کور / اسلامي / د توحيد احکام او مسائل (۵)

د توحيد احکام او مسائل (۵)

ليکنه : علامه محمدناصرالدين الالباني رحمه الله
ژباړه : مومن مهاجر muhajir222@yahoo.com

په بېلابېلودینونوکي دالله مفکوره :

هندومذهب :

په افغانستان پاکستان اوهندکي تراسلام وړاندي هندومذهب رواج ووچي دډېرومعبودانومفکوره پکي دودوه(په هندکي اوس هم هندومذهب رسمي دین دی) . ځیني هندوان پردرې زره میلونه اوځیني پردرې زره درې سوه معبودانوباورلري . پردومره ډېرومعبودانو ددوئ دعقیدې لامل دوحدة الوجودیاهمه اوست عقیده ده (له بده مرغه دتصوفوټولې کړۍ هم دشرک،کفراو ضلالت پردې عقیده ګروهمنې دي اوان هغه څوک مسلمان نه بولي چي دوحدة الوجودعقیده ونه لري دایوه داسي پلیته عقیده ده چي په خپلولویې دحرام،حلال،خالق ،مخلوق اورواوناروامفکوره له منځه ځي ) ددې عقیدې له مخي دکائناتوهرشی الله دی . له همدې امله هغوی دونو،ډبرو،جوړنګانو،ستورو،لمر،سپوږمۍ،حیواناتواوان دانسان دجنسي اعضاووعبادت هم کوي،خو اسلامي عقیده داده چي دکائناتوهرڅه دالله ملکیت دي،په دې ډول دمسلمانانواوهندوانودعقیدې ترمنځ لوی توپیردادی چي ددوی په اندهرشی الله دی خومسلمانان په دې عقیده دي چي هرڅه دالله جل جلاله دي .

بودايي مذهب :

دبودايي مذهب بنسټګرګوتم بددی . له الله څخه دهغه دانکارپه اړه کره شواهدنه شته،سره له دې چي الله یې مانی خودوحدة الوجودفلسفې ته هم معتقدووچي دهغې له مخې دکائناتوهرشی دالله جل جلاله دذات برخه ده . له همدې امله دګوتم بدپیروانودهغه ترمړینې وروسته دی هم دالله په الوهیت کي شریک کړبلکي ځینوهغه دالله جل جلاله دوجوداوتاروبالی . وروسته ځینونوروخلکولکه ولائي لامه اونوروپه خپله ګوتم بداوتاروګاڼی دهغه مجسمې یې جوړې کړې اوعبادت یې شروع کړ.

سک مذهب :

سک مذهب هم دهندومذهب یوښاخ دی چي ګرونانک یې د۱۵پېړۍ په پای کي بنسټ کېښود. ګرونانک که څه هم په هندوکورنۍ کي زېږېدلی ووخوله مسلمانانواواسلامه ډېرمتاثروو. له همدې امله یې دالله جل جلاله په اړه مفکوره دمسلمانانومفکورې ته ورته ده . په سک مذهب کي دالله پرتوحیدډېرټینګارشوی دی . اودالله جل جلاله لپاره د((واهي ګرو))یعني یورښتنی الله لفظ استعمال شوی دی . دالله جل جلاله لپاره یې دبېلابېلو صفاتوپه ثابتولودکرتاریعني خالق،صاحب یعني پاچا،اکال یعني ابدي،سنتانام یعني مقدس نوم،پروردګار یعني په مینه پالونکي،رحیم یعني رحمت کوونکي اونورویادونه کړې ده . دسکانودعقائدومجموعه په مل منتراکي ده چي وايي : یوازي دیوه الله جل جلاله وجودشته چي حقیقي خالق دی،هغه نه وېرېږي اونه عارلري،له هیچانه دی پیداشو،لافاني دی،وجودیې له ځانه،عظیم اورحیم دی .

پارسي مذهب :

پارسي مذهب په فارس (ایران) کي پیداشوی . که څه هم په نړۍ کي یې پیروان ډېرلږدي،خوددنیاله تاریخي قدامت درلودونکومذهبونوڅخه دی . په هغه کي الله جل جلاله د؛اهرومزدا؛په نوم یادشوی دی .داهرومعنی ده باداراودمزدمعنی ده عقلمند. دټول لفظ معني ده عقلمندمالک . په دې مذهب کي هم دالله جل جلاله دتوحید فکرموندل کېدای شي . البتة دوئ داهم وايي چي دنړۍ خالق یونه بلکي دوه دي یوهغه چي ټول ګټورشیان یې پیداکړي هغه ته دوی یزدان وايي . اوبل اهریمن دی چي ټول تاواني اومضرشیان یې پیداکړي دي . په دې ډول ددوئ په انددخیرخالق بېل اودشرخالق بېل دی . ځینوپوهانوویلي چي دپارسي مذهب بنسټګرخلک توحیدته رابللي وو،خووروستنیودخیراوشرددووخالقینوعقیده اختراع کړه .

یهودیت اوعیسایت :

یهوددموسی اوعیسایان دعیسی علیهماالسلام قومونه دي . پرموسی علیه السلام تورات اوپرعیس علیه السلام انجیل نازل شوی دی . څرنګه چي ددوئ رسولان رښتني اوکتابونه یې حق وو،له همدې وجې چي په سر کي دوئ ته کومې لارښوونې شوې وې هغه پرسوچه توحیدولاړې وې اوهغه داچي دټولې نړۍ خالق اومالک یو الله جل جلاله الله دی،یوازي هماغه دعبادت مستحق دی،هیڅ شریک نه لري اوداسي نور،خودانبیاء کرامو علیهم السلام تروفات وروسته دوئ په خپلوکتابونوکي له خپلې خوښې سره سم تحریفونه وکړواودانبیاء کرامو علیهم السلا م له خوادالله په اړه ورته بیاشوې مفکوره یې هم تبدیل کړه . یهودوعزیرعلیه السلام اوعیسایانو عیسی علیه السلام دالله جل جلاله زامن وګڼل . (نعوذبالله من ذالک) حال داچي الله جل جلاله نه اولادلري اونه مېرمن . همدارنګه دعیسایانویوې ډلې دتثلیث عقیده هم خپله کړه چي یوازي الله معبودنه دی بلکي الله،عیسی اومریم درسره په ګډومعبوددي . دیهودواونصاراووموجوده کتاب بائبل چي له تورات،انجیل،زبوراوځینو نوروانبیاء کراموعلیهم السلام له صحیفوجوړشوی دی سره له دې چي لاس وهنه پکي شوې خوبیاهم دتوحید مفکوره پکي موندل کېږي . لکه چي وايي :

(۱) اې بني اسرائلو! واروری الله زموږمالک دی اوهغه یودی . (کتاب مقدس ثنائیه ۴: ۶) .

(۲) زه مالک یم، له ماپرته بل هیڅ معبودنه شته . (کتاب مقدس عیسایه ۱۱ : ۴۳)

(۳) له ماپرته هیڅ الله نه شته،تاسوته په کارده چي زماهیڅ انځورګري ونه کړی . له ماسره نه په اسمان،نه په ځمکه اونه تراوبولاندي مشابه شی شته،ځکه نوبل چاته مه ټیټېږی . (کتاب مقدس خروج . ۵ . ۳: ۲۰) خوله دې سره سره په بایبل کي ځیني داسي شیان هم موندل کېږي چي له توحیدسره منافات لري . په یوځای کي ویل شوي چي الله جل جلاله له یعقوب علیه السلا م سره غېږه ونیوه . همدارنګه دکائناتوترتخلیق وروسته الله جل جلاله دارام محتاج بلل شوی دی اوداسي نور.

دمکې مشرکین :

دنبوي بعثت پرمهال دجزیرة العرب اوسیدونکویوازي الله جل جلاله خالق اومالک بالی،خودعبادت لپاره یې ډېرمعبودان جوړکړي وو،دهغوپه اړه ددوی ګومان داووچي دقیامت په ورځ به یې دسپارښت په کولوالله جل جلاله ته نژدې کړي . له همدې امله یې دخپلواولیاوواوصالحینومجسمې جوړې کړې وې،پرهغویې طوافونه کول،سجدې یې ورته کولې،دهغوپه نوم یې نذرونه منل،ورکول اوداسي نور. دعربومشرکینوله بتانوماسیوا دملائکوعبادت هم کاوی اوددوی عقیده داوه چي فرشتې دالله جل جلاله لوڼې دي . (نعوذبالله ) همدارنګه دوی پېریان هم دملائکوپه څېریومخلوق ګاڼی چي له همدې امله یې دهغوئ عبادت هم کاوی .