کور / کیسه / زمادمينې ډوراکاژول مړه شوه

زمادمينې ډوراکاژول مړه شوه

کيسه ويونکۍ ډورا کاژول ژباړه زرلښته حفيظ
دنوبل جايزه او ورکه سوله

ګرانو لوستونکو:- تاسی پوهيږئ چې د نو بل جايزه چا ته ور کول کيږي هو هغه چا ته چې د سولې راوستلو په بر خه کې يي ډير کار کړی وي او د خپل ښه خد متونو په بدل کې يي دزرګونو انسانانو زړونه يي لاس ته را وړی و ي راشئ په دې هکله يوه خوږه کيسه د ډورا کاژول نه واوروڅلورنوي کلنه ډورا کاوژل يوه جرمنۍ ښځه ده چې کلونه پخواددويمې نړيوالۍ جګړۍ په نتيجه کې د خپل کور او هيواد څخه کاناډا ته د سوله يز ژوند په موخه پناه اخستې ده د هغه لومړني ليدنه د هغه د ميړه سره ډيره رومانتيکه کيسه لري ډورا د خپل وطن د هسکو غرونو لمنو کې دخپل نوي پپيغلتوب خواږه لحظو نه ډيره په زړه پورې خاطرې لري چې د هغه خوږو کيسو نه هم يوه د هغه مينه او واده د ه هغه داسې وايي زما د نوې پيغلتوب د مغرورې زمانې مستې شيبې وی چې ما (امندو )د خپل هيواد د غرنولمنو کې وليد چې دا يوه پسرلنۍ ورځ وه هغه وايي پسرلۍ وه غرونه تک شنه او ارغواني ګلانو سره پوخل شوې ول د پسرلي په ورخو کې معمولن سيلانيان غرونو ته راځي او زمونږ کور هم د غره په لمنه کې وه ما امندو د پسرلۍ په سر کې په داسې حال کې چې په اس سپور زما خواته راغی وليد د اس نه ښکته شو او مانه يي د څکلو اوبه وغوښت رواج خو دا و چې ما به ورته د ميلمه پالنۍ له مخې يو ګيلاس واين ور کړی واې خو ما له ځان سره سوچ وکړ چې راشه اوبه ورکړه هغه مسافر دې خداې به خوشحال شي شراب کې به څه خير وي نو ما ورته د اوبو لوښې کې رڼی يښی اوبه ور کړه دی چې دا اوبه يې وليد حيران شوماته په خندا شو اوبه يې وڅکل او دومره يي راته وويل چې بله ورځ به بيا راځي ماورته په ورين تندې هر کلې وويل چې هرکله راشئ بله ورځ راغی زما دپلار سره زما د واده خبرې وکړی پلار او مور مې له مانه مشوره و غوښتل په دې توګه کلونه کيږي چې مونږ په ډيره مينه ژوند تيروو د واده ثمر مو دوه زامن دي خو کله کله زه ورته وخاندم چې زامن دی تا ډ يرښه ساتي او پری ګرانه يې راته خاندې او وايي چې همداسې ښه مې روزلي دي او ښه مې ساتلي ول
اوس ډورا ډيره زړه ده دکورغړي ورته نيا وايي دا ځکه چې مسيان او کړوسي لری ډورا ليکواله وه خو اوس يې په ګوتو کې د قلم د اخيستلو شيمه نه ده پاتې او کم زوري لاسونه يې د لوې او درانده کتابونو په لاس نيولو کې توان نلري خو سپک کتاب د چشمو په کمک لوستلې شي ډورا په ځوانۍ کې ډيره ښايسته وه ما د هغه عکسونه د هغه د تصويرونو په البوم کې ليدلې ده زه اکثرن ډورا سره د ليدلو ليواله يمه هغه ډيره مهربانه ده د هغه د مخ په ګونځو کې د زمانې د نا خواو ډيرې کيسې لوستل کيږي کله کله زه ګورمه چې ډير خلک واړه او زاړه د ډورا ليدلو ته راځي او ګيډۍ ګيدۍ ګلان ورته راوړي يوه ورځ مې ورته وويل زه فکر کومه چې په ډيرو ګرانه يې ځکه ستا ليدو ته ډير خلک راځي هغه په ښه جرعت راته وويل زما په نظر فکر کوم چې چا سره مې بد نه دي کړې په دغه شيبه کې مې په لوړ اوازو وويل واو او بيا هغه هم د خندا مل شوه هغه څلور نوي کلنه ده خو لا عقل يې پر ځاې ده
کله چې ډورا و ګورې نو په ورين تندې په يوه خوږه مسکا به درته هر کلې ووايي او ماته زما نوم په انګليش
کې طلايي لښته يا د ( زرولښته) وايې
نن زه کارته نه وم تللې زما روخصتي ورځ وه خپله د خوب کوټه کې مې کتاب لوستيله چې د تيليفون شرنګې و شرنګيد زړه نا زړه مې تيلفون اوچت کړلو يوه نرۍ اوازلکه د ماشوم مې تر غوږ شو چې په انګليش کې راته وويل د زرو لښته سهار دی په خير!
او بيا لږ غلې شو اواز اشنا وو خو نه پوهيدوم دا به څوک وي ځواب مې وويل بيا يي په خبرو پيل وکړل وويل زه ډورا کاژول خبرې کوم هاهاها
ځواب :-ښه نيا تاسې ياست!
ډورا:-هو
ډورا:-په څه بوخته يې ؟
ځواب:- د سولۍ په لټون کې يمه کتابونه ګورمه
ډورا:-هاهاها ماته چا وويل چې ته نن کارته نه يې ورغلې ؟
ځواب هو همداسې ده
ډورا:- که وخت لری د ورځې په جريان کې ما وګوره خو دا به راته وايي چې څه وخت؟
ځواب:- ښه سمه ده
ډورا:-نو چې سره و مو ليدل دسولې د لټون کيسه به هم درته وکړمه يو څو کتابونه به هم درکړمه ډيره جالبه وه ما هم ور سره ومنل او وخت مې وټاکل کورته يې ورغلمه ډورا په ورين تندې راته هر کلې وويل او ډيرې کيسی يې را سره وکړه هغې راته د سولې د لټون کيسه داسې وکړ “کله چې مادر تريسا ته دنړۍ د نوبل جايزه ورکړه شوه
نويو چا دهغه څخه پوښتنه وکړه چې مورې مونږ څنګه کولاې شو چې نړۍ کې سوله تا مين کړو نو مادر تريسا په ځواب کې ورته وويل “لاړ شه کورته او خپل کورنې سره مينه وکړه خپل بچيانو او ښځه ته مينه ور کړه مينه دزړه پرتخته وليکه او دزړه په صندق کې دتل لپاره ځاې ور کړه او داسې بند کړه چې تل در سره اووسي خلکو سره تل مخلص اوسه ته به تل بريالی يي مادرتريسا يوورځ کيسه وکړل چې ” يوه ورځ يوه ښځه په ژړا ماته راغې او ډير يي وژړل و ويل چې د هغه لور خپل بچيان او ميړه يي پرښې او د کورنه مرور وتلې دې بيل ژوند يې پيل کړيده د ژوند نه داسې زړه تور شوې ده چې حتا نه غواړي خپل مور وګوري نو ما ورته وويل چې ته په هغه ورځو باندې يوه کتنه وکړه کله چې ستا لور ماشومه وه څه يې خوخيده نوهغه
ورته واخله بيله دې چې د بيرته اخيستو طمه ورنه وکړی کورته ورته ويسه نو بيا ورته په طمه اوسه چې هغه څه کوې نو هغه ښځه دا يې ومنله ولاړله يوه ګيډۍ ګلان اوټوټه يې واخيست خپل لور کورته ولاړ ه ورته په ميز يې کيښوده او بيرته ترې ستنه شوله څو ورځې وروسته لوريې ورپسې راغله او ويې ويل مورې مورې زه تا سره مينه لرمه او تا غواړمه ستا مرستې ته اړتيا لرمه نو هغه وو چې په دې توګه هغه انجلې د خپل مور په مرسته خپل بچيان او ميړه سره پخلا شوه په يو کور کې د سولۍ په فضا کې سره ژوند پيل کړل نو سوله په ټولنه کې هغه وخت راتلای شي چې د کينې ځاې مينه او د نفرت ځاې محبت ونيسي او هم دې ته انسانان بايد پاملرنه وکړي چې هرچا نه تيروتنه کيږي د تير وتنۍ ځواب عفه او بخل دی انسانان بايد په دې پو شي چې دجنګ پاې فقط او فقط سوله ده سوله د ټوپک په زور نشي راتلاې او دا ورکه سوله به هغه وخت پيدا شي چې په ټولنه کې د دښمني ځاې مينه او د نفرت ځاې محبت ونسي نو هله به ورکه سوله پيدا شي پاې

زمادمينې ډوراکاژول مړه شوه
ډورا کاژول ليکواله اورسامه وه چې دعمر په لحاظ ډيره زړه شوې وه لڼد قد،ښايسته غټ غټ خرمايې سترګې وړه خوله نرۍ شونډۍ تګ سپين د مالوچ غوندې ويښتان دخبرۍ کولو وخت کې نرې مسکا هغه يې ډيره ښايسته کړې وه دجانب مقابل دخبرۍ کولو وقت کې مخامخ سترګو ته کتل او داطمينان دپاره په سرخوځول دا هغه حرکات و چې دې يې راته ډيره ګرانه کړيوه داځکه چې هغه تل خداې(ج) يادوه اوخپل مذهب ته ډيره متقيده وه تل به يې ويل که ته مذهبي يې زه هم مذهبي يمه که ته ښځينه جنس يې زهم ښځه يمه ته هم انسانه يي زه هم انسانه يمه ته هم ديوخداې عبادت کوې زه هم يوخداې ته عقيده لرمه او عبادت کومه زه او ته دوه جلا وطنه ليکوالان او دجنګونو قربانيان دهيواد نه لرې بل هيواد کې مو ژوند غوره کړيده زما ارمان تل داده چې په جنګ کې ورک شوي کورنۍ نه مې يو څوک پيدا کړم او ستا ارمان دا چې ستا په هيواد کې سوله راشي او ته د خوږۍ مورکۍ ديدن او هغې سره ژوند وکړی ارمانونه مو سره ورته دي انسان تل انسان وي سره ورته خواص او سره ورته ارمانونه لري ژوند ډير خوږه اودمعنی ډکه کليمه ده چې الله (ج)په انسانانو باندې پيرزو کړيدی دا چې انسان څنګه ترې استفاده کوي هغه انسان پورې اړه لري ژوند يو امتحان دی څوک ترې برې اوڅوک ترې دناکا مي پارچه پورته کوي او دخپل دژوند دکړونو او اعمالوسره بل دونيا ته ځي هيڅوک مرګ،درد،غم نه خوښوي دا چې څوک څنګه ژوند وکړي دا هم دهر انسان خواص،حرکات، طرز دتفکور ،علميت،شخصيت، تنګ نظري ،باور،عقيده ،برخورد، دخبرۍ کولو طريقه ،کورنۍ تربيه، دښواوبدوکسانوسره ناسته ولاړه اوبلاخره دژوندچاپيريال داټول هغه شيان دي چې دنړۍ دهر انسان دنيک مرغي اوبد مرغي عاملونه ور پورې تړلې دي ښه اوکامياب انسان هغه دی چې ژوندې موجود يې نه وي ازار کړی او نه ازروي دا هغه خبرۍ وی چې ما د ډورا دوړه خولې نه اوريدلي و ډورا تل ويل انسان دتير وتنو نه خالي نه دی نوښه هغه څوک دی چې پخپل تير وتنو اعتراف وکړي بخښنه وغواړي او يا ښه هغه څوک دی چې دچا دبخښني غوښتلوپه مقابل عفه وکړي دا دوه کسان دخداې (ج)نژدې دوستان دي دهغې هره خبره کې ډير ډير معنی ګانی پروت و هغې به تل ويل خداې(ج) خپل ښه بنده ګان نه ازاروي دمرګ په وخت کې هم داسې ورنه ساه اخلي دسترګې په يو رپ کې چې څوک پری هيڅ نه پوهيږي رښتيا چې همداسې ده خداې (ج) خپل ښه بندګان نه ازاروي ډورا هم داسې ومړ هغه ناروغه نه وه دسهاراوغرمې اوماښام ډوډۍ يې په مړه خيټه وخوړله خپل دکور خلکو سره هم په هغه مازديګر وليدله اودکورنې لخوانه اخيرنۍ ډالۍ دګلانوپه ګيډۍ سره د ورستې خداې پامانې نښه او نورو دوستانو سره يې هم خبرۍ وکړلې او خپل چپرکټ کې ويده شوه سهار وختي باني هغه ښځه چې دهغې خدمت يې کاوه ولاړه چې هغه دخوبه پورته کړي خو دډورا په وجود کې نور نو ساه نه وه هغه دهغې په خبره دسترګو په يورپ کې ځان يې حق ته سپارلې وه داسې مرګ دهغې ارمان وه په دې ټوګه زما دمينې ډورا کاژول د٩٦کالوپه عمرومړاو دهغې دناڅاپي مرګ غږ زما تر غوږو هم ورسيداو زه يې ډيره غمجنه کړمه الله(ج)دې ورته جنت په نصيب کړي امين پاې