کور / اسلامي / د توحید احکام او مسائل (۸)

د توحید احکام او مسائل (۸)

دتوحیداحکام اومسائل (اتمه برخه)
لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني
ژباړه : مؤمن مهاجر(muhajir222@yahoo.com)

په ازل کي دتوحیدژمنه :

الله جل جلاله چي کله دادم علیه السلام له شادهغه دټولوالادونوروحونه راوایستل نوترټولووړانديې له هغوی دخپل ربوبیت اوالوهیت ژمنه واخیسته . ددې ژمنې داخیستوموخه داوه چي دقیامت په ورځ هیڅ کافراو مشرک داونه ویلای شي چي زه خوپه دې خبرنه وم چي زمارب اومعبودڅوک دی؟ بل هدف یې داووچي هیڅ انسان پرتېرونسلونواوناسم چاپیریال دخپلې بې لارۍ دپړې په اچولوځان سپین نه کړای شي،ځکه له هرسړي په جلاجلاډول ژمنه اخیستل شوې وه،اوس هیڅوک دانه شي ویلای چي مشرکین اوګرم په حقیقت کي زموږلوی مشران وواوموږته ولي یوازي صرف دهغوی داولادکېدوسزاراکول کېږي؟ دې ته دالست وعده ویل کېږي چي دقرآن کریم له اَلَسْتُ بِرَبِّکُمْ څخه اخیستل شوې ده .په راتلونکوکرښوکي دلیل په توګه لومړی آیت ولولئ چي وروسته به یې دحدیث په وسیله تفسیرهم وړاندي شي .

آیت کریمه :

وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتَ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ 172 أَوْ تَقُولُواْ إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّن بَعْدِهِمْ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ .(الاعراف : ۱۷۲،۱۷۳)

ژباړه : کله چي ستارب دادم له شادهغه اولادونه راوایستل اوپردې یې ژمنه ترې واخیسته چي ایازه ستاسو رب نه یم؟ دوئ وویل : ولي نه! موږټول شاهدان یو. (داژمنه ددې لپاره واخیستل شوه چي) تاسي بیادقیامت په ورځ داونه وایاست چي موږخوله دې ناخبره وو. یاداووایاست چي شرک خوزموږپلرونوترموږوړاندي کړی وو موږخوتردوی وروسته ددوی اولادوونوایاته موږدبې لاروپه فعل هلاکوې؟

تفسیربالحدیث :

ددې آیت په تفسیرکي داحدیث بیان شوی : جمعهم فجعلهم ازواجاثم صورهم فاستنطقهم فتکلمواثم اخذ علیهم العهدوالمیثاق . قالوشهدنابانک ربناوالهناولارب لناغیرک ولاالهنالناغیرک،فاقروابذالک .

ژباړه : الله جل جلاله هغوئ (یعني دادم علیه السلام اولاددده له شاترراایستلووروسته) راغونډکړل جوړه جوړه یې کړل،بیایې شکلونه ورکړل اوبیایې راوبلل هغوئ (دالله له ارادې سره سم) خبرې وکړې وروسته یې له هغوئ څخه ژمنه واخیسته اوهغوئ یې پرخپل ذات شاهدان کړل چي ایازه ستاسورب نه یم؟ دوئ دمثبت ځواب په ورکولوشاهدي ورکړه،بیاالله جل جلاله وویل : زه اووه اسمانونه اواووه ځمکې پرتاسوشاهدان کوم،همدارنګه ستاسوپلارادم درباندي شاهدکوم چي بیادقیامت په ورځ ونه وایاست چي موږخوپه دې نه ووخبر. بې شکه نه له ماپرته بل پرحق معبودشته اونه بل رب،تاسوبه له ماسره هیڅوک نه شریکوئ،زه به تاسوته خپل استازي درولېږم چي له ماسره ستاسوله خواشوې ژمنه به دریادوي اوپرتاسوبه خپل کتابونه نازل کړم . دوئ ټولووویل : موږشاهدي ورکووچي ته زموږرب اومعبودیې،له تاپرته موږنه بل رب لرونه معبود. دوئ په دې خبرواعتراف وکړ.

داوعده زموږولي نه ده یاده؟ :

دلته یوه پوښته پیداکېږي چي که داوعده دومره مهمه وه نوزموږولي نه ده یاده؟ ددې پوښتنې الزامي ځواب خودادی چي موږته خودمورپه نس کي اوسېدل،پیداکېدل،دزېږېدوځای اووخت هم نه دي په یاد. لنډه داچي بې حسابه داسي خبرې شته چي موږته یادې نه دي خوهغه پرخپل ځای کره حقائق دي،ځکه نودنه یادېدوعذرمعقول نه شي کېدای . حقیقي ځواب دادی چي دالله دااراده نه وه چي هغه ژمنه تل دانسان په یادپاتي شي،ځکه په دې صورت کي انسان له الله څخه بغاوت اودهغه نافرماني نه شوای کولای اوداخبره دالهي ارادې خلاف ده،ځکه دا دنیادانسان لپاره دارالامتحان دی . له همدې امله داواقعه دانسان په شعورکي نه بلکي ترشعورلاندي په وجدان کي ځای پرځای شوه . دهمدې وجداني تړون اثردی چي ځیني وختونه لوی کافراودهري هم دالله دوجومنلوته اړ شي اویادکړاوپروخت په غیراختیاري ډول هغه ته فریادکوي . په لاشعورکي ددې وعدې دموجودیت بل ثبوت دادی چي په انسان کي دوه ډوله استعدادونه ځای پرځای شوي دي یوبالقوه اوبل بالفعله . مثلایوسړی غواړي چي ښه لیکوال شي نوداهغه وخت شونې ده چي په ده کي دلیکوالۍ بالقوه استعدادموجودوي . یعني دی دلیکوال کېدووړتیاولري بیاورته وړخارجي چاپیریال برابرشي .معنی هغه استاد،وخت اولازم وسائل ترلاسه کړي نوبیادخوارۍ په کولوهغه لیکوال کېدای شي . په دې وخت کي دده بالقوه استعدادپه بالفعله ځواک بدل شوخوکه انسان وغواړي چي له ځانه ملائکه جوړه کړي نوهیڅکله نه شي توانېدای که څه هم هرڅوهڅه وکړي ځکه په ده کي بالقوه دملائکوجوړېدواستعدادنه شته . اوس زموږدعوه داده چي په انسان کي دالست دوعدې یاداشت موجوددی بیاچي کله هغه ته له خارجه مناسب چاپیریال اواړین وسائل چمتوشي نودده هغه بالقوه استعدادپه بالفعله ځواک بدلېږي،دلته له مناسب چاپیریال اواړینووسائلوڅخه مراددالله جل جلاله استازي اودهغه کتابونه دي چي دانسان استعدادسمي لارې ته برابروي . ګواکي دانبیاووکاردادی چي په انسان کي بالقوه کوم استعدادموجودووهغه وریادکړي اوهغه دفعلیت درجې ته راولي .

په هرحال ددې پوښتنې ترځواب وروسته اوس داپوښتنه پیداکېږي چي کله الله جل جلاله دهېرې وعدې لپاره استازي راولېږل اوکتابونه یې هم نازل کړل نوبیاشرک څرنګه،ولي اودکومواسبابوپربناپیل شو؟ ددې پوښتنې دځواب لپاره راتلونکي برخه وګورئ!