کور / کیسه / دزينب په اوښکوکې

دزينب په اوښکوکې

زينب هغه پښتنه ميرمنه ده چې د مخ په ګونځو کی دزمانې دناخوالو تصويرله ورايه ليدلاې شو کلونه پخوا چې دجنګ داور لمبۍ په وطن خپله توره لمنه خوره کړې وه زينب دخپلې کوچنۍ يواځنۍ لور مقدسۍ او دخپل ژوند ملګرې سره ايران ته مهاجره شوه ٠ خو په ايران کی دهغه مغزې سکتې له له امله چې ميړه ته يې پيدا شوې وه څو کاله مخکې خپل ميړه يې په يوايراني روغتون کی دسر دعمليات په جريان کې د لاسه ورکړ او دا بی سر نوشته دخپل لور مقدسې سره پاتې شوه٠ مقدسه هغه جراره پښتنه پيفله ده چې دايمانداري او دپښتني احساسات يې په څيره کې له ورايه ښکاري خو ديو چا لومړي ځل مينې ته دشک په سترګه ګوري چې دبل وطن زلمي پرې زړه بايللی دی، دهغې په نظر چې دا مينه به دهغې پښتني احساساتو ته صدمه ورسوي٠ زينب هاغه ښځه ده کوم چې په افغانستان کې د نا اعلان شوي جنګ ښکار ګرځيدلې ده ٠ کله چې په وطن کی دجنګ او لوږې د اور لمن هر خواته وغزيده زينب هم د خپل يواځنۍ لور او ميړه سره د ايران خواته د نورو مهاجرو سره وخوزيده دهجرت سختې شېبې يي د يو نا پيدا ارمان لپاره د ژوند په څلور لارو کې تيرې کړې خو قسمتونه غير دالله نه بل څوک نه شي بدلولای او د مرګ منګلونه خو څوک د الله په کور کې هم خلاصيدلای نه شي دزينب يوازنۍ لور مقدسه د ايران په ماحول کی رالويه شوه او دايرانيانو ژبۍ د هغوي د رواجونو سر ه دمقدسې په تربيه کی يو لوی بدلون راوستی مقدسه دايرانيانو په شان خبری کوې جامې اغوندې او دايران رسم او رواجونه يي خوښيږې خو دا چې پلار يې پښتون وو دافغانانو سره يوه ځانګړې علاقمندې هم لري خو دا يوه نوې خبره نه ده چېدکليوالو پښتنو سره هم د زړه نه مينه لري ٠ ما زينب په کاناډا کی وپيژنده کله چې هغه دکاناډا خاورې ته قدم کيښود زه دهغې ميلمه پاله اودژبۍ ترجمانه هم ومه زينب او دهغه لور ډيره په اسلام مينې او سر تيره مذهب يان دي، کله چې کاناډا ته داخل شول دلته بيا د يو ازاد ماحول سره بلد نه وو دخوراک نه نيولې تر هرڅه پورې بدل ورته ښکاره شو او په نه خوړلو يي لاس پورې کړ مونږ ډير کوشش وکړ چې دوی ته د دوی په زړه حلاله غوښه او نورشيان برابره کړو مسلمانه ښځينه روانشانسه ډاکترې ته مو بوتله که کوم صحي مشکل لري خو رښتيا ده چې ددوې ذهن دې ته اماده نه وه چې دلته پاتې شي کله چې ما ورنه پوښتنه کوله ولې ؟ نو دوی دخپل مذهب په حقايقو باندې خبرې کولې چې ټولې منطقي وې خو نه پوهيږمه چې څه او کومې رشتې زه د دوی زړونو ته ور دننه کړې ومه له ماسره د دوی ښه جوړه وه او د ٢٤ ساعتو لپاره يي زه غوښتمه د دوی په غوښتنه مې دواړه دهوټل له خونې نه خپل کور ته بوتلل
او بلاخره د بېرته تګ لپاره يې د کاناډا حکومت ته وړانديز وکړ خو دا چې کاناډا يوه سوله خوښوونکی مملکت دی د بشري حقوقو سره سم يې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب وويل شو او دوی ته د بېرته دتګ لپاره ټکټونه اماده شول
خو په سيمه کی دميشته افغان وګړو لخوانه د کلک غبرګون سره مخ شول دوی په دې لا نه پوهېدل چې دايران حکومت له خوانه د دوی په پاسپورتونو کې د خروج ټاپه وهل شوې ده او دا چې دوی افغانان دي که چيرې دوی غواړي بېرته د کاناډا له خاورې نه خارج شي نو دوې به افغانستان ته وليګږدول شي زينب او مقدسه چې کلونه د افغانستان نه لرې پاتې شوې وو لا خو په دې نه پوهيده چې وضع به په افغانستان کی څنګه وي د يو بې سرپرسته مور او دهغه پيغله لور به څنګه وکولاې شي چې افغانستان ته لاړ شي او ديو هوسا ژوند نه برخه مند شي ٠ په دې کې شک نه شته چې افغانان با اتفاقه خلک دې دضرورت په وخت کی يو په بل باندې سرونه هم ورکوی٠
دمقدسی د ځواني د نوي پيغلتوب دونيا خو له ډيرو ارزوګانو څخه ډکه وه يو هم د هغه مينه د يو ايرانې صاحب منصب سره وه چې کلونه کلونه يې دمقدسې سره دواده خيالاتو په زړه کې د اميدونو شمع بله ساتلې وه خو مقدسه چې هم ديو روښانه راتلونکې په طمه دخپلو ارمانو دونيا ته د خوشحاليو زيرې ته سترګه په لاره وه هغه هم د يو نا پيدا ارمان لپاره يي داميدونو لاره څارله ا و دزړه نه يې د هغه ځوان سره مينه درلوده، تاسې پوهيږۍ چې مينه داسې يو نا منلی ميلمه دی چې بې له سته دزړه په خونه ميلمه کيږې او دسړي سر ليونتوب ته وباسي خو سره له دې مقدسه د ايرانې صاحب منصب مينې ته د شک په سترګه ګوري او دا ورته شرم ښکارې چې يوه پښتنه پيغله به څنګه د بل وطن زلمې سره د واده تړون وکړې٠ خو تاسې هم زړه لرۍ راځۍ له ځانه وپوښتو چې اوله مينه يعنې څه ؟او دمقدسې مينه به څه کوي زه د ايرانې ځوان دپرله پسې تليفونونو شاهده ومه چې دمقدسې مورته يې په تليفون کې د بيرته ستنيدو بلنې ورکولې زينب هم دې ته تیاره وه چې خپل لور ايرانې ځوان ته واده کړې ځکه دا ځوان چې ديو ښه هستي داره کورنۍ څخه دی ددواړو دپاره ايران ته د کراي خرچه منلی دی ٠ مقدسه يوخواته دقسمت په کړنه او بل خواته خپل نامنلې درپه در مينې ته حيرانه ده چې څه وکړې په شوخې کې مې ورڅخه پوښتنه وکړ چې ايرانی ځوان دې ډير خوښ دی په کړس خندا يي ځواب راکړو ويل هو دا چې د ژوند په هره سخته کې زما پلار او مورته لکه غلام ولاړ وو خو ماته مې پلار ويلي دي چې زه به د يو ورور په سترګه ورته ګورمه داځکه چې هغه هم يو مسلمان دي خو دواده قصد ورسره نه لرم دا زما دپلار وينا وه چې زه به يو افغان سره واده کوم د افغانې جینکو لپاره چې بهرنيانو سره ودونه کوې دشرم وړ خبره ده خو ما ورته دهاغو افغاني جنکيانو نومونه چې دعربانو ،پاکستانيانو او روسي تاجکانو سره ودونه کړې ياد کړل خو مقدسې په ډير قهر وويل دوی خپل غيرت يې پلورلی دي داسې چې پينځه ګوتې فرق کوي انسانان هم فرق کوي او بيا خو انقلاب او اوسنيو حالاتو دخلکو په رواجونو او ژوند باندې منفي اغزې لري کېداې شي چې دوی به ډير مجبور شوي وي او بيا يي هغه لنډۍ ته اشاره وکړله
څوک په رضا دملکه نه ځې= يا ډيرغريب شي ياد يار دغمه ځينه
په دې ورستيو کې ما ډير افغانان ولېدل چې دمختلفو مجبوريتونو له وجې هلکانو د خارجې جنکيانو سره ودونه کړي خو دا هم په بهرني ملکونو کې دميشته کېدو او د وطن په غيږ کی دجنګ ددوام له وجې٠ په سترګو کې اوښکې راغلې او ماته يي وويل که مورکۍ مې چې اوس زړه هم ده او دزړه تکليف هم لرې که مړه شي زما سرنوشت به څنګه کيږې خو پو هيږمه
چې هر لوستونکی به وايي خو دچا دې سره واده وکړي ٠ يقين وکړۍ چې جينۍ ښايسته نه ده په رنګ کې زيړه ښکاري د تکليفونو او کړاوونو نه يي کيداې شي رنځ اخستی وي خو ډيره هوښياره، جراره ،او بيداره انجلنۍ ده او عالي احساس يي ديادولو اودقدر وړ ده او دهغې پابندي په خپل مذهب او کلتور خپل ځای زما د زړه په خونه کې نېولی ده او زه يې دې ته مجبوره کړی يمه چې يو څه وليکمه ٠ خو راشۍ چې بېرته زينب ته لاړ شو زينب دافغاني فاميلونو کوم چې په کاناډا کې اوسېږي د توجو وړ وګرځيدلي پس د حقايقو نه چې افغانستان کې د سولې او ديو امن ژوند پيل ته لاهم وخت پاتې دی هغه دا ومنله چې دلته پاتې شي خو دحکومت لخوا نه دګرم استقبال سره مخه شوه تر اوسه پورې دغه ژوند دهغې په خوښه چلېږې او په خپله خوښه دخپل لور سره دجماعت مونځونو ته ځي په کاناډا کی داسلام دين باندې کومه پابندې نشته دا دسولې ښه زانګو ده خو مونږ افغانان دخپل درديدلې اولس اودهغوې دژوند شرايط سره ځان شريک بولو او دخداې نه دا غواړو چې دسولې پرښته د دافغانانو کورته دتل لپاره کوربه وې او مونږ وکولاې شو خپل وطن ته ستانه شو ٠ دا هيله مانه ډيره د زينب په اوښکو کې لېدل کيږې هغه هرکله چې دافغانستا ن نوم اخلي نو په سرو اوښکو ژاړې او په زړه کی دارمان لري چې که سوله راشي او هغه وکولاې شي چې بېرته خپل وطن ته ستنه شي خو خدای دی دهغه دا خوب او خيال رښتيا کړي خو پته نه لګي چې دمقدسې دمينې داستان به په کوم ځای کې ختمېږې لاخو د ايراني ځوان دهيلو زانګو په زنګيدو کی ده