کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / موږ څومره خپلواک يو ؟ ( د زلمي ځيرک ليکنه)

موږ څومره خپلواک يو ؟ ( د زلمي ځيرک ليکنه)

اوسمهال په نړۍ کې ټلوېزيون او انټرنيټ د عامو وکړو د ژر خبرېدو تر ټولو ښه مرجع ګڼل کېږي، هغه هيوادونه چې د نړۍ له پرمختليو هيوادونه نه په پرمختګ او تخنيک کې وروسته پاتې دي يا نه شي کولای د ټلوېزيون او انټرنيټ اسانتيا ولري، هغوی راډيو، ورځپاڼې او اوونيزې د اګاهۍ او ځان خبرېدو لپاره يوه لويه مرجع او ستر نعمت ګڼي ـ افغانستان که څه هم د اسيا زړه بلل ګېږي خو له بده مرغه د جنګ جګړو او اختلافاتو له کبله اوس يوازې همدا نوم ور پاتې دي .



ځينو اروپايي هيوادونو د تېرو څو لسيزو په اوږدو کې دومره ستر او نه منونکي پرمختګونه تر سره کړل چې ان ځان يې سپوږمۍ او مريخ ته ورساوه، هغوی ته په نړۍ کې کشفونې اوس يوه عادي خبره ده، ځکه خو په سپوږمۍ او مريخ کې د پلټنې په هڅه بوخت دي، خو د افغانستان په ګډون ځينې اسيايي هيوادونه لا هم د اقتصادي ستونزو په سمندر کې غوټې وهي، او لا ددې توان نه لري چې له ستونزو رابهر او د پرمختګ په لور روان شي، کله چې يو څوک په ستونزو او مشکلاتو کې راګير وي، د ماښام لپاره د خوړو برابرولو توان ونه لري داسې يو څوک به څنګه وکولای له پرمختللي او نوي تخنيک سره بلد او يا يې په اړه فکر وکړي، ځکه هغوی ته د خپلو اقتصادي ستونزو حللاره لټول تر ټولو لوی او ستر کار برېښي، هغوی نه شي کولای له نويو او پرمختلليو پرمختګونو سره اشنا او په اړه يې فکر وکړي .


 سره له دې د وياړ ځای دی چې په افغانستان کې د نوي دولت په رامنځ ته کېدو يو ځل بيا افغانانو د همدې څو کلونو په اوږدو کې له نوي او پرمختليو تخنيکونو سره تر ډېره حده بلدتيا په برخه شوې، په هيواد کې خپلواکې ورځپاڼې، اوونيزې، مجلې، خپلواک ټلوېزيونونه په خپل ټول توان هڅه کوي چې افغانان له نوي او پرمختلليو وسايلو سره اشنا کړي، خو يو څيز چې ډېر اړين او بايد پام ورته وشي هغه دا دی چې په مرکز او ځينو ولايتونو کې خلک د ټلوېزيون لپاره له کېبل څخه ګټه اخلي چې د افغاني چينلونو تر څنګ ځينې هندي او اروپايي ټلوېزيوني شبکې پکې خپلې خپرونې کوي، دا سمه ده چې په مرکز او ولاياتو کې د کېبل ټول چينلونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خوښه انتخاب او ټاکل شوي دي خو له نوموړي وزارت نه په درنښت دا هيله کېږي چې د کېبل هر چينل چې د دوی له خوا د خپرېدو اجازه ورکول کېږي بايد څه ناڅه د عامو خلکو لپاره د اصلاح او د هغوی د ذهنونو د سمون خبره په پام کې ولري .



لکه په وړاندې څو کرښو کې يادونه وشوه په هيواد کې د نوي دولت په رامنځته کېدو سره نه يوازې په مرکز بلکې په ډېری ولايتونو کې هم خپلواک او شخصي ټلوېزيوني شبکو په فعاليت پيل کړی، عام خلک د نوموړو او دولتي ټلوېزيوني شبکو تر څنګ د کېبل په مټ د ځينو نړيوالو ټلوېزيوني شبکو د ليدلو اسانتيا هم لري، خو څه موده وړاندې په کندهار کې د ځينو کسانو له خوا هڅه وشوه چې په کېبل کې يو داسې چينل ورزيات شي چې د خلکو د اصلاح او ذهني سمون لپاره تر ټولو اړين او ګټور دی، لومړی خو لازمه ګڼم چې ددې چينل په اړه لنډ معلومات درکړم .



په هندوستان کې د اسلامي د علماوو يوه اتحاديه چې کابو درې لسيزې وړاندې يې په فعاليت پيل کړی او فعاليت يې لا هم مخ په وړاندې روان دی، د علماوو او پوهانو د نوموړې ټولنې مشري د اوسمهال د نړۍ ستر عالم ښاغلی ډاکټر عبدالکريم نايک پر غاړه لري او يادې شوې ټولنې ته د _اسلامي ريسرچ فونډيشن_ نوم غوره شوی چې په پښتو کې يې ژباړه  _د اسلامي څېړنو پانګه يا بنسټ _ دی .




ښاغلی ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د نولس سوه پينځه شپېته مېلادي کال د اکتوبر مياشتې پر اتلسمه نېټه د هندوستان په ممبۍ ښار کې دې نړۍ ته سترګې روڼې کړې، لومړنۍ زدکړې يې د ممبۍ ښار په پېټر نومې لېسه کې بشپړې  او منځني تحصيلات يې د کيشناچندچاليرام او ټوپيوالا په نوم په طبي پوهنتون کې سر ته ورسولې ـ لوړې زدکړې يې د ممبۍ له طبي پوهنتون څخه تر سره او د فراغت سند يې د طب په برخه کې په برياليتوب سره تر لاسه کړ ـ که څه هم ښاغلی نايک په مسلکي لحاظ ډاکټر دی خو اوسمهال په نړۍ کې د يوه تکړه او پياوړي عالم او ويناوال په توګه پېژندل کېږي .



ډاکټر ذاکر نايک اسلامي نظريې تشريح او په ډېر وضاحت د عامو خلکو ذهنونه پرې روښانه کوي، نوموړی د اسلام په اړه د خلکو ناسمې مفکورې د قران کريم، صحيح احاديثو، او د نورو دينونو په کتابونو، منطقوي او ساينسي دلايلو په حواله او مرسته ليرې کوي ـ
ښاغلی نايک تر اوس دوه څلوېښت کلونه عمر لري د خپل انتقادي تحليل او د هغه مسابقوي سوالونو چې د بېلابېلو خلکو له خوا ورځينې کېږي د قانع کوونکو ځوابونو ورکولو له امله په نړۍ کې يو ځانګړی شهرت لري ـ
ښاغلي نايک په تېرو شپږو کلونو  يعني له دوه زره دويم مېلادي کال راهيسې له بېلابېلو خلکو سره په کابو شپږ سوه مباحثو کې چې په امريکا، کاناډا، امارت، کويټ، قطر بحرين، اومان، انګلستان، سعودي عرب، سهيلي افريقا، مروشس، اسټراليا، ملازيا، سينګاپور، هانک کانګ، تايلنډ، ګيانا، سوېيلي امريکا او داسې نورو هيوادونو کې ګډون کړی، سره له هغو مباحثو چې په هندوستان کې يې تر سره کړې دي .



ډاکټر ذاکر نايک په برياليتوب سره په ډېرو څېړنيزو غونډو کې د نورو مذهبونو او عقيدو له نومياليو شخصيتونو سره خبرې اترې تر سره کړې، د نوموړي په مباحثو او څېړنغونډو کې يوه هم له ډاکټر ويليم کيمپل سره د دوه زرم مېلادي کال په اپريل مياشت کې د _قران او انجيل د ساينس په رڼا کې_ موضوع باندې چې د امريکا په شکاګو ښار کې تر سره شوې وه يوه نه هېرېدونکې مباحثه وه .



شيخ احمد ديدات چې په اسلامي او غير اسلامي مذهبونو کې يو ډېر مشهوره خطيب دی، هغه ډاکټر نايک په نولس سوه څلور نيوي مېلادي کال د ديدات جمع يعني دويم ديدات په نوم ونوماوه او د دوه زرم مېلادي کال په می مياشت کې يې د پېرزوينې له مخې ده ته د دعوت او بېلابېلو مذاهبو د پوهې لرلو له امله جايزه ورکړه او ورته ويې ويل، زويه څه چې تا په څلورو کلونو کې تر لاسه کړي، زما څخه يې په بشپړېدو کې څلوېښت کلونه وخت نيولی دی ـ
ډاکټرعبدالکريم ذاکرنايک هره ورځ د بېلابېلو ټلوېزيوني او راډيويي چينلونو له لارې تر سلو په زياتو هيوادونو کې ليدل کېږي او اورېدل کېږي، نوموړي ته هره ورځ د راډيو او ټلوېزيونوني چينلونو له خوا د مرکو لپاره بلنه ور کول کېږي، او همدارنګه د نوموړي د مباحثې سيډيانې او ټيپي پيتې په بازار کې هم موندل کېږي، ښاغلي نايک ځينې تصانيف هم لري چې په لاندې ډول دي :
په بېلابېلو اديانو کې د الله ج تصور
د اسلام په اړه د غير مسلمانانو شل عمومي پوښتنې
اسلام او ټروريزم
قران او ساينس



همدارنګه لکه چې يادونه وشوه د اسلامي څېړنو د نوموړي مرکز چې مشري يې ښاغلی نايک کوي، له خوا د _پيس_ يا سولې په نوم يو ټلوېزيوني چينل هم د عامو خلکو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره پرانيستل شوی دی، په کندهار کې د ځينو با شعوره کسانو له خوا په دې وروستيو کې هڅه وشوه چې د نورو اسلامي هيوادونو په څېر دلته هم د کېبل له لارې ياد شوی چينل د خلکو په مخ پرانيستل شي، خو د نوموړ کسانو په وينا کله چې په کندهار کې د کېبل له مسوول سره د نوموړې چينل د پرانيستلو خبره مطرح شوه، هغه يې په اړه يادونه وکړه چې څه موده وړاندې د دې چينل خپرونې دوی په خپل سر د کېبل له لارې خپرولې خو وروسته د اطلاعاتو او کلتور رياست له لارې د نوموړي چينل د بندېدو امر ورته وشو .
په کندهار کې د کېبل شبکې مسوول زياتوي چې دوی ياد شوی چينل يوازې د خپلې دينې فريضې د ادا کولو له مخې د کېبل پر مټ پرانيستی و، خو دا چې دولت ورسره په ټکر کې دی نو دوی نه شو کولای بېرته يې پرانيزي ـ
خو هغه کسان چې د نوموړي چينل د پرانيستلو لپاره د خپلې ايماني دندې د تر سره کېدو په توګه ددې چينل د پرانيستلو لپاره هڅه کوي هغوی وايي، دوی له دې وروسته په کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور له  ريس ښاغلي عبدالمجيد بابی سره دا خبره مطرح کړه او لومړی يې هغه ته د دې چينل په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل.



د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی رئيس يوازې دومره وايي، چې موږ ته بايد د وزارت له خوا د نوموړي چينل د پرانيستلو لپاره رسمي مکتوب راوړل شي، هله دوی کولای شي په کندهار کې د کېبل له لارې نوموړي چينل ته د خپرېدو اجازه ورکړل شي ـ
پورتنيو خبرو ته په کتو سره جوتېږي چې که چېرې د نوموړي چينل د پرانيستلو پر ځای له نوموړي رياست څخه د کوم هندي او يا انګليسي چينل د پرانيستلو غوښتنه شوې وای، فکر نه کېږي چې نوموړي رياست دې د اوس په څېر د وزارت د اجازه ليک غوښتنه مطرح کړې وای ـ خو اوس چې د يوه اسلامي څېړنيز او په تېره داسې يوه چينيل چې په ټوله نړۍ کې يې مسلمانان ګوري د پرانيستلو غوښتنه کېږي نو دوی په دې پلمه خلک تېرباسي چې وايي هر کله چې د وزارت له خوا رسمي مکتوب راوړل شي، وروسته دوی کولای شي دا چينل پرانيزي .



که چېرې خلک راساً له وزارت سره دا خبره مطرح کړي نو بيا په کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور رياست شتون کومه ګټه لري ؟
دا چې د دې رياست په شتون کې مراجعه کوونکي وزارت ته لېږل کېږي، نو ددې رياست کار او دنده به څه وي؟
دا سمه ده چې وزارت بايد لومړی دوی ته اجازه او امر وکړي، خو د دې امر او اجازې د تماس لپاره بايد نوموړی رياست خپله له وزارت سره په تماس کې شي، نه دا چې خلکو ته وويل، شي چې تاسې بايد له وزارت څخه رسمي مکتوب راوړئ .