کور / کیسه / دوه کوکریان

دوه کوکریان

د دفتر مخې ته د یوه وچ لښتي په تونل کې سپۍ لنګه شوې وه.


دغه دفتر چې په اصل کې یوه امریکايي سکورټي کمپني وه، د خپلو اړوندو موسسو لپاره یې د امنیت دنده پر غاړه وه، ما هم په همدې دفتر کې د امنیتي کارمند په حیث کار کاوه، وخت نا وخت به ډلې ډلې امریکايي مشاورین او روزونکي راتلل او مونږ ته یې ټرننګ راکاوه، امریکایان هم عجیبه خلک دي، یاخو به ما ته عجیبه ښکاري، خو په دې هم باور لرم چې مونږ افغانان بیا هغوی ته د نړۍ له لویو عجایبو یو عجیبه شی ښکارو.


خبره مې د لنګي سپۍ کوله! دغې سپۍ شپږ واړه کوکریان لرل چې یو یې ترې مړ شو او پینځو کوکریانو ته به سپۍ تله او راتله، که څه هم چې دغه سپۍ له داسې اصیل زات نه نه ښکارېده خو ويښه او هوښیاره وه، دغه کوکریان هم لکه د سپۍ غوندې نه ښکارېدل نو کېدای شي پلار به یې د اصیل ذات نه و.


کله چې دغه کوکریان لږ را غټکي شول نور هم پسې ښایسته او چالاکه شول، له دې کوکریانو به څو ورځې وروسته یو ورکېده، میاشت پس یواځې دوه ښځې کوکریانې ترې پاتې شوې او درې نران د سپیو شوقیانو، چې پېژندل یې د روزلو لپاره له دې ځایه یوړل.


زه به ډېر وخت په لومړۍ دروازه کې د دروازې پر سر پوسته کې په پیره بخت وم نو ساتیري مې یواځې ددې کوکریانو ننداره او څارل و.


دغه سپۍ د خپل لومړي بچي په وژل کېدو ډېره خپه ښکارېده، خو ددې درې کوکریانو په ورکېدو پکې د خپګان نښې نه وې، لکه دا چې هم د کوکریانو ددې ډول ورکېدلو په معنا پوهېده، هغه دا چې یا په چا د خپلې کلا یا باغ د حفاظت په موخه د روزلو لپاره وړي وي او یا به په کومه شانداره بنګله کې هره ورځ په صابون وینځل کیږي او تقویه شوې شودې به خوري.


په هر حال دې سپۍ ته خپل همدغه دوه کوکریان ورپاتې شول، چې دا دواړه ښځینه وې، اوس سپۍ هم دغې دوه بچیو ته د شیدو او خوراک په ورکولو نه ستومانه کېدله، کله به چا څه ورواچول او کله به سپۍ څه ورته راوړل نو بچي یې ماړه و او سپۍ خوشاله وه، ټوله ورځ د خپلو دوو کوکریانو سره په لوبو او ترپکو بوخته وه.


زما هم په دفتر کې د لویې رخصتۍ وخت رارسېدلی و نو د څو ورځو لپاره کور ته لاړم.


یوه شپه مې په خوب کې دغه دوه کوکریان ولیدل لکه دوه افغان سوالګر ماشومان راته زارۍ کوي او څه رانه غواړي، زه و شرمېږم هېڅ ځواب ورنه کړم. بیا ګورم چې دواړه روان شي هلته په کوڅه کې پرې ماشومان د تیږو باران جوړ کړي، ما چې به کله هم د لیونیو سپیانو په اړه فکر کاوه نو دې نتیجې ته به رسېدم چې دغه کوڅه ډب سپیان زمونږ د کوڅه ډبو ماشومانو د تیږو باران لیونیانوي، چې په سره ګرمۍ کې چېرته هم سپی وویني چې سیوري ته ناست دی نو دوی پرې د تیږو باران جوړ کړي.


ځینې ماشومان بیا د وړو کوکریانو سره ډېره مینه لري چې د لویانو لخوا په ډېره کلکه ددوی مخه نیول کیږي.


په هر حال کله چې بېرته وظیفې ته راغلم تر ټولو لومړی مې دغه دوه کوکریان وکتل چې شته او کنه، کوکریان په خپل کور (تونل) کې غلي ناست و، خو تر څنګ مې څو کاڼي هم ولیدل چې د تونل په خوله کې پراته و.


زه دې ته سترګې په لاره وم چې اوس به سپۍ راښکاره شي خو تر مازیګره سپۍ رانه غله، سبا ورځ هم تېره شوه خو سپۍ رامالومه نه شوه، هغه به چرته کوم موټر وهلې وه، خو له دې وروسته دغه دوه کوکریان بې موره شول.


ما به کله کله د خپل زړه سوي له مخې څه ورواچول چې څو ورځې وروسته نو داسې راسره بلد شول چې ماته به یې پورته پورته راکتل او د دفتر د دروازې په خوله کې به یخ سیوري ته پراته و. په دې ځای کې دا دواړه له کوڅه ډبو ماشومانو هم په امان کې و، نو که به د دفتر د وړې دروازې پیره دار ایسته وشړل هم بېرته به یې ځان راورساوه.


څو ورځې وروسته په دفتر کې د یو امریکايي ورته پام شو، دې شین سترګي مخې ماته په امریکا کې د خپل نازولي سپې کیسه کړې وه او پوهېدم چې له سپیانو سره زیاته مینه لري نو ددې کوکریانو په لیدو یې سترګې رډې شوې، په منډه ورغی دواړه یې راونیول او دفتر ته یې راننه ویستل.


د دفتر د دروازې نه لرې د وړوکي چمن او د ودانۍ تر څنګ یې ورته یو ځای برابر کړ او سړه ډوډۍ يې ورته واچوله، کله چې پوه شو کوکریان واړه دي او سړه ډوډۍ سمه نشي خوړلی، نو بیا یې شودې ورکولې، هره ورځ به یې ورته شودې جوړولې، په خپل ټاکلي وخت به یې د کوکریانو پوښتنه کوله، کله چې د دفتر د ځینې کارکوونکوغږ پورته شو چې زمونږ برخه شودې کوکریانو ته اچوئ!! نو له دې وروسته یې له بازاره د کوکریانو برخه شودې هم حواله کړې، بیانو د دفتر په شیدو کې هم راسره شریک شول. کله چې کوکریان لږ راغټکي شول نو دغې امریکايي پرې د خپلې خوښې نومونه کېښودل خو دغه نومونه مذکر و ما ورته وویل چې دا خو ښځینه کوکریانې دي خو بیا یې هم بدل نه کړل، په خپله به يې ورته دغه نومونه اخستل خو، د دفتر افغان کارکوونکي بیا خړه کۍ او برګۍ نومونه پرې ایښې و.


یو وخت داسې هم راغی چې کوکریان غټ سپیان شول، شپه او ورځ به څک ول او لکه زمونږ پیره داري به یې کوله.


د دفتر ټول کارکوونکي یې پېژندل او ټولو ورسره ښه سلوک کاوه، که د چا به سپیان نه خوښېدل هم د امریکايي ټرینر لپاره یې څه نه ورته ویل.


یوه ورځ یو نا اشنا کس چې د دفتر دایمي کارکوونکی نه و د څه کار لپاره له لومړۍ دروازې تېر شو او د دفتر د ودانې په لور په انګړ کې روان و، چې دواړو سپیو ورپسې را منډې کړې، له هلک یې لار ورکه کړه چې اوس څه وکړم، فکر یې وکړ چې ګوندې دا د امریکایانو تعلیم یافته سپیان دي نو ژر یې په غاړه کې پروت کارت ورته په دواړو لاسو ونیو او ورسره لږ راټیټ هم شو، سپیان چې په همدې شېبه کې دده خواته رارسېدلي و پر خپل ځای نېغ ودرېدل، وسنګېدل او نېغ خپل ځای ته تاو شو، ټولو وخندل او حیران هم شول، هلک په کراره له ځان سره وویل:  ښه دی چې کارت مې په غاړه کې و.


خو عجیبه یې لا دا چې همدغو سپیانو بیا شین سترګو امریکایانو ته، که  په اول ځل به هم  دفتر ته راتلل هېڅ نه ویل، مونږ پیره دارانو هم کوم امریکايي نه تالاشي کاوه، خو د خپل دفتر له  کارکوونکو به  مو هم د ننوتلو پر مهال په زیر زیر تالاشي اخیسته، چې د سپیانو ددې کار سره ځان هم راته د هغوی په څېر ښکاره شو خو کله به بیا راته هغوی د ځان په څېر ښکارېدل.