کور / اسلامي / استمناء يا په لاس د شهوت سړولو حکم

استمناء يا په لاس د شهوت سړولو حکم

ماخذ: حلال او حرام په اسلام كښې
ليكوال: ډاكټر يوسف (قرضاوى)
ژباړه: حضرت علي اغا، ميسور، هندوستان
aliagha_143@yahoo.com

د لوى او بخښونكى الله جل جلاله په پاك نامه:
كله داسې هم كېږې چه دځوانانو په وينه كښې په طبعى ډول سره خوځښت پېداشي، او هغوي بيا په خپل لاس سره منې خارجوي. ددې دپاره چه دهغوي اعصابو ته راحت او ارامتيا پيداشي او جوش ېې ېخ شي . اوس زمانه كښې دې ته عادت سريه (پټ عادت او يا مٌټ وهل ) وايې. د اكثرو علماوو په نظر دا كار (مٌټ وهل) حرام (نا روا) دي.
امام مالك صاحب استمناء (مټ وهل) د حراموالى دليل لاندى ايت بولى:
والذين هم لفروجهم حفظون الا على ازواجهم او ماملكت ايمانهم فانهم غير ملومين فمن ابتغٰى وراء ذلك فا ولئك هم العٰادون. (الموءمنون () ايتونه (۷-۵))
ژباړه: او هغه خلك چې د خپلو شرمګاهونو ساتنه كوي بيل د خپلو ماينو او مينځيانو سره چې دوې يې خاوندان وي، نو دوې په دې كې ګرم او ملامت ندي. هغه چا چې ولټول بيله دې څخه بله شهوانى لاره نو هغوې تر حد تېريدونكي دي.
نو امام ملك وايې: چې كوم سړى په خپل لاس سره منى خارج كړى(مٌټ ووهي). او د خپل حاجت د پوره كولو د پاره دغه لاره خپله كړي، نو هغه كس ګناه كوونكى دى.
او د امام احمد بن حنبل نه روايت دي، هغه منى چې د بدن د نورو فضله موادو څخه يو فضله وي او سړى يې ددې وجې خارج كړي چې د هغه رګونه خلاص شي نو روا دي. ددې مسلك په تائيد كښۍ ابن حزم فرمايې: او د حنابله وفقهاوو هم دا كار (مٌټ وهل ) په دوو شرطونو روا كړي دي.
1. چې په زنا او يا لواطت كې د اخته كيدو بېره وي.
2. چې څوك د حلالى نكاح كولو وس ونه لرى.
د امام احمد په رائې كښې دې سرى ته په داسې حالت كښې اجازه سته، چې كله په نوموړى سړى باندى شهوانى (جنسى)خواهشات غالب سى او په حرامو كې د اخته كيدو بيره وى.
د مثال په ډول: يو سړى په كوم بل هيواد كې تعليم او يا كار او بار كوي، او داسې چاپيريال وي چې جنسي هڅونې ډيرې وي او ټولنه په فحشاء باندى ككړه وي. په دي وجه كه دا سړى استمناء (مٌټ وهل) ونه كړى نو په تكليف، پريشانه او حرامو كښې اخته كيږي. نو په داسې حال كې كه دغه سړى استمناء (مٌټ وهل ) وكړى نو پروا نه لرى او په ده باندى كومه ګناه نسته. مګر په دې شرط چه په كښې به د حده نه تيرى نه كوي او عادت به يې نه ګرځوي.
مګر ددې څخه ښه او غوره لاره هغه ده چې رسول الله صل الله عليه وسلم موږ ته ښودلې ده. چې كله يو ځوان د نكاح كولو توان ونه لري نو هغه به ډيري روژې نيسى، ځكه روژه نيول د قوت ارادى پرورش (وده)كوي، د صبر تعليم وركوى، سړى كښې د تقوا صلاحيت پيداكوي. او همدارنګه د الله جل جلاله د نګرانۍ تصور په ذهن كښې پيدا كوي.

لكه څنګه چې د رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد دي:
يا معشر الشباب من استطاع منك الباء ة فليتزوج فانه اغض للبصر واحصن للفرج، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فانه له وجاء. (بخارى شريف)
ژباړه: اې ځوانانو! څوك چې په تاسو كې د نكاح كولو وس ولرى نو هغه دى نكاح وكړى. ځكه دغه نكاح كول سترګي كښته كوي او فرج (ناسلى اله) د زنا او لواطت څخه ساتي. او څوك چې د نكاح وس ونه لرى نو هغه دې روژې ونيسى، ځكه روژه نيول انسان د شهوتونو او ګناهونو څخه ساتي.