کور / اسلامي / د جامع جومات په جوړیدو کې برخه واخلئ

د جامع جومات په جوړیدو کې برخه واخلئ

د مونشن ګلډبخ ښار د جامع جومات په جوړیدو کې برخه واخلئ !

د جرمني د مونش ګلدبخ په ښار کې د افغانانو د اسلامي او معلوماتي او کلتوري مرکز لخوا د جامع جومات له پاره یوه ودانۍ په څلور لکه ایورو په پور اخیستل شوې او دغه څلور لکه ایورو لاتراوسه پوره شوي نه دې او باید د دې کال تر پایه پورې په څلورو قستونو کې د هغه مالک ته ورکړل شي.

د هجرت جومات چې مخکې له دې په یوه کرایی ودانۍ کې و اوس یې په پاسني مبلغ یاد شوی ځای اخیستی دی. هر مسلمان او دیندوسته افغان څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې تر خپله وسه د خدای (ج) د کور په ابادولو کې برخه واخلي.

دا په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې یواځني افغاني جومات او کلتوري مرکز دي چې د لمانځه په څنګ کې د افغانانو د فاتحو مراسم او نور دیني او کلتوري رواجونه پکې ترسره کیږي.

دغه ودانۍ چې ۳۲۲۷ متر مساحت لري د ډیرو افغاني ماشومانو د اسلامي زده کړې او د ځوانانو له پاره د ځانګړو پروګرامونه کوربه هم دی.

نو د خدای د کور په ابادولو او د دغه دیني مرکز سره د قرض په خلاصولو کې مرسته وکړئ !

د المان بهر هېوادوال کولای شي په لاندې بانکي اکاونت خپله مرسته راولیږئ !

د جومات د بانک شمیره په لاندې ډول ده:

Islamisches Afghanisches Informations-und Kultur Zentrum
Masjid Hijrat e.V
Swift Code
BIC: MGLSDE 33
IBAN: DE37 3105 0000 0003 2137 33

د المان دننه هیودولال کولای شي په لاندې بانکی نومره خپلې مرستې راولیږئ :

بانکي شمیره 3213733
31050000
د بانګ نوم. SSK Moenchengladbach
د ارتباطي تلیفون شمیره: مصباح الله نادر 01731611917