کور / کیسه / تورکارغه

تورکارغه

قدرمنو لوستونکو:- ديادولو وړ ده چې ووايم ښاغلی کرزی ډير راته ګران دی ځکه چې په ډير سخت شرايط کې دقدرت واکی يي واخيست او دقدر وړ تاريخي کارونه يي هم کړي دي
مګر سره له دی ډير نواقص دحکومت په چارو کې ليدل کيږي چې کله کله ملت وقهروي غواړم دلته دبيلګۍ په توګه دتور قارغه کيسه تاسو ته وکړم څوکاله پخوا کله چي کرزي صاحب دطالبان په ضدبغاوت شروع کړو دپيښور دبوټ بازار کي يوي ډاډسني ته راوختم چي يوښايسته ځوان دلنډي ږيري خاوند چي ما پيژندلو
ډير خوشحاله اوپه خندا ډکه خوله ئي ويلي چي دافغانستان عرض خداي واخيسته او اوس به جوړ شي٠ دوهم امانالله خان خداي ورکړو دسروزوچرګ خداي ورکړو چي د امان الله خان اودسروزرو چرګ نه ئي مطلب کرزي وه٠ په ډاډسن کي يوبل افغان چي اږده ببره ږيره او اوږدي څڼي ئي لرلي اوسترګي ئي توري کړي وي په ډيرقهر اوغصه ئي لنډي ږيري خاوند اوکرزي ته سپکي سپوري وويلي دلنډي ږيري خاوند دومره خوشحاله وه چي خوله ئي دځندا نه نه راټوليده اوددي سړي په خبرو ئي هيڅ فکر ونه کاوه او يواځي همدا ويلي چي دسرو زرو چرګ دي افغانان به بيرته خپل وطن ته لاړشي جګړي به ختمي شي سلاح ګاني به ټولي شي عادي ژوندبه راشي ٠نه يواځي داځوان بلکه اتيا فصده خلکوداهيله لرله اوډير خوشحاله وه مګر دوخت په تيريدو سره نه هيلي ترسره شوي اونه هغه خوشحالي پاته شوه چور چپاول ،غلاوي، زور واکي،سلاح ګاني، رشوتونه اختطاف،قاچاقبري په پردي ناموس تيري اوداسي نور داټول شته دي٠خبره رانه اوږده نشي اوس چي کله دهغه لنډي ږيري خاوندنه پوښتنه وکړم چي څنګه دي دسرو زرو چرګ هغه په چورتووکي لاړشي او وروسته دځنډه ووائي چي تورکارغه دي زه غلط شوي وم