کور / اسلامي / د ميلمنو حقوق

د ميلمنو حقوق

ميلمه د خداى پاك دوست ګڼل كيږي . كوم څوك چې ستا كورته ستا د ليدلو او ملاقات د پاره درشي نو هغه ستا ميلمه دى او دغه ميلمه په تا باندې ايماني حق لري.

حضرت محمد صلى تالله عليه وسلم فرمائيلي دي چې :

من كان يومن بالله و اليوم الاخر فليكرم ضيفه .( بخاري )

هغه څوك چې په الله پاك او د قيامت په ورځ ايمان لري هغه ته ښائي چې دخپل ميلمه قدر اوعزت وكړي.

د ميلمه حق د يوې ورځې او يوې شپې پورې دى. البته د ميلمه توب موده تر درې ورځوشپو پورې ده له هغه نه پس كه څوك د چا په كوركښې پاتې كيږي نو كوم مصرف چې د كوربه لخوا په ميلمه باندې كيږي هغه صدقه ده . ( بخاري )

حضرت محمد (ص) فرمائيلي دي چې – هغه څوك چې په الله پاك او د آخرت په ورځ ايمان لري نو هغه ته ښائي چې له ميلمه سره ښه چلند او برخورد وكړي ، او ميلمه ته د انعام په وركولو د هغه احترام او درناوى وكړي. يو صحابه پوښتنه وكړه چې يا رسول الله د ميلمه انعام څه شى دى ؟

رسول اكرم (ص) و فرمائيل : يوه ورځ او يوه شپه د ميلمه د ميلمه توب حق په ځاى كول او تر درې ورځو شپو پورې د ميلمه په حيث د ميلمه خاطرداري كول او بيا له دې مودې له تيريدو نه پس كه ميلمه د چا په كور كښې پاتې كيږي او كوربه ورباندې مصرف كوي نو هغه مصرف په صدقه كښې حسابول ..

ميلمه د خداى پاك دوست ګڼل كيږي . دهغه چا كورته چې ميلمه راځي په هغه كور باندې د خداى پاك رحمت وريږي خداى پاك هغه چا ته قدر او عزت وركوي چې د خپل ميلمه قدر او عزت كوي . د چا كورته چې ميلمه راځي او كوربه يې عزت او قدر كوي ، له دې سره خداى پاك د كوربه په كور خپل رحمت نازلوي او په مال او دولت كښې يې بركت اچوي.

افغانان په مهمانوازئ كښې مشهور دي او همدا مهمانوازي د افغانانو يو لوى صفت دى . د يو افغان كورته چې ميلمه ورشي نو د هغه قدر او عزت كيږي او د وس او توان په اندازه دميلمه خيال ساتل كيږي . كه په كور كښې هر څه پاخه شوي وي ، په ورين تندي هغه د ميلمه مخې ته ايږدي.

په فارسي كښې يو متل دى چې : پياز باشد با پيشاني باز باشد.

دا ډير ښګلى متل دى. كه يو څوك د چا كورته لاړشي نو كه كوربه ورته په كونجي تندي او تكبر سره ډير معتبر خوراكونه مخې ته كيږدي نو ميلمه به هيڅكله په دې خوراكونو خوشحاله نه شي .ميلمه د كوربه د ښه برخورد او احترام هيله كوي او كه د ميلمه دا هيله تر سره نه شي نو بيا هيڅكله د داسې يو چا كورته نه ورځي چې له تكبر او غرور څخه كار اخلي او په ميلمه احسان كوي.

ددې د پاره چې مونږ خپل يو ايماني حق پر ځاى كړى وي نو ښايي چې د ا دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ولرو :

* د ميلمه قدر او عزت كول

* له ميلمه سره په ورين تندي خبرې كول.

* د ميلمه په راتك خوشحاله كيدل.

* د ميلمه په مقابل كښې له تواضع څخه كار اخيستل.

* په ميلمه باندې نه تنګديل

* د ميلمه له حال احوا څخه ځان خبرول.

* د ميلمه له ستونزو او مشكلاتو څخه ځان خبرول.

* ميلمه ته په ټيټ نظر نه كتل.

* په ميلمه احسان نه اړول.

* ميلمه ته انعام وركول.

* د ميلمه قدر او عزت كول.

* د ميلمه خاطر داري كول.

* خپلو اولادونو ته د مهمانوازئ چل ښودل.

* د ميلمه د هغو حقوقو ادا كول چې خداى پاك د خپل مسلمان بنده په غاړه اچولي دي.

و من الله التوفيق

الحاج فضل الله رشتين .