کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آیا غزنی به په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامې هیوادونو د تمدن مرکز شي؟

آیا غزنی به په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامې هیوادونو د تمدن مرکز شي؟

ظاهر اضطرابې
د غزنې ښاریان وایې، د ۲۰۱۳ کال لپاره د نړۍ د اسلامې هیوادونود تمدن د مرکز په توګه د غزنې د ښار برابرول په ډیر بطې ډول پر مخ ځي.هغوې وایې چې افغان دولت دمګړۍ ددې کار د ښه ترسره کیدو ته خپله پاملرنه نه ده اړولې.
په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې  د اسلامې هیوادونود اطلاعاتواو کلتور وزیرانو په خپله یوه ناسته کې چې د لیبیا په مرکز طرابلس کی جوړه شوې وه، غزنې یې په ۲۰۱۳ م کې د اسلامې نړۍ د تمدن د مرکز په توګه په ګوته کړ.ویل کېږې په وړاندې شوې لیست کې د افغانستان څخه د هرات او  غزنې ولایتونه شامل ؤ، چې غزنې د کنفرانس د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځید.
د غزنویانو د امپراتورۍ پرمهال(  ۳۴۴-۵۸۳ ه ق) غزنې د اسلامې تمدن له عمده مرکزونو  څخه شمیرل کیده، سلطان محمود غزنوي د خپلې ۳۴ کلنې پاچاهې پرمهال بی شمیره فتوحات وکړل د منځنۍ آسیا، فارس او د هندوستان تر لیری  برخو پورې یې د پاچاهې قلمرو جوړ کړی وو.دغه ښار په خپل پخوانې تاریخ کې یو شمیر وتلې او پیژندل شوې شاعران ، دبیلګې په ډول سنایې غزنوي، عنصری بلخې، فرخی سیستانی، فردوسی طوسی ، عسجدی مروزی، کسایی مروزی او  مشهور ریاضې دان او ستور پيژندونکې لکه ابوریحان البیرونی، درلودل.
ددغه ښار پخوانې نومونو د یونانې پوه او جغرافیه پیژندونکې بطلیموس د روایتونو لمخې “ګزنک” په ګوته شوې چې د خزانې معنې ورکوي، ځېنې هم وایې چې  د مقر د ولاړو  اوبو (د کابل او زابلستان تر منځ) په شاوخوا یو ډول واښه شنه کیدل چې هغه یې “ګز” نومول، چې د رستم او اسفنیدیار په وخت کې په ګزنین مشهور او وروسته په غزنی واوختل او بدلون یی وموند.
دلته پوښتنه دا راوالاړیږي چې ددی ټولو سره سره د اسلامې هیوادونو د تمدن د مرکز په توګه اوسنۍ د غزنې ښار په داسې حال کې چې ډیری کمې اسانتیاوې او امکانات لري؛ بلکه  د امنیت نشتوالی، د پاکو او روغتیایې اوبو کموالی، د درست کانالیزیشن او برق نشتوالی او نورو ډیر هغه څه دې چې د غزنې ننی ښار ورسره لاس او ګریوان دی، څه رامنځ ته شي؟


 لیکوال او د نظر خاوند محمد اعظم رهنورد زریاب په دی اند دی چې اسلامې هیوادونو دغه لقب د غزنی ښار ته د هغې د روڼ او ځلیدونکې تیر تاریخې دور ته په کتو سره ورکړې دی.دغه نوم به څه مثبت اثرات د غزنې په اوسنې وضعیت او د غزنې په اوسیدونکې واچوي؟
ښاغلې زریاب وایې  که افغان دولت زړه وسوځوي او تر ۲۰۱۳ کال پوری ددی ښار په بیا ابادولو کی رغنده ونډه واخلې دا په خپله ددی لامل ګرځې چې غزنی به یو ځل بیا د هیواد په داخل او بهر کی د خلکو په ژبه راوړل شي.
د غزنې د ښار استوګن د اسلامې نړۍ د تمدن د مرکز په توګه ددی ښار د نومولو لپاره چې په ۲۰۱۳ کال کې به ونومول شي بیلابیل نظرونه لري.
د غزنې د ښار یو تن استوګن تاج محمد په ۲۰۱۳ کال کی د اسلامې نړۍ د تمدن د مرکز په توګه د غزنې د ښار نومول د هغه مسلم حق ګڼي، او وایې ددې لپاره کوم کار نه دی پیل شوي.بل استوګن او د ادبیاتو پوهنځې د دوهم ټوولګې محصل عبدالولې د تاج محمد خبری نه ردوي او وایې چې د غزنی ښار زرین تاریخ لري، همدا زرین تاریخ دې چې د غزنی ښار دا لقب ځانته ګټلی دی.هغه زیاتوي:”د غزني تاریخی آثار په امن کی نه دي، او هر وخت د تاریخې آثارو د قاچاق وړونکو له ګواښ سره مخامخ دي”
د غزنې یو شمېر نور ښاریان هم دې ته ورته نظر لري.هغوې ادعا کوې چې د غزنې تاریخې آثار اوس هم په ځینو ولسوالیو لکه ، ده یک، واغز، جغتو، ناهور او مرکز کې له پخوا څخه تر اوسه په خپل ځاې پاتې دي او اوسمهال د زورواکو او قاچاق وړونکو لاسته ورځي، او یا هم خلکو په دغو سیمو کې د استوګنې کورونه جوړ کړي؛ چې دا په خپله ددی لامل ګرځې څو دغه تاریخې آثار له منځه ولاړ شي. دوې له دولت څخه غوښتنه لري څو په دې هکله جدې ګامونه پورته او مخه یې ونیسي.
دا په داسی حال کې ده چې د غزنی ولایت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست راز محمد ستومان وایې: هیچا ته به ددی اجازه ورنه کړي چې په خپل سر کورونه جوړ کړي؛ستومان په خپله هم د تاریخې آثارو د قاچاق وړونکو له لاسه سرټکوي.
په دی حال کی د غزنی د والی مرستیال محمد کاظم الله یار د پورته خبرو په ردولو سره وایې، د زرو په شاوخوا کې تاریخې اثرات دامهال د غزنی په موزیم کی شته چې ځینې یی بیا ترمیم او ځینی به یی وروسته ترمیم او جوړه شي.هغه زیاته کړه: “تر ۲۰۱۳ کال پوری به په غزنی کې ټول مؤثره کارونه تر سره شي” خو دا چې دا کارونه به څومره تاثیرات ولري نوموړې یې په اړه څه ونه ویل. الله یار د تاریخې آثارو ساتنه د غزنې د ښار د اوسیدونکو مسؤلیت وباله او له خلکو څخه یې غوښتنه وکړه  تر څو د هغوې په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
خود غزنی ښاروال حکیم الله غزنیوال د تاریخې آثارو د ساتنی په اړه په بل اند دی او وایی چې نه یواځې د غزنی د خلکو بلکه د ټولو افغانانو دنده ده څو د تاریخې اثارو په راټولو او خوندی ساتلو کی له دولت سره مرسته وکړي.هغه زیاتوي د ښارجوړولو وزارت، اطلاعات او کلتور اوښاروالۍ په ګډه سره د ۲۰۱۳ کال لپاره د بیا رغونې د پروژو په طرح او تطبیق کار کوي، څو له میلمنو څخه ښه هرکلې او استقبال ترسره شي.د غزنیوال په وینا دوې څو پروژې پیل کړې دي، د بیلګې په ډول یی په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د یوه نړیوال هوایې ډګر او د اسلامې ثقافت دیوه مرکز جوړول یاد کړل، دغه راز ویی ویل هغه تاریخې آثار چې د هیواد مرکز کابل ته استول شوی وو هغه به هم بیرته د غزنی ملی موزیم ته راولیږدوي.
له هغه مهال څخه چې د  اسلامې هېوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو په طرابلس کی غونډه وکړه دوه کاله تیریږي خو په ښکار ډول تر اوسه پوری له یوه هیات د سفر څخه پرته نور څوک ددی موضوع په خاطر غزنی ته نه دی ورغلې.
د ښارجوړولو وزیر یوسف پښتون چې په پارلمان کې د غزنې د خلکو یو شمېر استازو یې ملتیا کوله څه موده وړاندې د غزنی له ښار څخه لیدنه وکړه او په دغه ښار کې د ۲۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت یې د یوشمیر پراختیایې پروژو د پیلیدو خبر هم ورکړ. پښتون هغه مهال د غزنې د ښآر د نوې نقشې په اړه کومه چې د ښآرجوړونې او فرهنګ وزارتونو له لوری د تاریخې آثارو د خوندی ساتلو دبیلګې په ډول بالاحصار،د سلطان مسعود مناری، دغزنی موزیم او دالبیرونې مقبره، دغه راز د نوې هواېې ډګړ جوړول او نورو ټینګار وکړ؛ خو تردی دمه د سلطان محمود او سلطان عبدالرزاق  د مزارونو له ترمیم پرته نور هیڅ عملې کار نه تر سترګو کیږي.
لیکوال او خبریال اسدالله جالزی وایې، دا امکان نه لرې چې دا پروژې به په بیړه سره په پیل او پای ته ورسیږي، نوموړی ددی ټولو کارونو خنډ امنیتی ستونزی دي.
نه یواځې جالزی بلکه د غزنی د ولایتي شورا غړی انجینر محمد کبیر هم د امنیت ستونزه تر ټولو ستره ننګونه بولې او وایې د غزنې د ښار او اندړو ولسوالۍ ترمنځ غځیدلې سړک چارې چې باید په اتو میاشتو کې پای ته رسیدلی وایې د درې کلونو په ترڅ کې پای ته ورسیدی. د  هغه په وینا د وسلوالوطالبانو په بریدونو کې د قره باغ څخه یې د ګیرو تر ولسوالۍ پوری د سړک په اوږدو کې ترسره کړي تر شلو پوری کارګرانو خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاتوي، د زراعت او مالداری ناسم وضعیت هم د خلو په اقتصادی حالت او امنیت منفی اثرات پرځاې پری ایښي دي؛ خو فکر کوي که هر کله ددی پروژو کار پیل شي نه یواځې د بې کارۍ ستونزه به له منځه ولاړه شي، بلکه د امنیت په ښه والې به  هم اثر وغورځوي.
خو د غزنی امنیه قوماندان جنرال خیال باز شیرزي په یوه تیلفونې اړیکه کې ددی ادعا وکړه چې د ناوې ولسوالۍ څخه پرته نوری ټولی ۱۷ ولسوالیو کې امنیت تامین او هیڅ ډول اندیښنه وجود نه لري.هغه زیاته کړه:”د  ۲۰۱۳ کال د پروژو لپاره د امنیت د تامین په اړه تضمین کوم”.شیرزی وایی له دوه کلونو راپدیخوا د ناوی ولسوالۍ د دوې په ولکه کې نه ده، د دوې له امنېتي پروګرامونو څخه ده ، څو په دې ولسوالۍ کې هم امنیت خونډي او ټینګ کړي.
د غزنی دامینه قوماندان خبرو ته په کتو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ددی پروژو د پلې کید لپاره کومې لاری چاری په کار اچولي او یا به یې په کار واچوي ددی وزارت فرهنګی معین محمدضیاء افشار وایې د ۲۰۱۳ کال لپاره یې په ټولیزه توګه ۴۲ پروژی په نظر کی نیولي دي.
هغه زیاتوي دغه پروژې په دوه برخو کې د دوه کمسېونونو د تاریخې اثارو د خوندی ساتلو او فرهنګې چارو له لوری پر مخ وړل کیږي.
افشار وایی چې د تاریخې اثارو د ساتنې په برخه کې د دی ۴۲ پروژو څخه  څلور پروژې د کتابتونونو د جوړولو، د غلام محمد میمنګې د هنری اثارو لپاره بیل ځاې ، ملی ګالری او د تاریخې اسنادو آرشیف (زیرمه تون) شامل دي.
دده په ونیا امکان نه لری چې دا ټولی پروژې دې تر ۲۰۱۳ کال پورې پای ته ورسیږي، نو له همد امله دوې د سلطان محمود غزنوي دورې تاریخې آبداتو پروژې ته د لومړیتوب حق ورکوي.
ددی پروژو اثرات به د غزنې په اوسیدونکو څه وي؟افشار یې په دوام زیاته کړه  هر کله چې هغوې پدی وتوانیږی هغه مهال چې غزنې په خپل وخت د اسلامې امپراتورۍ ستر مرکز وو، او یو ځل بیا په دی باندی وتوانیږې چې هماغه پخوانې نوم یې تازه او په نړیواله کچه وپیژندل شي، څو د نړیوالو پاملرنه ځانته راوګرځوي، نو لدی لاری څخه به دغزنې د خلکو د ژوند سطحه یوه اندازه راښه شي.
دغزنې ښار د کابل ښار سویل ختیځ په  شاوخوا ۱۳۵ کیلو متره واټن کې پروت دی، شاوخوا ۳۲۸ کیلو متره مربع پراخوالې او د بحر له سطحی څخه ۲۲۲۰ متره لوړوالې لري، د غزنې ښار د جبال ګل غره په سلسله کې واقع شوی او د ۱۹۹۱ م کال د تخمینې احصایی له مخې یې ټول نفوس ۶۰۰ زرو ته رسیده.
دغزنې ولایت د شمال له لورې د میدان وردګ او لوګر، د سویل له لورې د زابل او پکتیکا ، دختیځ له لورې د پکتیا، او د لویدیځ له لورې د زابل او اروزګان سره ګډه پوله لرې او ټول پراخوالې یې ۲۳۱۰۶ کلو متره مربع اټکل شوی دی.
دا ولایت د اتو سویل لویدیځ ولایتونو  څخه کوچنې او له ۱۹ شمالې او شمال ختیځو او د هیواد د ځینو مرکزې ولایتونو څخه لوې دي، د خاورې د پراخوالې او مساحت له نظره په ټول افغانستان کې په نهمه درجه کې راضي. په دغه ولایت کې بیلابیل توکمونه لکه پښتانه، تاجک، هزاره او  نور دینی لږه کې لکه هندوان، شتون لري.
باید وویل شي چې په تیرو څو کلونو  کې د اهل هنود یو زیات شمېر کورنیو چې شمیره یې شاوخوا ۵۰۰ ته رسیده د امنیت د نشتوالې او یا  هم خرابوالې له امله دغه ښار پری ایښې او دا مهال ورکې کابو ۱۰۰ کورنۍ پاتي دي.