کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت (درېیمه برخه)

دتقلیدحقیقت (درېیمه برخه)

ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
الله جل جلاله وايي :
وَلَاتَقِفُ مَالَیْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ (الاسراء ۳۶)
یاني په هغه شي مه پسې کېږه چي علم پرې نه لري .
ایاداټول آیتونه دتقلیدامرکوي که له هغه منعه؟ اوس کېدای شي یوڅوک داووايي چي موږخودخپلوعلماووپیروي کوو،علماءپه دین پوهېږي اودالله جل جلاله امرهم داسي دی :فَاسْئَلُوْااَهْلَ الذِّکْرِاَنْ کُنْتُمْ لَّاتَعْلَمُوْنَ (النحل  : ۴۳)
ژباړه : که دیوشي په اړه نه پوهېږئ له علماووپوښتنه وکړئ !
داهل حدیثوعوام هم له خپلوعلماووپوښتنه کوي نوڅه وجه ده چي موږته بدویل کېږي؟ نوځواب دادی :
که له چادپوښتنې نوم تقلیدوي نوبیانن په ګرده نړۍ کي حنفي نه شته،ځکه امام ابو حنیفه رحمة الله علیه خوپه نړۍ کي وجودنه لري هرسړی دخپلې سیمې له علماوواو مفتیانوپوښتنه کوي نوبیاخودی دهماغه خپلې سیمې یامسجددامام مقلدشونه دامام صاحب . که یوڅوک ووايي چي زموږامام خودامام ابوحنیفه رحمه الله قول راته بیانوي، ځکه نوموږدخپل مسجدیاسیمې دامام مقلدین نه یوبلکي دامام ابوحنیفه رحمه الله مقلدین یونوموږوایو عین په همدې ډول چي کله یوڅوک له موږپوښتنه کوي نودرسول اکرم صلی الله علیه وسلم حدیث ورته بیانووله همدې وجې هغه زموږمقلدنه بلکه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم مقلددی .
بله خبره داده چي پورتنی آیت په خپله پرمقلدینورددی نه تایدځکه که یوڅوک علم ونه لري هغه پوښتنه کوي ترپوښتنې وروسته پوهېږي په ایت کي همداسي راغلي ان کنتم لاتعلمون یاني که موعلم نه درلودنوپوښتنه وکړئ څوله هغه سره سم عمل وکړئ حال داچي تقلیدله څه دلیل اوحجت پرته دیوچاپه خبره عمل کول . لکه څرنګه چي یې وړاندي له تعریف سره حوالې تېرې شوې . همدارنګه امام شافعي رحمه الله په فقه الاکبرکي دتقلیدتعریف داسي کوي :
التقلیدقبول قول من لایدری ماقال من این قال؟ وذالک لایکون علما.
(الفقه الاکبر ص :۷)
یاني تقلیددیوچاخبره منل پرته له دې چي څه وايي اوله کومه ځایه یې داخبره کړې ده؟ اوداعلم نه دی .
درېیمه خبره داده چي الله جل جلاله له علماووڅخه دهغوئ دشخصي رايې دپوښتلوامرنه دی کړی بلکي ویلي یې دی چي له هغوئ دالله جل جلاله اورسول اکرم صلی الله علیه وسلم دفرمان پوښتنه وکړئ چي هغوئ څه وايي؟ حال داچي نن سباهیڅ حنفي عالم پرقران اونبوي احادیثوفتوانه ورکوي بلکي پرشامي،فتاوی دیوبند،هدایه اونوروفتاواووفتواورکوي . حال داچي مستفتي یاپوښتنه کوونکي لیکي چي دقران اوحدیث په رڼاکي ځواب راکړئ .هو!هغه خلک څرنګه پرقران اوحدیث فتواورکوي چي نورکتابونوته هم دقران درجه ورکوي . داحنافوویناده :
ان الهدایه کالقران قدنسخت من قبلهافي الشرع من کتب (مقدمة الهدایه ج : ۲)
ژباړه : هدایه لکه قران داسي ده په شریعت کي پخواني کتابونه یې ټول منسوخ کړل .
داحنافومطلب دادی چي لکه څرنګه چي ترقران کریم وړاندي ټول کتابونه منسوخ شوي،په هغوعمل کول ګمراهي اوکفردی همدارنګه چي ترهدایې وړاندي کوم کتابونه لیکل شوي هغه ټول منسوخ شوي که څه هم هغه بخاري شریفه وي اویامسلم .یادامام مالک رحمه الله موطأ،یادامام شافعي رحمه الله کتاب الام اویادامام احمدرحمه الله مسند. په دغوکتابونوعمل کوونکی ګویاپه منسوخ شویوکتابونوعمل کوي اوله اسلامه وتلی دی .همداخبره دشاولی الله صاحب په خوله هم واورئ! :
وتری العام سیماالیوم في کل قطریتقیدون بمذهب من مذاهب المتقدمین یرون خروج الانسان من مذهب من قلده ولوفي مسألة کالخروج من الملة کانه نبی بعث الیه وافترضت طاعته علیه وکان اوائل الامة قبل المأئة الرابعه غیرمتقیدین بمذهب واحد.
(التفهیمات الالهیه ج ۱ ص : ۲۰۶حجة الله البالغة ج ۱ص ۴۴۵)
ژباړه : عام خلک په ځانګړي ډول نن سبادمخکنیودمذهب مقلدین دي دوئ داسي فکرکوي چي له هغه مذهبه چي دی یې تقلیدکوي وتل که څه هم په یوه مسئله کي وي ګواکي داسلام پرېښودل دي دوئ خپل امام لکه نبي داسي بولي اواطاعت یې فرض ګڼي . حال داچي دامت مخکیني خلک ترڅلورمې پېړۍ وړاندي دهیچامقلدین نه ول .
دې ته بیاګوره احناف پرهرهغه چالعنت وايي چي دامام ابوحنیفه رحمه الله قول ونه مني .
فلعنة ربنااعدادرمل علی من ردقول ابی حنیفه رحمه الله (ردالمحتارج ۱ص ۶۳)
یاني پرهغه چادي دشګوپه اندازه لعنت وي چي دامام صاحب قول نه مني .
اوس راشه زه تاسوته داووایم چي کوموښاغلودامام صاحب قول نه دی منلی چي اوس شپه اوورځ احناف پرهغوئ لعنت وايي :
امام مالک،امام محمد،امام ابویوسف،امام شافعي،امام احمدبن حنبل،امام بخاري،امام نسايي،امام طحاوي،امام ابن حزم،امام ابن عبدالبر،امام نواوي اوامام ابن تیمیه رحمهم الله تعالي علیهم اجمعین .
نورهم دامت ډېرلوی لوی علماشته چي دامام صاحب قول یې نه دی منلی . اوس نو تاسوفیصله وکړئ چي دامت پرداسي ستروعلماوولعنت ویل داحنافودینداري ده؟
سره له دې چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي دي چي کله زماپه امت کي ۱۵ خویونه موجودشي نوپرهغوئ به دالله جل جلاله عذاب نازل شي په هغوکي یوهم اذالعن اخرهذه الامة اولها(ترمذي حدیث نمبر۲۲۱۰،ابن ماجه) یاني کله چي ددې امت وروستني پرمخکینیولعنت ووايي .
یوبل ځای رسل اکرم صلی الله علیه وسلم وايي :
من لعن مومنافهوکقتله (بخاري کتاب الادب باب ۴۴حدیث نمبر۶۰۴۷)
یاني پرمومن لعنت ویل لکه دهغه وژل داسي دي .
په نړۍ کي ترټولوبدخلک هغه دي چي الله جل جلاله دانبیاووپه ژبه پرې لعنت ویلی الله جل جلاله پربني اسرایئلودداووداوعیسی علیهما السلام په ژبه لعنت ويلی :
لُُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ (المائده ۷۸)
ژباړه : په بني اسرائیلوکي پرکافرانوشویودداووداوعیسی علیهماالسلام په ژبه لعنت ویل شوی داله دې کبله چي دوئ سرکښي کړې وه اوتېری به کاوی .
خوپه څلورمذهبونوکي داویاړیوازي اویوازي احنافوګټلی ځکه په څلورسره فقهي مسلکونوکي یوازي دوئ حلاله مني چي پرکوونکي اوهغې ته هڅوونکي یې نبي کریم صلی الله علیه وسلم لعنت ویلی دی .
عن ابن مسعودرضی الله عنه قال : لعن رسول الله صلی الله علیه وسلم المحلل والمحلل له .(رواه ترمذي وقال حدیث حسن صحیح حدیث نمبر۱۱۲۰ابوداوودحدیث نمبر۲۰۷۶ابن ماجه اودارمي )
ژباړه : له عبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پرهغه چاچي(تردروطلاقونووروسته دبل مېرمن )حلالوي اوهغه چاچي دامېرمن دده لپاره حلالېږي لعنت ویلی دی .
داحنافوښېراترننه یقیناچاته نه ده رسېدلې خودرسول الله صلی الله علیه وسلم ښېرانه ردېږي ترقیامته به پاتي وي .
درنولوستونکو!دادمقلدینوله خودامامانودمنلواواحترام طریقه ده .نوربیا…