کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راتلونکی پارلمان به مشروعيت ولري ؟

راتلونکی پارلمان به مشروعيت ولري ؟

۲۰۱۰ زکال دسپتمبر ۴ مه


دڅومياشتو راپدې خوايوځل بيادپارماني ټاکنوپه نامه تبليغاتي کمپاين له هرې خواپه درب رواندی .يوپه بل پسې کميسيونونه جو ړسول ،يوشمير زاړه چارواکي ايسته اوپر ځاي ئي نوي ټاکل سول . ښاغلي کرزی هم په هر ه غونډه کي دپارلماني انتخاباتودکېدو خبري په لوړسراوافتخارڅرگندولوسره کولې ،بل لورته بهرنيانوهم دا ځانته يوه لاسته راوړنه بولي . داچي ددې ټولوسره داټاکنې به څومره ازادي ،دموکراتيکي اوهغه کسان به پارلمان ته لارومومي چي په رشتيادخپل ولس سره وفاداري او خواخوږي لري اوياملي گټي ورته گرانه وي ،دبهرنيو سفرونوپر ځاي به کورنيو سفرونوته لومړي توب ورکړي ، والله عالم .
داطمع اوس ولس نلري داځکه چي ښه بېلگه ئي ددوهم ځال لپاره بياددغوکسانو کانديدېدل دي چي ملت  ددوي دټولودرغواوبهانوجوړولوسره له هغوي نه ښه خاطره نلري. اوهمداله  اوسه  وايي داښاغلي تيرځل بلد سوه داځل به دجمعې دشپې پر ځاي داونۍ نيمي ورځي په بهرکي تيروي اوپاته به ددولتي چارواکوسره په شب نشينيواوپارټيوکښي .
داسي معلوميږي چي داډول پارلمان يوځل بيا خداي تعلا دې ملت په نصيب کړی اوکرزي صاحب هم يوه داسي پارلمان  ته اړتيالري چي ورته ووايي ((پشې آسمان ته پورته دوي ووايي پخوالاپورته سوي وه .))
خوبلې خواته  ښاغلي چارواکي داهم وايل  چي ټاکنې به په ډيره ارامه اودامنيت په فضاکي وسي . مگر اوس خوئې دامنيت خوند چندان نه ښکاري اومزه ئي خړه ده .
داسي ښکاري چي ددولت مخالفين پدې حساسه مرحله کي  روغې جوړته دلوي امتيازترلاسه کېدوپرته تيارنه د ی .
لکه ښاغلی کرزی اودځيني بهرني چارواکي چي وايي په رشتياسره دبهرنيانو وارخطايي اواپلاتي ويل ،بې مسوليته څرگندونې ددوي مورال غښتلی کړی دی ،ځکه خو اوس غواړ ي دخبرودپيل په بدل کښي ئي ټاکلي شرطونه  ومنل سي .
دبلې خو ادولت هم ددمخالفينوسره د مصالحې دخبرو ياجوړجاړي په هکله دوه گونۍ سياست لري په مطبوعاتو،کنفرانسونواوظاهري ويناوو کي يوڅه وايي ،دپردې شاته دمخالفينو اوبهرنيانونه دوي هم امتيازات غواړي .ددې تر څنگ دکرزي اوبهرنيو چارواکوتر مځ دمخالفينوسره خبروپه اړوند دنظروتر منځ واټن لوي دي ،داختلاف زيات ټکي شته چي پر هغوي بايد دوي موافقي ته سره ورسېږي اوتر هغه وروسته له مخالفينوسره دخبروپيل ته ملاوتړي .
پدغه ډول ناڅرگنده شرايطوکښي داي ښکاري چي ددولت مخالفين به خپله زورآزموينه دپارلماني ټاکنو په پروسه کي نندارې ته وړاندي کړې  اودخپلو ټولوامکاناتونه به دبې امنی په راوستلواوټاکنې له جدې گواښ اوستونزوسره مخامخ کېدولپاره تلاښ کوي .که پدې کارکي دوي بريالي شي چي تر ډيره بريده ئي امکانات شته ،دوي به خپل لورته  دنړیوالي ټولنې اونړيوالوسازمانوپاملرنه راواړوي .
ددې امنيتي ستونوزواوزورآزموينوتر څنگ دټاکنو کميسيون هم چندان اماده گي نلري .دبېلگي په توگه په ډيرو هغو سيمو کي چي امنيت سته دکارتونودترلاسه کولومرکزونه کم دی ،زموږ خلک دسياسي پوهې هغې مرحلې ته ندي رسېدلې چي په کار اخيستلوپسې دي له يوه ځاي نه بل ځاي ته ولاړسي ،دلته په سويډن کي چي ددموکراسی بې سارې سابقه لري ددې لپاره چي عام خلک اوځوانان په ټاکنو کي برخه واخلي  دټاکنې کارتونه کورونوته ورلېږل کيږي اوهغه دچاخبره په هر مغازه کي شل ورځي وړاندي دټاکنې دکيسيون مامورين ناست وي تر څوخلک دسودااخيستلوپه وخت کي له موقع نه په استفاده خپله رايه ټاکلي کانديدته ورکړي .
 نوڅنگه کېداي سي موږ په افغان جگړه ځپلي هيواده کي چي همدا اوس دټاکنوپر خلاف مخالفت په خرپ روان دي ،کانديدان اويادکانديدانودکمپاين سړی وژل کېږي چي د دراپورونوله مخې دسپتمبرتر لومړی ورځي  درې کانديدان او د کانديدانو ۱۳ ملاتړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور چې په بېلابېلو ډولونو يې د کانديدانو په کمپاينونو کې برخه اخيستې وه، ټپيان شوي دي . بيا دوي دغربي ټاکنونه له شېوې نه په غلطه استفادې سره په دزيات واټن په درلودولوسره دکارتونواخيستلو اورايي ورکولومرکزونه جوړکړي . که چارواکي دټاکنو په پايله کي درواغ ونه وايي فکر نه کوم  په هغه پيمانه خلک دي ورسی چي دوي به ئي دټاکنوپه پايله کښي اعلان کړي .
څه موده وړاندي مي دتلويزيوني شبکوله لاري  واورېدل چي  په پروان کي هغوکسانو چي ځانونه ئي پارلماني انتخاباتوته ټاکلي خپل پلويان په موټروکي راوستل ترڅو کارتونه تر لاسه کړي ،چي پدې هکله يوسلسله سوالونه اوشکايتونه هم تر غوږ و سول خو دټاکنوکميسيون دتيرپه شان ددې ناخوالي پړه هم دنوروپر غاړه واچول  . که انسان ډير ورته ځيرسي اودافغانستان سيمه ايز کړکېچن امنيتي حالات چي دوي خپله ورباندي اقرار کوي داکوم جرم نه دی چي يوه کانديد خپل ملاتړي دراي دکارتونودترلاسه کولولپاره په مرکزونوکي دښاغلو جوړسوو دفترونوته راولي .
تراوسه دټاکنودغه ۶۸۰۰ کميسينودامنيت ساتلو مسله مطرح اوناحله پاته ده .دانتخاباتوکميسيون خپله وايي چي  د ناامنيو له کبله به په ختيځ او جنوب کې د راى ورکولو ٩٠٠ مرکزونه تړلي وي .
شرمېدلې خبره خوداده چي همدا ښاغلي بياداگست پر ۱۸ وايي  : ((د درغليو له وېرې به په ناامنو سيمو کې د راى ورکولو ٩٠٠ مرکزونه تړلي وي .د تاندويب پاڼي په يوه  خپاره سوي  خبرکي راغلي ،د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون  پرېکړه يې کړې چې په راروانه مياشت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د افغانستان په ناامنو ولايتونو کې د راى ورکولو ٩٠٠ مرکزونه نه پرانيزي .
که څه هم دوي له شرمه درغلی بهانه کړي خو اصلي خبره امنيتي ستونزه ده ،مگرله دې سره  ئې  دا نه دي ويلي دغه خلک چي بايد پدې ۹۰۰ مرکزونوکي ئي راي ورکړې واي دهغوي استازيتوب به په پارلمان کي څوک وي . ددوي دپورته نيو شکايتونوله مخې دالاتراوسه څرگنده نده چي په حقيقت کي به څومره مرکزونوته خلک دورتگ امکانات ونلري  .مگر دناټوقومان بيا هرڅه په خپل نامه نومولي اوڅرگنده کړې ده چې  ځينې ساحې ډېرې ناامنې دي او دوى هلته امن نه شي ټينګولاى .  
ديادولووړده چي دانتخاباتودکيمسيون دويناله مخې د ولسي جرګې د ٢٤٩ څوکيو لپاره د سنبلې پر ٢٧مه انتخابات کېږي، چي ۲۵۴۵ کسانوځانونه کانديد کړی چي دهغې جملې نه ئي ۴۱۰ ښځې دي .
څه موده وړاندي د کورنيو چارو وزارت سرپرست منير منگل غونډې ته وويل چې له ټولو درې سوه او څلور شپيته ولسواليو څخه درې سوه او پنځه پنځوس يې له راز راز امنيتي گواښونو سره مخامخ دي .زمادمعلوماتو له مخې  دغه امنيتي گواښونه  ډيرسوی خو کم سوی ندي .
داگست پر ۱۵ د حامد کرزي په مشرۍ دهېواد دعمومي امنیتي حالت دڅیړنې په موخه دجمهوري ریاست په ماڼۍ کې امنیتي غونډه جوړه شوه .
داچي په غونډه کي کوم ښاغلي ناست وه اوپر کومومسائيلوئي بحث وکي ددې بې گټوغونډودتکرار له امله خلک ورسره چندان علاقه نلري .مگرډيره جالبه اوحيرانوونکې داده چي ټاکنوتر تر يوې مياشتي کمه موده پاته وه دغودافغانستان مدافعينواودقانون په وړاندي  مسولينوپدې غونډه کي امنيتي چارواکو اودټاکنو کميسيون  ته دنده وسپارل چي (( دانتخاباتو خپلواک کمیسیون او امنیتي ادارې دې په خپلوکې په بشپړه همغږۍ کې درایې ورکولو دمرکزونو لیست برابر او دهغو دامنیت دټینګښت په لاره کې دې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي . ))
تردغه غونډې دوې ورځې وروسته دډله ايزرسنيوپر تندي داخبر راښکاره سوچي ښاغلي معنوي وايي : (( يواځې په 9 ولايتونو کې به ټول مرکزونه خلاص وي .))
هغه وړاندي وايي افغانستان د ټاکنو د کمېسيون پلان دا و چې په ټول افغانستان کې دولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د رای ورکولو ۶۸۳۵ مرکزونه پرانيزي چې د رای ورکولو څه کم شل زره محلونه ترې جوړېدل  .خو اوس د امنيت نشتوالي د دغه پلان پلي کېدل له خنډ سره مخامخ کړل .
هغه وايي ددوی له هڅو سره سره به د هېواد په زياتو ولايتونوکې د رای ورکولو ګڼ شميرمرکزونه به  تړلي وي دده په وينا دغه نهه ولايتونه دي چې امنيت يې بيخي خوندي دی .په پاتې پېنځه ويشتو ولايتونو کې له بده مرغه له څلورو مرکزونو نيولی تر ۱۰۷مرکزونو پورې به تړلي وي،په ټول هېواد کې به  ۹۳۸  مرکزونه تړلي وي چې ۲۴۴۸ محلونه کېږي .))
ده د هغو سيمو پر اوسېدونکو چې د رای ورکولو مرکزونه به پکې تړلي وي غږ وکړ هغو سيمو ته ورشی چي  د رای ورکولو مرکزونه پکې پرانيستي وي . خوپه ږغ کي ئي ونه ويل څنگه ورسي؟ اودکومولارو ورسی؟
ترکومه ځايه چي  داښاغلی دافغانستان په امنتي حالاتواودعام ولس په امنيتي ستونزونه دی خبريوازي ئي په ارگ اوياخپل دفتري پدې اړه خبري اورېدلي ځکه ورته ساده ،نو وايي که دلته مرکزدامنيتي گواښ له امله تړلی بل ځاي ته ورسی .دلته مي يوه قيصه راپيادسول  .وايي دظاهرشاه په پاچاهي کښي دارگ وبغل ته مظاهره تېرېدل اومظاهره کوونکودمعمول سره سم په لوړ اوازويل موږ خلکوته کار اوډوډۍ غواوپه ارگ کي ديوه شهزاده ترغوږوداخبره ورورسېدل چي موږ خلکوته ډوډۍ غواړو،نوهغه خپلې مورته وويل  داڅه چيغي دي مورئي ورته وييل زويه مظره ده وايي ډوډۍ نه نلرو،نوهغه ورته وويل مور چي ډوډۍ نلري کلچې دي  واخلي  .
اوس هم دوي دخپل ټانک اوتوپک سره ورتلاي نسي خو خلکوته وايي که مشکل دي دابل ځاي ته راسه .
وړانديزمي دادی چي همدا ښاغلي معنوی دگيزاب دولسوالی اويادهلمند ،زابل ،کندهار،پکتيا، پکتيکا، خوست ،کنړاويابل ولايت دخلکوسره يوځاي پر پښواوياخره پرسواری دهغوي له کلې نه درايي ورکولوبل مرکزته ولاړسي ،ترڅوورته معلومه سي چي ((څومنه اوړه يوه پتيره کيږي .)) اخير  پردې ولس  خوبايد يوڅوک زړه وخوږوي .
تردي لاحيرانوونکې  چي ښاغلي معنوي وايي  د مرکزونو تړل کېدل به د ټاکنو په پايلو څه اغېزه و نه کړي. تاسوفکر وکړي داښاغلي ليونې نه دي اويادعام ولس په سترگو کي خاوري نه شيدي چي  وايي ((د مرکزونو تړل کېدل به د ټاکنو په پايلو څه اغېزه و نه کړي)) نوچي منفي اغېزه نلري بياداډنډورې اوتشويش دڅه لپاره ؟ دامنډي ترړې اودوژل اوزخمي کېدل دڅه لپاره؟ چي منفي اغېزه نلري ټول مرکزنه دي وتړل سي ولي دابېگناه خلک دټاکنو اوپارلمان په مخالفينو وژنۍ؟ له دغه لنډې جملې روښانه څرگندېږي چي داښاغلي چارواکي څومره له خپل ولس څخه بيگانه،له حالاتوناخبره  اودکالوسره دخپل ولس په سترگو ورننوزي .
دسپتمبرپر ۳ مه يوه اونۍ لانه وه تېره سو چي همدې معنوي صاحب په خپله مبارکه خوله اعلان وکړ  : ((که امنيت خراب وي نو ټاکنې به و نه شي .))
داخبره ئي هغه وخت وکړه  چي له ټاکنو سره تړلې يوه وروستۍ امنيتي پېښه دافغانستان په نسبتأ ارام ولايت بغلان کې وشوه چې د ټاکنو د کمېسيون اته ويشت سيمه ييز کارکوونکي ددغه ولايت په بورقه ولسوالۍ کې نا څرګندو وسلوالو وتښتول .
ددې پر ځاي چي دالافي وهونکی دانتخاباتودمرکزونواوعام ولس امنيت خوندي کړي ترڅوپه رشتياهغوي وکولاي سي رايي ورکړي  له بې بي سي سره په خبروکي وايي : ((دغو خبرونو زه ډېر اندېښمن کړی يم،او
که امنيتي ځواکونو د امنيت په ټينګولو کې پاتې راشي نو کمېسيون به له خپلو قانوني واکونو څخه کار واخلي . ))مگردائي ونه ويل چي له کومو قانوني واکونوڅخه به کار واخلي ؟ پدې قانوني واکونوتر اوسه څوک خبرهم نه دي .جدي سوال  دادی چي ولي ټاکنې ترسره نسي ؟؟؟؟؟؟
نوکه دافغانستان په اکثريت ولسواليو کي ددولت دمخالفينو نفوذ په همدې ‌نه زيات وي په هغه صورت کي دټاکنو مشروعيت  په طبعي شکل ترسوال لاند راځي .
دبېلگې په توگه : دارزګان ولايت څخه ولسى جرګى ته نوماندا ن شكايت كوى چى د امنيتى ستونځو له كبله دوي نشى كولاى خپل تبليغاتى كمپاينونه پرمخ بوزى .
ددي ولايت څخه ولسي جرګي ته دوه تنه نوماندان  عبيدالله بارکزى  او قدرت الله رحيمي وايې چې ددي ولايت په چنارتو، ګيزاب، خاص ارزګان او چارچينو ولسواليو کې خپل کمپاين ځکه نه سي کولاى چې د ځمکي له لاري نوموړو ولسواليو ته  د امنتي ستونزو له کبله  تلل ناشونى دى او له بلي خوا دومره امکانات په واک کې نه لري چي د الوتكو په واسطه دغه سيمو ته ولاړ شى او خپل پلويان زيات کړي .
دوي وايي تر دي دمه پوري د ارزګان امنتي چارواکي په دي نه دي توانيدلي چي د يادو ولسواليو تر څنګ په مرکز ترينکوټ او ځينو نورو سيمو کي امنيت ډاډمن کړي څو نوماندان خپل کمپاينونه پر مخ بوزي .
که څه هم  ددي ولايت د امنيي مسولين وايې چې ددې ولايت په ټولو ولسواليو او مرکزي سيمو کې کانديدان کولاى سې چې خپل کمپاين تر سره کړي. مگردهغومعلوماتوله مخې چي زه ئي لرم  اودادی دانتخاباتو کميسيون په ډاگه چيغې وهي چي امنيت ټکنی دی ددې چارواکوداخبره دمنلو وړنده  اوله حقيقت سره سرنه خوري  .
داگست پر ۱۶ دارياناتلوزيون په خبري سرويس کي خبر خپورسو چي دروزگان ولايت په څلورو ولسواليو کي امنيتي ستونزي دټاکنو بهير له ستونزوسره مخامخ کوي حتا ټاکنې ناشونې دي . داپدې معنا چي ددي ولايت پوره نيمايي اوسېدونکي دټاکنو له حق نه محروم پاته کېږي ،دغه ډول عيني ناانډولي اوستونځمن حالت   دافغا نستان په ټولوولايتونوپه ځانگړې توگه جنوبي اوجنوب غربي سيموکي حاکم  دی .که په کابل کي دورځې دولت څه ناڅه حاکميت لري خودشپې لخواددولت مخالفين برلاسي ښکاري اوهغوي  دشې پاڼودويشلو پوسيله نه يوازي په کابل بلکي په ټول افغانستان کي عام ولس دډارولوتوانايي لري .همدا اوس پر تاريخي کندهار کي خلک کومي شپې او ورځې تيرېري ،هغوي  په کوموستونځمنواوله کړاونوډکو شرايطوکي ژوندکوي ؟
داگست پر اتمه د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمیسیون  داعلامې  له مخې : په تېرو ٧ مياشتو کې ۱۳۲۵ ملکيان وژل شوي. داچي چاوژلي اوڅنگه ئي وژلي اوس مطرح خبره نده مطرح داده چي امنيتي حالت دهري ورځي په تېرېدوسره ټکنی اوله جدي گواښ سره مخامخکيږي  .
دافغان ولس داډاراواندېښنه پر ځاي ده چي  ((د دغو انتخاباتو پر مهال به، د جنوبي اوجنوب غربی ولايتونو د زرګونو اوسېدونکو حق تر پښو لاندې شي، دغه خلک که له يوې خوا د وسلوالو طالبانو په تاوتريخوالي کې له ژونده محروم  او يا  ټپيانېږي ، له بلې خوا له خپل دې حق څخه هم بې برخې کېږي چې په انتخاباتو کې ګډون  نشي کولاى.  ځکه خوخلک  د انتخاباتو مشروعيت ته دسوال گوته نيسي .
متاسفانه  تر ۳۷۰ زره زيات بهرنی اوکورنی وسله وال ځواک دهغه پلان دسرته رسولوپه خاطرچي تر هاچا زيات دوي وسره علاقه لري  اوددوي په سياسي  اعتبارپوري اړه لري پردي ونه توانېده چي حد اقل ديوې ورځې لپاره امنيت تامين کړي !!!
تردې لادابله دشرم خبره داچي اوس ددوي دډاډ سره په ټول افغانستان کي درايو جعلي کارتونه پورته اوکښته ،لاس پر لاس کيږي  .
که څه هم دانتخاباتوکميسيون وياند نورمحمد نور داگست پر دوهمه  اعلان وکړچي  ((په رای پاڼو کې جعل کاري ناشونې ده.)) هغه وايي هغه کمپنۍ چې د رايې ورکولو پاڼې يې چاپ کړي په نړيواله کچه راجستر او ټولو نړيوالو اصولو ته ژمنه ده ، بله دا چې په رای پاڼو کې داسې سېريل نمبرونه او رنګونه کارول شوي چې نورې کمپنۍ يې د بيا يا جعلي چاپ وړتيا نه لري. تردغه خبر دوې اوني ورسته په ډله ايزورسنيوکي په وار وار خبرونه تر غوکېږي چي په رايي پاڼوکي درغلي سوي اوحتا داچي جعلي چاپ سوي . پدې ورستيوکي داسي معلوماتونه  رارسېږي چي دغه جعلي پاڼې دځينو سيمودټاکنودکميسيون دغړوسره په تړاو کي چاپ سوي اوهغوي درشوت په بدل کي وعده ورکړې چي دراي شمېرلوپه وخت کښي به ئي جعلي نه بولي .
ددي ناخوالی تر څنگ زيات شمير کانديدان اومدني ټولنې له دې نه سرټکوی چي دټاکنوداوړه کميسينونه دټاکنو قانون ترپښو لاندي کوي اويادچاپر خبره ،گوتنيونه او وړانديز غوږ نه نيسي . دسپتمبرپر لومړی نېټه نږدې سلو پخوانيو کانديدانوچي ښځي هم پکښې وي کميسيون په دوه مخی چال لندتورکړ ،هغوي په يوه مطبوعاتي ناسته کي وويل : ((موږ په دې نظر يې چې عدالت تر پښو لاندې دى او هيواد پاله ، ژمن ، صادقه او په کار پو ه کسان فکر نکوم ددغه ډول دوه مخې چلند پر بنسټ او له قانونه د خپل تفسير ترمخه دغه متعهد کسان ولسي جرگې ته لاره ومومي.))
دانتخاباتي بهير په داډول اونورودرغليو باندي دپوهېدواوخبريدوپه خاطر ټولو هغوته چي دډله ايزورسنيو داورېدوامکانات لري  بلنه ورکوم هر ورځ دتلوزيوني خپرونې وڅاری  ،رېښه اومحتوابه ئي درته څرگنده سي  .
يوازي له طالبانواويادټاکنوله نورومخالفينوڅخه خلک سرنه ټکوي بلکي ددولتي اړونده چارواکونه هم سرټکونه هر ورځ ئي په ډله ايزورسنيوکښي اورېداسو. دولت که په نوروچاروکي ترستوني په فسادکي غرق دی پدې برخه کي هم شاته نه پاتېږي .
ددغو اوپه سلهاوو نوروعيني فکټونوته په ځير کېدوسره دغه سوال پر ځاي اوترډيره به لاجوابه پاته وي چي :  اياددې ډول درغليو اوستونزونه ډکو ټاکنوپه پايله کي جوړسوی پارلمان په مشروعيت ولري ؟
 ايادغه پارلمان کېداي دملت داستازي په نامه ونومول  سي؟ ايادغه پارلمان به داقانوني حق  ولري چي دملت لپاره نوی حکومت اويادحکومت کوم غړی وټاکي ؟ اياداپارلمان به داحق ولري چي دافغان دولت او افغان ولس په استازيتوله بهرنيو چارواکو ،ديپلوماتانو اونور استاسوزره ملاقات اوياخبري وکړي ؟ اياداپارلمان به داحق ولري چي قوانينو ، لايحو اويافرمانوپه هکله پرېکړي  وکړي ؟ داپارلمان به داحق ولري چي کوم دولتي چارواکي سوال اوجواب ته راوبولي اويائي دکاردگوښه کېدوپه هکله پريکړه وکړي ؟ اياداپارلمان به داحق ولري چي بهرته رسمي سفرونه وکړي او پخپلو سفرونوکي دافغان ولس اودولت رسمي ستازيتوب وکړي ؟
داپارلمان به داحق ولري چي دافغان ولس اودولت په نماينده گی  له بهرنيانوسره کوم پرتوکول اوياتړون لاسليک اوياددولت لخوالا سليک  سوتړونواوپرتوکولوپه اړوند حقوقي  پرېکړه يانظر څرگند کړي  ؟
 داسي په لسهانور سوالونه هم شته چي ددې نامشروع پارلمان په شتون کي به راپيداسي  .اساسي خبره داهم ده چي پدغو سوالوزموږ بهرني دښمنان اوپه ځاگړېتوگه ظالم گاونډيان هم تر هرچاښه پوهېږي ځکه خوپه ټول قوت تلاښ کوي چي افغانستان اوښاغلی کرزی ديونامشروع پارلمان څښتن سي  .تفاوت به ئې دومره وي چي ښاغلي کرزی صاحب به خوشحاله اوملت به يوځل بيادسياليواوزورآموينواوفسادسره لاس په گريوان وي ،يعني هغۀ آش وهغۀ کاسه  .
ومن الله التوفق