کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داحمدشاه بابا موفقیت او دزرغونې انا نصیحت

داحمدشاه بابا موفقیت او دزرغونې انا نصیحت



  1. لوی امپراطور احمدشابابا ابدالي

 


 


 




  1.  


  2.     1  دافغانستان اوسنۍ حالت



  •      دپاکستان سیاست


  •      دبرتانیاسیاست


  •      دامریکا سیاست


  •      دبهرنیوکړیو اومطبوعاتو سپین سترګی

      2   وړاندیزونه




  •      د بر افغانستان دخلکو مسولیت


  •      د لر افغانستان دخلکو مسولیت


  •      دنړیوالې ټولنې مسولیت 
     


درنو لوستونکو:پدې وروستیو ورځو کې ډیرداسې څه ترغوږو کیږی چې له یوې خواله افغانانو څخه لاره ورککوی اوله بلې خواپه نړیواله کچه له بشریت سره دښمنۍ ته لاره هواریږی.ددې لپاره چې لیکنه رانه اوږده نشی نوسملاسی به له مقدمې وړاندې دې وروستیو حالاتو اوسیاستونوته یوه لنډه کتنه وکړم. زه به په نننۍ لیکنه کې حقایق هغسې چې ډیری افغانان پرې باوراوعقیده لری بیان کړم. افغانان پدې باوردی چې دافغانستان بربادی هغه وخت پیل شوه چې دهند نیمې وچې ته انګریزان دخپلو شومو هدفونوسره راغلل. له هماغه وخته افغانان دانګریزانو دسترګو اغزی شول،ځکه افغان یوازینۍ ملت وو چې ددوی دپرمختګ مخ یې ډب کړه.دوی خپله دښمنی له افغانانوسره هغه وخت تاریخی کړه چې دلوی افغانستان ملت یې په دووبرخو وویشلو اودغه خنجرهغه وخت لا پسې زهری شوچې کله دوی له سیمې څخه پداسې حال کې پښې سپکې کړې چې دسیمې څخه دوتلو پرمهال یې نه یوازې داچې دافغانانو سیمې یې بیرته ورونه سپارلې ،بلکه له یوې خوایې داسې خلک خپل ځای ناستی پریښودل چې له افغانانوسره یې دانګریزانو سیاست پرمخ یووړ اوله بلې خوایې بیا هم ددغو سیمو خلک په بیلابیلوډولونوسره وویشل. داهغه وخت ووچې افغانانو یوښه مشرنه درلود،ځکه نو دتاریخ په وړاندې نه یوازې دوخت مشرانو خپل مسولیت ادا‌‌ء نشوکړای ،بلکه دغه غمیزه یې لاپسې پیچلې کړه. که څه هم په تاریخ کې ځینې څیرې بیا هیڅکله پیدانشی مګرلږترلږه  باید ملتونه دخپل تاریخ داتلانو په پلونو پلونه کیږدی. که څه هم ګرانه ده چې مونږدې په خپل تاریخ کې بل احمدشا ه بابا پیداکړو،مګر لږترلږه دملت مشران هڅه کولای شی چې دهغه په پله پل کیږدی. احمدشاه بابا دخپلې ویاړلې اوهوښیارې مورپه نصیحت ځان له بلاڅخه په کلاکې پټ اوخوندی نکړ،بلکه بلاته ورپه مخ شواوددې بلا دماتولو کلک عزم یې وکړ،هماغه ووچې نوموړی هغه هیواد رامنځ ته کړچې باید رامنځ ته شوی وای. مګربدبختانه اوس له مونږ څخه نه یوازې داحمدشاه بابا نقش قدم هیردی، آن خبره دېته رسیدلې ده چې زمونږمشران دمیلیونونو کسانود استازیتوب دادعا‌‌‌ء اودښه اوویاړلی تاریخ دګټلو دطمعې ترڅنګ ،حتی خپله وینه خو لاڅه چې خپله خوله لا دملت دآرمانونو لپاره نشی تویولای. دوی دخپلو تاریخې حقوقو دترلاسه کولو لپاره نه یوازې جګړه نه کوی بلکه مونږوینوچې ورځ په ورځ ترځانونومحافظوی دیوالونه تاووی اوحتی بیرون ته له راوتلوویریږی. نوزه ورته دزرغونې انا هغه نصیحت تکراروم چې خپل اتل زوی احمد شاه بابا ته یې کړی وو:(احمده زویه: پدې دیوال به یوازې دکندهارخلک خوندی شی ،آیا له کندهاره بهرپښتانه له تانه دساتلوتمه نلری؟!هغوی چاته پریږدی؟).نوزه داوایم چې ای محترمو مشرانو تاسې چې پخپل ځان دومره ویریږۍ ولې دداسې ملت مشرۍ ته راوړاندې شوۍ چې خوااوشا دښمنان پرې راګرځیدلی اوهره شیبه پرې دغورځنګ بیلابیل ډولونه تجربه کوی. که څه هم هرمشریوځل داویلی چې (اګرنمیدانی غیرت افغانییم چون به میدان آمدی میدانییم)یعنې چې که میدان ته راووتلونوبیا به مووپیژنۍ،مګریویې هم میدان یا ډګرته راونوت،آن که دښمن مو په کورهم راننوت.  که څه هم ستونزه لویه ده اوواک هم دنوروسره دی، مګرزمونږمشران بیا کولای شی دخلکو زورخپل کړی چې ترټولو غوره زور دی.دخلکو دزور دترلاسه کولولپاره باید زمونږمشران سیاسی جرات ولری ،ملت ته مسایل روښانه کړی اوله ملت څخه وغواړی چې ترشایې ودریږی.پوهیږوچې انګریزان لاهم له خپلې دښمنۍ ندی اوښتی ،چې ښه شواهد یې په هلمند کې دانګریزانولخوادطالبانوسره مرسته، دپیډی اشډاون دراتلو موخه (دډیورنډ دپولې په رسمیت پیژندل اوپاکستان ته زیات اهمیت ورکول) اوپه حامد کرزی باندې دبرتانیې دورځپاڼو  نیوکې اوحتی په مرګ دهغه ګواښل دی. له بلې خواپه سیمه کې ددوی دشومو هدفونو دترلاسه کولو لپاره پاکستان یوه غوره وسیله ده نوزمونږ لپاره  ښایی چې ویښ شو اوددسیسو دشنډولواوسیاسی تاریخی حقوقودترلاسه کولولپاره ګړندی ګامونه واخلو،که داسې ونه کړو نوله شک پرته چې له ناوړو پایلو سره به مخ شو اوبیا به داسې چانس هم په لاس رانشی چې له یوې خوادافغانانو مشران وشمیرل شواوله بلې خوانړیواله ټولنه راسره ملګری وی.په دې لویه لوبه کې آمریکا هم خپل غوښن رول لری چې کله کله دوی هم دپاکستان پراهمیت ډیرټینګارکوی اوله همدې امله ددوی په صداقت باندې هم افغانانو ته شک پیداکیږی. مګرباید ټول خپل مسولیت په پوره جرات اوپرته له ځنډه ادا‌ءکړو. اوس به راشم دېته چې څوک باید څه وکړی؟


افغانان:افغانان باید سره متحدشی ،خپل قومی،ژبنیز اونورهرډول اختلافات لیرې کړی. ولسمشر حامد کرزی باید سیاسی جرات پیدا کړی اوکه داکارنشی کولای نوپدې دې پوه شی چې له دې پرته بله لاره نشته. دمدیریت کمزورتیا یې هم محسوسه ده اوله همدې امله باید په بهرکې یوشمیرتکړه افغانان اوهغه چې دځینودلایلو له امله ووتل افغانستان ته راوغواړی اوددولت لپاره د پالیسیو اوستراتیژیوپه جوړولواودملت دملاتړ دترلاسه کولولپاره ترې کارواخیستل شی.
دبلوچستان اوپیښورخلک: نور باید ځانونه اوخپل خلک ونه غولوۍ، دپاکستان په نامه دمملکت ماتول دسیمې دټولو قومونو اوپه تیره دبلوڅو اوپښتنو ایمانی اووجدانی دنده ده،پدې سره له یوې خوا دآسیاسی هیوادونو سیاسی  هویت راژوندی کیږی ،له بلې خوا په سیمه کې ددین اومذهب نه دناوړه استفادې مخه نیول کیږی اوپدې توګه د ادیانو اومذاهبوترمنځ تفاهم رامنځ ته کیږی اوله بلې خوادسیمې اقتصادی انحصارماتیږی اوپه دې ټوله سیمه کې داقتصادی ودې لپاره لاره هواریږی.
نړیواله ټولنه: آمریکا اومتحدین یې باید پدې پوه شی چې دافغانستان له پیاوړی کولو اوافغانانوته ددوی دحقوقو له ورکولو پرته دحل بله لاره نشته. که دوی بله هره لاره غوره کړی په حقیقت کې به بشری تاریخ ته ناورین راوړی او راتلونکی نسلونه به دوی ونه بښی اوتاریخ به لعنت پرې وایی



 


دلوی افغانستان دجوړیدو په هیله