کور / اسلامي / د مسجد آداب

د مسجد آداب

لیکوال :مولانا محمدیوسف اصلاحي

۱- مسجدونه ودان کړئ او خدمت یې وکړئ، د مسجد ودانول او خدمت کول د ايمان له نښو ځنې دي . نبي کریم (ص) فرمایي :مسجد جاروکول،پاکول،خاوري خځلې ترې ټولول،مسجد کي عطر پاښل (په ځانګړي ډول د جمعي په مبارکه ورځ) انسان جنت ته کاږي .(ابن ماجه)

۲- مسجد د ننوتلو په مهال باید د انسان د زړه او سوچ ټول پام د الله ‘ عظمت او جلال ته وي . نه ښایې چي د الله ‘ کورته په چټي خندا، خبرو او غفلت ننوزو.

۳- ځینې خلک له امام سره په رکوع کي د ګډون او رکعت نیولو لپاره مسجد ته ځغلي. رسول الله (ص) مسجد ته ځغاسته او منډه هم منع کړي ، ځکه چي د بشر د وقار او درنښت خلاف کار دی ،مسجد ته باید په ډېر درنښت او وقار لاړ شو.

۴- مسجد کي باید ډیره غلي ناسته وشي،په مسجد کي باید د دنیا له خبرو،غالمغال،ټوکو، د نړۍ پر حالاتو تبصره کولو او را کړې ورکړې نه په ټینګه ډډه شي ،ځکه چي د مسجد بې حرمتي ده. مسجد د خدای ‘ کور دی او یوازې د هغه ‘ عبادت پکې کول پکار دی .

۵- مسجد ته باید داسي ماشومان پرې نه ښودل شي،چي د مسجد په درناوي نه پوهیږي او مسجد چتلوي .

۶- له مسجد نه باید لاره جوړه نه شي .مسجد ته له ننوتلو وروسته د هغه حق دی چي پکي لمونځ،ذکر او یا تلاوت وشي .

۷- که د چا څخه کوم څیز بهر ورک شي نو په مسجد کي یې باید اعلان ونه کړل شي،رسول الله (ج) به له هغه چا خوښي نه څرګندوله چي په مسجد کي به یې د ورک شوي شي اعلان کاوه ، او که به یې کاوه؛نو ورته فرمایل به یې :لارد الله علیک ضالتک . یعنې خدای ‘ دې ستا ورک شوی څیز تا ته بیرته نه درکوي .

۸- په مسجد کي چي هر ځای تش وي هلته باید کېنو ، تر خلکو ټوپ اخیستل او یایې له اوږو نه پښې اوچتول د مسجد د آدابو خلاف کارونه دي .

۹- مسجد ته باید لومړۍ ښۍ (راسته)پښه ننویستل شي،رسول الله باندې درود وویل شي او تر درود وروسته دغه دعا ویل په کار دی : اللهم افتح لی ابواب رحمتک . (مسلم)

ژباړه : یا خدایه! ماته د خپل رحمت ورونه (دروازې) پرانیزه .

نبي کریم (ص) فرمایی : له تاسو نه چي هرڅوک مسجد ته ننوزي لومړۍ دي پر نبي کریم (ص) درود او بیا دې پورتنۍ دعا ووایي .

مسجد تر ننوتلو وروسته باید دوه رکعته نفل وشي چي تحیته المسجد یې بولي .

۱۰- له مسجد څخه د راوتلو په وخت کي باید لومړۍ چپه پښه د باندې کېښودل شي او دا دعا لوستل په کار دي : اللهم انی اسئلک من فضلک . (مسلم)

ژباړه : یا خدایه ‘ ستا فضل او کرم غواړم .

۱۱- په مسجد کي بايد د جمعي (جومات) او آذان ځانګړي ترتيبات ونيول شي،هغه کسان د امام او مؤذن په توګه دټاکلو وړ دي چي په ټولېز ډول په دین او اخلاقو کي تر نورو غوراوى ولري . ترکومه چي شوني وي باید داسي کسان پر امامت او آذان وګمارل شي چي تنخواه نه اخلي او په خپله خوښه دې سپيڅلي دندې ته چمتو شي . ياده دي وي دا هغه مهال کیدای شي چي د هرې سيمي خلک یو ډله د مسجد په خدمت ګماري اود خاص امام او مؤذن ټاکلو پر ځای د امامت لپاره د هغوی له ډلي څخه د ښو اخلاقو څښتن کس غوره کوي .

۱۲- پوه او هوښیار ماشومان باید له ځانه سره د ښه خوی او لمانځه د زده کولو په موخه مسجد ته بوتلل شي،که کومه شوخي یا بل ناوړه کار وکړي نو اصلاح دې يې په ژبه وشي نه د زور او سوټي له لاري .

(با احساسه اوسئ)

پای
۱۶-۰۱-۲۰۱۰ م
۲۶-۱۰-۱۳۸۸ هـ،ش
د غرمي ۱۲:۴۵ pm