کور / کتاب / لښکرګاه جريده چاپ او پر ليکه سوه

لښکرګاه جريده چاپ او پر ليکه سوه

لښکرګاه
لومړى کال شپږمه ګڼه

دامتياز څښتن : بـــــست فرهـــنګي ټولنه
مســؤل چلوونــكى :عبـدالهادي عـــمري.hadi.omari@gmail.com
مرستيالان ادم صفت الله ،عطامحمد سېلاب
دوېش مســـؤل شاه ولي (زيارمل)
دتليفون شمېره:۰۷۰۳۲۳۲۸۲۱

تاريخی اثاروته ټوله مجرم يو
هلمندولايت ډيره تاريخي اودوياړه ډکه سيمه ده چي هره سيمه يې ځانته تاريخي ګذشت اوخاص جوړښت لري
هلمند ولايت داريايانودوخته بيا تراوسه خپل برم ساتلی دی ،هلمنددهيوادنه بلکه دټولي نړۍ په کچه تاريخي ارزښت لري ،په نړۍ کي صنعت ،لاسته راوړنه اوکرکرهڼي ترټولولومړی له هلمنده راپيل سوې
چي داريانا نوم هم دتعريف په ساحه کي له دغه سرچينه اخلي ،دکابل شاهانو،اواصحابانوترمنځ دډغروسيمه هم همداده ، داميرکروړ،اکبرزمينداوري ،علي محمدمالګيري اوهمدارازدابوهاشم سارواني اوعبدالروف بېنوا،ابن حبان بستي ابوداودسجستاني اوابوالفضل بولاني دتاليفاتو،ادبي اوعلمي څېړنيزاوپريکنده هڅوسيمه ده ډېرتاريخي لرغونتوب لري
هغه تاريخي سيمي يې اوس مخ په خرابېدودي دنمونې په ډول به دبست کلا،مخطرکلا،دکاريزکنډوالې (دعلاؤالدين جهانسوزسوځلی ښار)اوداسي نوريادکړو.دهردوران واکمنانوچي واکمنۍ يې دملوک الطوايفي يا(ترخه)اوباچاحالت درلودی نه يواځي چي په تاريخي اثارواوابداتوزړه نه خفه کاوه بلکه هرقومندان يادڅونفرومشربه په همدې تاريخي ابداتوهرډول لوبي کولې هغه به يې نه ورڅخه ګرځاوه طبعي خبره ده چي دتاريخي اثاروساتنه اوپالنه ونسي مخ پرخرابېدوځي که دبست کلاته وګورونودهلمندسينديې په مينځ کي بهيږي اودکلابنسټ ته شېبه په شېبه تاوان رسوي، خاوري ورڅخه وړل کيږي ،خلګ په کلا کي هرڅه کوي خوکلاساتونکي اوڅارونکي نلري ،ځيني نړيدلي دي دشيشک کاشي يې له منځه ولاړه ،که دمخطرکلاته وګوروخپل تاريخي حالت يې نژدې خراب دی ،دامام ابن حبان مدرسه يومخ له منځه تللې ده يوازي يې ځمکه پاته ده هرڅه وينواوترهرچايې دخراب حالت په هکله فريادرسوو،توان مونسته،توان دتوانمنوسره دی که توانمن په خوله تشي دعوې کوې چي تاريخي اثاروته يې داسي اوهسي هلي ځلي کړي دي دابه دخلګوپه سترګوکي دخاورواچول وي ځکه دهيڅ چالخواپرپورته ذکرسوي تاريخي ځايونوهيڅ ډول دکارنخښه نه ليدل کيږي .دهلمندولايت تاريخي اثارنه يواځي چي هريوتاريخي اثريې دپيړيوراپديخواديوه دوران اوياديوې لويې پيښي شاهددی بلکه په ټولنيزژوندکي يې ددې سيمي اوسيدونکوته تراوسه لوړافتخاروربخښلی دی خدای (ج)دي هلمنديانوته توان ورکړي چي دساتني هوډيې وکړي
په درنښت اداره
لښكرګاه څنګه كشف سوه؟
ليکوال : احمد علي کهزاد
ژباړن : شريف الله (دوست) شپږم څپرکۍ

خوورسته تردې جزيياتو،څيړنواوپلټنوبيادنيمه ورانوکنډوالوپه لورمخ ته ولاړوچي وروسته يوې لويي ساحې ته ننوتومخکي يوه تالارته ننوتوچي دصليبي نخښي په څير پنډدېوالونه يې دڅومتروپه اندازه جګ ولاړ وه
دپراختيا له مخي مويې مرکزي احاطه له سترګوتيره کړه چي څه غټي ګمبدي يې اوبرڼدې چي ديوې نقشې پراساس په ترتيب سره جوړه سوې وه سمدستي دسړي سره دافکرپيداکيده چي داځای ديوه عادي ژوند کولونه بلکه دديوالواودروازوڅخه يې دشان اوعظمت بوی راتلۍ اوټولوپه يوه خوله وويل چی داځای دشاهي دربارځای وو.
دهري معمارۍ اوودانۍ ځانګړونخښواوسبک (طرز) يې دسړي نظر ځانته کشاوه بايدهمداسي وای ځکه تردامهاله موپه ټول افغانستان کي دزړواثاروداسي نښي نښانې نه وې ليدلي .
(موسيوشلوم برژه) دفرانسوي کيندونکي مديرهيُت هم ددې څرګندونه کول چي ځينی له دې نښوڅخه داسلامي هيوادونوله عمرانۍ سبک سره هم ورته والی لري .ديوه برداره دالان په منځ کي ددرباردتالارپه دننه کي يوه بله پراخه ساحه هم ښکارېدل چی په هغه ځای کي به دهغه وخت لوړپوړومقاماتو،ددربارڅښتنانواوهغه کسانوانتظارايسته چي په ځانګړوورځوکي به دباچا دليدني لپاره راتله ،دې ځای ته يې دغزنويانوپه وخت کی (طارم» وايه چي دلرګيواوخاشوڅخه دجوړسوي خاصي ګنبدي په مانا دی.مخکي مووويل ددرباردتالارپه څلورکنجه برخوکي نوري لوی خوني هم جوړي سوي وې چي بېله سراوچته يې نورټول ديوالونه پرخپل حال پاته وه سرونه يې ګنبدي وې دګنبدودجوړېدولپاره داحاطي مخ ته څلورکنجه خوني وې،دديوالونوپه پورتنۍ برخه کي خاص ترتيبات نيول سوي وه چي وروسته ترانجنيرۍ معلومات داڅرګندسوه چي په دې سبک کښي دغزنويانوددورې دمعمارۍ ځانګړي تياوي سته
نوربيا…………………………………
د حجاب فضيلت

بسم الله الرحمن ارحيم
الحجاب ايمان،وطهارة،حيا ُ عفة
حجاب ايمان دی ،پاکي ده،تقواده،حياده،ساتنه ده
حجاب فرمانبرداري دالله اودهغه درسول ده اوالله جل جلاله واجب کړی دی
ځکه الله جل جلالله فرمايي
وماکان لمؤمن ولامؤمنة اذاقضی الله ورسوله امرا ان يکون لهم الخيرة من امرهم ومن يعص الله ورسوله فقدضل ضلالا مبينا (سورة الاحزاب)
نسته يومؤمن نراوښځي ته يوکاربهترترهغه چي الله اودهغه رسول پرهغه فيصله کړې وي اوڅوک چي دالله اودهغه درسول نافرماني کوي نوهغه ګمراه دی په ښکاره ګمراهي سره
اوبل ځای الله جل جلاله امر کړی دی وښځوته په ستراوحجاب سره داسي فرمايي
وقل للمؤمنات يغضضن من ابصارهن وفروجهن ولايبولن زينتهن الاماظهرمنها (سورة النور)
اوووايه ای نبي ومؤمنوښځوته چي به تړي سترګي دنامحرمودليدوڅخه اودوۍ به ساتي فرجونه خپل اونه به ښکاره کوي ښايست خپل مګر چي ښکاره وي ددوی څخه چي مخ، لاسونه اوپښې دی
۱ـ حجاب عفة دی ځکه چي الله جل جلاله فرمايي
ياايهانبي قل لازوجک وبناتک ونسا ُ المؤمنين يدنين عليهن من جلابيبهن ذالک ادنی ان يعرفن فلايؤذين (الاحزاب)
ای نبي ووايه خپل بيبيانواولوڼواودمؤمنانوښځوته چي تاسي پوړني پرځان پيچی ددې وجې چي تاسي خلک ونه پيژني اوتاسي ته تکليف درونه رسوي
نوپدې وجه حجاب عفت يعني ساتنه سول
۲ـ حجاب طهارت دی الله جل جلاله فرمايی واذاسآلتموهن متاعا فاسُلومن ورا ُ حجاب ذالک اطهرلقلوبکم وقلوبهن (الاحزاب)
اوچي کله ستاسي نه يوپوښتنه وکړي ديوشي( دښځونه) نوپوښتنه به کوي دپردې له شانه ځکه چي داپاکي ستاسواوددوۍ دزړونوده
نوپدې وجه حجاب طهارت يعني پاکي هم سوه
اوحجاب حيا ده ځکه چي رسول الله فرمايي
ان الله حيي ستريحب الحيا والستر
الله جل جلاله حيالرونکی اوپټ دي حيا اوپټوالی خوښوي
۳ـ حجاب تقوا ده الله فرمايی يابنی ادم قدانزلنا عليکم لبآس يواري سواتکم وريشا ولباس التقوا ذالک خير(الاعراف)
اوحجاب ايمان دی خدای خطاب کوي په ايمان مؤمنانو ښځوته نه ټولوته
دبني تميم دقبيلې يوه ښځه وام المؤمنين حضرت عايشه ته راغله دغي ښځي باريکي جامې اغوستي وې اوبدن يې معلوميدی حضرت عايشې ورته وويل کچيري ته دمؤمنانوڅخه يې نودالباس دمؤمنانونه دی اوکه دغيرمؤمنانوڅخه يې نوبيا کوښښ کوه په اغوستلوکي يې يعني اغونده يې نوالله په ستراوحجاب کي حيا ،تقوا ،پاکي، ايمان اوداسي نور رانغښتي دي دټول مؤمنانوخوندوڅخه مي داهيله ده چي په ستراوحجاب کي اؤسي اودمومنانوورڼوڅخه مي داهيله ده چي خپل ښځي امرکړي په ستراوحجاب باندي ستاسودکاميابۍ په هيله
په درنښت
په لښکرګاه ښارکي ترافيکي پيښي
محمدداوود(فرهنګ)
افغانستان هغه هيواددی چي په ښارونواولويولاروکي يې تل ترافيکي پيښي رامنځته کيږي ډيری موټرچلوونکي قانون نه مراعاتوي پرجنګ جګړوسربېره ترافيکي پيښي هم دومره زياتي سوي دي چي هره ورځ دمظلومو افغانانوژونداخلي .
زموږدهيوادپه ټولوولايتونواولويولاروکي هميشه ترافيکي حادثې رامنځ ته کيږي چي دډيروپيښوعلت يواځي اويواځي دموټرتيزرفتار اونه پاملرنه وي .
په لښکرګاه کي هم ترافيکي پيښي ورځ په ورځ مخ په زياتيدودي که څه هم ددې ښاردسړکونوپراخوالی اودنقشې دلحاظه پرانجنيرۍ نورمونومطابق جوړښت پوره مرسته کوي چي ترافيکي پيښي رامنځته نسي خوبياهم په لښکرګاه ښارکي ديوکال څخه په لږه موده کي يعني تيروڅومياشتوکي هغه ترافيکي پيښي چي ديادوولووړدي شمېريې ۴۶ ته رسيږي دلته داپيښي اکثره دهغوخلګولخوارامنځ ته کيږي چي دټول ښاراوسيدونکي تربل هرچا ددوی څخه دقانون دمراعاتولوتمه لري دادپوليسواوملي ارودوسرتيري دي چي په ښارکي ددوی له رينجرموټروڅخه خلګ ډېرپه عذاب دي په ډيرسرعت سره بېله ضرورته تګ اوراتګ په سرعت سره کوي دښارپه هرنقطه کي چي ددوی موټرراښکاره سي په ډېرهرنګ وهلوسره دخلګوغوږونه کاڼه کړي خلګ ورته له بيري لارپريږدي ځکه چي ددوی موټران دومره په سرعت راروان وي کچيري څوک ورته لارپرېنږدي نوحتما به يې وهي
قانون خوبيخي پيژني هم نه دښارپه منځ کي موټران په داسي سرعت رفتارکوي چي سړی دافکرکوي چي پريوهواردښت روان دی
نوددې لپاره چي دلښکرګاه ښارداوسيدونکوژوندنور دترافيکي پيښودمنځ ته راتلوڅخه وژغورل سي دټولودولتي مسؤلينوڅخه داغوښتنه کووچي اړونده موټرچلونکي نوردموټردناسم چلاوڅخه منعه کړي
دکاربن مونواکسايدتسمم (دسکرونيونه»
ليکوال :ډاکترعبدالباري وردګ
کاربن مونواکسايد يوبې رنګه بې بويه اوزهرجن غازدی چه زيات تنفس يې دمړينی سبب ګرځي دغه غازپه ۱۹۲- کي مايع اوپه ۲۰۵- کی جامد ګرځي کاربن مونواکسايدپه اوبوکي نه حل کيږي اوله اوبوسره تعامل هم نکوي .
دغه غازهغه وخت توليديږي چي دکاربن لرونکي مادې اوياکاربن دسوزلولپاره په کافي اندازه اکسيجن موجودنه وي
کاربن مونواکسايدنظراکسيجن ته دهيموګلوبين سره دوصل کيدوډيرلوړقابليت لري اودهيموګلوبين سره يې دوصل کيدوقابليت تراکسيجن ۲۴۰واره اضافه دی يعني که ډېرلږکاربن مونواکسايدپه ساحه کي موجودوي نودويني دهيموګلوبين سره يوځای کيږي اوکلينيکي اعراض اوعلايم پيداکوي
تسمم يې معمولاپه بندوکوټوکي په بخارۍ کي داورلګولودسکروسوزلو،دموټرددوداودګيس څخه منځ ته راځي .
دويني دهيموګلوبين وظيفه د وجود ټولو حجراتو ته د اکسيجن رسول دي کله چي کاربن مونو اکسايد دهيمو ګلوبين سره يو ځای سي نو هيموګلوبين خپله وظيفه نسي اجرا کولای او د وجود اعضاو او حجروته اکسيجن نه رسيږي چي دغه حالت ته هايپوتسيا يا په وينه او بدن کي د اکسيجن کموالی وايي.
نښي نښانې:
په وجود کي د کاربن مونواکسايد د تسمم نښي نښانې نظر د نوموړي ګاز د انشاق او دهيموګلوبين سره د وصل کيدو په اندازه پوري اړه لري که چيري د هيموګلوبين سره نوموړی غاز وصل سي نو مونږ ورته کاربوکسي هيموګلوبين (COHb) وايو. او په لاندي ډول اعراض پيداکوي
* د 20-10 COHb په صورت کي کمه سر دردي، سالنډي، خصوصا د تګ او کار کولو په وخت کي او د ټټر دردونه .
*د ٪30ـ 20 په صورت کي د سر متوسط دردونه،خواګرزي ،ګنګسيت او سالنډي .
*د٪40ـ30 COHb په صورت کي سنديده سردردي، استفراقات ، اوکانګی، ستړيااو دقضاوت دقووې کموالی.
*د۵۰-۶۰COHb په صورت کي جټکي ،بېهوښۍ ،اوکوما .
٭ که دتسمم اندازه تر۶۰* زياته سي نوناروغ ته اخنلاجات ،جټکي،تنفسي عدم کفايه،دزړه دحرکاتو بې نظمي اوحتی مرګ واقع کيږي
اهتمامات
ماؤف شخص بايد ژرترژره دحادثې دځايه څخه ليري کړل سي په ازاده هواکي پرېښودل سي ،که سردردي زياته وي شفاخانې ته دي انتقال کړل سي ، هوايې لار(پزه،خوله) بايد خلاصه وساتل سي ، اکسيجن ورته تطبيق سي
پښتونړيوال مرکزپرانيست غونډه جوړه سوه
سردارمحمد( همدرد)

پښتونړيوال مرکزپرانيست غوڼډي ته دپښتون ميشتوسيموليکولان ،شاعران اودادب لارويان راغلي وه داغونډه چي د۱۳۸۸کال دمرغومي دمياشتي پر۲۵نيټه دهيوادپه مرکزکابل کي جوړه سوه دغونډي په پيل کي استادمحمداصف صميم ويناوکړه
ورپسې ډاکترمحمدابراهيم شينواري دغونډي تشريحات ګډون والوته واورول .
دپښتونړيوال مرکزويب پاڼي په هکله ؤداکتردوران فيضان خلګوته مالومات ورکړه وروسته بيادميرمنودادبي بهيرمشري اغلي توبه نداصافۍ خبري وکړې وروسته غونډه په او۷برخووويشل سوه چي په ګروپي ډول کارونه اجرا کړی
۷حوضې عبارت دي لوی کندهار،لويه پکتيا،لوی ننګرهار،شمال زون،هرات،مرکزي حوضه،اوميرمن ادبي بهيرتردې وروسته دډوډۍ خوړلواولمانځه پروګرام وو
بياچي کله غونډه پيل سوه دګروپي کارونونتيجې غونډي ته وړاندي سوې ورپسې ډاکترروهي غونډه وارزول تردې وروسته دهري حوضې په نمايندګۍ يوشخص خبري وکولې
چي دلوی کندهاره څخه هارون حکيمي وودلوی پکتيا څخه نوراجان بهيرلوی ننګرهارڅخه نجيب الله نايل هرات ډاکترعبدالله نيازی شمال څخه ذبيح الله احساس مرکزي حوضې څخه منيراحمداومېرمن ادبي بهير لخواڅخه رڼامجددي اوددې ترڅنګ دلوی کندهارڅخه دکندهار په استاذيتوب هڅيال دهلمندسردارمحمدهمدردزابل اميدي خبري وکړې اوهريوه دخپل ولايت د فرهنګي هڅوپرمختګ رڼاواچول اوهغه لاسته راوړني چي په خپلوسيموکي يې درلودې دغونډي دبرخوالوسره شرکي کړې اوددې مرکزسره يې خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.
ته ولي زمادميني قدرنه كوې؟
ليكواله: هيله .هلمند لښکرګاه
آى ګرانه !زه ستاسره مينه لرم ،آياته پوهيږې اوكه نه پوهيږې؟مايوځل وآزمويه ،آى ګرانه!ته ولي بې وفاسوې څه علت دى ؟ آيا زه بدرنګه يم،آيا زما لپاره وخت نه لرې ؟ آيازماپرځاى اوس بل څوك خوښوې؟ آى زړګيه !ته ولي بې وفاسوې ؟،تازمامينه ولي هيره كړه؟،هغه مينه چي تا په زوره اوډيروزاريوخپله كړې وه ،زړګيه ! آياستاهغه وخت په ياددى چي تابه خپل دميني اظهارماته كاوه؟ ،آياتاته هغه وخت درياديږي چي زه اوته څنګ پرڅنګ وو،تادخپلي ميني څرګندوني ماته كولې.
ګرانه ! هغه دي هيردي چي دلومړي ځل لپاره دي زړه ته نژدې كړم اومينه دي راكړه .
زماجانانه ! زه بيله تاڅنګه ژوندوكړم؟ تازماسره ډيري وعدې كړي دي. ستاپه ياددي؟ چي ويل دي آى ګراني ! زمااوستا دميني دوصال شيبې به كله وي ؟ .څرنګه به وي ،اوتابه ويله چي كه خبر سوم چي ته دتل لپاره زما سوې نوددنيا ټول وږي به ماړه كړم.
زمادرمانه ! هغه به دي په يادوي چي دكمكي اخترپه سهاروختي راغلې زماسره دي داخترمباركي وكړه ،زړه دي راكړاوپرسترګودي مچ كړم.
زمادزړه باغه ! هغه دي هيردي چي كله به زه ناروغه سوم تابه ټوله شپه نفل لمونځونه كول اوخداى ته به دي زارۍ كولې ترڅوزه روغ سم.
آى ناځوانه !هغه دي هيرسول ؟چي ستا په اطاق كي زه اوته په يوه چوكۍ كي څنګ پرڅنګ ناست ووتاراته دخپل سفرتيري سوي كيسې كولې.
دوخت په تېرېدلودي زمامينه خپله كړل اوبيادي راته دخپلي ميني دغلبې اوستادناكرارۍ اظهاروكړ.
اى بې غوره ياره! زه به ستاكورته درغلم تابه ډوډۍ نه خوړل اوويل به دي چي ماداسي څه خوړلي دي چي دهرڅه څخه موړيم اوستا هغه خوراك زماديدن وو.
تاسي به واياست داڅنګه بې ادبه ليكواله ده ،زه بې ادبه نه يم،مادخپل ژوندسره دزړه دتل څخه مينه كړې ده اوماهرڅه دهغه په واك كي پرايښي وه ، هغه هم كلكه ژمنه راسره كړې وه ،چي واده به سره وكړو.
اوس مي زړه ناارامه دى ،هغه ژوندون مي هغسي نه سوپاته ،.
تاسي به وواياست چي ستامين ته هرڅه رسيدل نوولي هغه بې وفاسو ؟،خلګوزماژوندون نه دى ملامت ،هغه ډيرښكلى دى ،جګه ونه ،توري بادامي سترګي ،سرې شونډي ،تورور يښتان اوسپين رنګ لري .
هغه ماته خپل زړه راكړى وو،خودزړه په خاليګاه كي ئې نوروبيګانه ووته ځاى وركړى ووكله چي دهري انجلى اوازواوري يائې ليدلې وي په يوه نه په يوه ډول ئې دهغې نمبرپيداكړى وي اواړيكه ئې ورسره نيولې وي .اى لوستونكوتاسي وواياست كه ديوې انجلى مين داسي نخرې وكړي بايد څه ورسره وسي ؟ ددې مسئلې لپاره خلګودرې ډوله سزاګاني تعين كړي دي ۱ بايد هغه يوڅوورځي وزورول سي يابايد يوڅوورځي ورڅخه خفه سو دوهم هغه بايد دزړه څخه وايستل سي . دريم دهغه څخه بايد داسي نفرت وسي چي په ژوند ئې نوم وانه خيستل سي .آياتاسي پوهيږى مادهغه سره څه كړي دي ؟،
زماپه زړه كي دهغه مينه دوچنده ډيره سوې ده .ستاسوپه فكربه زه ليونى يم ،ياپه ماجادوسوى ،ياماته دميني لپاره بل څوك نه راپيداكيږي دادرې واړه فكرونه غلط دي .
ځكه هغه زماژوندون اوس هم زماسره هغسي مينه لري،خوغمازي انجوني ئې نه پرېږدي.
هغه زماوو هغه زمادى اوزمابه وي
په درنښت
ټول پښتانه يې په غم وځنګول
الحاج درويش (خوندي)
په ډيري خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچي دپښتونخواپياوړی ليکوال اوشاعر سياسي اوفرهنګي مبارزاجمل (خټک)دروان کال دسلواغې پر(۱۹) نېټه د۸۵ کالوپه عمرلدې نابودي اوفاني نړۍ څخه دتل لپاره مخه ښه وکړل انالله وان اليه راجعون
خدای جل جلاله دې روح په فردوس جنت کښی داخل کړي ارواښاد اجمل(خټک) هغه سپېڅلی او غيرتمند شخص و چي هميشه يې د پښتون قام د حق غوښتلو لپاره خپل ږغ پورته کړی وو دی دخدای بخښلی باچاخان دخدايی خد متګارنو له ډلي څخه خورا تکړه اومخور غړی وو تل ېي دپښتون اولس پرکړاوونواومشکلاتو باندي ځان خبر کړی وو اوتل يې دوخت جابرانو اوښکيلاک ګرو ته خپل سينه سپرګرځولې وه په کراتو کراتو يې دمحبس په تورو اوکرغېړنوکوټوکي شپې سباکړي وې اورنګارنګ شکنجې يې پرځان منلي وې خوهيڅ کله هم دخپل پښتني عزم اوغرورڅخه انکار نسوــ افرين پرداسي ايمانداره اوباوجدانه انسان چي دخپل ژبي اوفرهنګ لپاره يې په ټول عمرکي قلم دګوتوڅخه ليري نکړ.
مرګ خوحق دی موږټول دمرګ دڅکلولپاره پيداسوي يو.
خودلته بيا موږداجمل خټک په مړينه باندي ځکه ژاړوچي ددغسي ملي اوفرهنګي څيرې تشه به څوک ډکه کړي .
مرحوم علامه حبيبي صاحب په خپل کتاب (دپښتوادب لنډتاريخ )کي داجمل خټک په هکله داسي ليکلي دي
نوموړي دحکمت خان زوی اوپه ۱۹۳۶مېلادي کال کي دخټکوپه اکوړه کي زېږېدلی دی پس د ده تحصيل په سياست کي ونښت اوپه وارواردانګريزي اوپاکستاني حکومت دی ګرفتارکی .
داجمل ژونددشوراوولولې څخه ډک دی ،
،خطيب دی،اوهم سياسي فعال لېډردى.
علامه حبيبي صاحب زياتوي چي داجمل خټک دشعريوه خاصه مميزه داده چي دی دجامعې په لوړ قشرکي نه ګرځي .
دی ديوهمدرده انسان په ډول دمحروموطبقاتوپه کوډغلوکي اوددوی ژوندته ځيرکيږي ،ددوی بدبختي ويني ،ددوی بدحال اوفلاکتونه شميري اودمقتدري بډايه طبقې پرخلاف پخپلواشعاروکي سرې لمبې ځايوي.
هلمندادبي بهيردنوموړي دکورنۍ اودټولوفرهنګ پالوسره په دې لويه غميزه کښي ځان شريک بولي
خدای (ج)دي دمرحوم برکتونه دپښتوژبي ونورونوميالي بچيانوته ورپه برخه کړي چي دده په څېرخپل ليڅي رابډوهي اوپه پوره مېړانه سره ددې ورکي ا وورکيدونکي پښتوچوپړته ملا ټينګه وتړي (امين)
داهم دبيلګي په ډول دارواښاداجمل خټک دشعرڅونمونې دي
دخوشحال دخاوري پورته يونغمه سوم
بل مثال په اباسين اوتاتره سوم
سرې پوه شوې دغيرت چغه سوراورسوم
چي تاڅومره رانغاړلم سره لمبه سوم
غټان غټان نيکان نېكان پيدادي
دوي خوله ځايه جنتيان پيدادی
ځئ هغوخواروله جنت وګټو
څوک چي له موره دوږخيان پيدادي
په خيال او خيالونو کي

د شعرونو برخه ؛

شهيدارمانونه سيدمحمد(محمودي)
ورو ورومي دزړګي ټول ارمانونه شهيدان سول
دياردحسين مخ چي ديدنونه شهيدان سول
په زړه كي مي شديداوردجانان دميني بل دي
دعشق پرسپين ډګرئې پرهارونه شهيدان سول
دزړه پركورمي وكي غم ناځوانه بريدځانمرګى
په ډيري خواشينۍ دزړه برجونه شهيدان سول
بورادغم يوزيرى دى خفه چي راڅه نسې
ګلبڼ كي دخزان په لاس ګلونه شهيدان سول
رقيبه ستا دي دواړه لاسه مات سترګي دي ووزه
دلاسه ستا ديارپاته يادونه شهيدان سول
جانانه ټول جهان راته تياره غوندي ښكاره سو
چي كله دي دسپين مخ څراغونه شهيدان سول
دهجرسختي شپې دي (محمودي)دغم ملګرى
خوښي چې وه ملګرې تيروختونه شهيدان سول

غزل صديق الله همدرد
زه به دي ملنګ سمه كه ماغواړې
ښكلې كه ته ماغوندي ګداغواړې
سم به دي په غېږه كي ماشوم سمه
ته به هم ژړا هم به خندا غواړې
ته په انځورګره خوله كيسې كوه
زماسره كه دغه شپه سبا غواړې
روح به دي كم ته مي دتن ميره سه
مه ځه له ماليري څه بلا غواړې
داسي مي دخيال په لښكرګډه سوې
خداى خبرچي ژوندكه به مي ساغواړې
تاپسي كچكول په غاړه ګرځوي
ځه پسي (همدرده) كه دوعاغواړې

غـــــــــــــــــزل احمدجان خادم لښكرګاه
ترژبي لاندي پټ سم په ګيلو كي ورښكاره سم
څپه سمه داوښكوپه ليمو كي ورښكاره سم

په هريوه تهمت كي درقيب يمه رانغښتى
بېلتون ته دښېراپه قبلېدوكي ورښكاره سم

ژړلمردمازديګر غوندي اوبو باندي هوار سم
جانان ته دمنګي په ډكېدو كي ورښكاره سم

زماپه غم شريكه سي جوړه راسره ژاړي
سپوږمۍ ته چي دشپې په تيريدو كي ورښكاره سم

(خادم)چي تاته ځېرسمه دشعره ډك قلم سم
كاغذ ته دبيتو په جوړېدوكي ورښكاره سم

دلمـرڅرک عبدالهادي عمري هلمند
=داتوري شپې به کي لمبه لمربه سبالټوي
زموږکاروان چي مخ په وړاندي ځي رڼالټوي
څرک دښايست به دبدرنګوکورته اوراچوي
په محبت باندي زموږدکلي خوالټوي
ترپلولاندي به دپوهي پرشته تيريږي
پښتنه پيغله به ټپه بيا دغزالټوي
شين به اسمان وي سپينه مځکه وي په سپينواوبو
سپين پښتانه به لروبره پښتونخوالټوي
زموږدهيلوقافلې به ترمنزله رسي
داستړي ستړي لاروي ژوندون هوسا لټوي
مينه به لوړه سي وحشت به نورله زړونووزي
په هريوزړه کي به بل زړه ځای دوفالټوي
اختياردي مينه ورورلي کړي عمري خپلوکي
داپښتانه که په نړۍ کي خپل بقا لټوي
غزل
عطامحمد(سېلاب)
يوڅوک مودواړه لاسه دنظرراوتړي
تيارې راوړي اوسترګي دسحرراوتړي
خاونده موږلاوړانګي دلمرنه وي صحي کړي
چي زنه په کفن دمازديګرراوتړي
زموږخليل ايمان رانه داورپه لمبوسوزي
شراب شراب لاسونه يې کوثرراوتړي
دغم توروشپېليوته مجبوريوچي نڅا کړو
چي څوک مودخوښۍ درباب ورراوتړي
پوهيږوراڅه کاږي دياغي احساس بڼکي
تورزړونه دوحشت غواړي وزرراوتړي
شملې ته دغيرت مورااوږده دشرق لاسونه
ټاپه دغلامۍ غواړي پرسرراوتړي
مجبوريو چي دشعرپه سايه سپرورسره واخلو
خدای مه کړه چي پښتون زړه ناخبرراوتړي
سېلابه دبنګال جادوګران موڅنګ ته راغله
دانه چي دقلم خوله په منترراوتړي

دډاکترجيب لوټ سره مر که ع س ،س ص ليکنه
دلښكرګاه جريدې درنولوستونكواسلام عليكم ورحمة الله وبركاتو.
درنولوستونكودادى داځل موستاسولپاره ديوه تن مشهورډاكترسره مركه كړېده چي ستاسوپام ورته را اړؤ.
پ:ډاكترصاحب كه لومړى خپل ځان درنولوستونكوته وروپيژنۍ؟
ج:مننه شايد دنامه سره مي ټول خلګ اشناوي زمانوم (جيب لوټ)اوتخلص مي سترګي پرلاره .
پ:ډاكټرصاحب كه مودتعلم په اړه معلومات لوستونكوته وركړى ؟
ج:دتعلم سطحه مي لوړه يعني دنرسنګ رشته مي په شپږكاله دپرله پسې ناكاميوله كبله لوستلې ده اوعملي كار(تجريبه )مي په قصاب الطبيعت روغتون كي ترسره كړې ده علم مي پرتجربه ولاړدى .
پ:زيات مريضان دډاكټرانوصاحبانوڅخه شكايت كوي چي هسي خپل نسخه اودواپلوري خونوردچاغم ورسره نسته آيا تركومه حده حقيقت لري ؟
ج:ډاكټران تل دخلګوپه خدمت كي وي خوڅه وكړي هغه متل دى چي وايي اول ځان پسې جهان نوموږهم ددې متل پربنالومړى دخپلي خيټي غم كوواوورپسې بيا دمريضانو .
پ:څه وجه ده چي زيات وخت دعمليات سوي شخص په نس كي فنس ،غچي ، مبايل يادنسوارودبلى پاته سوى وي آيا تاسوقصداْ دغه كاركوى اوكه موهيره دومره زياته ده ؟
ج:دمريض په نس كي دغچى ،فنس ،مبايل يادنسواروددبلي پاتيدلو لومړنى لامل عجله ده اوكله ناكله موږ داسي كارپه قصد سره هم كوو يعني دمريض په نس كي مبايل پريږدوترڅوورته ددوهم ځل لپاره عمليات وكړو مريض خوارپه څه خبرنه وي خوكله چي مبايل ته زنګ راسي هغه وخت دى خبريږي خوددې شيانووجودپه نس كي كم تاوان نه لري .
پ:محترم ډاكټرصاحب تاسونسخې په كومه ژبه ليكى چي بغيري تاسو اوستاسونژدې دواخانې نه دبل چاسرنه په خلاصيږي ؟
ج:موږخپلي ټولي نسخې په انګليسي ژبه ليكوخودچاچي سرنه په خلاصيږي دائې خپله بې سوادي ده خوماته نږدې دواخانه ولا ئې بيله كوم تكليفه ويلاى سي ځكه چي زماشاګرداوبله داچي ډيرلائق اوهم زماقريب دى .
پ:بياهم دتيري پوښتني په تكرارځيني مريضان شكايت كوي چي موږ كله ډاكټرصاحب ته دنس ددرد له كبله مراجعه وكړو خودى دملاريا اومعريكې معاينات په موږ كوي اوبياوروسته تلويزوني معاينات راباندي كوي خواخيرراته دسترګودواراكړي ايا واقيعت لري ؟
ج:دانيوكه ډيره پرځاى ده دنس درد دچټلواوبو اوچټلوخوړو څخه پيښيږي نوځكه موږورته دسترګودوا وركووداځكه كه دده سترګي كمزوري نه واى نودبه داچټل خواړه نه خوړل دملاريا،محريكې او تلويزوني معاينات ځكه كوو چي لابراتوارولاهم څه لاسته راوړي خوپټه دي نه وي چي په هغه كي هم نيمه ونډه ماته رسيږي .
پ: څه وجه وه چي دطب يا ډاكټرى رشته موانتخاب كړه ؟
ج:دامي دمرحوم پلاريواځنى ارمان ووچي ترسره مي كړۍ ترڅودده په شان ډاكټرواوسم اوهمدالارمي تعقيب كړه اودبلي خواپه دې كاركي پيسې زياتي لاسته راوړل كيږي .
پ:كه راسو وروستى پوښتني ته آياستاسوهمدې دقدروړكارونوته تجارت ووايوكه خدمت؟
ج:مننه زموږكارهم تجارت دى اوهم خدمت خوخلګ وايي چي داكاريواځي
اويواځي غلاده هغه داسي غلاچي دپيسوخاوندوغله ته صاحب هم وايي اوپيسې هم وركوي.
ډيره مننه ډاكټرصاحب داچي حاضرسواست اوزموږپوښتنوته موجوابونه وويل داهرڅه ستاسوپرلياقت باندي دلالت كوي نوموږهم ستاسوددې خدمت په بدل كي ستاسوپه وياړيوپه زړه پوري شعرتاسوته ډالى كووخداى دي وكي چي ارږۍ موپرې بدنه سي .
ګولۍ نه يم ډاکتريم
هرڅوك مي ليوني كړه دهرچا دژوندخطريم
ګولۍ نه يم ډاكټريم
مرض دمريض څه كړم خپل دواپرتيرومه
كاغذپرخرڅومه
كه جوړسي كه بترسي زه ئي څه پروالرمه
ياسين پرتيزومه
قصاب دانسانانوعزرائيل دروغ بشريم
ګولۍ نه يم ډاكټريم
بلډينګ مي شل منزله كرايه ئې ډالري ده
ګټلې مي سيالي ده
مسكين چي راته راسي وايم زماصدرۍ خالي ده
مفليسه ډاكټري ده
نسخه كي چنګاښان كاږم زه هغه پوخ ماسټريم
ګولۍ نه يم ډاكټريم
شهرت مي جهاني ټوله هلمنددى پيژندلى
ماروغ سړى وژلى
مريض چي راته راسي مائې وخت نس وي څيرلى
لړمون مې را ايستلى
زه فنس اوچړې څه كړم زه استاد دټيلې وريم
ګولۍ نه يم ډاكټريم
روپوته مي دوخته دي دامونه درولي
ماډيرخلګ شكولي
معاينات تلويزوني مي مستريانوكي زده كړي
حيوان تجريبه كړي
سيلابه مدام ستادانتقاده لاس پرسريم
ګولۍ نه يم ډاكټريم
صديقي پيژنئ
ښاغلی سردارمحمد(صديقي) په ونه کښته خوپه شعرډيرلوړشخص دی، تل دکمينۍ په خاطرځوړندسرګرځي ،نرمه خندااوپټه خوله لري،
داچي هغه دښاغلي معلم صديق الله زوی دی ځکه په صديقي ونومول سو،په لږوخت کي دهلمنداوهيوادترهري برخي يې نوم ورسيدی نوم چي يې چااوريدلی وي په ليدلوبه يې تعجب وکړي
ښاغلی سردارمحمدصديقي ۳ کاله کيږي چي دبست فرهنګي ټولني سره ملګری دی اودهمدې ټولني دمشاعرې بل څراغ دی
داسلامي او پښتني رسوماتودښکلااودفاع په هلوځلوکي يې خپل قلم نه دی سپمولی اوزيات رنګين اشعاريې دقلم ترڅوکه ايستلي دي
لاندي شعربه يې دنمونې په ډول تاسي ته وړاندي کړو
نظر
څنګه چي تاردى دنرۍ ستني ترسپم وتلى
داسي نظرمي داشناترزړګي سم وتلى
نن به ضرورديارترزلفولاندي شپه تيروم
دزني خاله ترسپېرې خولې مي قسم وتلى
زړګيه صبرسه ديارغوښتنه بياونكړې
نورموتركلي دلمرمخي يارقدم وتلى
جانان به خپل دعاشقانونه پوښتلي نه وي
چي څوك پده پسي بيبان لره په غم وتلى
عرب جانان چي دبېلتون په سفركډه وكړه
زه ئې له غمه يم له مينځه دعجم وتلى
دسپين كاغذپرمخ چي څاڅكي (صديقي) ښكارېدل
دادزړه ويني وې كه رنګ دي دقلم وتلى
په تليفون کي يوه بله لوبه
بياهم دجمعې په ورځ په بازارکي په خپل موټرکي سپوريم چي تليفون ته مي زنګ راغی ماچي بيرته زنګ ورته ووهه تليفون يې هوکې کړپه پښتوباندي يې خبري کولې نوراته وويل وروره دلته يوموټرچپه سوی دی چي يونفرووچي يوه زنانه ورسره وه چي زنانه يې په شهادت رسيدلې وه اوهغه نفرستانمبرماته راکړچي ده ته زنګ ووهه ماويل چي زه يې نه پيژنم تليفون مي بندکړخيرکورته راغلم په انديښنه کي سوم چي خدای خبردابه څوک وي مازديګرسوپلارته مي داکيسه وکړه پلارمي راته وويل چي ولي تاپوښتنه نه ورڅخه کول خامخا شناخته به ووخيرمابيرته زنګ ورته ووهه چي تليفون يې پورته کړماويل وروره داڅوک وه اوته څوک يې هغه راته وويل چي زه دجلال اباداوکابل دلوی لاری ساتونکی يم اوهغه زخميان اودمړوجسدونه موږاوس جلال اباد ته انتقال کړل نوکه ته مهرباني وکړې يوکارت راواستوې زه به يې سم معلومات درته وکړم چي داڅوک وه ماورته وويل:اوه ،ته کارت والا يې! تليفون مي باندي کاټ کۍ دځانه سره مي افسوس وکړ چي پښتانه زلمي نن ديوه کارت غوښتلولپاره ياخوله ځانه انجوني جوړوي اويا ويوچاته داسي دغم اوخواشينۍ خبر ورکوي چي هغه ټوله ورځ په اندېښنه کي وي اودی لدې څخه خونداخلی داډېره دافسوس خبره ده ټوله وطنوال دي پدې پوه سي چي يوڅوک يې دغسي په انديښنه کي وانه چوي
په درنښت

تبصره نسته

  1. که رشتياووايم دغه مجله چې ديوڅوتنوليکوالانوکاپي شوي لیکني پکښې رااخستل شوي څوخلکوته داوښيي چې موږهم په دې ښارکې ددې ښارپه نوم یوه مجله چلوو،نورخوهيڅ مانانه لري .
    ځکه نه کومه سیاسي تبصیره پکښې ترسترګوکيږي اونه هم يوداسي نوی مطلب چې سړی ګټه ځیني واخيستلای شی .
    هيله ده چې ددې ولايت په سیاسي وضعيت بشپړه رڼاواچوي څوخلکوته ددې ولايت هغه سیاسي حالات چې دمګړۍ دګردي نړۍ سترګي ورته په لار ه دي .عيان اوښکاره شي .

  2. دلښګرګاه مجلې خپرونکو ته دزړه له کومي ددې ستر خدمت مبارکي وایم خدای ج دي تاسو ته ددې خدمت اجر درکړي په رښتیا هم ستاسو خدمت دقدر وړدی خو یوه خبره چی باید وویل سی هغه داده چی دمطالبو پر نوښت باندی باید ډېر فکر وسی ځکه چی دافغانستان ډېری مجلې او جرېدې يوبل ته ورته شیان خپروي لکه دپښتو هره مجله ناول، لنډه کیسه، شعر او شاعري، مرکه او داسی نور دا ټول هغه شیان دي چی خلکوته کوم نوښت نه پکښی تر سترګو کیږي نو زموږ هیله او نظر دادی چي نوښت تر ټولو غوره دی.
    ستاسو دلا بریاو په هیله
    دنن ټولنی اداره