کور / کیسه / زروګۍ ادې دجنګ په غميزوکې

زروګۍ ادې دجنګ په غميزوکې

دا خو زروګۍ ادې وه چې خپلې زوی پسی ، ړنده اوګونګۍ شوه داد هغې مساپرځوې مور وه چې يواځې يو زوې يې درلوده او هغه هم دسترګو نه پناه دخپل ښځې او اولاد د نفقي لپاره ورک په بل ملک کې مسافری کولو زروګۍ ادې به دشپي او ورځې خپل مساپر زوی ته پينځه وخته مونځ کې دواګانې کولې او کله نا کله به سوابي روژي هم نيولې دخپل مساپر زوی ديدن پسی به يې تل اوښکې تويولې اختر او برات خو به پې غم وه داختر ورځوکې به هم سترګې په لار ددروازې هر ګړب سره به نيغه په خپل کټ کې کيناستله دا ښځه دخپل وې بچيانو سره ه هغه کور کې اوسيده چې مونږ په کې دمسافرې شپې صبا کولې زروګۍ ادې ډيره نا چاره وه په شپوشپو به په لمدو اوښکو اوسترګو ويده کيده خپل دځوې کيسې به يې هر چا ته کولو او ژړل کله به دزوې لخوانه دنفقي لپاره پيسي تر لاسه کړله او کله خو به هيڅ هم نه وه خپله به جام په لاس کې بازار ته خيرات ټولو پسی ووته مازديګر به په کړوپه ملا په وچو شنډوخپلې کور ته ننوته رنګ به يې سپيره وه ټول به ورته زوريدو دمساپر زوې واړه بچي به خپل انې نه تاو ول
داوړي دګرمي له وجې مونږ ديخ هوا ځاې کابل ته مخه کړه زروګۍ يواځې خپل اينګور سره پاتې شوه کله چې ګرمي تيره شوه مونږ بيرته راغلو خپل کورته نو زروګۍ په واړو سترګو ړنده شوې وه خوبيا هم يې خپل زوې يادوله هغه تل به داسې ارمان کوله که هغه راشي ياد هغه دراتک زيرۍ څوک پې وکړي نو دهغه سترګو ته به نور راپيداشي خو دا زيرې يې د ژوند پاې پورې وا نه وريدو داسې وخت راغې چې دزروګۍ د زوې مناسبات دخپل کورنۍ سره وشليدا و زروګې به همداسې کورپه کور او دښار هر دوکاندار ته دخيرات لپاره لاس غزولې وه هغه ډيره زړه شوې وه ملا يې کړوپه وه روپۍ روپۍ يې ټوله کړه او يو چاته يې دلارې کرا اوخرچه ورکړ ه تر څو دزوې نه يې احوال راوړي کله چې سړۍ بيرته راغې دهغې دځوې دمرګ احوال يې راوړ چې په ايران کې زوې مړ شوی بيا هماغلته ښخه شوی و کله چې زروګۍ دا احوال واوريده نو بيهوشه پيريوتو او ژبه يې هم ګونګۍ شوه زروګۍ بيا هم دخپل مسې سره په ګونګه ژبه او ړندو سترګو کړوپه ملا بيا م جام په لاس کې خيرات ټولولې خپل دزوې بچيانو ته خو يوه ورځ روژه په خوله دروژې په وويشتمه ورځ ناروغه وه په داسې حال کې چې دالاد ديدن پسي هم ړنده او هم کڼه شوه او په همدې غم کې سترګې له دونيا څخه پټۍ کړې او مړه شوه دجنګ په غميزو کې ډير داسې ميندې دخپل مساپردغمه ناروغ شوې او دديدن ارمان يې ځان سره ګورته وړي دي پاې