کور / اسلامي / اسلامي ارزښتونه – څلورمه برخه

اسلامي ارزښتونه – څلورمه برخه

ژباړن : عبدالرحمن فرقاني                        
اسلامي ارزښتونه :

څلورمه برخه:                     دويم باب
                                  ايمان او اطاعت
                       د اطاعت لپاره علم او يقين ته اړتيا
                   د ايمان تعريف ,  دعلم د حاصلولو ذريعه ,
                        
                                     ايمان  بالغيب

 د اطاعت لپاره علم او يقين ته اړتيا :

په لومړي باب كې تاسو ته مالومه شوه چې اسلام په اصل كې د پروردګارد اطاعت كړلو نوم دی, اوس موږ غواړو وښيوو چې انسان د الله ج اطاعت تر هغه وخته نشي پرځای كولای ترڅوپدغو څو خبرو علم رانه وړي او دا علم د باور اويقين ترحده ونه رسيږي .
        له ټولو وړاندې  پكارده چې انسان د الله تعالى په وجود يقين اوپوره باور ولري , ځكه كه چيرې د الله تعالى په وجود يقين و نلري نود الله تعالى اطاعت به څرنګه و كړي ؟
        د دې سربيره دالله تعالى په صفاتو باندې علم راوړلو ته هم اړتيا ده , كوم انسان ته چې دا مالومه نوي چې الله تعالى يو دی اوشريك نلري ، هغه به د نورو په وړاندې له سرټيټولو اولاس اوږدولو نه ولې ډډه وكړي ؟ كوم انسان چې پدې باورنوي چې الله تعالى هر څه ګوري ، اوهر څه اوري ، اود هر څه نه خبر دی , هغه به ځان دالله تعالى له نا فرمانۍ څخه ولي وژغوري ؟ پدې خبره چې ته فكر وكړی نوتا ته به مالومه شي چې د افکارو,اخلاقو,اواعمالو په ډګركي داسلام په لاره تللوته چې انسان كومو صفتونو ته اړتيا لري هغه په انسان كې تر هغه وخته نشي پيدا كيدلى تر كومه وخته چې د الله تعالى په صفاتوباندې علم رانه وړي , اودا بايد محظ د علم تر دايره پورې محصوره پاتي نشي بلكه دا  بايد تر پاخه باوراو يقين پورې ورسيږي ، او په زړه كې ځاي پيدا كړی ترڅودانسان زړه د ناوړه خيالانو څخه وساتي ، او د ده ژوند د دې علم په ذريعه  د ناوړ ه كارونو څخه محفوظ شي .
        لدې څخه وروسته انسان ته دا هم بايد مالومه وي چې دالله تعالى د رضا مطابق  ژوند كولو لپاره تګلاره كومه ده , كوم كار الله تعالى خوښوي , تر څو انسان هغه كار وكړي , او كوم كار الله تعالى نه خوښوي , تر څو انسان له هغه كار څخه ځان وژغوري , د دې كار لپاره اړتيا ده چې انسان د الله تعالى قانون اونظام سم وپيژني , اود دې قانون اړوند پوره باورولري چې دا دالله تعالى قانون دي  , او د دې قانون مطابق عمل كړل اوپيروي د الله تعالى د خوښي باعث ګرځي , ځكه چې كه دی پدې هكله علم ونه لري نو د څه شي اطاعت به وكړي ؟ او كه يې علم وي خو پوره يقين يى پري نوي يا په زړه كى داسي ګمان وي چې لدې قانون څخه پرته بل قانون اوسيستم شته چې هغه هم درست كيدلاي شي  ، نو د هغه قانون سمه پابندي به څرنګه وكړي ؟
اوانسان ته دا هم بايد مالومه وي چې د الله تعالى د قانون څخه سرغړونه او د هغه دنظام خلاف  د ګام پورته كولو انجام اوپايله څه ده , د دې مقصد د ګتلو لپاره اړتيا ده چې د آخرت  په ژوندانه , دالله تعالى په وړاندي  د حساب لپاره دريدل  , د نافرمانۍ سزا , او د فرمان بردارۍ په پايله كى د انعامونوترلاسه كول  باندي پوره يقين او باور ولري , كوم سړي چې د آخرت له ژوندانه څخه بې خبره وي , هغه اطاعت اونا فرماني دواړه بې پايلې ګڼي , د ده ګمان خو دا وي چې په آخرت كې اطاعت كونكي اونه كونكي دواړه برابر دي , ځكه چې دواړه خاوري كيږي , نو لده څخه دا اميد اوهيله ولې وشي چې د اطاعت لپاره تكليفونه اومشكلات وګالي , اوله هغو ګناهونو څخه ځان وساتي چې په دنيا كى ده ته كوم زيان نه اړولي ,      
          لداسې عقيدې سره سړي هيڅ كله د الله تعالى اطاعت كونكى نشي كيدلي ,همدارنګه هغه سړي هم په خپل اطاعت كي ثابت قدمه نشي پاتي كيدلي چې د آخرت په ژوندانه اودالله تعالى د عدالت په وړاندي ددريدلوعلم لري خو يقين پرې نلري , ځكه چې د شك اوترديد سره انسان په كومه خبره ټينګ نشي پاتي كيدلي , ته يو كار هغه وخت د زړه له كومې كولي شئ كله چې ورباندي پوره يقين ولرئ چې دا كار ګټمن دي او له بل كار څخه ځكه ځان ژغوري چې پدې باور يي  چې زيانمن دي , نو لدې څخه مالوميږي چې د يوه كار د كولو لپاره د هغه كار په مقصد پوهيدلو ته اړتيا ده ، اودا علم اوپوهه بايد د يقين تر حده رسيدلی وي .
                                  
  دايمان تعريف :

د برسيره بيان په رڼا كې ، چې د كوم شى څخه موږ د علم اويقين تعبير كړی، د هغه شي نوم ايمان دی ، دايمان د مانا اومفهوم څخه مراد پوهيدل اومنل دي ,  كوم سړى چې د الله تعالى وحدانيت او د الله تعالى په ريښتينو صفاتو اود الله تعالى په قانون او دالله تعالى په سزا اوجزا پوه وي اود زړه له كومې ورباندي يقين ولري ، هغه ته مؤمن ويل كيږي , اود ايمان پايله دا ده چې انسان مسلمان يعني د الله تعالى مطيع اوفرمانبردار كيږي .
د ايمان لدغه تعريف څخه ته په خپله پوهيدئ شي چې له ايمانه پرته انسان مسلمان كيدلاي نشي , د اسلام او ايمان تړاو د نيالګي په څير دی چې د خپل تخم سره يى لري , له تخم پرته خو نيالګی پيدا كيدلاي نشي , البته كيدلاي شي چى تخم په ځمكه كى وكرل شي خو د اوبو اوهوا دخرابې له امله نيالګي كمزورى يا ناقص را شين شي , بلكل همدارنګه كه كوم سړي له پيله ايمان رانه وړي نو ممكنه نده چى هغه مسلمان شي , البته دا ممكنه ده چى د يو سړى په زړه كي ايمان وي مګر د خپلى كمزورى اوناقصى روزنه له امله اويا له ناوړه خبرو له امله پوره او كلك مسلمان نوي .
 
د ايمان اواسلام له لحاظه انسانان په څلورو طبقو ويشل كيږي                                                  

لومړى هغه طبقه انسانان دي چى ايمان لري او د هغوی ايمان باعث ګرځي چې دوی دالله تعالى اطاعت كونكي اوفرمانبرداره وي , كومه خبره چې الله تعالى نه خوښوي له هغې خبرې څخه داسي ځان ژغوري لكه چې سړی له اور څخه ځان ژغوري , او كوم كار چې دالله تعالى خوښيږي هغه په داسي شوق اومينه تر سره كوي لكه چې كوم سړى دولت حاصلوي , دا اصلي مسلمان دي .
دويمه هغه طبقه ده چې ايمان لري خوايمان يې دومره پوخ او طاقتوره ندي چې دی دالله تعالى اطاعت كونكى وګرځوي , سره لدې چې دا طبقه ټيټه طبقه ده خومسلمانه طبقه ده , دا طبقه كه نافرماني كوي د خپلى نافرمانۍ اوجرم په كچه به د سزا مستحقه وي , خو د دې طبقې حيثيت د مجرم دحيثيت په څير دی ، نه دې باغي حيثيت , ځكه چې دا طبقه د پادشاه پادشاهي مني خود هغه قانون ته د قانون په څير نګوري .
دريمه هغه طبقه ده چې ايمان نلري خوداسې عمل كوي چې د الله تعالى دقانون مطابق ښكاري , دا په اصل كي باغي طبقه ده , د هغوی ظاهري نيك عملي په حقيقت كى د الله تعالى اطاعت او فرمنبرداري نده , لدې امله د دوی كوم اعتبارنشته , د دوی مثال د هغه سړي په څير دی چې د پادشاه پادشاهي  نه مني خود پادشاه قانون د قانون په څير مني دا سړی كه په ظاهري توګه داسې عمل كوي چې د قانون مطابق وي خو دی د پادشاه وفاداراوپيرونشو شميرلي په هر توګه دی باغي ګڼل كيږي .
څلورمه هغه طبقه ده چې ايمان هم نلري او د عمل له لحاظه هم شريره اوبدكاره  طبقه ده , دا له ټولو ناوړه طبقه ده , ځكه چى دا باغي طبقه  ده اوعين وخت کې مفسده هم .
د انساني طبقوو له پورتني ويش څخه دا خبره ظاهريږي چې ايمان د انسان د كاميابی لامل دئ , اسلام د ايمان له تخم څخه پيدا كيږي كه هغه كامل وي او كه ناقص , چيرته چى ايمان نوي هلته به د ايمان په ځاي كفروي , هغه  کفرچې بل مفهوم يى بغاوت دئ ، كه هغه د بدترينې درجې بغاوت وي او كه دي كمتريني درجې .