کور / کیسه / من طلب فقد وجد!

من طلب فقد وجد!

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي ـ چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته !
یا جوینده یابنده است!
یو وخت یو طالب په یوه جومات کې ژوند کاوه اوله ملا صاحب نه یې ډېر په مینه خپل سبقونه لوستل، کله نا کله یې د د نیا چورتونه او د ژوند نا خوالو ته یې هم فکر کاوه خو بیا یې هم خپل کتابونه لوستل.
یوه ورځ یې په کتاب کې ولوستل چې (من طلب فقد وجد) مانا داچې څه چې غواړی یا طلب کوی هغه به پیدا کوئ یا تر لاسه کوی کله چې طالب دا جمله ولوسته نو په ذهن کې یې دا خبره تاو را تاو شوه او پدې جمله باندې یې زیات فکر وکړ او له ځان سره یې وویل چې خبره داسې ده نو ولې ناست یې او پاڅه په خپل کار پسې ځه دا خو نو مالومه خبره شوه چې څه غواړې هغه به پیدا کوې، نو بیا دومره درس ویل څه مانا.
طالب نیغ په نیغه د وخت د پاچا دربار ته ولاړو او له پاچا سره یې د لیدو کاتو وخت غوښتنه وکړه او د هغو خلکو په کتار کې کښیناست چې له پاچا سره لیده کاته وکړي، له پاچا سره د ده د خبرو وخت را ورسېد، طالب پاچا ته وویل چې زه غواړم ستا له لور سره واده وکړم، پاچا د دې خبرې په اورېدو هک پک شو، خو د خلکو په وړاندې یې طالب ته څه وانه ویل خو وروسته یې خپلو عسکرو ته د طالب د وژلو امر وکړ.
وزیر پاچاه د طالب له وژلو منعه کړ او پاچاه ته یې دا مشوره ورکړه چې طالب وژنه مه ، رنګه دې بدیږي او داسې یو کار باید ورسره وکړو چې دې خپله حیران او په خپله پرېکړه پښېمان شي، پاچا وویل ښه څه ورسره وکړو، وزیر وویل خوار طالب دی او د ټوک په ډوډۍ شپې ورځې تېروي، او ته ترې اته خرونو بار اشرفۍ وغواړه، نو طالب به په خپله وتښتي، پاچا وویل داخو ښه پرېکړه ده.
پاچا بیا طالب راوغوښت او ورته وې ویل چې زه خپله لور درکوم خو پدې شرط چې اته خره په اشرفیو بار زما دربارته راوړې نو هله به زما د لور ډولۍ ستا په کور درننوزي، طالب وویل ښه خبره ده زه ځم.
طالب ولاړ او په یوه کلي کې له یوه سړي سره مخ شو، او پوښتنه ترې وکړه، چې په کلي کې سخی سړی څوک دی، سړي ځواب ورکړ،حاتم طایي، طالب ولاړ او د حاتم طايي دربار ته یې ځان ورساوه .
حاتم چې له خپلو چارو وزګار شو نو طالب ته یې وویل چې طالب جانه څه خبره ده او څنګه راغلی یې ؟ طالب ځواب ورکړ حاتم صاحب ټول کار خلاص دی بس پاچا خپله لور ماته راکړې خو یو کار پاتې ده چې هغه په تاسو پورې اړ لري، حاتم وویل وایه زه څه مرسته کولی شم طالب وویل د پاچا شرط دادی چې اته بار خره اشرفی غواړی .حاتم وویل داخو کومه سخته خبر نده، خپلو نوکرانو ته یې امر وکړ چې طالب ته اته خره په اشرفیو بار ورکړئ.
طالب اته خره بار د پاچا د دربار په لور روان شو، او پاچا چې کله له لرې اته خره په اشرفیو بار ولیدل چې د دربار په لور راروان دی نو حیران شواو په بیړه یې وزیر راوغوښت، وزیر ته یې وویل طالب خو اته خره بار اشرفۍ راوړې اوس بله چاره ښیه کنه لور مې بایلوده، وزیر وویل اسانه خبره ده هیڅ غم مه کوه داسې شرط به پرې کېږدم چې دی هم حیران شي.
وزیر پاچا ته وویل داسې چل وکړه طالب ته ووایه چې د پیسو او دنیا مرسته خو هر څوک کوي، دلته د سر اړتیا ده او ته باید د دغه سړي سر راوړې بیا نو ستا کار کیدای شي، طالب پاچا ته دا شرط ووایه ، طالب وویل ښه خبره ده.
طالب بیا ولاړ او د حاتم صاحب دربار ته یې ځان ورساوه، او داخبره یې ټکي په ټکي حاتم صاحب ته ورسوله حاتم صاحب وویل ښه خبره ده او پرته له ځنډه یې غټه چاړه راوغوښته، او د سر د پریکولو هڅه یې وکړه، خو میرمنې یې پرینښود، او ورته وې ویل ” دا کار د پاچا په وړاندې هم شونی ده، کیدای شي زړه یې درباندې وسوزي او ودې بښي” حاتم وویل داهم ښه خبره ده او له طالب سره د پاچا دربار ته روان شو.
طالب او حاتم دواړه د پاچا دربار ته حاضرشواو طالب پاچا ته وویل چې سړی بس د سر قربانۍ ته هم حاضر دی او غواړي پدې لار کې خپل سر هم ورکړي، پاچا وویل ښه ده زما په وړاندې دې خپل سر پریکړي، حاتم وویل یوه چاړه یا توره راوړئ، غټه چاړه راوړل شوه او کله چې حاتم چاړه پورته کړه او غوښته یې چې خپل سر پرې ووهي، پاچاه یې لاس ونیوه، او حاتم یې د سر پریکولو ته پرینښود، او طالب ته یې د خپلې لور د ورکولو اعلان وکړ، خو طالب وویل پاچاه صاحب زه ځم په خپلو درسونو پسې تاته د خپله لور او پاچاهي مبارک وي، نه د لور غواړم او نه هم پاچاهي، ما فقط دا مسئله ثابتوله چې ایا دا رښتیاده چې (من طلب فقد وجد).