په انګليسي كي هم وكارول شي.
يادونه: نن سبا چي د جهاد په باره كې غربي نړۍ، نور كفار او حتى ځيني بې خبره مسلمانان كومه نظريه او عقيده لري بيخې غلطه ده. موږ به هڅه وكړو چې د اسلامي مستندو منابعو څخه درته د جهاد د اصلي شكل او مفهوم په اړه ګټور مالومات برابر كړو، چې جهاد څه دئ، څو ډوله دئ، ښه جهاد كوم دئ، جهاد او ترهګري څه توپير لري، جهاد څو منزله لري، جهاد د كومه ځايه بايد شروع شي، ايا هر جنګ جهاد دئ؟ او نور .

٧ – د عالم كليمه:
دا كليمه هم په انګليسي ژبه كي د (Scholar) د كليمې سره مترادفه كارول كيږي. چې دا ډول كارونه يې صحيح نه ده. ځكه د (Scholar) كليمه د عسيوي او يهودي علماوو لپاره كارول كېږي او موږ او تاسو ته مالومه ده چې څومره د عيسويت، يهوديت او اسلام — انجيل، تورات او قران — او عيسى عليه سلام، موسى عليه سلام او حضرت محمد صل الله عليه وسلم تر منځ توپير سته، په همدې ډول د عيسوي، يهودي او اسلامي عالم تر منځ ترپير او برتري سته. نو بايد د (Scholar) د كليمې پر ځاى د (Mula, Molana, Aaleem) كليمې وكاروو.

٨ – د لمانځه كلميه:
دا كليمه هم د (Prayer) سره په ورته او مترادف ډول كارول كېږي. چې صحيح نه ده. د (Prayer) كليمه په عيسوي او يهودي مذهبونو كي د هغوى د پيروانو لپاره د لمانځه طريقه ده. موږ پوهېږو چې زموږ د لمانځه طريقه او كړنه د هغوى څخه بېخې بېله ده. نو بايد د (Prayer) د كليمې پر ځاى د (Salaah) كليمه وكاوو.

٩ – د دعا كليمه:
دا كليمه هم د (Supplication) سره په ورته او مترادف ډول كارېږي. چې اسلامي علماء د (Supplication) پرځاى پخپله د (Dua) كليمې ته برتري وركوي. نو موږ بايد د (Supplication) پر ځاى (Dua) وكاروو. دا ځكه چې زموږ او عيسويانو او يا يهوديانو د دعا په كولو او ترتيب كي فرق دئ. نو چې د هغوى څخه مو د دعا غوښتلو په طريقه كي فرق كړى وي بايد نوموړى عربي لغت وكارول شي. او بل داچې هغوى دعا د الله جل جلاله نه ماسېوا بل چاته كوي او موږ يې الله جل جلاله ته كوو.

١٠ – د مسجد كليمه:
دا كليمه هم د (Mosque) سره ورته كارېږي. د اسلامي علماوو له نظره بايد پخپله د (Masjid) عربي كليمه وكارول شي، ځكه (Mosque) له (Mosquitoes) يا غوماشو سره مترادفه معنى لري.

١١ – د كعبې يا مکې كليمه:
دا كليمه هم د (Black Box/ Kaba) سره ورته كارېږي. د اسلامي علماوو له نظره بايد پخپله د (Kaaba) عربي كليمه وكارول شي يا هم (Makkah) وليکل شي د (Mecca) يې ځکه غلط دي چي (Mecca) شرابخانې ته وايي.

يادونه: دغه لړۍ دوام لري، هيله ده دغه مهم پيغام نورو مسلمانانو ته هم ورسوئ، ځکه دا زموږ ټولو مسئوليت دئ، چي څه زدكړو، زموږ نور وروڼه او خويندي هم په خبري كړو.