کور / اسلامي / حضرت بلال (رض) دوهمه برخه

حضرت بلال (رض) دوهمه برخه

کله چي حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه حضرت بلال رضي الله تعالى عنه په دې حالت کښي چي ابوجهل ځناور، اميه بن خلف ځناور او نورو سخت زړو ځناروانو په د دا  ډول سخت ترينو تکليفونو سره چي په هيڅ ډول د يو بشر سره لا څه بلکي د يو حيوان سره هم نه ښايي مخامخ کړئ ؤ نو د دې حالت څخه د ژغورلو په نيت يې  و اميه بن خلف ته د هغه  د رانيولو وړانديز وکړ هغه ځناور هم د دې په خاطر چي نور يې داسي څه په وس  او توان کښي نه وه چي د ده (حضرت بلال(رض)) په وړاندي يې وکاروي او د ده( اميه بن خلف) په نيت يې د اسلام د سپېڅلي دين پرېښودولو ته بېرته اړ کړي او د بتانو عبادت ته يې بېرته را وګړځوي. نو يې سمدلاسه د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه وړانديز ومانه او د حضرت بلال رضي الله تعالي عنه بيه يې ٩  اوقيې(چي د هغه وخت د سرو زرو څخه جوړي سوي پيسې وي) کښېښوده  چي دا په هغه وخت کښي د يوه مريي په ازاد ولو کښي ډېره لوړه بيه وه ځکه چي اميه بن خلف ګمان کاوه چي حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه به دى نه رانيسي خو حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه هغه په همدا بيه او په دې نيت چي يو مسلمان دئ او د کفارو د عذاب څخه يې خلاص کړي رانيوئ کله چي د دوى دوو تر منځ په همدا پيسو سودا پاى ته ورسېدل نو اميه بن خلف حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه ته وويل چي که چيري دى تا په يوه اوقيه غوښتئ واى ما به هيڅ نه واى پکښي ويلي او در باندي پلورلئ به مي واى خو حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه ورته وويل چي که تا دى په ١٠٠ اوقيو بيه کړئ واى او کم دي نه ور کولاى لا مي هم را نيوئ او نه مي پرېښودئ. چي د همدې سودا په پايله کښي حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د دوى د لاسه اذاد سو.
 کله چي په مکه معظمه کښي کفارو د مسلمانانو په وړاندي هر ډول تکليفونه او ستونزي جوړي کړې او مسلمانان يې ډېر سخت په عذاب کړه او مسلمانان د دوى د تکليفو څخه ډېر سخت تنګ سوه آن تر دې چي نور نو د تحمل وړ نه، نو حق تعالى جل جلاله مسلمانانو ته  د هجرت کولو امر وکړئ او نبي پاک عليه السلام مسلمانان و مدينې منورې ته په هجرت کولو امر کړه حضرت بلال رضي الله تعالى عنه هم يو د هغو کسانو څخه ؤ چي مدينې منورې ته يې په لومړي ځل هجرت وکړ او هغه يې خپل استوګن ځاى غور کړ او د کفارو د بېځايه تکليفو څخه ليري سو او د خپل هغه ملګري ( نبي پاک عليه السلام) سره چي يوازي او يوازي يې هغه ته د ډېرو سختو تکليفو ورکولو په بدل کښي پر خوله بد راوړل هم ښه نه بلل يو ځاى سو. او د هغه سره ملګرئ سو چي کله به هغه يو ځاى ته تلئ که به راتلئ او که به يې لمونځ کوئ يا به يې غزا کول دى به ورسره ؤ لنډه دا چي د هغه  سايه وګرځېدئ. کله چي نبي پاک عليه السلام په مدينه منوره کښي خپل مسجد چي مسجد نبوي ياديږي او يو لمونځ کول پکښي په  نورو ځايو کښي د لمونځ کولو په پرتله پنځوس زره چنده بالا ثواب لري  جوړ کړ او د اسلام په سپېڅلي دين کښي د اذان کېدل پيل سوه حضرت بلال رضي الله تعالى عنه لومړي مؤذن ( اذان کوونکئ) ؤ چي په نبوي مسجد کښي يې اذان وکړ. حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د بدر په غزا کښي د نبي پاک عليه السلام سره شرکت وکړ او د حق تعالى جل جلاله هغه ژمنه چي د حق د لارويانو مرسته به کوي او سرکښانو ته به شکست ورکوي او د هغو سرکښو او ظالمو کفارو جسدونه چي ده يې ته يوازي او يوازي د اسلام د سپېڅلي دين د منولو او بېرته يې د بتانو  عبادت کولو ته د  را ګرځولو په خاطر ستخت ترين تکليفونه ورکول په داسي حال کښي چي غشي او توري پوري وري تر وتلي وې او مړه پراته وه پخپلو سترګو وليدل.
او همدا ډول حضرت بلال رضي الله تعالي عنه د  نبي پاک عليه السلام سره د هغه تر وفات کېدو پوري ملګرئ ؤ او هغه به د ده هغه شعار (اَحدَ، اَحَد) ته چي د کفارو د هر ډول سخت تکليف په ځواب کښي به يې وايه حيران تللئ ؤ.
                                                                                                                                                                                    نور بيا