کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دښووني او روزني ترمنځ توپيرونه

دښووني او روزني ترمنځ توپيرونه

منبع : ويکيپيديا او نور پوهنيز کتابونه

وونه د يوه ښوونیزپلان (Curriculum) له مخي مخ ته ځي، چې د هغه پر بنسټ په بېلا بېلو کړنلارو (Method) سره سرته رسي . د ښووني موخه څرګنده د یوه ټاکلي مسلک لپاره پرمخ بېوله کېږي . ښوونه په لویښت پوري اړه نه لري؛ یاني مهال نه دی ورته ټاکلی . په هر سن کي چې سړی وي او وخت ورته ولري زده کړه کولاي سي . خو په لوي واله کي شرط دادی : چې سړه تمرین ولري او بدني رغتیا او پنځه ګوني حواس ئي سم وي . ښوونه د ژوند د پیله بیا تر پایه د ژوند شتون لري . ښوونه سړی په یوه مسلک کي رسوي او پوهه وي ئي .
ښوونه ښوونکی او دسکالو (موضوع ) سره سم کتابونه او ځائ غواړي .

روزنه د مور له نسه څخه پیل بیا تر ځوانۍ پوري وي،د روزني دغه ښه او اړین مهال دی؛ یاني په ځوانۍ کي ئي لا هم څه امکان سته . روزنه تر ډېره کچه د مور اوپلار له کوره اخستل کېږي . روزنه ماشوم د انسانیت چوکاټ ته ور اچوي او فورم ورکوي .انساني ځیني خویونه په خټه (Gene) پوري هم اړه لري . روزنه وګړیز خویونو ته سم بدلون ورکوي او د وګړي نه د ټولني سم غړی جوړه وي . روزنه ټاکلی (معيین ) کوریکولم (Curriculam) نه لري .

هر دود ( Kultur) چې په کور، چاپېریال او ټولنه کي شتونه لاره پر هغه کچه د کالخوا یانو له خوا ورته ښوول کېږي او ور زده کېږي . هر څه چې په ټولنه کي اړینه وه او د انسانیت له مخي ټولني اړتیا ورته لرله و روزنکېدونکي ته په کور کي له کوره بهر په وړکتون کي او په ښوونځي کي ورته ښوول کېږي . د ښووني او روزني تر منځ نور توپیرونه هم سته خو هغه تال (خاص) ئي دغه دي . ښووني او روزني ته په عربي ژبي تعلیم او تربیة واي او په لاتيني په ټول اروپا کي رواج (Pedagogy) ده او په انګلیسي کي ورته (education) وا ئي .

د لاتیني کړوې یاني پداګوژي مانا ئي ډېره دروزني خواته ده . پداګوژي په بنسټ کي ماشوم روزنه ده . کله چې لوېدیز پوهانو بله ګړوې (اصطلاح)و ښووني او روزني ته مونده نه کړه نو ئي پر دغه ګړوې یاني پداګوژۍ بسنه وکړه . روزنه یا انسان رسونه د ښووني، زده کوني او کړني څخه جوړه ده . که یو د دغو درو څخه لږ سي روزنه نیمګړې وي . کله چې د روزني خبره منځ ته راسي؛ نو اورېدونکی په هم هغه ګړي د ماشوم رسوني په اند شي . په رښتیا سره هم دغسي ده . ولي؟ روزنه څرنګه چې پورته وویل سوه؛ له بنسټه پیل کېږي اوپه خمیر کي پاتيږي .

ډيری خلک چې بې لیکلوسته دي چې سمه روزنه ئي ليدلې وي په ټولنه کي ترهغه کسانو ډېر ترمخ دي، چې سمه روزنه ئي نه وي ليدلې خولیکلوستي وي؛دا ځکه چې د لیکلوست ځاني ګټه ډېره ده تر ټولنیزي ګټي. روزنه دټولني دزړه څخه راوزي او په نیغه د ټولني او کلتورسره کار لري ؛ نو د ټولني په اړتیا او خوښۍ پوهیږي پر هغه خوا خوځېږي . ځکه دا په بنسټ کي ورته ښوول سوي . په پښتو ژبه کي یو متل دروزني سته، چې وائي : چې زده ئي کړي پر پېکي؛ پرې بې نږدي پر نګښي .

سوچه روزنه له وړکتوب نه پیل کېږي . کور او د کور چاپېریال ئي سکه ځائ دی . ماشوم هغه لومړني اړین توکي د ټولني لپاره او خپل د ځان په اړوند شیان په کورنۍ کي دمور او پلار او خپلوانوڅخه اوري، ویني او زده کوي . بیا په ورو ورو نور شیان په وړکتون او ورسته بیا په ښوونځۍ کي زده کوي .

روزنه د کور په بهیر کي یو ډول او په وړکتون او ښونځۍ کي بل ډول وي خو په درې سرو ځایونو کي د هغه ځائ په ټولني او کلتور پوري اړه لري او په دغه درو لړو کي د ماشوم عمر او اندېښنه (درک) بدلون مومي یاني د پخېدو خوا ته ځي . کورنې روزنه تر درو کلو پوري وي یاني ماشوم درې کلن سوی وي د وړکتون عمر ئي د درو څخه بیا تر شپږ کلنۍ پوري دی او د ښوونځۍ عمر ئي د شپږو کالو څخه تر اته لسو کلو پوري رسيږي . البته استثنا ت سته خو پر هغو نه ږغېږو .

که څه هم وړوکی په وړکتون یا ښوونځۍ کي وي؛ خو نور کله بیا په کور کي وي . په کور کي د کور د غړو او خپلو خپلوانو چې تګ او راتګ کوي لکه ( امه، خاله، ترور، تره، مامااو زامن ئي ) او دغسي نور ملګري او شناخته کسان چې ځي او راځي د دوي د کړو وړو څخه او احترام و دوي ته او هر یوه ته پر خپل اندازه احترام کول او اړیکي ورسره ساتل زده کوي البته دا ټول په اندازه پوري د هغې ټولني په کلتور او دودونو پوري اړه لري . دغه ټوله شیان په ژبه او ویلو و ماشوم ته ور زده کېږي .

پاتي نور شیان په کړو وړو خوځښت او ليدوسره زده کيږي . د دغو پورته کسانو خوځښت په نېغه توګه د ماشوم پر روزنه باندي اغېزه لري . بهر له کور نه د نورو ماشومانو یاني د ګاونډي ماشومانو سره لوبي کول خپل همزولو ته خپل وړتیا ښوول او هغه څه چې ئي په کورنۍ کي زده کړي هغه دلته د همزولو په مخ کي کار ځني اخستل دا ټول دکورنۍ په روزني پوري اړه لري . د ماشوم وړکتوني روزنه هم د کورنۍ روزني څخه دومري توپير نه لري . هلته ماشوم نور ماشومان ویني او د هغو کړه وړه ویني او یو له بل نه شیان زده کوي . دغه فضا بیا د کور تر فضا پوري توپير لري . دلته کړه وړه بیا بل ډول وي . ماشوم ځان پخپله و دغه نوي حالت ته سمه وي . دغه نوي شیان که په وړکتون کي وي او یا ښوونځۍ کي وي د ماشوم پر روزنه ور ډېريږي . دکوچیني د لویښت سره سم دغه کار کېږي . د ماشوم خبري ورو په ورو پخیږي .

په ښونځۍ کي ماشوم برسېره پر روزني د یو بل کړکېچ سره مخ کېږي، چې هغه ښکارنده د یو شي زده کړه ده . دی باید یو نوی شی زده کړي او په و پوهیږي . ماشوم تر دغه مهاله په ډېرو دودیزو شیانو پو هېدلی او په اغېزه ئي هم پوهیږي؛ خو په ځینو نورو دودیزو شیانو پو هیږي مګر په اغېزه ئي لا سم نه پو هیږي .

په تېرېدو سره دمهال د هغه دودونو او کلتوري توکو په اغېزه چې نه پو هېده بیا په پوهیږي او پر سم ځائ کار ځني اخلي . د هغه مهال دی، چې ماشوم ځوان سوی وي . ماشوم د بنسټیزي روزني او لومړنۍ روزني څخه وتلی وي . دلته نو ځوان د خپل هستۍ دنړۍ بل ځائ ته رسېدلی وي . خو د لویښت په هر پړاو کي روزنه کړکيچنه کېږي هم روزونکي ته ستونځه وي هم روزنکېدونکي ته ستونځه وي . هر پړاو له ځانه جلا یوه ستونځه لري .دغه متل بې ځایه نه دی، چې وا ئي : اوه ښاره ودانول ؛ یو ماشوم روزل .

د ځوانۍ د پړاو دروزني سره کالخوایان د خپل روزنکېدونکي سره څه ستونځه پیداکوي، چې په دغه مهال کي پځپله روزنکېدونکی هم له ځانه سره ستونځه لري . حال بل سي ټول بدن بدلون مومي بیخي انسان له یوه حاله بل حال ته اوړي . له ځینو څخه هغه په کلو ښوولې لار ځني پاته سي پر بله واوړي . خو دغه حال استثناء دی دغه حالت لږ وخت نیسي بیا روزنکېدونکی سم سي . دغه دوران ډېره موله (حوصله) غواړي او د روزنکېدونکي څه مراعات په کار دی . دغه دوره طبعي ده، چې تېره سوه هلک بېرته خپل نورمال حالت ته راګرځي .

په ښونځي کي د ښوونیز پلان له مخي د ښووني او زده کړي خوا درنيږي او ورو ورو روزنه و خپل سوچه لوړ ځائ ته رسي . انسان پخپل جوړښت کي ډېر کړکېچن دی . سره له دغو ټولو زیارونو چې ورسره ایستل کېږي لیدل کېږي، چې بیا هم هغه هيله چې ځني کېده نه تر سره کېږي . دا په دې مانا ده، چې سرښت د انسان هم تر یوه ځایه پوري دده پر کړو وړو اغېزه لري؛ بېله دې نه چې د ده په روزنه کي څه بدلون راغلی وي . خو دغه حالت هم استثناء دی . روزنه څرنګه چې پورته وویل سوه کوریکولم (Curriculum) نه لري .

روزنه تال (خاص) د ټولني په کلتور او دکورنۍ په څرنګواله او د هغه ځائ په چاپېریال پوري اړه لري . روزنه د ناز او خوشکیت (قهر) تر منځ سمه او سیخه لار ده . پښتو متلونه دي، چې وائي : چې په ناز لوایږي پر خوله لویږي . کاذب ناز روزنه نه ده . او بیا وائي : چې ډب نه وي ادب نه وي ! دلته د ډبه څخه مراد د ډبولو څخه نه دی! ډب دلته دمنه (منع) کولو څخه مراد دی . ځکه ډبول بېخي روزنه نه وي؛ نو په دې لحاظ ډب مانا «مه» . او له بل پلوه د خبري سجع ئي په ډب او ادب سمه کړې ده .

ښوونه دسمي زده کړي لپاره څرنګه چې وویل سوه کوریکولم (Curriculam) لري، کړنلاره (Method) لري او ځانګړی ښوونکی لري او ځان ته خاص کتابونه لري . او د ښووني لپار خاص ښوونکي روزل کېږي، چې په ښه کړنلار او اسانتیا سره لوست و خپلو زده کونکو ته وروښیي او په وې پوهه وي . ښوونه او روزنه ډېري لوړي پووهني دي اودنړۍ ډېرو پوهانو پوهنیز کتابونه پر لیکلي دي . پر دغو پوهنیزو لیکنو پوهنیزي نېوکي سوي دي . دا دواړي موضوعګاني ډېري علمي کومپلکسی (comlex) موضوعګاني دي . ما دلته ډېري ساده او لنډي څېړلې دي . هره ګړوې (اصطلاح) ئي دلته ځانګړی پوهنیزبحث دی .

اخځونه : ۱: – ویکیپېدیا (Wikipedia) ۲: – پداګوژي ګړښود (Glossar: H.Nölker – E.Schoenfeld) ۳: – روزنپوهنه یا (Pedagogy) محمدسرور وکیلي ۴: – (Fundamentals of educational planing Arieh Lewy)