کور / اسلامي / دحضرت علي (رض ) دزرينوويناووڅخه

دحضرت علي (رض ) دزرينوويناووڅخه

دډاکټر فريد الله واعظي رالېږنه

  دبدل اخيستلوخوشالي له يوي شيبي څخه زياته نه وي، خودبښني خوشالي هميشه وي.
 هيله مند اوسي ځكه ناهيلي ګناه ده.
 چا چي علم ترلاسه نه كړ هغه يتيم دي.
 پورغلامي ده اودهغي وركړه ازادي ده.
 ديقين خوب كول دشك له لمانځه غوره دي.
 دهرسړي قيمت دهغه نيك عمل دي.
 دانسان هره ساه ايستل دمرګ لوري ته يوقدم دي.
 خپل ځان خوښول ترټولولوي وحشت دي.
 مرګ يوبي خبره ملګري دي.
 نړي يوه مسافرخانه ده، خوبدبختوتري خپله دايمي جونګړه جوړه كړي ده.
 دانسان ترټولولوي دښمن دهغه خيټه ده.
 په نړي كي چي كوم شيان كم دي هغه رښتيااوامانت دي اوچي ترټولوزيات دي هغه دروغ اوخيانت دي.
 په يون(سفر) كولوكي هيځ بدي نشته ، دعيب خبره داده چي سړي په خپل هيوادكي دنورو محتاج وي.
 په هره خبره كي ها ها كول د منافقينو خوي دي اوپه هره خبره كي اختلاف كول ددښمني سبب ګرځي.
 ددښمن په ښو اخلاقوباندي باورمه كوي، اوبه چي هرڅومره په اورګرمي كړي بياهم داوردوژلو لپاره كافي وي.
 نن عمل شته حساب نشته، سبا حساب شته عمل نشته.
 انسان ته ښايي چي دهغو ژمنه  ونه كړي چي ترسره كولاي يي نه شي.
 دكور داخيستلونه وړاندي دګاونډيانوپه اړه معلومات لاسته راوړي .
 دروغجن سړي به هيځكله هم لويي مرتبي ته ونه رسيږي، هريوشمارل شوي شي كم وي.
 هرهغه سړي چي دهري خبري جواب ژر وركوي هغه هر بيان سم نه شي وركولاي.
 كوم كار چي دخلكوپه وړاندي يي كول مناسب نه وي مناسب داده چي پټ هم بايد ونكړل شي.
 انسان په دي عمر كي دځه لپاره خوشحاله وي، چي دساعتونوپه تيريدو باندي كميږي اودهغي بدن په سلامتي ولي مغروره وي، چي دجهان دافتونو ورته مخه وي.
 دانسان لپاره څومره بده ده، چي باطن يي رنځورمګر ظاهريي ښايسته وي.
 علما ددي لپاره عاجزاوبي كسه دي چي جاهلان ډير دي اوڅوك دهغوي قدرنه پيژني.
 خراب سړي په چا نيك ګمان نه كوي، ځكه چي هغه هرسړي دځان په ډول ګڼي.
 څه وخت چي عقل پوره شي،نو هغه وخت خبري كميږي.