کور / کیسه / د یو مسلمان او یو مسیحي تر منځ دیالوګ (۱)

د یو مسلمان او یو مسیحي تر منځ دیالوګ (۱)

د ډاکتر حسن محمد باګل تالیف
د پوهنمل محمود نظری ژباړه

د یو مسلمان او یو مسیحي تر منځ دیالوګ :

ع ………… عیسوی
م ………… مسلمان

ع- ولي په دې وروستیو کې د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ عقیدوي خبرې اترې او مباحثې ډیرشوي دي؟
م- دا ځکه د دې دوو دینونو تر منځ ډیر شیان یو دي لکه:
ډیر پیغامبران یې مځکې ته رالیږلي په یو الله (ج) چې
اود الله د ویی یا کلمه منل چې یهودان ترې انکار کوي.
ع- د مسیحیت دوه زره کاله او د اسلام اټکلاً (۱۴۰۰)کاله کیږي نو ولي همدااوس دا مباحثې تودې شوي دي؟
م- په دې درو- څلورو پیړیو کې ډیر اسلامي او افریکایي ملکونه د انګریږ ، فرانسې، بلجیم، هسپانې او پرتګال مستعمرې وې او مسیحیانو ډیره هڅه وکړه د مرستو لکه: درملنه، کالو، ډوډۍ، او دکار ورکولو د لاري هغوی یاني مسلمانان مسیحیت ته واړوي خو لږ بریالي شوي دي .
که څه ځینې خلک د تعصب له کبله چې وایي مسیحیت د هیوادو د پرمختګ سبب شوی دی اوښتي دي خو باید ووایم دا خبره غلطه ده ځکه په هغه وخت کې مسیحیت له دولت نه بیل شوی و.
له دوېم نړیوالي جګړې وروسته ډیر هیوادونه آزاد شول او ډیر خلک د کار لپاره لوېدیځ ته مخه وکړه او له مسیحیانو سره یې نژدې اړیکې پیدا کړې او د اسلام په هکله یې د هغو سره مباحثې پیل کړې چې په دې برخه کې په ځانګړې توګه د محصیلینوونډه درنه وه.
ع- کوم بل دلیل هم لري؟
م- زه فکر کوم د دواړو دینونو تر منځ د واټن لږ والۍ، د اوښتلو ،راوښتلو لپاره د دواړو ټینګار او سیالۍ یې نور دلیلونه دي .
مسلمانان له یهودانو نه د مسیحیانو سره ښه اړیکې لري
قرانکریم په سوره ۵:۸۲ فرمايي« …د مسلمانانو بدترین دښمنان یهودان او مشریکان دي، مؤمینانو ته تر ټولو نژدې هغه دي چې وایي ، موږ مسیحی یو دا په دې دلیل دی چې هغوی خپل په منځ کې کشیشان او راهبانې لري اوکبرجن نه دي »
په دواړو دینونو کې داسې خلک شته چې خپل ژوند یې د دین چوپړ ته وقف کړی دی. ځینو مسیحیانو د اسلام په هکله څیړنې کړي او مسلمانانو هم د دوې په هکله مالومات راغونډ کړي دي او په دواړو مقدسو کتابونو کې ددې دینونو بیان هم شوی دی ،په قران کریم کې ویل شوي دي سوره۳:۴۵«…ملایکو وویل: اې مریم الله په تا زیرۍ کوي په کلمه له خپل جانبه چې نوم یې مسیح د مریم زوی دی هغه به په دنیا او اخیرت کې لوی سړی دی او د الله دربار ته د ټولو نژدې به وي »
د بایبل د یوس ډکشینري چې د مسیحیانو د ښوونی د بورد لخوا لیکل شوې ده او د امریکا د کلیسا لخوا په ۱۹۸۰ کال کې چاپ شوې ده د «کیدار » تر لغت (ويی) لاندې لیکي:
پیداینه ۲۵:۱۳ .. کیدار « د اسمعیل (ع) د اولادو د ټبر نوم دی نبایوت ،کیدار،ادبیل، بسام ،مشماع، دوهه ،مسا ،حداد،تیما، یطور ، نافیش او قدمه،د کیدر خلک( فلینی سیدرای ) دي چې له هغو څخه محمد (ص) راپورته شوی دی »
د بایبل بین المللی ستنډرد دایره المعارف لیکي:
– د اسمعیل په ټبرکې (کیدار) ډیر مهم دی ،چې وروسته دا نوم ټول د صحراوحشي کام ته ذکر شوی دی، دکیدار(عرب کایدر ) د مسلمانانود نسب شجره ثابتوي چې محمد«ص» د اسمعیل (ع) له پښته دی .
همداسې د بایبل سمیت ډکشنري لیکي:
د اسمعیل دوېم زوی کیدار(تور) دی .
پیداینه۲۵:۱۳ «….د محمد کورنۍ قریش د کیدار اولاده ده». ټول عرب په حجاز کي چې د بنی حرب ( دجنګ سړي) په نامه یادیږي هغه ټوله د اسمعیل اولاده ده…
او جالبه لا دا ده چې وايي: هغه وخت چې قران کریم لیکل شوی دی د هغو ژبه سوچه وه او تر۱۲۰۰ کاله پوری دا ژبه بی تغیره پاته شوې ده چې ښه ثبوت یې په سیمه کې د ختیځ رسم او رواج دوام وو .
د مسلمانانو د مهاجرت لویه پانګه لویدیځ ته انساني قوه نه بلکي په لویدیځ کي د اسلام د جرړي( ریښې) ټینګول وه د هغو په راټګ سره په لویدیځ کې ډیر مسجدونه او اسلامي مرکزونه جوړ شول او ډیرخلک یې د اسلام په مقدس دین مشرف کړل.
دلته د بیرته اوښتل تورۍ ځکه کارول شوی دی چې انسان له اوله مسلمان زېږیدلي دی او بیا مور،پلار او ټولنو هغوی نورو دینونو ته اړولي دي داهم جوته شوې ده چې اسلام نه د تورې په واسطه بلکي د ځانګړو او ډله یزوتبلیغاتو په واسطه پیاوړی شوی دی .
د۱۹۸۴ د کال کلیز او د ۱۹۸۳ کال د لیډر دایجیست دکلیز په اساس د ۱۹۳۴تر ۱۹۸۴ پوري د نړۍ نفوس ۱۳۶ په سلو کي اود مسیحیانو نفوس ۴۷ په سلو کې اود اسلام نفوس۲۳۵ په سلو کې زیات شوی دی .
ع- که دا درې سره دینونه یو خالق مني نو بیا ولي دومره توپیر په کې شته؟
م- ټول پیغامبران له آدم (ع) نه تر محمد (ص) پورې دیو پیغام راوړنکي دي او هغه د بشر سپارنه او تسلیمی و یو الله(ج) ته ده. دی پیغام ته په عربي کې اسلام وایي د اسلام مانا سوله ده ، سوله د د خالق او د مخلوق تر منځ.
الله( ج) په سوره( ۵:۳) کې فرمایی(‎«… نن می ستا سو دین د کمال حد ته ورسوی او خپل نعمت مي پر تاسو تمام کړ او اسلام مي ستاسو دین وټاکی…‎»
د مسیحیت او یهودیت نومونه نه په بایبل کې ، نه به انجیل کې او نه هم د انجیل په ډکشنري کې راغلي دي!
نه د یهودانوو او نه د مسیحیانو د پیغمبرانو لخوا ویل شوی دی چې دهغوی د دین نوم مسیحي یا یهودي دی .
د مسیحیت(کرستیانتي ) لفظ درې وار ي په نوی انجیل کي د عیسی(ع)نه ۴۳ کاله وروسته هغه وخت چې عیسی( ع) په دې نړي کې نه وو د بې دینو ، مشرکو او یهودو لخوا ذکر شوي دي
(د رسولانو اعمال )اکټ۱۱:۲۶.‎«…اود عیسی پیروان یې له دوښمنی نه د مسیحیانو په نامه ونومول »
وروسته بیا «پاچا دوېم اغریپا ) و «پول» ته وویل:
اکټ ۲۶:۲۸ «… ته ما هڅوې چې ژر مسیحي شم»
نو د مسیحیت (کرستیا نیتی ) کلمه لومړی د دښمن لخوا کارول شوې نسبت دوست ته.
په نړۍ کې لومړی مسلمان محمد(ص) نه بلکي ابراهیم (ع) و، خو له هغه نه مخکې اسلام د آدم (ع )او نوح( ع) د ژوند لاره وه بیا وروسته اسلام د بشریت د ژوند لاره شوه
ع- څرنګه وایاست چې ابراهیم( ع ) مسلمان و هغه خو یهود و!
م- دا چیرې لیکل شوي دي ؟
م – زه به درته ووایم پیداینه ۱۱:۳۱ کې لیکلی دی:«… او تارح ابرا هیم خپل زوی ونیوی او سارا د هغه نږور وه د ابراهیم ښځه ، ټوله رهي شول له ( یور) او ‎(کلدانیان)څخه د( کنعان) سیمې ته ولاړل هلته د(حارن) په ښار کې مېښته شول» .
نو ابراهیم(ع) په( یور) کي زېږیدلی دی ، هغه یهود نه و، ( یور) د (کالدانیان) په (میزوپوتامیا) کې پروت دی ، چې اوس په عراق پورې اړه لری.نو ابراهیم (ع) ډیر عرب دی نسبت و یهود ته ، دوېم دا چې د یهود کلمه د یهودا (جودا) چې د ابراهیم (ع)د کړوسۍ له نوم نه اخېستل شوی دی.
ابراهیم (ع)۷۵ کلن و چې د( هارن )نه وکوچید او( کنعان) ته ولاړ.
ابراهیم (ع)هلته پردی و دا د پیداینه۱۷:۸ لخوا هم منل شوې دی
«…. ټوله د (کنعان) مځکه چې ته او ستاپښت ته چې اوس په کې پردي یاست په ابدي ملکیت به یې در وبښم او زه به یې الله یم…»
او په پیداینه کي لیکل شوي ۱۴:۱۳«…او راغی یو سړی چې تښتیدلی و او ابراهیم ته یې عیبرو ووایه»
انجیل خپله وایي چې ابراهیم (ع) عیبرو(عیبراني) وچې مانا یې آخوا له ( یوفرات) څخه ده دا مانا هم لري چې هیبر د( شیم) له پښته دی .
پیداینه ۳۲:۲۸«…هغه سړي وه یعقوب ته وویل له دی وروسته ستا نوم یعقوب نه وي بلکې اسراییل..»
م- نو ابراهیم (ع) عیبرو و او د یعقوب اولاده بیا اسراییل دي چې دولسو ټبرونه( قبیلې) یې لرلې او د (یهودا) کوچنی نوم جیو و نو یوازې د جودا(یهودا) اولادې ته یهود ویلای شو.
که غواړې پوه شې چې موسی (ع) څوک دی نو اګزودس( وتل) ۶:۱۶-۲۰…وګوره!
ع- «…د شجری په اساس د( لاوی) زامن جرشون،کهاث او مراری… او د کهاث زوی عمران او عمران خپلی عمه یوکا ید سره واده وکړ او موسی او هارون یې اولادونه دی » .
م- نو موسی یهود نه و ځکه هغه د یهودا زوی نه بلکي د لاوی زوی دی او موسی قانون راوړنکی و (تورات قانون دی) د اسراییلو د اولادو لپاره.
ع- دا څرنګه تشریح کولای شئ؟
م- ځکه موږ قرانکریم ستنډرد نیسو که څه له قران کریم سره یهودان او مسیحیان تعصب لري خو قران کریم داسې یو کتاب دی چې هیڅ ډول لاس وهنه او غلطۍ په کې نشته دا د الله (ج) له خوا ګرانتي شوی آسماني کتاب دی الله (ج)په سوره ۲:۲فرمايي: «..دا آسمانی کتاب بیله غلطۍ دی دا د پرهیز ګارانو لپاره لارښود دی اوهیچ غلطۍ په کې نشته» .
او په سوره ۱۵:۹فرمايي «…بیله شکه موږ قران درولیږی او مطمیناً موږ د هغه ساتنه(له لاسوهنې) څخه کوو»
. دا آیت شریف د بشریت لپاره چلنج دی.
په دې (۱۴۰۰) کاله کې په قران کریم کې یو ويي( لغت) هم
تغیر او تبدیل شوی نه دی، کاپرانو د تغیراتو هڅه کړې
خو ناکامه شوي دي .ځکه الله(ج) د هغه ساتنه کوي .
بر عکس د نور کتابونه لکه(تورات، زبور، انجیل…
او نور) چې په اصلی نسخو کې یې ډیر
تغیرات ، حذفیات ، اړول اوادلون بدلول شوی دی.
ع- قران کریم د ابراهیم او موسی په هکله څه نتجه ګیري کوي؟
م- سور۳:۶۵«…او اې د آسمانی کتابو پیروانو (مسیحیانو او یهودانو) تاسو ولي دابراهیم په هکله شخړه کوي په داسې حال کې چې تورات او انجیل له هغو نه وروسته لیکل شوی دی ».
او په سوره۳:۶۷ فرمایې:«…ابراهیم نه یهود او نه هم مسیحی و هغه حقیقی مسلم و ، هیڅکله مشرک نه و »

نوربیا