کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت (لسمه برخه)

دتقلیدحقیقت (لسمه برخه)

  لیکنه : محمودالحسن الجمیري
   ژباړه : مومن مهاجر
   Muhajir222@yahoo.com

   دمیرمحمدصاحب له خواموسی علیه السلام دخضرعلیه السلام مقلدبلل :

   دی لیکي : کله چي دالله جل جلاله په امرموسی علیه السلام خضرعلیه السلام ته ورغی نودمقلدانه ادابوپه پرځای کولویې وویل :

   هَلْ اَتَّبِعُکَ عَلی اَنْ تُعَلِّمَنِيْ مِمَّاعَلِمْتَ رُشْداً؟نوموړی یې ترجمه داسي کوي : ایازه په دې شرط ستاتقلید کولای شم چي ته ماته له خپله علمه یوڅه رشداوهدایت راوښيې؟

   ځواب : ښاغلی میرمحمدصاحب ستاسودعبارت لومړنۍ برخه له دویمې سره ټکرده . تاسووویل چي موسي علیه السلام دالله جل جلاله په امردخضرعلیه السلام حضورته ورغی،نوخوثابته شوه چي دهغه حضورته دموسی علیه السلام ورتګ دالله په امروواوتاسوبایدپوه شئ چي دالله جل جلاله په امرکوم کارکېږي هغه اتباع وي نه تقلیدتاسوچي په خپلوالفاظوکي دمقلدانه ادابودپرځای کولوخبره کړې داصرف ضداوعناددی .

   وړاندي په تلویې دمقلداومتبع دواړه الفاظ کارولي دي،ځکه ده ته مالومه ده چي نبي متبع وي نه مقلدنو ددې لپاره چي څوک نیوکه ورباندي ونه کړي نوله همدې وجې يې دمتبع لفظ ذکرکړی دی .

   اوله دې ایته :  هَلْ اَتَّبِعُکَ عَلی اَنْ تُعَلِّمَنِيْ مِمَّاعَلِمْتَ رُشْداً؟ مقلدانه اداب نه بلکي دزده کړې اداب ثابتېږي اوایت په خپله هم پردې مانادلالت کوي . ددې آیت په اړه ډېرمفسرین همداوايي چي دموسی علیه السلام داسفر دزده کړې لپاره وونه دتقلیدلپاره اوتاته همدااوس اوس څرګنده شوه چي تقلیداوعلم دوه متضادشیان دي .

   دحیرانتیاخبره خوداده چي کوم آیت الله جل جلاله په قرآن کریم کي دعلم دارزښت لپاره ذکرکړی له هماغه آیته میرمحمدصاحب په غالیانه ډول دتقلیدثابتولوناکامه هڅه کړې ده . حقیقت دادی چي ښاغلي میرمحمد صاحب دقرآن کریم په الفاظوکي لاس وهنه نه شوای کولای نویې په تفسیرکي لاس وهنه وکړه دداسي کسانوپه اړه الله جل جلاله وايي :

   وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِن بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ( البقرة : ۵۷)

   ژباه ړه : ددوئ یوه ډله داسي ده چي دالله جل جلاله کلام اوري،وروسته ترهغه چي پرې پوه شي تحریف پکي کوي اودوئ پوهېږي .

   وروسته لیکي : په دې سره خضرعلیه السلام موسی علیه السلام ته وویل چي دتقلیداواتباع لاره ډېره ستونزمنه لاره ده،ته به تګ پرې ونه کړای شې اودهمت په بایللوبه دتقلیداداب له لاسه ورکړې .اوورته ویې ویل : انک لن تستطع معی صبرایاني ته له ماسره دصبرکولوتوان نه لرې .

   ځواب : درنولوستونکو! تاسوپه قرآن کریم کي دمیرمحمدصاحب څرګنده لاس وهنه ولیده . اوس موږله ده پوښتنه کووچي ده خضرعلیه السلام ته کومې خبرې منسوبې کړې هغه دقرآن کریم په کوم آیت کي شته،په کوم حدیث کي راغلې دي اوکه خضرعلیه السلام په خوب کي درته ویلې دي؟ موږخووړاندي داسي فکرکاوی چي مقلدین یوازي په امام ابوحنیفه رحمه الله پسي دروغ وايي په دې نه ووخبرچي مقلدین په تعصب کي پرانبیاء کرامواواولیاووهم دروغ تړي . فلعنة الله علی الکاذبین . سره له دې چي دخضرعلیه السلام له خواموسی علیه السلام ته دانک لن تستطع معی صبراویلوسبب په خپله په قرآن کریم کي موجوددی هغه داچي وړاندي په تلو چي به خضرعلیه السلام کوم کارونه کوي هغه ټول دظاهري شریعت خلاف دي اویورسول څرنګه کولای شي چي دشریعت مخالف کاروزغمي؟ له همدې وجې خضرعلیه السلام وړاندي لاهغه ته خبرداری ورکړی ووچي ته به زماپرهغوکړنوچي دشریعت خلاف وي صبرکوې،دادهماغې کیسې حقیقت دی چي میرمحمدصاحب دتقلید جامه وراغوستې وه . دزیات تفصیل لپاره تفسیرابن کثیر ج ۳ص ۱۵۲، تفسیرقرطبي له ۱۳تر۲۸،تفسیرفتح القدیرج ۳ ص له ۴۲۵تر۴۳۷اوتفسیرالمنیرج ۸ص ۲۸۹وګورئ .

   وړاندي لیکي : فَلاَ تَسْأَلْنِي عَن شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا. یاني ته ترهغوله مادهیڅ شي پوښتنه مه کوه څوچي زه په خپله درته ونه وایم . دامام دتقلیدماناهمداده چي مقلدله هغه دهیڅ شي پوښتنه نه شي کولای .

   ځواب : ښاغلیه! په دې آیت کي داڅرنګه ثابته شوه چي ددلیل مطالبه نه شته؟ هو! داثابته شوه چي ددلیل په غوښتنه کي بېړه نه ده په کارلکه دحتی احدث لفظ چي همداماناافاده کوي داسي ښکاري چي دتقلیدپټۍ دي پرسترګوداسي غوړېدلې چي دقرآن په هرځای کي تقلیددرته ښکاري له دې پرته بل څه نه وینې .

   ښاغلی میرمحمد! دموسی علیه السلام داواقعه ستادمذهب خلاف اوزموږتائیددی . ته لږقرآن کریم په غور ولوله! اوداخبره له هیڅ عالمه پټه نه ده چي موسی علیه السلام په هرځای کي له خضرعلیه السلام څخه ددلیل غوښتنه کړې ده چي تاداکارولي وکړ؟ سورة کهف لږپه دقت ولوله! له دې واقعې موږداسبق ترلاسه کووچي که دشریعت خلاف هرکارولیدل شي نودلیل وغواړئ بلکي قرآن کریم موږپه ټینګه همدې دریځ ته هڅوي .لکه چي وايي : وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ . یاني دهغه څه پیروي مه کوه چي په اړه یې علم نه لرې . بل ځای الله جل جلاله وايي : قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي ( یوسف : ۱۰۸)

   ژباړه : ورته ووایه! دازمالاره ده زه اوزماپیروان په پوهه الله ته بلنه کوو. ښاغلی میرمحمدصاحب! قرآن کریم خووايي چي ددین هیڅ کارله دلیل پرته مه کوئ! اوداکاریوازي دنبي اومجتهدنه دی بلکي دهرهغه چادی چي دنبي دپیروي دعوه کوي،ځکه په قرآن کریم کي دمن اتبعني الفاظ راغلي چي وايي : هرڅوک چي دنبي پیروي کوي دهغه دنده داده چي په پوهه اوبصیرت سره کارکوي په ړندوسترګوپرمخ نه ځي . بلکي په دنیاکي چي هر انسان ددین کوم کارکوي له هغه ددلیل غوښتنه دقرآن کریم حکم دی . الله جل جلاله ویلي دي :

   قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ . یاني ورته ووایه که تاسورښتني یاست دلیل موراوړئ !

   درنولوستونکو! اوس تاسوپه خپله پرېکړه وکړئ چي دقرآن کریم امرومنوکه دمیرمحمدصاحب؟ میرمحمد صاحب خووايي چي تقلیدوکړئ دلیل مه غواړئ اودالله جل جلاله ویناده چي له دلیل پرته عمل مه کوئ! داسي ښکاري چي میرمحمدصاحب له الله جل جلاله سره جګړه کوي دالهي قوانینوردولواوخپلوکرغېړنواصولوپلي کولوته یې ملاتړلې ده .