کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زه څه وایم، ډاکټر لمر څه وایي

زه څه وایم، ډاکټر لمر څه وایي

د جمعی په ورځ می د افغان جرمن آنلاین په ویب سایټ کی د ډاکټر صاحب لمر هغه لیکنه په سترګه سوه چی په پښتو لیکدود کی یی د انارشی په باره کی لیکلې وه او اندیښنه یی ښودلې وه چی هسی نه دا ژبه پر څو لارو ولاړه نه سي او بالاخره له اوسنیو او راتلونکو څخه د سمی او کره لیکني لاره ورکه نه سي.


        ډاکټر صاحب لمر په بلجیم کی په یوی ادبی ناستي کی زما د وینا مثال ورکړی وو چی ما ویلی وه مرحوم بینوا صاحب  د درختی تر سایی لاندی سیبان خوړل او مرحوم ګل باچا الفت د وني تر سیوري لاندي مڼې خوړلې، خو د عمر تر پایه  پوری دوستان وه ،  د یوه بل درناوی یی کاوه او هیڅ وخت یی د یوه بل پر ضد څه ونه ویل.


   زه د پښتو ژبی سره د ډاکټر لمر خواخوږي ستایم. ما چی په بلجیم کی  د پښتو ژبی په اړه څه ویلی دي دا خبری مي په نورو ځایونو کی هم کړي. خو له بده مرغه چی زما خبری ولي چا په بشپړه توګه اوریدلي نه دي. .. بشپړ متن